د پښتو پنځم ټولګي په درسي کتاب او د هغه په لارښود کتاب کره کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62424

دخبریدو نیټه : 2014-12-13

سيف الــــرحمن( همت)
اخــــــترغني (احسان)
ميراغـــــــا ( ملت مل) 

 د مطلوب ښوونیز نصاب ځانګړتياوو او د کره کتنې د اصولو او معيارونو سره سم د پښتو د پنځم ټولګي په درسي کتاب او د ښوونکي په لارښود کتاب مو کره کتنه وکړه ، مونږ د نصاب ځانګړتیاوو په پام کې نيولو سره کره کتنه وکړه او دهغې مثبت او منفي اړخونو ته مو اشاره کړې او د هرمثبت او منفي اړخونو مثالونه مو د لوست او د صفحې د شمېرې سره راوړي.
لکه څرنګه، چې کره کتنه يو پيچلی مسلک دی او بيا د کره کتنې د ټولو معيارونو په پام کې نيولو سره د يو کتاب کره او ناکره ټکي په نښه کول ډېر وخت ته اړتيالري او زمونږ د موضوع د کم حجم او لڼد وخت په پام کې نيولو سره مو د دې کتاب په ټولو برخو کتنه کړې. کيدای شي دا کتنه هم نيمګړتياوې ولري.
د افغان امريکايي پوهنتون د اصولو او د درنې استادې(زهره وليد رحماني) د لارښوونې په اساس مو لومړی د کتاب د پوښتۍ ځينې ځانګړتياوې په نښه کړې او بيا مو د لومړيو صفحو د ليکنو د ځانګړتیاوو څخه هم يادونه کړې، چې له هغې وروسته مو کتاب پاڼه په پاڼه اړولی او د هغې مثبتو او منفي اړخونو په يادونې سره مو کار کړی او د نيمګړتياوو په ځای مو ورته خپل وړاندیز او يا زمونږ په نظر سمه بڼه مو ليکې.
د يادونې وړ ده، چې د دې ليکنې په لومړۍ برخه کې مو په درسي کتاب کتنه کړې او په وروستۍ برخه کې بيا د لارښود کتاب کتنه ترسره کړې او همداراز مثبت اړخونو او منفي اړخونه د ښې روښانتيا لپاره په بېلا بېلو عنوانونو کې راوړل شوي.


د لومړۍ پوښتۍ ځانګړتياوې
 د پوښتۍ رنګ شين دی، د پوهنې وزارت ټاپه چپ لورته په بره برخه کې او بيا تر لاندې د پوهنې وزارت شهرت ذکر شوی.
د کتاب نوم په منځ کې (۳۲) بولډ ليکل شوی، د نوم نه لاندې پنځم ټولګی په (۱۶) بولډ کې ليکل شوی. د ښوونځي رنګه ارنځور د ځينو ځانګړتياوو سره راوړل شوی، د چاپ کال د انځور لاندې چپې څنډې ته د (۱۳۹۰) ل. ل ليکل شوی.
دويمه پوښتۍ
 د دويمې پوښتۍ په لاندې برخه کې د نه پلورنې اختاريه او د پيرودونکي سره د قانوني چلند يادونه شوې.
د پوښتۍ پسې لومړۍ صفحه: په دې باندې هم د پوښتۍ په څير ليکنه شوې، خو يواځي د کاغذ کيفيت او رنګ تغيير کوي، د ښوونځي انځور په کې نشته اواړتيا هم ورته نه ليدل کېږي.
په بل مخ کې يې د کتاب د تاليف کمېټه، لیکوالان، تائيد مطالعه، ملي شورا، د څيړنې او تدقيق کمېټه، علوم اکاډمي، د پوهنې وزارت، انځورکښوونکي، د محتوياتو، ديني کلتوري او سياسي برخو د څيړنې او کره کتنې کمېټې، د څيړنې او تدقيق د څارنې کمېټه، کمپوز او ډيزاين کوونکو يادونه په بشپړه ډول شوې.
درېمه صفحه کې بسم الله دافغانستان د بيرغ په درېوو رنګونو د صفحې په منځنۍ برخه په ښکلي او غټ خط ليکل شوې.
څلورمه صفحه کې په سر کې د افغانستان نقشه د ملي بيرغ په څير په ترتيب سره لومړی تور بيا سور او بيا شين رنګ سره په داسې حال کې چې په منځ کې د افغانستان ټاپه اولاندې يې د نقشې په څير په درې رنګو ملي سرود په ښکلي خط ليکل شوی.
پنځمه صفحه په پنځم مخ کې د پوهنې وزير پيغام راوړل شوی.
شپږمه صفحه سرليک/ نيوليک په ترتيب ليکل شوی او تر دې دمه صفحې په حروفو سره ښوودل شوې، چې د( الف) څخه تر( ز) پورې يې شمېر رسيږي.
نيمګړتياوې
- زمونږ په اند د پورته پوښتۍ او نورو مخونو د کاغذ کيفيت او ليکنه په ډېر ښه ډول سره شوې ، خو په پوښتۍ کې يواځي د زده کوونکو انځور چې راوړل شوی د افغاني کلتور او د پوهنې وزارت د يونیفورم سره سمون نه لري؛ ځکه د پوهنې وزارت د ښوونځيو لپاره ځانګړی يونيفورم لري، چې د نارينوو لپاره د کاليو شين رنګ ټاکل شوی، که د داسې ټولګي انځور راوړل شوی وای، چې د پوهنې وزارت ټاکل شوی لباس وای نو ښه به و. خو دلته د دريشي سره په داسې حالت کې انځور راغلی، چې يو ډول دريشي هم نه ده مختلف رنګونه او شکلونه لري، د ځينو لنډه لستوڼې او د ځينو اوږده لستوڼې ليدل کېږي.
- په پنځمه صفحه کې د پوهنې وزارت د پيغام پرځای د پوهنې د وزير ترعنوان لاندې پيغام ذکر شوی، چې زمونږ په نظر بايد داعنوان د پوهنې وزارت ترعنوان لاندې راوړل شوی وای، ځکه نوموړی وزير د هرخت لپاره د همدې وزارت وزير نه دی او نه دا د وزيرپيغام دی بلکې د پوهنې د وزارت پيغام دی او د وزارت کارونه چې ملي او ټوليزه معنا لري بايد د وزارت په نوم ونومول شي، نه په شخصي نوم.
- په لومړي لوست کې ( د رنګ، خط او ډيزاين په اساس) ښه والی په پام کې نيول شوي، خو زمونږ په اند د نصاب د عناصرو مطابق د درس د وړاندې کولو طريقه نه ده مشخصه شوې او ارزونه يې ګونګه ده لکه : داسې پوښتنې راغلې
- ايا زده کوونکي شعر سم لوستلی شي؟ دلته پوښتنه استاد ته راجع ده، بايد پوښتنه د زده کوونکو د ارزونې په موخه له زده کوونکو څخه شوې وای لکه:
- څوک به داشعر په لوړ اواز سره ولولې؟ چې دا زده کوونکو ته راجع ده.
- د کتاب پنځمه صفحه کې د خطونو ترمنځ زياته فاصله او کمه ليکنه او ورپسې صفحه کې زياته ليکنه او کمه فاصله شتون لري، چې د ليکنې نظم يې ګډوډ کړی دی.
- که څه هم په کتاب کې د روشونو تنوع په پام کې نيول شوې، خو په هغه پيمانه چې پکار ده استفاده نه ده شوې. د بېلګې په توګه اکثره فعاليتونه په کتابچو پورې متمرکز دي او په تخته د ليکنې فعاليتونوته پاملرنه نه ده شوې.
- د کتاب په (۱۹) صفحه کې د ملي يو والي تر عنوان لاندې چې کوم نظم راوړل شوی سليس روان او د ټولنې غوښتنو سره سم او عامه فهمه دی. درې ګونې ساحې او ارزونه يې د منځپانګې او موخو سره سمون لري، خو که د ښې روښانتيا لپاره يې داسې يو انځور راوړای وای، چې د ملي يو والي ښکارندويي يې کولای، نو لا به يې د موضوع په روښانتيا کې مرسته کړې وای.لکه: د لویې جرګې انځور چې دافغانستان د ټولو قومونو استازي پکې ګډون کوي.
- د کتاب په (۲۱) مخ کې د (متشابه کلمې) عنوان راغلی، خو مثالونه يې په بشپړ ډول غلط دي، ځکه د دې کلمو په ليکلو او لوستلو کې ډېر توپيرشته.
د متشابه کلمو لپاره بايد داسې مثالونه راوړل شي، چې په ليکلو او لوستلو دواړو کې يو ډول او معنا يې توپير ولري لکه: تور- تور- تور.
چې لومړی (تور) د جال په معنا او دويم (تور) د تهمت په معنا او دريم (تور) د تور رنګه په معنا راغلی دی، خو د کلمو د ليکلو بڼه او تلفظ يې يو ډول دی.
دا چې په زياتره پښتو ابتدايي کتابونو کې متلونه راوړل شوي، خو د اصطلاحاتو په هکله څه نشته. ښه به دا وه، چې د پنځم ټولګي د پښتو د درسي کتاب په (۲۵) مخ کې چې متلونه راوړل شوي. ور سره په خوا کې د اصطلاح عنوان راغلی وی، چې زده کوونکي په دې برخه کې له اشتباهاتو ژغورل شوي وی.
- د کتاب په (۲۷) مخ کې چې کوم عنوان د هجا او څپې په نوم راغلی، تعريف يې په بشپړ ډول غلط دی، ځکه چې دوی د څپو شمېر په تورو پورې تړلی دی او يا يې د کلمو په غږونو پورې، حال دا چې په څپه او هجا کې د تورو زياتوالی او کموالی په نظر کې نه نيول کېږي د مثال په ډول: د ( ور) کلمه له دوه غږونو يا تورو جوړه ده خو يوه هجا ده.
زمونږ په نظر د څپې په شمېر کې د غږونو او تورو شمېر په پام کې نه نيول کېږي، بلکې له خولې څخه په يوځای ډول د غږونو اواز څپه ټاکي او يا په بله اصطلاح په کلمه کې خپلواک توري او يا حرکتونه دي، چې د څپې شمېر معلوموي لکه: د (پښتون کوټ) په مرکبه کلمه کې درې توري خپلواک دي او درې څپې يې هم جوړې کړې، چې لومړۍ (پ) چې د زور خپلواک حرکت لري او بيا لومړی (و) چې خپلواک توری دی او وروستی (و) هم خپلواک غږ دی، چې په دې سره په دې کلمه کې ټول درې خپلواک توري او درې څپې يې جوړې کړي.
- د بشر دوستۍ تر عنوان لاندې متن په ډېرو ښو الفاظو او ښه مفهوم ليکل شوی او ښه مفهوم وړاندې کوي، خو همدې عنوان لاندې په (۳۰) مخ کې د ښوونکي لارښوونې لپاره امريه جملې راغلي، چې نزاکتاً بايد دا فعلونه که د غائب لپاره ليکل شوي وای ښه به وای. هلته داسې راغلي: (متن ولوله!) که دا جمله داسې ليکل شوې وای،( ښوونکی دې متن ولولي). ښه به وای.
د نولسم لوست د (مرکب نوم) تر عنوان لاندې په (۳۷) مخ کې د مرکب نوم تعريف او مثالونه راغلي، چې زده کوونکوته ښه واضيح دی او د هغه څخه لاندې بيا د زيات تمرين لپاره په جملو کې نورې مرکبې کملې راغلې او هغه يې په نښه کړي ( کرښې يې ترې کاږلې). که دا يې نه وای په نښه کړي او زده کوونکو په خپله په نښه کړي وای، ښه به وای، ځکه مخکې يې مثالونه وړاندې شوي او دلته بايد زده کوونکي خپل فکر ته پريښودل شوې وای.
په (۴۱) مخ کې د يويشتم لوست عنوان ( د کونړ سيند) د اضافي ترکيب په ډول راغلی ‎، چې د (د) اضافت توري ته اړتيا نشته او (کونړ سيند) يو پيژندل شوی نوم دی او نور سيندونه هم په دې نوم نشته، نو ځکه اضافت ته اړتيا نشته.
- په درويشتم لوست کې ( د موزيم) ترعنوان لاندې درس کې د موزيم په اړه زيات معلومات راوړل شوي، خو د موزيم يو وړوکی انځور راوړل شوی، چې د موزيم ښه ښکارندويي نه شې کولای. زمونږ په نظر که متن کم وای او د هغې پرځای د افغانستان د ملي موزيم لوی انځور راوړل شوی وای، نو زده کوونکو به له يوې خوا ښه زده کړه کړې وای او له بلې خوا به د ملي موزيم سره اشنا شوي وای.
- په (۴۹) مخ پنځه ويشتم لوست کې (د پښتو ژبې توري) تر سرليک لاندې درس چې د پښتو ژبې الفبا، د پښتو ژبې ځانګړي توري، د عربي ژبې مستعار توري په کې تشريح شوي، دا بايد د دې کتاب په لومړي سر کې راغلی وای، ځکه توري د ژبې د جوړښت له مخې لومړی دي او بايد لومړی راوړل شي او بيا کلمې راوړل شي.
- په (۵۳) مخ کې د ( کلام اجزاوې) تر سرليک لاندې نوم او د هغه تشريح په داسې حال کې راغلې، چې له هغې مخکې په (۴۳) مخ کې مشتق نوم، په (۳۷) مخ کې مرکب نوم، په (۳۳) مخ کې ساده نوم راوړل شوی او بيا په (۶۵) مخ کې خاص نوم، په (۶۶) مخ کې عام نوم، په (۷۹) مخ کې مفرد نوم، په (۸۷) مخ کې د جمعې نوم، په (۹۱) مخ کې صفت او په (۹۵) مخ کې د نوم او صفت تر منځ د اړيکو عنوان راوړل شوی، چې دا ټول (د کلام اجزاوې) دي او بايد د کلام د اجزاوو تر عنوان لاندې لومړی نوم او د هغه ټول ډولونه او بيا صفت او د هغه ډولونه ... په ترتيب سره راوړل شوي وای، نو د زده کوونکو لپاره به اسانه وای او دا ټول د يو عنوان لاندې راځي او يوه موضوع ده. په داسې حال کې چې دوی د نوم ځيني ډولونه په يوځای کې، ځيني په بل ځای کې بې ترتيب، مخکې او وړاندې را وړي او د نصاب هغه ځانګړتيا چې نصاب بايد منطقي تلسل ولري او هره موضوع په خپل ځای راوړل شي.
مثبت اړخونه
+- په دريم لوست کې د غږپوهنې تر سرليک لاندې درس کې که مونږ مثالونو ته ځير شو، نو ديني ارزښتونو سره سم جنډر ته پاملرنه شوې ( مور، پلار، خور او ورور) لکه څرنګه چې په اسلام کې مورته له پلار څخه درې ځلې زيات ارزښت ورکول شوی، همداسې دلته هم مخکې راغلی لکه: نبي ع څخه چې صحابي پوښتنه وکړه، چې مور ډېر حق لري که پلار؟ نبي (ع) درې ځلې د موريادونه وکړه او بيا د پلار. د جنډر مسله هم مراعت شوې، چې دوه ځلې نارينه او دوه ځلې ښځينه نومونه راغلي.
 +- په اوومه صفحه کې د (ميلمه پالنې) ترعنوان لاندې ارزونه د موخو، فعاليت او محتواسره اړيکه لري او د پېژاندې يا شناختي ساحې درې سطحو( پوهه، پوهيدل او تحليل) سره تړاو لري. لکه په ارزونه کې راغلي چې:
- ايا زده کوونکي متن سم لوستلی شي؟ د دې لپاره په فعاليت کې په چوپتيا سره د متن لوستل دي او موخه هم د متن سم لوستل دي اود شناختي ساحې او د پوهې سطحې پورې اړه لري.
- د ميلمه پالنې په دود او رواج پوهيدل/پوهيدل.
- په متن کې د صفت کلمې په نښه کول/ تحليل.
 +- په لسمه صفحه کې د حرکتي ساحې دريمه سطحه يعني ښودل شوی ځواب ښودل شوی لکه:
ډېر--------------- هېواد
 وطن-------------- وظيفه
 دنده--------------- زيات
 عمومي ښېګڼه- په کتاب کې د ( د ۵-۱۱) صفحې پورې زده کړيز او ګرامري اصولو ترتيب په پام کې نيول شوی لکه: لومړي عنوان کې توري، دويم عنوان کې کلمې او دريم کې جملې په ترتيب سره راغلي.
عمومي ښېګڼه- په کورنيو دندو کې د زده کوونکو د علمي ودې او پراختيا تدريج په پام کې نيول شوی لکه: د لومړيو درسونو کورنيو دندو کې د د کلمو د توروبدلون، بيا کلمې، جملې، پراګرافونه او لنډه مقاله په پام کې نيول شوي، چې دمحتوا تسلسل په پام کې نيول شوی.
 +- په اتم لوست او (۱۵) صفحه کې موضوع او فعاليتونه د فعالې زده کړې په اساس ترتيب شوې او له متنوع فعاليتونو څخه کار اخستل شوی لکه: د متضادو کلمو معلومول، چې زده کوونکي په متن کې له متضادو کلمولاندې کرښې کاږي، چې دا عملي بڼه لري. همدا راز په نښه کول، د مناسب او وړ کلمې ټاکل، د متضادو او مترادفو کلمو توپيرول او هم بل فعاليت چې د کتاب په څير چوکاټ جوړول، چې متضادې کلمې پکې وليکل شي.
 +- درې واړه ساحې پکې کارول شوې، د بېلګې په ډول حرکتي ساحه او دريمه سطحه يعني ښودل شوی ځواب لکه: د تير چوکاټ په څير په خپلو کتابچو کې د چوکاټ جوړلو فعاليت ورکول شوی.
 +ـ عاطفي ساحه او درېمه سطحه يعني ارزښت ورکول لکه: زمونږ د هېواد غرونه مونږ ته ډېره ګټه لري.
 +ـ شناختي ساحه کې څلورمه سطحه شنل لکه: د متضادو او مترادفو کلمو توپير معلومول.
 +- د کتاب اړوند موضوعات زياتر د نني ژوند او ټولنې د غوښتنو او وخت سره سمون لري لکه: په اولسمه مخ کې د معيوب هلک تر عنوان لاندې لوست، چې کوچنيانو ته د معيوبو کسانو د ارزښت په اړه ذهنيت ورکوي، د افغاستان د شرايطو سره سم دی، ځکه دلته معيوب کسان ډېر دي او په ټولنيزو چارو کې ونډه ورکول او د دوی په وړاندې کرکه او کينه له منځه وړل، د مضرو او وژوونکو توکو په اړه ذهنيت ورکول، چې ځان ورڅخه وژغوري. د ناهيلۍ او مايوسۍ په وړاندې مبارزه او د هغې له منځه وړل پکې ترسره کېږي او دا موضوع د نصاب د ځانګړتياوو مطابق د وخت او غوښتنې سره سمه ده.
عمومي ښېګڼه- د کتاب زياتره ټاکل شوې موخې د موخو د ځانګړتياوو سره سمې( د سنجش وړ، دلاسته راوړلو وړ، واقعي او د وخت د غوښتنو سره برابرې) دي.
عمومي ښېګڼه- دا ده چې د کتاب د هر لوست پسې هڅوونکې پوښتنې راغلې، چې دا د زده کوونکو د هڅونې سره مرسته کوي او په درس باندې د زده کوونکو ذهنونو متمرکز کوي او په اصطلاح رغنيزه ارزونه په پام کې نيول شوې، ځکه ښوونکی هڅوونکي پوښتنې کوي، چې له يوې خوا زده کوونکي درس ته هڅيږي او له بلې خو که زده کوونکي نه پوهيږي، نو ښوونکی کوښښ کوي، چې له بلې لارې څخه زده کوونکو ته درس انتقال کړي، چې دلته تکويني ارزونه په پام کې نيول شوې.
 +- په شلم لوست کې د اشر(ګډ کار) تر عنوان لاندې درس چې ډېر ښه مفهوم او ورسره د دهقانۍ انځور راوړل شوی او زمونږ د کلتور ښکارندوی دی او بل زده کوونکو ته د ګډ کار او مرتسې روحيه ورکوي.
 +- د کتاب په (۸۵) مخ کې د (نيوټن) ترعنوان لاندې درس چې د محتوا سازمان دهۍ کې له تلفيقي روش څخه کار اخستل شوی، ځکه د نيوټن تر عنوان لاندې درس د فزيک، پښتو او رياضي څانګو له اړخونو څيړل شوی.
د لارښود کتاب برخه
 مثبت اړخونه
+- دا چې زمونږ تدريسي کال د دواړو ازموينو په شمول(۹) مياشتې دی، په سړو سيمو کې د حمل له لومړۍ ورځې څخه، چې لومړۍ ورځ يې د تعليمي کال د بهير له پيل لپاره رخصت او په دويمه ورځ په ټولګيو کې په رسمي بڼه تدريس پيل کېږي او د تدريسي کال نهه مياشتې، چې (۳۲) اونۍ او په هره اونۍ کې د پښتو مضمون پنځه ساته تدريس کېږي، چې محتوا او فعاليتونه يې د وخت سره سم په پام کې نيول شوي.
 +ـ عمومي ښېګڼه- په لارښود کتاب کې د ښوونکي لپاره مناسبې لارښوونې شوې لکه: د تدريس د بهير پر مخ وړلو برخه کې د هر درس پړاوونه اوفعاليتونه په بشپړ ډول ښودل شوې او د زده کوونکو د منظم او فعال ساتلو په برخه کې لازمې لارښوونې شوې، چې د وخت په کنټرول کې هم د ښوونکی سره مرسته کوي او دا ښېګڼه په ټول کتاب کې د هر درس لپاره په پام کې نيول شوې.
 +ـ په لارښود کتاب کې يوه ښېګڼه، چې له نېکه مرغه په ټول کتاب او د ټولو درسونو لپاره تکرار شوې، چې هغه زمونږ د هېواد او شرايطو په اساس، چې مونږ تر زياتې اندازې پورې مسلکي ښوونکي نه لرو او نه شي کولای، چې ټول فعاليتونه او پړاوونه په خپله ښه ترسره کړي، نوپه دې کتاب کې د اړتيا سر سم پوره لارښوونه شوې، چې که ښوونکي د لارښود کتاب څخه په ګټه اخستنې سره درس درس وړاندې کړي، نو هيڅ ستونزه به ورته نه وي.

منفي اړخونه
- د لارښوود کتاب د (کولالي) تر سرليک لاندې درس، چې دومره زيات ارزښت او مفهوم نه لري او د څلور ساعتونو وخت يې ورکړی، ځکه چې دا زمونږ د هېواد پخوانی او لرغونی صنعت دی، دومره زيات ګټور هم نه دی او اوس په زياتو سيمو کې له کاره لويدلی هم دی، که د دې پرځای يې د نوي عصر سره سم صنعت راوړی وای، نو دې به د زده کوونکو سره مرسته کړې وای، چې د نوي صنعت سره اشنا شوې وای.
- د لارښود کتاب د (حمد) تر سرليک لاندې لومړي درس کې چې د کال په لومړۍ ورځ تدريس کېږي او دوی هلته د کورنۍ د ندې د کتلو يادونه کړې، چې دا نامعقوله خبره ده، ځکه د کال په لومړۍ ورځ او لومړي درس کې د کوم درس کورنۍ دنده ګوري. همدارنګه د ټول لارښود کتاب په لومړي پړاو کې د نورو فعاليتونو ترڅنګ د کورنۍ دندې (د کتنې) کلمې هم راوړل شوې، چې د لومړي پړاو په پنځه دقيقو کې يواځي لومړي فعاليتونه ترسره کيدای شي او کورنۍ دنده نه شي کتل کيدای. که د دې پرځای د (کورنۍ دندو د راټولولو) ذکر شوی وای ښه به وای او دا ستونزه په ټول کتاب کې تکراري ده.
زمونږ په اند د لارښود کتاب وروستۍ برخه کې د هرلوست لپاره د پوره ځيرتيا څخه کار نه دی اخستل شوی، ځکه ځينې موضوعګانې چې په يو يا دوه درسي ساعتونو کې هم تدريس کيدای شي، دوی په درې يا څلورو درسي ساعتونو ويشلي، چې دا کار يې زمونږ په اند د درسي ساعتونو د پوره کيدلو لپاره کړی لکه: په (۳۱۷) مخ کې د( نيوټن) تر سرليک لاندې موضوع، چې په يو يا دوه درسي ساعتونو کې تدريس کيدای شي، خو دوی څلور ساعتونه ورکړي.
- هر لوست چې د يو څخه په زياتو درسي ساعتونو باندې ويشل شوی، بايد د هر لوست درسي برخو موخې ځآنګړې او بېلې ذکر شي، خو دوی موخې په تکراري ډول سره راوړي لکه: د( نيوټڼ) په پيژندنه کې د لومړي، دويم، دريم او څلورم درسي ساعتونو کې يې يوه موخه د ټولو ساعتونو لپاره تکراري راوستې.
لکه: په لارښود کتاب کې د څلور ساعتونو لپاره دا يوه (زده کوونکي به نيوټن وپيژني) موخه تکرار شوې. زمونږ په اند که يوه موضوع په څو درسي ساعتونو ويشوبيا هم بايد د هر درسي ساعت لپاره د هغه درس اړوند بېلې موخې وټاکل شي.
د پنځم ټولګي لپاره د پښتو هغه ليکل شوی کتاب، چې په (۱۳۹۰) لمريز کال کې چاپ شوی او د هغې د کتنې له مخې، چې مونږ په دې کتاب ترسره کړه، د معمول سره سم يوه اندازه ستونزې په کې موجودې دي، چې هغه ستونزې يې زياتره د ارزونې په برخه کې ښه وضاحت نشته، د ځينو انځورونه په ټاکنه کې ستونزې موجودې دي، چې د هغه مفهوم بشپړه څرګندونه نه شي کولای. د فعالې زده کړې په نه ترسره کولو کې، چې په بشپړ ډول د (۲۱) پيړۍ د ښوونې او روزنې په څير فعالې زده کړې ته زده کوونکي اړ کړي، له دې نيمګړتياوو سره سره بيا هم نوموړی کتاب د منځپانګې، فعاليتونو، موخو، ارزونې او د ښه نصاب ځانګړتيا وې پکې ليدل کېږي او تر زياتې اندازې په فعاله زده کړه باندې څرخيږي لکه:
په درسي موخو کې د درې واړو ساحو( شناختي، عاطفي او حرکتي) او د هغې مختلفو سطحو څخه کار اخستل شوی او همدارنګه په ميتودونو په برخه کې يې هم تنوع ليدل کېږي، خو زمونږ په نظر په لارښود کتاب کې د ټولو فعاليتونو او د تدريس د بهير بشپړ وضاحت شوی او ښوونکي لپاره يې د نوښت او ابتکار زمينه هم برابره کړې، خو د فعاليتونو، ارزونې او ميتودونه وضاحت په درسي کتاب کې نه دی شوی او ټوله لارښوونه په لارښود کتاب کې ده، که کوم ښوونکی فعال وي او د لارښود کتاب څخه په ګټه اخستنې تدريس کوي، نو د هغه لپاره ډېر ښه دی، خو که ځيني په اصطلاح لټ او مسوليت نه مننونکي ښوونکي، چې د لارښود کتاب څخه ګټه نه اخلي، نو د هغه لپاره ډېره ستونزمنه ده، چې فعال تدريس وکړي.
په لارښود کتاب کې د ښوونکو لپاره بشپړه لارښوونه شوې او د زده کړې روشونه، لارښوونې او فعاليتونه يې په فعاله زده کړه څرخيږي او هم د ښوونکي سره يې ډېره مرسته کړې. يوه ستونزه چې ليدل کېږي هغه دا، چې په دې کتاب کې د وروستۍ برخې عنوانونه او موضوعګانو ته د کتاب د مخکنۍ برخې په نسبت محتوا کمه او وخت زيات ورکول شوی.
خو د لارښود کتاب ځينې ځانګړتياوې، چې کتاب ته يې ډېر ارزښت وربښلی، هغه په کتاب کې د ښوونکوميتودونو او زده کوونکو د فعاليتونو بشپړه يادونه شوې. هغه ښوونکي، چې مسلکي نه دي د هغوی لپاره هم د غوره کړنې سرچينه بلل کېږي، خو په دې شرط چې د پوهنې وزارت لخوا د هغه تطبيق او له هغې څخه ګټه اخستنې باندې څارنه وشي، ترڅو چې ښه تطبيق شي