د ولس پر سرنوشت پردي پالې لوبې او د اسلامي عمارت سوله اییز پیغام.......!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62578
عزت الله سلیمي
دخبریدو نیټه : 2014-12-25

لوی افغانستان، له لسګونه بېلابېلو قومونو څخه رامنځته شوی هېواد دی، چې ډېری پردي پال مشران یې لا هم په خپل ملاتړ لوري کې د تجزیې نازک خیالونه روزي. په افغانستان کې روان سیاسي او قومي کړکېچ ته په کتو ، د دغه هېواد تاریخ ژور سیاسي بدلون ته اړتیا لري. د دغه لوټې لوټې هېواد تېر دېرش کلن جګړه ایيز تاریخ ته په کتو سره، د دې جګړه ځپلې خاورې هر ژوندی او ان بې ځانه تیږه هم اوس د دې ګواهي ورکوي، چې جګړه ایز لوري تل د بل پر مټ او ملاتړ د پردیو موخو له پاره جګړې ته هڅول کیږي. باید هېره نه کړو، چې تر دې دمه په دغه بې پوښتنې اخ او ډب کې د قومي جوړښتونو پر اساس د پردي یرغل پر وړاندې د جهاد په نوم پاڅون، تل په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نورو پر ګټه کارول شوې. په پیل کې یادونه کوم، نه غواړقومي تعصب ته لمن ووهم او یا هم د کومي ډلې ملاتړ وکړم، خو هېرده دې نه وي، چې پر بېلابېلو قومونو د وېشل شوی لوی افغانستان په شته نظام کې چې تر ډېره قانوني مشروعیت هم نه لري د یوې دوامداره سولې راوستلو له پاره باید هر لورې ته په واک کې برابر او د قوم د نفوس او ظرفیتونو پر اساس ونډه ورکړل شي. د ۱۳۹۳ه لمریز کال د کب میاشتې په درېیمه نېټه له یوې سیمه ایزې تصویري رسنئ، (خورشېد تلویزیون) سره د افغانستان اسلامي عمارت پخواني مهم چارواکې او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر (وکیل احمد متوکل) یو ساعته ناستې او له روان ملي وحدت حکومت سره د سیاسي جوړ جاړي او یو ځای کېدو لېوالتیا یو ځل بیا سولې ته د بې وزله افغان ولس هیله زیاته کړه. متوکل وایي، له افغان ملي وحدت حکومت سره د سولې یوازینی لامل د وخت غوښتنه، په نظام کې روان سیاسي او قومي کړکېچ او تر څنګ یې د غرب جګړه اییز ماموریت غاښ ماتوونکې ماته او وتل دي. د متوکل په وینا، (که یو ځل په افغانستان کې د شوروي ریژیم شتون چې له اسلامي ارکانو او د مسلمانانو له مقدساتو سره یې ښکاره تضاد او جګړه هم نه وه اعلان کړې، د دې خاورې د ټول ولس تر پوښتنې لاندې راځي او پر وړاندې یې جهاد اعلانیږي بیا خو د غربي اشغالګرو پر وړاندې، چې لومړی یې د اسلام مبارک دین، بې وزله پښتنو کورونه، د هغوئ د خوښیو مراسم او د هغوئ پر ناموس په ښکاره او سپین سترګئ یرغل وکړ، جهاد فرض عین دی.) پر دې واقعیت باید سترګې پټې نشي، چې د روسانو د ریژیم پر وړاندې د افغانانو پاڅون او د هغه وخت د شته نظام له را نسکورولو وروسته د سیمه ایزو استخباراتو پر مټ په کابل کې د جهادي مشرانو تر منځ اخ او ډب او پر بې وزله انسانانو له تمې خلاف تجاوز، د بې ګناه ولس پر سرونو د مېخونو ټک وهل، په وحشیانه ډول له مېرمنو نه د محرماتو پرې کول، د مړیو رقص او دې ته ورته نور ظلمونو، ته چې د دې بدمرغې خاورې د وګړو په حق کې شوي، باید تر هغه څه په کمه سترګه و نه کتل شې، چې اوس مهال یې بېلابېلې استخباراتې کړئ د اسلامي عمارت پر نوم تر سره کوي. د اسلامي امارت له لوري د سولي راوړنکي استازي وکیل احمد متوکل په لومړي ځل د یوه غیر منتظره او ښکلي سیاسي شعور په ښودلو زیاته کړه، د بهرنیانو پر وړاندې د جګړې ګرمې شېبې د هغوئ د جګړه ایز ماموریت له پایته رسېدو او په افغانستان کې روان قومي سیاسي کړکېچ ته په کتو سره باید پای ته ورسیږي او د دواړو لوریو(پخوانیو جهادي سالارانو او عمارت مسوولو مشرانو) د قضایي سرنوشت له معلومولو وروسته د یوې دایمي سولې او رښتیني ملي وحدت حکومت له پاره کار وشي. زمونږ د تاریخ خوارې برخې چې تر دې دمه د انسانانو په وینو لیکل شوی، دا په زغرده ثابته کړې چې هیڅ اوښتون، مخالفت او جهاد اعلان د سرونو له ډېرئ پرته پای ته نه دی رسېدلی، په ټوله کې د دې خاورې د بې پایه ستونزې اصلي لامل په یوه ټاکلې سیاسي دوره کې، د یوه قوم او ډلې مخالفت او د نظام پر وړاندې د هغوئ واقع کېدل دي، چې تر څنګ یې په جګړه کې ښکېل لوري د داسې ړندو ناورینونو نه د پردیو په ګټه کارول کیږو. کېدای شې په داسې حساسو شېبو کې له حکومت سره د اسلامي عمارت پر خبرو اترو او یوځای کېدو سره، ځیني کسان د خپلو شخصي او پردیو سیاسي موخو له امله د دغه بهیر پر وړاندې خنډ جوړ کړي، خو دا اوس د افغان او په ځانګړې ډول ځپل شوې پښتانه ولس مسوولیت دی چې د دا ډول سوله اییز هیله منونکې بهیر هر اړخیز ملاتړ وکړي. د افغانستان تېر دیارلس کلن جګړه ایز پېر ته که وکتل شي، بهرنیو ځواکونو په ښکاره او پټه په افغانستان کې ماتې خوړلې، او په دغه خاوره کې د دومره ستر نړیوال ځواک پر وړاندې تر دې دمه جګړه د بلې نړئ مخلوقاتو او یا ملایکو پر مخ نه ده وړې، بلکه دا د دې خاورې اکثریت وګړي دي او په نظام کې د ګډون بشپړ حق لري. اوس مهال په شته نظام کې واکمن ولسمشر ته منصفانه پرېکړه به دا وي، که یو ځل په شته نظام کې د یوه قوم او غیر مسولو وسله والو ډلو مشر د هغه تېر، بې کچې تیاره جهادي تاریخ ته په کتو سره او لا هم د نظام په ملاتړ، تر دې دمه په بېلابېلو بې رحمانه ډولونو ترور او وژنو کې لاس لري، کولای شي د ملي وحدت حکومت په چوکات کې د هغه او دغه د حق غوښتنه وکړي نو ایا دا به ناځواني نه وي، چې د عمارت پر نوم د خپل وخت یوه بشپړ نظام چې ډېری اسلامي هېوادونو په رسمیت پېژانده او د یوې مېلمه پالنې قرباني شو، پر حق او ګډون سترګې پټې نکړي؟ که د قومونو تر مېنځ د روان تاوتریخوالې د حل لاره له دوی سره یو شان چلند وي حکومت باید دا زمینه برابره کړي، پرېږدئ جګړه ایز لوري چې د پښتون قوم له ګوټ ګوټ نه استازیتوب کوي هم په شته ملي وحدت نظام کې د یا خو د مقابل لوري په ګډون محاکمه او زندان ته واچول شي او یا هم دواړو لوریو ته عمومي بښنه اعلان شي. تېرې دیارلس کلنې جګړې، او جګړه کونکې سیاسي مخالف لوري، چې تر دې مه یې هیڅ رسنئ د سیاسي دریځ او شته نظام سره د جوړجاري په اړه کوم نظر نه لیدل کیده، د سولي او ملي وحدت حکومت سره د یوځای کېدو غږ پورته او لومړی ځل د نظام مخالف لوری د رښتیني یووالي په موخه د سولي لاس وړاندي کوي حکومت باید په سر سترګو ورته هرکلی ووایي. په پای کې له خپلو وجدانونو سره له مشورې وروسته پرېکړه وکړئ، که په شته نظام کې د یوې ډلې هر اړخیز خایین مشر د هغه تیاره تېر ته په کتو سره کولای شي د ځینو استبدادي ملاتړو له پاره نا حقه مبارزه وکړي، بیا د تېر او افغان اکثریت وګړو ملاتړ نظام مشران وکیل احمد متوکل او ملا فضل الله نشي کولای د نظام تر څنګ ودریږي.؟؟؟ د روانې جګړې او له افغانستان نه د سیاسي لوبو د لمن ټولولو اساسي لاره د عمارت له لورې د سولې پیغام ته هرکلی او یوه رښتیني هر اړخیز ملي وحدت حکومت جوړول دي.