د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ، د لاجوردو لار د ترانزیټی، سوداګریز او ترانسپورټی همکاریو او د ترانزیټی خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکی فعالیتونو د ودې په موخه، او سمندری بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه جوړېږی.د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د اوسپنې د پټلۍ په واسطه د توکو ترانزیټ د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سهیلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی. د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت دا دی چې دا لار د پورته یادو شوو سیمو ته د رسېدلو لپــــــــــــــــــاره تـــــرټــــــــولــــــــــــــــــــــو لنـــــــــــــــــډه،ارزانـــــــــــــــــــــــــــــه او ډاډمـــــــــــــــــــــــــــــــــــنه لار ده.
دغه ترانزیټی لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر په لور غځېدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږی او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلېګی.
د افغانستان سوداګرۍ په ځانګړی توګه ترانزیټی سوداګرۍ له ډېرو کلونو راپدیخوا د ګاونډیو هېوادونو له سترو خنډونو سره مخ دی چې تل د دې هېوادونو له لورې په بېلابېلو پلمو اغېزمنېږی، چې د هېواد اقتصاد ته يې هم درانه زیانونه ور آړوی. نو له همدې کبله افغانستان ته پکار ده ترڅو د نورو لارو د موندلو په لټه کې ووسی او له یو یا دوو ګاونډیو هېوادونو له لوری د خپلې اغېزمنتیا کچه راټیټه کړی.
د لاجوردو لار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت طرح او له ښکیلو ګاوندیو هېوادونو سره شریک کړی سوی ده، چې د یو افغانی طرحی په توګه د سیمی هېوادونو له تود هرکلی سره مخ شوه. د لاجورد د لاری د پنځه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د طرح په اړه د کاری ډلو د لومړنی تخنیکی ناستې په تعقیب چې د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د ۱۳۹۳ کال د لړم د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ترکمنستان د بهرنی چارو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، د لاجورد د لارې د جوړېدلو لپاره د یادو هېوادنو لېوالتیا نوره هم ډېره شوې ده. نو له همدې کبله ټاکل شوې ده چې د لاجورد د لارې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترانسپورت هوکړه لیک د وروستی کولو په تړاو راتلونکی تخنیکی ناسته به د ۲۰۱۴ کال د دسامبر په میاشت کې د ګرجستان په تفلیس کې جوړه شی.
د دې ترانزیټی لارې د اهمیت د په ګوته کولو او لا ډېرې پېژندنې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی همکاریو ریاست د ۱۳۹۳ کال د لیندی په ۴ مه نېټه یو مطبوعاتی کنفرانس په اتاق کې جوړ کړ.
د اتاق د عامل پلاوی رئیس ښاغلی عتیق الله نصرت ترانزیټی ستونزې د سوداګرۍ د ودې پر وړاندې یو له ستر خنډونو څخه وبالل او زیاته یې کړه: " د لارجورد لار د افغانستان لپاره یو له تر ټولو غورو ترانزیټی لارو څخه شمېرل کېږی او له دې لارې څخه په ګټې اخیستې سره موږ کولای شو خپل ځان ګاونډیو هېوادونو ته له تړلتیا وژغورو."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، سوداګرو پانګوالو او بهرنی کارګرانو لپاره د ویزې په ورکولو کې د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غنی د نوی حکم د هلو ځلو د ستایلو ترڅنګ هېواد ته د بهرنیو کارپوهانو او پانګوالو د راجذبولو په لار کې دا یو ډېر ستر ګام وباله."
د لاجورد د ترانزیټی لارې په هکله ښاغلی الکوزی زیاته کړله،" د اوسپنې د پټلی له لاری د توکو لیږد را لیږد یو له کم لګښتو ترانزیټی بڼو څخه شمېرل کېږی چې له بده مرغه د تېرو دیارلسو کلونو په لړ کې افغانستان ندای توانېدلی چې له دې لارې څخه ګټه پورته کړی."
نوموړی زیاته کړله چې چین حاضر دې په دې لاره باندې له ۴۰ میلیونو ډالرو ډیره پانګونه وکړی او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکی اونۍ پورې به د چین هېواد یو تخنیکی او فنی پلاوی د دې پروژې د سروی او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه افغانستان ته سفر وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادی همکاریو رئیس ښاغلی وحیدالله ویسی یو پرېزینتیشن چې د لاجورد لارې تاریخچه، افغانستان لپاره یې اهمیت، په سیمه کې د ګمرکی پروسیجرونو یو شان کول، د افغانستان د ترانزیټی لارو د لګښتونو پرتله کول او د سیمو له هېوادنو سره د افغانستان دوه اړخېزې او څو اړخیزې معاهدې پکښې نغښتلی ول، ګډون کونکو ته وړاندې کړ. د لاجــــــورد لار په اصل کې د وریښـــــمینو د لارې بیارغول ده چې لرغونتیا یې له نن څخه وړاندې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږی. د لاجورد لار د وخت یو له مهمو مواصلاتی لارو څخه شمېرل کېدله چې د افغانستان لاجورد او ځینی نورې قیمتی ډبرې به له دې لارې د قفقاز، روسیې، بالکان، اروپا او د افریقا شمال هېوادونوته لېږدول کېدلې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان د حکومت د دې نوښت ملاتړ کوی او په وخت سره یې د دې لارې جوړېدل د افغانستان د خصوصی سوداګرو لپاره یو ډیر ستر ګام بولی. د لاجورد لار د پانګې اچونې،کارموندې او د تولید زمینی برابروی او د هېواد د اقتصادی ودې او پرمختیا لپاره ډیر اړینه ده