په خوست کی یوه لوبه ده چی ډمه ډمه ورته وایی ، زه نه پوهیږم چی د افغانستان په نورو ولایتون کی به وی او کنه او که یی نه پیزنۍ نو زه به یی تدلته تاسو ته دروپیژنم . ډمه ډمه بس د کاڼو او غونډوریو لوبه ده چی د دوو ډلو له خوا د مسابقی په توګه تر سره کیږی. د لوبی هر خوا دری تیګی ودرولی وی چی دغه تیګی د ډمو په نوم یادیږی او د ډمو تر مخ یی یو بله تیګه لکه کړی وی چی هغه ته ډم وایی. د لوبی د قانون له مخی هر یو ګروپ چی پچه وګټله نو د مقابل ټیم لوری ته لومړۍ باید هغه دری ډمی د کاڼو په وارولو سره چپه کړی او ورپسی به ډم چپه کوی، نو کوم یو ګروپ که د مقابل لوری دری ډمی او په اخر کی یی ډم د کاڼو په ګذارونو سره چپه کړل لوبه یی ګټلی ده او بایلونکی ډله به د ګتونکی لوبی لوبعاړی دری دری واری پر شاه وړی.
ورته لوبه امریکایانو د پاکستان د آی اس آی په کومک د افغانانو سره په دا تیرو ۱۳ کالونو کی وکړه. موږ خو له اوله همدغه چیغی وهلی چی امریکا دوه مخی سیاست په افغانستان کی پر مخ وړی خو د خوار ملا اذان هیڅوک هم نه اوری.کله چی په امریکا کی لوړپوړیزی ودانۍ خدای پاک ښه پوهیږی چی امریکایانو پخپله ونړولی او که بن لادن ونړولی، بوش غږ وکړ چی یا زموږ سره ودریږی او یا د ترهګرو سره د بوش په همدغه اواز سره خدای پاک پاکستان ته بیاغوا لنګه کړه نو پاکستان سیده لاړ د بوش په خوا کی د ترهګرو په مقابل کی ودرید یو دم یی پر طالبانو د نیولو لاس پوری کړ په سلهاو حتا په زرهاو طالبان یی په پاکستان کی لاس تړلی امریکا ته حواله او په ښه قیمت یی پری خرڅ کړل همدا رنګه امریکا له پاکستان څخه هغه بندیزونه چی د اتوم بم د جوړولو له وجی پری لږیدلی وو هم لری کړل پاکستان په سر کی یی آی اس آی یوی خوا ته له بوش څخه ډالر لوشل او بله خوا یی طالبان بیا د افغانستان په مقال کی جګړی ته اماده کول . پدی لوشلو او د طالبانو په تربیه او مجهز کولو امریکا ښه پوهیدله خو قصدآ یی څه نه ویل دا ځکه که د امریکایانو په مقابل کی مقاومت نه وای نو بیا خو د دوی پاتی کیدلو ته په افغانستان کی سوال نه پیدا کیده چی پاتی شی او اډی تر لاسه کړی. دغه دوه مخی سیاست ته امریکا د پاکستان د آی اس آی په کومک ۱۳کاله دوام ورکړ په لسهاوزره افغانان ووژل شول، بی عزته شول ، کورونه یی وران شول حتا په خپلو کورونو کی د سپیو په زریه وداړل شول، په داسی حال کی چی اسامه او ملا عمر د امریکا په خوښه د آی اس آی سره شنه او تور چایونه خوړل.
خو له لسو کالو وروسته همدغه آی اس آی خدای ښه پوهیږی چی اسامه بن لادن به یی په څومره لوړ قیمت پر امریکا خرڅ کړی وی په ابټ اباد کی بیا د پوځ په خیټه کی یی سی ای ای ته ځای او د خوب کوټه وروښودله چی بلاخره یی پری وغزوه. هیڅ چا دا سوال ونه کړ چی دا دومره مصرفونه دا دومره بیشرمۍ اخر بن لادن د آی اس آی په خیټه کی وژل شو دا څنګه خبره وه.؟ دا ولی کیږی؟
کله چی د کرزی په وخت کی امریکا وعوښتل چی امنیتی تړون لاس لیک کړی، پداسی حال کی چی لوی جرګی د امریکا سره د تړون لاسلیک کول منلی وو خو کرزی ترینه سرعړونه وکړه. د لوی جرګی د ګډونوالو او د تړون د نه لاسلیک کولو اندیښنی بیځایه نه وی دا ځکه امریکایانو د آی اس آی په کومک د افغانستان ولس د پاڼ او پړانګ تر منځ راوستی وو ولس بله چاره نه لرله بی له دی چی تړون لاس لیک کړی. خو کرزی ته چی د امریکا ټوله دسیسه معلومه وه له لاسلیک یی ډډه وکړه امنیتی تړون یی د امریکا سره لاس لیک نه کړ، خدای پاک شته چی زه د کرزی تر اخر مخالف پاتی شوی یم خو په همدغه مسله کی زه د کرزی طرفدار وم، د همدغه تړون په مقابل کی موږ خپلی اندیښنی ولس ته وړاندی کړی دی. په همهغه وخت کی موږ یو لیکنه کړی وه چی عنوان یی وو(( د افغانستان لپاره طلایی چانس او که بله اوږده جګړه؟)). موږ په همهغه وخت کی همدغه اندیښنه لرله چی که چیرته په افغانستان کی سوله رانه شی نو د امریکایانو پاتی کیدل به افغانستان یوی بلی اوږدی جګړی ته ورپوری وهی. دا ځکه امریکایان به چیرته لری په خپلو اډو کی بیغمه ناست وی په کابل کی به یی داسی حکومت جوړ کړی وی چی نه به مری او نه به رغیږی له بهر څخه به آی اس آی د طالب پو نوم چګړهماران رالیږی بس هره ورځ به افغانان له منځه ځی او چکړه به تر پیړیو پیړیو دوام وکړی. همدغه لیکنه پدغه اړیکه کی لوسلای شی: http://www.graanafghanistan.com/?p=63263
کله چی د کرزی دوره خلاصه شوه نو ورپسی امریکایانو بله دسیسه د افغانانو په مقابل کی جوړه کړه چی هغه د تیرو ولسمشرۍ په ټاکنو کی ګډوډی او بلاخره په افغانستان کی د یو دوه سری حکومت جوړول وو تر څو وکولای شی چی خپل شوم پلانونه د همدغه حکومت په موجودیت کی چی به سیمه کی یی چی لری تر لاسه کړی. یو ورځ لا د نوی دوه سری حکومت نه وه تیره شوی چی ژڼیو امنیتی تړون د امریکا سره لاسلیک کړ.ورپسی د امریکا ولسمشر اوباما اعلان وک چی په افغانستان کی جګړه پای ته ورسیده موږ به همغه ۱۰۸۰۰ عسکر د افغانانو د روزلو او د خپلو سفارتونو د ساتلو په مخه او د ترهګرو د له منځه وړلو په خاطر په افغانستان کی پریږدو نور به ټول عسکر له افغانستان څخه وباسو.
دادی پرون یی اعلان وکړ چی موږ پر طالبانو کار نه لرو کولای شی چی ازاد وګرڅی خو په موږ به غم غرض نه لری او د پخوانی ولسمشر کرزی ویاند خو نه په بی بی سی کی د یوی لکنی له مخی اوس ولس ته په ډاګه کړه چی ملا عمر له ډیره وخته د امریکایانو په خوښه د آی اس آی په پنجو کی بندی دی.نو لری نده چی نن یا سبا به یی میدان ته راوباسی.
نتجه:
اوس موږ هم نه پوهیږی چی خپله نتجه چا ته وړاندی کړو ۳ میاشتی کیږی چی زموږ ولسمشران په کابینه نه سره جوړیږی.خو بیا هم که هر څوک د افغانستان د ولس نماینده ځان بولی او په وص کی یی څه وی د امریکا دا دوه مخی سیاست ته په افغانستان کی ختیمه ورکړی همدارنګه نور نو دا لړۍ چی هر ورځ بیګنا افغانان په شهادت رسیږی پای ته ورسوی همدارنګه موږ له طالبانو هم هیله لرو چی نور د د آی اس آی له پنجو ځانونه راخلاص کړی تر څو په افغانستان کی دا د ډمو لوبه پای ته ورسیږی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/دیسمبر/۲۳