پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو، نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.
قافیه:Rhyme
قافیه په لغت کي وروسته او د غاړي پای یا ورپسي تلونکي ته وایی او د نظم په اصطلاح هغه توري دي چي د یوه بیت په پای کي راوړل کیږي او د هر یوه بیت د پای توری یا توري د مخکني او وروستني بیت یا بیتونو سره د آواز او تورو له مخي یو شان وي. لکه نګار، قرار، بیمار، آبشار، خدمتګار او یا زرین، غمګین، ماپښین، لونګین او دغه راز نور کلمات چي هم یې وروستی توری سره مشترک او هم د آهنګ hormony, melodyاو آواز له مخي سره یو شان دي. د آهنګ او اواز خبره ځکه کوو چي د نګار، مقرر، غفور او سپور ټول کلمات د « ر» په توري ختمیږي مګر په نظم کي یې ځکه نه سو قافیه کولای چي دا ټول توري جلا جلا آهنګونه melodies, tunesلري.
په منظومو شعرونو کي قافیه تر هر څه مهمه ده. د قافیې غلطي او یا د قافیې نسته والی تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اوریدونکي توجه جلبوي. د قافیې غلطي پر غوږونو باندي ډیره بده پریوزي. اوریدونکی دې ته نه ګوري چي شاعر په خپل نظم کي څه ویل غواړي بلکه سمدستي په دې عقیده کیږي چي شاعر د نظم په جوړولو نه پوهیږي، او چي څه غواړي هغه په نظم، یا قانوني او دقیق نظم نه سي افاده کولای. بهتره به دا وای چي خپل مطلب یې په نثر افاده کړی وای. په دې توګه موږ ګورو چي یوازي د کلماتو د وروستي توري سره زموږ د قافیې د ترتیب کار پای ته نه رسیږي بلکه د قافیې د وروستي توري، چي روي ورته ویل کیږي، څخه مخکي تورو ته باید توجه وسي.
پښتانه شاعران کله کله، په غزل کي د یوې قافیې پر ځای له دوو قافیو څخه کار اخلي، چي ذوقافیتین یې بولي. په کلاسیکو غزلونو کي، ذوقافیتین، زما چنداني په سترګه سوی نه دی او په نوي غزل کي هم دغه راز قافیې جوړول د ګوتو په شمیر دي. دوې قافیې د غزل له شرنګ سره چنداني مرسته نه کوي او داسي ښکاري لکه شاعرانو چي یوازي د خپلي طبع د آزمییلو په مقصد لیکلي او پر ځان باندي یې د یوې بلي قافیې بار تحمیل کړی او ځانته یې په زور مشکل ایجاد کړی وي.
د سرې لمبې له ژبي یې رازونه رسوا نه دي
د شمعي له مذهب سره ګلونه آشنا نه دي
چي ګرځي له کچکول سره پر ښار د ګناهکارو
زاهده په خلوت کي دي سوالونه ریشتیا نه دي
چي هره شپه د نوي صنم لور ته قبله اوړي
یارانو په دې ښار کي مو لمونځونه روا نه دي
تر څو به دي په کاڼو له ناکامه ماتومه
تندیه په اورغوي کي فالونه پخلا نه دي
راځه جهاني مات کو د غزل په خُم کي غشي
پر زړو د غمازانو دي وارونه رسا نه دي.
په دې غزل کي موږ ګورو چي لومړی خو له دوو قافیو، رازونه رسوا، ګلونه آشنا، سوالونه ریشتیا او نورو څخه کار اخیستل سوی او له بلي خوا د غزل لومړۍ قافیه ټوله په دریو سیلابونو او دوهمه قافیه په دوو سیلابونو کي راغلې ده چي، د مناسبو کلماتو په پیدا کولو کي یې، د شاعر تکلیف نور هم زیات کړی دی. په دوو قافیو کي د غزل لیکل د غزل پر شرنګ باندي تقریبا د هیڅ په اندازه اغیزه لري. ښایی دغه علت وي چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، چي د غزل لیکلو ته یې تر هر څه زیاته توجه کړې ده، د ذوقافیتین د لیکلو تکلیف نه دی ګاللی. احمد وصال، چي یوځوان او زحمت کښ شاعر دی، په دوو قافیو کي خورا زیاتي او په دریو قافیو کي هم غزلي لیکلي دي. دی وایی چي په دریو قافیو کي د غزل لیکل هیڅ تکلیف نه ورکوي، او د یوې قافیې د لرونکي غزل په څیر یې لیکل ورته اسان دي.
ټوله سودا وم ستا دیدن کي تا سم نه کتله
وچه صحرا وم په چمن کي تا سم نه کتله
د هوښ له برمه د ښکلاوو نندارې اخیستی
هیښه دنیا وم انجمن کي تا سم نه کتله
کله د ګل کله اغزیو په کاله کښیوتم
ګوره د چا وم په ګلشن کي تا سم نه کتله
له کوه طورمي تر عرشه و مقام ته ګوره
ابلیسه دا وم هغه تن کي تا سم نه کتله
لاري کوڅې په زور نیولي وې رنګینو فتنو
ځکه رسوا وم په وطن کي تا سم نه کتله
سلګۍ یې ووهلې ساه یې خته ستا په طلب
تللې مسکا وم په کفن کي تا سم نه کتله
وصاله! نه خیژي له حسنه د امید لاسونه
ستړې نوا وم په هر فن کي تا سم نه کتله
که څه هم چي د دې غزل یوازي مطلع درې قافیې لري او ورپسې مصرعي ټولي ذوقافیتین دي ځکه چي« تا سم نه کتله» د غزل ردیف دی او په قافیه کي نه راځي. خو زه بیا هم یقین لرم چي په دې غزل به یې د څلورو پنځو غزلو د لیکلو په اندازه زحمت ایستلی او د ګوتو په شمیر کسانو توجه به ور اوښتې او د ده کمال ته به یې شاباسی ویلی وي. که موږ علیحده خپلو لوستونکو ته ونه وایو چي دا او یا هغه غزل ذوقافیتین ده نو ښايي هغه بیخي متوجه هم نه سي . اصلي خبره چي لوستونکي او اوریدونکي یې له شاعر څخه غواړي هغه د غزل او، په عمومي صورت، شعر پیغام دی. لوستونکی غواړي پوه سي چي شاعر څه غواړي، وروسته د کلماتو او ترکیبونو د ښایست خبره راځي او بیا نو د شعر صنعت ته توجه ور اوړي او هغه به هم موږ په لومړي سر کي د لوستونکي توجه ورته را اړوو. ګواکي د غزل په لیکلو کي تر دوو او دریو قافیو، د یوې بهتري او شرنګولي قافیې ټاکل او رعایتول، او د ښې طرحي او له وخت او شرایطو سره سم د ښو او ضروري موضوعاتو انتخاب تر هر څه مهم او بهتر دي.
له جهانه هسي رنګ دی یاران تللي ته به وایې چه هرګز نه وو راغلي
نښانې یې په جهان کښي موندی نه شي هسي ورک شول د هجران سپرو نتلي
د بریښنا غوندي ښکاره شول بیا فنا شول په ځیر ځیر مو ورته هیڅ نه وو کتلي
نه مو سترګي په لیدو سره مړې کړې نه مو وو په ډکه خوله وبله خندلي
نه مو زړونه ځبله تش کړل په خبرو نه مو پټ رازونه وو ځبله ښیلي
چه ناګاهه بیلتون مخ ورته ښکاره کړ له موږ بیل شول په ارمان ټټر داغلي
عبدالقادر خان خټک
څه مزري کړل زمانې د تماشو ننوزي یې په غار ګیدړ پشو
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو څرنګ و اورول کاڼي په رشو
چي پخپلي ناترسیه فلک راشي ولي کاڼي په پجه کي د شیشو
هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو چي یې نه واهه مزري پل په ورشو
حمیدماشوخیل
چي په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نه شي
چري دي هم ستا د ښایست غوټۍ ګلونه نه شي
راشه مظلوم زړه مي په یو نظر یوه لمبه کړه
چي په ظالم زړګي دي پاته ارمانونه نه شي
وړې مي د روح جنازه چیرته د خندا په اوږو
په وینو سره دي ترې شینکي شینکي خالونه نه شي
ویده دنیا اې د سایل قلمه مه لړزوه
د فریادي اوښکو مات ستوري تندرونه نه شي
رحمت شاه سایل
ما خپلي اوښکي له هیڅ اوره سپمولي نه دي
دا راته مه وایه چي تا پر ما ژړلي نه دي
ما چي به دیري تویولې ستا نرۍ غاړي ته
تا هغه اوښکي تر دا اوسه لا پييلي نه دي
لمره ناځوانه زموږ خو پرخه زړونه تا ویلي کړل
په زړونو بار ګلانو زړونه رژولي نه دي
د وخت پیغلوټي یې هارونه څنګه غاړو ته کړي
په وینو سره غمیان چي تا ورته منیځلي نه دي
هارون حکیمي
ځوان شاعر احمد وصال او ډاکټر بشیر تايي په پښتو غزل کي خاص ابتکار کړی دی. وصال د څه کم اویا غزلو یوه مجموعه په غیر منقوط یا بې ټکو شکل ترتیب کړې ده چي نه په پښتو ادب کي سابقه لري او نه دونه آسانه کار دی چي څوک به یې تعقیب کړي او د ده په څیر به یو بل اثر رامنځته کړي. غیر منقوط صنعت په پښتو ژبه کي سابقه لري او دا د احمد وصال ابتکار نه دی خو په غیر منقوط شکل یوه بشپړه مجموعه ترتیبول د غیر ممکن تر پولي ګران کار دی. وصال یوازي غیر منقوط شعر نه دی لیکلی بلکه د غزل او شعر ټول ښایست یې د خپل وس سره سم ساتلی دی. مګر یوه خبره باید هیره نه کړو چي د وصال په غیر منقوط غزلو کي بیځایه تکراري کلمات ډیر زیات لیده کیږي. د دې علت دا دی چي هغه د خپلو غزلو په غیر منقوط یا بې ټکو کولو سره ځان له ډیرو زیاتو ښکلیو، ټکي لرونکو، کلماتو څخه په لوی لاس محروم کړی دی. ښايی د هغه د غزلو ځیني لوستونکي د ده دغي خواری او زیار ته متوجه نه سي او سمدستي یې دغي نیمګړتیا ته ګوته ونیسي. په داسي حال کي چی وصال ته، د دغه راز بې ټکو غزلو د لیکلو په وخت کي، بله لاره پاته نه وه. لوستونکي، په تیره بیا منقدین، پر لیکوال او شاعر باندي رحم نه لري او تر ښیګڼي یې منفي او کمزوري اړخ ته زیات متوجه کیږي. او مهمه خبره هر وخت دا ده چي لوستونکی تل له شاعر او لیکوال څخه دا پوښتنه کوي چي هغه په شعر کي څه ورکړي او څه یې ویلی دي او وروسته نو د هغه د کلام او لیکني د څرنګه والي په باب ږغیږي.
سهاره دا موسم او دا هوا د کوم محل ده
سهاره له سروره آواره ساده کوګل ده
سهاره د کاکل کړه که لومه ده ول ول
سهاره ولولو لره کړۍ وا د کاکل ده
ځه درومه د هوا او د هوس د اسرو دوره
ځه درومه دا اسره د هوس ځوړه له اول ده
د مهر ځولۍ کله د ملالو آهو مرد وه
د مهر وړه ساه ساده ډاګو لره ململ ده
هوا د ګلدرو له سره هسکه که سهاره
هوا د ګلدرو د سر د مهر سره مل ده
له ډاره کله هسکه اراده ځوړه وه ګله
له روده وسوسه کله ولاړه د ساحل ده
له لمره او له واورو د موسکاوو رسوم ګوره
له لمره او له واورو وسوسه مدام د ګل ده
ارامه واړه ورځ دُر او ګوهر لره دوده کړم
ارامه هر مصرع د هر سرود د کاکل ول ده
اهداء ده د وصال ډالۍ د لوړ احساس وګړو
اهداء د وصال ګورۍ د احساسه سره مل ده.
واړوه را واړوه:
راځه واړوه راواړوه کړۍ د کاکل ول ول
سوالګرو کوګلو لره رسۍ د کاکل ول ول
هم لمر دی هم طلوع ده هم ځلا د سهارو ده
عالمه هسکه ګورۍ دا کُرسۍ د کاکل ول ول
که لوړه ده که ځوړه لو دعوه ده د اداوو
ملګرو هره لور والو مکۍ د کاکل ول ول
و سد لره هوس لره موسم موسم هوا ده
راځه ګرځه را ګرځوه ډالۍ د کاکل ول ول
مدام همراه د ګلو او سرو مُلو سره ګوره
رسوا رسوا سُرور لره ځولۍ د کاکل ول ول
همدردو همصداوو د سُرور کاسه کۍ لوړه
له حاله آواره کړمه ډولۍ د کاکل ول ول
هم کور د سوکالۍ دی هم کهول د سمسور عمر
وسوو حوصلو لره ځالۍ د کاکل ول ول
وصاله ورو ورو ځه د ارادو امسا که کلکه
له سره لاره ورکه کړه ګرمۍ د کاکل ول ول.
ډاکټر بشیر تايي یو بل ډول ابتکار کړی دی، او هغه دا چي د څه باندي یو سل او پنځوسو غزلو یوه مجموعه یې توله په پنځو پنځو بیتونو کي ترتیب کړې او د هري غزلي د سر له پنځو تورو څخه یې زبیده جوړیږي. داسي ښکاري چي زبیده د شاعر د لومړۍ ځوانۍ محبوبه وه او د هغې وصال یې په نصیب نه سو نو د هغې له درده یې شاعری ته مخه کړې او خپله ټوله شاعري یې د هغې میني او نامه ته وقف کړې ده. دا کار هم اسانه نه دی او په تیره بیا چي خبره یې د یوه بشپړ دیوان یا مجموعې ترتیبولو ته ورسیږي. بشیر تايی هم د خپل وس سره کوښښ کړی دی چي د خپل هوډ د پوره کولو ترڅنګ د غزل ښکلا وساتي او حتی د هري غزلي لپا ره بیل بیل مضامین انتخاب کړي، خو دونه ویلای سو چي که وصال او تايی خپل ځانونه په وچ زور په غیر منقوط او د پنځو بیتونو په غزل کي د زبیدې د نوم به راوړلو محدود کړي نه وی غزلي به یې تر دې ډیري ښکلي او د مضامینو له پلوه ډیري غني وای. که موږ لوستونکی له لومړي سره متوجه نه کړو چي دی په هره غزل کي د ربیدې له نوم سره مخامخ کیږي نو هغه به هیڅ وخت د تايي کمال ته متوجه نه سيو ګواکي د ښاغلي تايي ټول زیار او زحمت د ذکر او ریاضت په شکل پاتیږي.
زیبا یار چی په رنجو کړه چشمان تور
سترګو تور ولیدی ټوله جهان تور
بلي شمعي چی محفل کي یې رڼا کړې
پتنګان یو په بل وسوله په اور
یوه تللې بلا نه وي بله راسي
د جهان بلاوي تاو دي زما تر کور
د آسمان خړي اوریځ په شان دي توی سي
زاهدان چي را کوي د عشق پیغور
همیشه تايي چي ګل مخي ته شین وو
ښه چي ښاخه سره وسو خار په اور
«««««««««««
زه چي یار وته کاته کړم یار و ماته
هغه دم مي د هجران روژه سي ماته
بار بار ډک خُمونه تش کړمه د میو
ولی هیڅ مي د عشق تنده نه کا ماته
یار مي ویښ نه کړې ساقي د ناز له خوبه
لږ په ورو قدم را اخله د خُم خواته
د زرګر په سره کوره چي ویلي نه سي
کله هغه والي ځي غوږ د لیلا ته
هله نن دي د تايي د رنځ پرسان کړه
د رنځورو طاقت کله سي سباته
««««««««««
زلفو ول چي دي په مخ نسیم هوا کړه
و بوسې تې ستا د لبو لار پیدا کړه
بیا به مور کړې نه پوهیږم په چا بوره
چي منګول دي واړه پوري په حنا کړه
یو غزله په غزل کي غزل خوان سه
نن ساقي له خُمه ډکه پیاله راکړه
دا د عشق خطبه چي پورته له منبر سوه
په ګرمي یې محراب تل قبلې ته شا کړه
هلته قبر د تايي کاڼو کي جوړ که
په پاسته قالین یې ته دلته پاتا کړه
روي: د قافیې وروستي توري ته روي ویل کیږي. روي له روا څخه راغلی او په لغت کي هغه رسۍ یا تناو دی چي د اوښ بار په تړل کیږي. د نظم د قافیې په برخه کي دا مفهوم ځکه غوره سوی دی چي په دغه توري سره د نظم بیت پای ته رسیږي. لکه په زیار، وقار، شمار کي د « ر» توری روي دی. د روي د توري د ټاکلو په وخت کي باید زاید توري له روي څخه لیري کړو لکه « ونه» په غرونه، کتابونه، کساتونه او نور کي. « ان» لکه په نوکران، پاچاهان، مالداران او نور کي. او کله چي د قافیې خبره منځته راځي نو بیا د روي څخه مخکي توري ته رجوع کیږي او د هغه په واسطه قافیه ټاکله کیږي. مثلا موږ ولیدل چي د بیمار او قرار سره ولي د غفور او سپور توري په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای. دا ځکه چي د بیمار په توري کي د روي څخه مخکي الف او د غفور په توري کي معروف واو او د سپور په توري کي د روي څخه مخکي مجهول واو راغلی دی.
هیڅ مي نه کړه په دا عمر کي حاصل هسي پاتې شوم مردود و نا قابل
د دنیا په پلیتی مي ځان پلیت کړ حیف دی دا چي نه عالم شوم نه عامل
توره ږیره مي شوه سپینه زه حیران یم چي رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل
په دې بیتونو کي ل د روي توری دی او په هغه سره قافیه تړله سوې ده. د روي څخه مخکي ټول توري له زیر سره راغلي دي. ځکه نو که د دې تورو پر ځای او یا د نظم په یوه بیت کي بلبل، ویل او کاکل راسي د نظم قافیې ته تاوان رسیږي.
د رحمن بابا او د پښتو ژبي د ډیرو شاعرانو په غزلو کي موږ ګورو چي په ځینو ځایونو کي روي نه وي رعایت سوی، او یوازي قافیې ته توجه سوې وي. چي دا کار د فارسي ژبي په شعرونو کي چنداني نه په سترګه کیږي. البته د دې خبري معنی دا نه ده چي د رحمن بابا او خوشحال خان یا ځینو نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو غزلونه او شعرونه د روي یا قافیې له مخي ناقص دي، بلکه د پښتو ژبي په غزلونو او نظمونو کي دغه راز قافیو جوړولو ته جواز ورکړه سوی دی، چي دغه جواز په فارسي کي چنداني وجود نه لري، او د ژبي د جوړښت له امله ځکه منل کیدلای نه سي چي امکان یې موجود نه دی.
چیرته د یار شونډی چیرته غم د دل و جان ( ن ) روي
چیرته کټي لال او چیرته لعل د بدخشان (ن) روي
لږ تفاوت نه دی د رندۍ د زاهدی
چیرته ځلمي جونه چیرته کونډي یتیمان (م) روي، او ان زاید یا زاید توري دي
زار شه د هوا و حرص خیال تر قناعته
چیرته ملک د مصر چیرته ده د غلامان( م) روي دی، او ان بیا هم زاید توري دي
دغه راز د رحمن بابا په یوه بل غزل کي
خان سلطان د دې جهان آخر درومي خوار حیران
د قضا په ځېل تړلی په مثال د بندیوان
درمانده ورته ولاړ وي وزیران او وکیلان
هیڅ دارو یې کړلای نه شي کوز کوز ګوري حکیمان
چي یې روح له تنه بېل شي نور پرې ژاړي فرزندان
په میندو یې دعوې کاندي هم دوستان هم دښمنان
بندیوان ، چي د روي توری یې ي، او وان یې زاید دی. وکیلان، چي د ر وي توری یې ل او ان یې زاید دی،حکیمان، چي د روي توری یې م او ان یې زاید یا الحاقیه دی، فرزندان، چي د روي توری یې د، او ان یې الحاقیه دی، دښمنان، چي د روي توری یې ن او ان یې الحاقیه دی او دغه راز نور کلمات راغلي او جایز بلل سوي دي.
خوشحال خان خټک د پښتو په کلاسیک ادب کي تر ټولو شاعرانو زیاته او ښایسته شاعري کړې ده او د خپلي ټولي شاعرۍ په جریان کي د قافیې او روي موضوع ته ښه ځیر او په ښه توګه یې رعایت کړې ده.
لیوني شول پښتانه په منصبونو خدایه ما ژغورې له هسي غضبونو
پښتانه لره لوی عیب دی که یې ګورې چي نازیږي د مغول په لقبونو
د خوشحال خټک په دې ټوله غزل کي ب د روي توری دی. مکتب، مشرب، ذهب، سبب، قصب او نور کلمات یې په خورا احتیاط کارولي دي او د قافیې له جایزي اسانتیا څخه یې ګټه نه ده اخیستې. البته د
یا په زړه کښي مهر ځای وی د بتا نو یا یې ورکړی صبوري و عاشقانو
یا حیران عاشق په مرګ ومړای چي خلاص شوای یا یې هومره جور مه وای د چشمانو
چي ظاهر باطن یې دواړه سره جوړ وي څه عجب خاصه مشرب دی د رندانو
د خپل یار په بدو خاندم هوسیږم چیرته زړه نه شي راښه د رقیبانو
په دې غزل کي د بتانو د روي توری ت او د عاشقانو د روي توری ق، چشمانو، د روي توری م، رندانو، د روي توری د، رقیبانو د روي توری ب او دغه راز نور کلمات راغلي دي، او د پښتو په پخواني او اوسني نظم کي یې استعمال جایز ګڼل سوی دی خو د خوشحال خان په دیوان کي دغه راز قافیې بیخي د ګوتو په شمیر دي. البته د دې معنی بیا هم دا نه ده چي موږ د خوشحال خان پورتنۍ قافیې ته د انتقاد ګوته نیسو بلکه په پښتو نظم کي د دغه راز قافیو انتخاب هم پخوا او هم اوس جایز دی. البته خوشحال خان خټک له دې جواز څخه، چي پر غوږونو په هیڅ توګه بد نه لګیږی، ډیره نادره استفاده کړې ده.
موږ کولای سو چي د پښتو په نظم کي غرونه، کتابونه، قلمونه او رنګونه، چي د روي توري یې، په ترتیب سره، ر،ب، م، او ګ دی، په یوه غزل یا یوه قصیده کي سره قافیه کړو. خو په فارسي کي کوه ها، کتاب ها، قلم ها او رنګ ها له سره قافیه کیدلای نه سي ځکه چي د روي توري یې، هه، ب، م، او ګ په قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
که څه هم چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، په تیره بیا خوشحال خان خټک، د روي د توري د استعمال په برخه کي له بشپړ احتیاط څخه کار اخیستی دی، خو کله کله یې د روي د توري پروا ځکه نه ده ساتلې چي قافیې ته تاوان نه دی رسیدلی. د پښتو ژبي په زاړه او نوي غزل کي، د روي د توري له دې جواز څخه تقریبا ټولو شاعرانو کار اخیستی دی.
ستا له غمه شورش هسي را پیښیږي چي پخپله مي دستار پر سر خلاصیږي
کې نظر د شاپیری وسي و مخ ته تر ښیښې یې د فلک ناره تیریږي
بې له تا هسي ضعیف یم ګلرخساره پر حباب باندي که پښه ږدم نه ماتیږي
حنان بارکزی
په دې غزل کي د روي توری ښ، ص، ر، ت، ن، ړ او نور راغلي دي او « یږي» د روي سره زاید توري دي. په پښتو کي دغه ډول قافیه او روي راتللای سي او بشپړ جواز لري خو په فارسي نظمونو کي یې نه جواز او نه امکان سته. د دې علت دا دی چي په فارسي کي د استمرار حالت له اسم سره نه یو ځای کیږي بلکه د میشود، میکند او میشوند په ډول د ردیف ځای نیسي. طبیعي خبره ده چي باید په اسمونو او فعلونو کي، چي د قافیې د پاره کارول کیږي، د روي توری په نظر کي ونیول سي.
زما سترګي یې د خیال مهمانخانه ده که یې خیال پکښی مهمان شي عجب نه دی
چي په نیک حسن مطبوع شي له ازله که تابع یې دلبران شي عجب نه دی
د عاشق و حیرانۍ ته چي ګورې که ژړوني پرې مرغان شي عجب نه دی
یار چه دا رنګه الطاف کاندي پوهیږم که سیه رویه رقیبان شي عجب نه دی
یونس
موږ ګورو چي په مهمان کي د روي توری ن په دلبران کي د روي توری ر، په مرغان کي غ، او په رقیبان کي د ب توری دی. خو کله چي مرغه، رقیب او دلبر د جمع حالت غوره کړی دی، نظم قافیې ته برابر سوی دی. په فارسي کي د جمع حالت په قافیه کي نه داخلیږي بلکه ردیف ته ځي. رقیب، مرغ او دلبر په هیڅ توګه په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
ردیف:
ردیف هغه توری یا توري او کلمات دي چي د قافیې څخه وروسته راځي، او د غزل او قصیدې تر پایه پوري تکراریږي. د تورو او سیلابونو اندازه یې چنداني محدوده نه وي. کیدلای سي له یوه سیلابه تر شپږو او زیاتو سیلابونو پوري ورسیږی.
تل د اوښو په اوبو کي لره تر مخ
په دغو اوبو کي لید شي د دلبر مخ
د یوسف د مخ ډیوه شوه هاله بله
چي یې سور کړ په څپیړو برادر مخ
د حمید بوالهوسي نا کسي نه ده
لټوي په خپله ورکه پسي هر مخ
له قافیې څخه وروسته په ټول غزل کي د « مخ» توری ردیف دی.
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز اوس لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه «پسرلیه»
د شعر ملکه مي څه دل خواه تله او راتله
محمد صدیق پسرلی
تله او راتله په غزل کي د قافیې له تورو ساه، اکراه، ګاه ګاه، دلخواه څخه وروسته راغلی او د ردیف کار ورکوي.
د اوږدو ردیفونو کارول زیاتره په نویو غزلونو کي رواج سوي دي. شاعران کوښښ کوي چي د اوږدو ردیفونو په کارولو سره د غزلو شرنګ زیات کړي، او هره شیبه د خپلو لوستونکو او اوریدونکو پام د خپل غزل موضوع ته را وګرځوي.
راځه چي نن دي پر هجران باندي غزل ولیکم
يو څه پر تا یو څه پر ځان باندي غزل ولیکم
د خپلو هیلو له لحد سره مي ونڅیږم
د خپل جنون پر نیستان باندي غزل ولیکم
د خیال په کور کي مي تیشه د آذر ورنګوم
په خپل تندي کي پر جانان باندي غزل ولیکم
جهاني ځمه له قلم څخه کسات اخلمه
په زړه ظالم پر شنه اسمان باندي غزل ولیکم
موږ وینو چي په دې غزل کي له قافیې څخه وروسته ردیف په اوه سیلابه کي راغلی دی، او د قافیې له توري څخه وروسته د « باندي غزل ولیکم » ردیف د دې لپاره تکرار سوی دی چی شاعر غواړي د خپلو اوریدونکو او لوستونکو توجه د خپل غزل موضوع ته واړوي.
چي غونچه وي غوړېدلې هومره ښه ده یار تر خوله خبر ایستلې هومره ښه ده
معامله د عشق سړی له پردې باسي چي په زړه کي وي ساتلې هومره ښه ده
د مخ حسن دي د خط په راتلو زیات سو صحیفه چي وي لیکلې هومره ښه ده
توري زلفي سراسر مضمون د کفر دا نامه چي وي پېچلې هومره ښه ده
حنان بارکرزی
یاروې لیری سه له ما ماوې پر سترګو مه راځه زما پر خوا ما وې پر سترګو
ما وې تاته به قریب په کوم سبب سم ده وې ترک کړه ماسوی ما وې پر سترګو
ما وې ستا وصل په څه میسر کیږي ده وې وښنده دنیا ما وې پر سترګو
ما وې نه لرم دنیا فقیر مفلس یم ده وې سر په عوض را ما وې پر سترګو
ما وې سر به زه زر ځله تر تا جار کړم ده وې خوښ په دا سودا ما وې پر سترګو
شمس الدین کاکړ
د کندهار یو مشهور شاعر عبدالسلام، چي په کندهار کي د ډیر شهرت او محبوبیت له امله عبدالسلام بابا بلل کیږي، دومره د خپل یوه غزل د ردیف د شرنګ تر اغیزې لاندي راغلی دی چی د غزل په ځینو بیتونو کي قافیه ورڅخه ورکه سوې ده او یایې ری نه دی پکښي وهلی. د دې غزل د ردیف شرنګ په ریشتیا هم دومره زیات دی چي په کندهار کي څه باندي پنځوس کاله هنرمندانو له سازونو سره ویلې او تقریبا هیڅوک یې دې نقیصې ته متوجه سوي نه دي. موږ ته د ملا عبدالسلام د کلام هر ډول نمونې راپاته دي. هغه هم ښایسته نظم لیکلی او هم یې د نظم ټول قوانین په پام کي نیولي دي؛ او سړی دا نه سي ویلای چي هغه به د قافیې او ردیف په توپیر نه پوهیدی. بلکه په دې برخه کي به زموږ هغه خبره سمه وي چي ملاعبدالسلام د خپل کلام د ردیف د شرنګ تر اغیزې لاندي راغلی او قافیه ورڅخه پاته سوې ده.
دا امکان نسته چي پر دې بازار به بیا راځم
که دي په سپینه خولګۍ موړ کړم سبا بیا راځم
په قمار خانه کي د عشق زړه مي بایللی پر تا
عقل مي ولاړی چي پر هوښ به کله بیا راځم
خپل و پردی مي نه پریږدي ولي سهار و ماښام
لکه یتیم سهار شړلی ماښام بیا راځم
موږ ګورو چي د غزل ردیف بیا راځم دی. او د ردیف څخه مخکي په ترتیب سره،به، سبا، کله او ماښام د قافیې د تورو پر ځای راغلي دي، چي سړی یې د دونه یوه لوی شاعر څخه هیڅ انتظار نه سي لرلای. البته، کله چي دا غزل د موسیقۍ غیږي ته ورغلې ده نو د بیا راځم ردیف دونه په مستي ویل سوی دی او د رباب او طبلې له آواز او شرنګ سره یې دونه ښکلی اړخ لګولی دی چي تقریبا هیڅوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي نه دي. دا غزل په اوو بیتونو کي لیکل سوې ده او په باقي پاته څلورو بیتونو کي یې، په بشپړه توګه، قافیه رعایت سوې ده. د دې خبري څخه مو مطلب دا دی چی په غزل او قصیده کي یوازي په ردیف ګوزاره نه کیږي بلکه اصلي توجه باید د قافیې تورو ته واړوله سي. وروسته نو دا د شاعر اختیار دی چي څه ډول او په څه اندازه ردیف ور ته ټاکي.
ددغي څېړنیزي لیکني نوري برخي په ترتیب سره د بېنوا پاڼي څخه لوستلای سئ