استاد نورزاد لنډ ژوند لیک (بیوګرافي)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62546

دخبریدو نیټه : 2014-12-23

 

مرحوم پوهنوال استاد ګل محمد نورزاد د نورمحمد زوی په ۱۳۲۵ه ش کال کي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د لایق په کلي کي زیږیدلی دی .
 استاد لمړني زده کړي په خپله سیمه کي کړي دي منځني او ثانوي زده کړي یي په کابل کي کړي دي .
په ۱۳۴۵ کال کي د کابل له سید جمال الدین عالي دار المعالمین نه فارغ شوی دی
وروسته بیا په ۱۳۴۶ ه ش کال کي د کانکور له لاري د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضي او فزیک رشتي ته کامیاب شوی دی او په ۱۳۵۰ ه ش کال کي تري د کدر په درجه کي فارغ شوی دی .
له ۱۳۵۰ ه ش کال څخه تر ۱۳۷۰ ه ش کال پوري د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي کي د استادي سپیڅلي دنده ترسره کړي ده .
وروسته د کورنیو جګړو له وجي د استادي دنده پریښوده او یو څه موده په کور کښیناست بیا یي د هیواد په ګوټ ګوټ کي له تعلیمي او خیریه مؤسسو سره کار پیل کړاو په څنګ کي یي په ډیرو ښوونځیو کي تدریس هم کاوه .
په ۱۳۸۸ ه ش کال کي یو ځل بیا د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی کي خپله د استادي دنده پیل کړه
ددي ترڅنګ یي په زراعت ،وترنري ، اینجینري او  نورو  پوهنځيو کي د ریاضي تدریس کاوه او ورسره په ګڼو شخصي پوهنتونواو تعلیمي مؤسساتو کي یي د استادي دنده درلوده .
استاد د ریاضي په برخه کي چاپ او ناچاپ کتابونه او ګڼ شمیر علمي مقالي لیکلي دي چي ګڼ شمیر محصلین ورڅخه استعفاده کوي
چاپ:
۱-د یو متحوله توابعو انالیز ............... لومړي ټوک
۲-د یو متحوله توابعو انالیز................دوهم ټوک
۳-تفاضلي معادلي
ناچاپ:
۱ـتحلیلي هندسه په دوه اړخیزه (بعدي) فضا‌‌ء کي
۲- تحلیلي هندسه په دري اړخیزه (بعدي) فضاء کي
۳-عمومي ریاضي
استاد پنځه دیرش کاله د هیواد د معارف او ښووني په برخه کي تیرکړ ګڼ شمیر شاګردان او محصلین روزلي دي .
په ۱۳۹۳ ه ش کال کي د لندي د میاشتي په نهمه نیټه د یوي ترافیکي پيښي له امله په شهادت ورسید .
روح یي ښاد او یاد دي تل وي .

لیکونکی : شیراحمد نورزاد