د ډاکټر اشرف غني څخه ولسپالي که ځانپالي نارا ضيان ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62555
محمد کريم نوښتګر - پکتيا
دخبریدو نیټه : 2014-12-23


محمد کريم نوښتګر - پکتيا
په دې وروستيو کې په راډيوګانو، تلويزنونو او نورو چاپي او برېښنايي رسنيو کې د ځينو ليکوالو او سياسي شنونکيو  تبصرې او ليکنې اورم او لولم چې له شاوخوا دوه مياشتنۍ ولسمشرۍ وروسته، پر ولسمشر اشرف غني  په بېلابېلو ډولونو او بانو سره په ډېره تونده ژبه نيوکې کوي او داسي ښيي چې ګوندې له ولسمشره بايد نوره هيله پرې شي او ځينې خو لا بيا د خپلو نيوکو تر څنګ د سمسکي لپاره سپارښتنې هم نه لري.
زه خو نه د دوی په څېر د ښاغلي اشرف غني مخکښ کمپاينر وم، نه مې د دغو شنونکو په څېر پېژني، نه ورسره کار کووم او نه يې د کومې دندې ژمنه راکړې چې له ولسمشر د کومې شخصي غوښتنې په پار دفاع وکړم، خو دا هم نه شم زغملی چې ځينې کسان دې په نورو خلکو د ړندو ګمان وکړي او داسې دې وښيي چې بس همدوی د ولس د ارادو، غوښتنو او هيلو ترجمانان دي. 
هو! مونږ ټول ملت نه يواځې دا چې په حکومت د څارنې او ګوتنيونې مسؤليت لرو بلکې له خپل حکومت سره د مرستې او ملاتړ مسؤليت هم لرو، خو د ځينو په خبرو او ليکنو کې يې يواځې لومړنی مسؤليت څرګندېږي او په دې سره زمونږ د مسؤليت برخه نه بشپړېږي. تاسې داسې مه ګڼئ چې ګوندې مونږ به ستاسې په انګېرنو خپل مسؤليت نیمګړی کړی وي.  د ولسمشر په ارګماڼۍ کې نږدې يوولس اونۍ تېرېږي که تاسې له ولسمشر د لږ تر لږه  يوولسو کارونو يا بدلونونو هيله کوئ ، نو زه دا پوښتنه له تاسې کووم چې آيا تاسې  د خپل وس او وړتيا په اندازه په دې موده کې  پنځه يا شپږ د يادونې وړ کارونه کړي؟  زه  ډاډمن يم چې ستاسې ځواب به منفي وي.
 له بلې خوا د ټولټاکنو د کمپاين پر وخت همدا تاسې وئ چې  د ډاکټر صاحب اشرف غني د شخصيت پېژندلو ادعا مو تر بل هر چا زياته کوله او د ده د شخصيت داسې مفسرين وئ چې ګويا د ډاکټر صاحب سره مو له بل هر چا زيات وخت تېر کړی او له بل هر چا يې زيات پېژنئ خو اوس داسې معلومېږي چې په حقيقت کې تاسې او ډېرو نورو اشرف غني سم نه ؤ پېژندلی بلکې نوموړي تاسې ښه پېژندلي وئ. دا خبره په دې څای کې روښانه کېږي چې د ټولټاکنو د کمپاينونو په پيل کې مو دريځ يو ډول ؤ او د کمپاين په وروستيو کې بل ډول شو او مونږ خو ددې ټولو کيسو او پېښو خبرېدلو چې د اشرف غني په کمپاينرانو کې ځينو لا هماغه مهال ځاني غوښتنې درلودې؛ چا يې د سټېج چارې غوښتلې، چا يې د غونډو مشري غوښتله او چا يې وياندويي غوښتله او د ځينو چې غوښتنې لا هاغه وخت پوره نه شوې له ډاکټرصاحب سره يې پرېکون وکړ، ځينو چې ترې د ارګماڼۍ ته له رسېدو وروسته تمه لرله  او کار يې ونشو ، نو بس د اشرف غني د شخصيت هنداره سرچپه شوه. 
تاسې په همدې ليکنو ، تبصرو او شننو د سياسي شنونکيو ادعا هم کوئ ، په داسې حال کې چې تاسې د خپلې سياسې پوهې په کمزورۍ اعتراف کوئ ځکه چې ستاسې لومړنۍ انګېرنې د اوسنيو خبرو سره په ټکر کې دي. خدای مه کړه که ولسمشر له خپلو ژمنو پر بلې خوا روان وي ‎، نو تاسې بيا د اشرف غني له سياسي هوډه ناخبره وئ او بېځايه مو ترې ملاتړ کړی او که له خپل ملاتړ څخه خوښ يئ نو بيا ځاني غوښتنې لا ندي پوره شوې.
په هر حال تاسې به زه د هيواد اوسنۍ او راتلونکې سرمايه وبولم ، خو که ستاسې د فکر سرمايه د ولس د مايوسئ او د ولسمشر د بې کسۍ احساس ونه زېږوي. تاسې د خپلو تبصرو او ليکنو ګټې او تاوانونه ښه پرتله کړئ بيا به درمعلومه شي چې ګويا ستاسې خبرې د ګټې پر ځای تاواني دي او بالعکس ستاسې پر شخصيتونو هم منفي اثر کوي. خپل دريځ مو هم وګورئ چې څومره ژر اوښتونکی دی او د اشرف غني دريځ هم.
ماشوم وړاندې له دې چې ډاکټر ورته ستن وکړي په ژړا سر شي، تاسې هم په ځينو څېړنو کې همداسې کوئ او له وخته مخته ژاړئ. زه د کوم ښاغلي ليکنه او وينا نه رابېلګه کووم خو ستاسې په ځينو تبصرو کې اشرف غني په يو او بل ډول په داسې نومونو ياد کړی چې تاسې ليکوالان يې په يادولو هم ښه نه ښکارېږئ. ستاسې تبصرې به لسګونه او یا سلګونه زره خلک اوري او يا لولي او بې له دې چې مايوسي وزېږوي بل څه نه لري.
ولسمشر له تاسې سره په ځانګړيو ناستو کې په تاسې غږ وکړ چې پر ما مثبت فشارونه راوړئ چې نړيوالو او ننيو ننګونو ته يې  دلايل کړم او اصلاحات او بدلون راولم ، خو تاسې سربېره پر دې چې مثبت فشار راوړئ ، د ولسمشر پښې وهئ او بيا ټوله پړه هم په ولسمشر اړوئ.  زما هيله داده چې که رښتيا د ولس د حقونو او غوښتنو مدافعين ځان بولو ، نو راځئ په ولسمشر د بې ځايه نيوکو پر ځای ، ولسمشر ته د پرتو ننګونو د له منځه وړلو او د هواري لارې چارې ور وښيو ، مرستې ورسره وکړو.  اشرف غني خو ماته هغسې ولسمشر هم نه معلومېږي چې له خپل ولس سره دې سياست وکړي او يا د واک د ساتلو تږی واوسي.
مونږ افغانان  د هرې کچې خلک، بې سواده، سوادوال، بې سياسته او سياستوال  دا خصوصيت لرو چې که له يو چا څخه ځانګړې ترخه خاطره ولرو ، بيا نو په هغه کس کې د هغه په ټولو ښېګڼو سترګې پټوو او بس ټولې بدګڼې يې رااخلو او يادوو. زه پوهېږم او په دې خبر يم چې د اشرف غني ځينې  پخواني ملاتړي او اوسني منتقدين له ډاکټرصاحب څخه د ځينو ترخو واقعيتونو او پېښنو په اور کې سوځي او ځکه يې نيوکو ته زور ورکړی.
که مونږ دومره په سياست کې وړاندې وای نو بيا به مو دا څو لسېزې هيواد په اور کې نه سوزېده ، زمونو سياست هم د احساساتو په مدار راڅرخي نو بيا څنګه په دوه يا درې مياشتو کې داسې سياسي قاضيان شو چې په دوو مياشتو کې رامعلومه شوه چې له نظامه نوره هيله مه کوئ او له ولسمشر هم ژمنې هېرې شوې دي. دا درې دورې ټولټاکنو مونږ بيا سياستوال او سياستپوهان کړو .
په دې تودو ولولو خو دادی نړۍ راته ترهګر او شرخوښي وايي، آيا نور هم غواړو دا ولس د تودو ولولو په اور کې وسوځوو؟  که يوه لاره بندېږې نو په لسګونه نورې خلاصېږي ، نو راځئ چې د يوې لارې په بندېدو په خپله  مايوسه نه شو ، خبل سر لاری مايوسه نه کړو ، په شا را ونه ګرځو بلکې د بلې لارې لټون وکړو.