ولسي جرګه يې صلاحيت لري(!)؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62608
ع، ابراهيمي
دخبریدو نیټه : 2014-12-28

 

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د جوړ شوي (ائتلافي حکومت) نوي ورځې تېرېږي، ولې تر دې دمه جوړ شوی حکومت پدې ندی توانېدلی، چې کابينه او يا هم د ولاياتونو واليان معرفي کړي، په کابينه کې د اعلان ځنډ شايد د ولسمشر او اجرائيه رئیس تر منځ خپلمنځي مشکلات وي، دا خبر اوس هر چاته روښانه ده، چې اجرائیه رئیس د خپل ځان، همکارانو او د يوې ولسوالۍ د اوسيدونکو پرته نور د هېچا په نفعه او ګټه نه خوشحالېږي.

ډاکټرعبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزو پر مهال پر ډاکټراشرف غني احمدزي ډېرې مستقيمې او غیر مستقيمې نيوکې وکړي، حتی تر دې پورې چې دا يې يو جعلکار معرفي کړو، ولې همېشه ډاکټراشرف غني د نوموړي هره خبر اورېدلې سينه يې ورته لويه کړې او همېشه يې ورته د ورور خطاب کړی، کله چې د انتخاباتو پايلې اعلان شوې بيا عبدالله توند غبرګون وښود، تر دې پورې چې په ګلمرجان باندې يې نړيوال شهرت هم تر لاسه کړو، ټولو هغه ډرامه ولیدله بالاخره د ډاکټراشرف غني احمدزي سره يې په حکومت کې ځان د جان کيري په مرسته شریک کړو.

د ډاکټرعبدالله عبدالله او ډاکټراشرف غني احمدزي تر منځ د ګډ حکومت جوړېدو په سره هوکړه وشوه او په هوکړه ليک کې ډاکټرعبدالله عبدالله ته يو شمېر وزارتونه او ولاياتونه ومنل شو، د دې ترڅنګ دا وعده هم په ليکلي بڼه وشوه، چې لویه جرګه به راغواړي او په اساسي قانون به له سره غور کوي تر څو صدراعظمۍ څوکۍ د جوړېدو په سر بحث وکړي، تر کومه ځايه چې زه معلومات لرم د دواړو ډاکټرانو ترمنځ د داسې ادارې د جوړېدو ژمنه شوې وه، چې ولسمشر او ولس ته به ځواب ورکوونکي وسي، ويل شوي و، چې ټول چارواکي به د ښايسته سالارۍ او ژمنتيا صفاتو په لرلو ګمارل کېږي، ولې ډاکټرعبدالله عبدالله د خپل خصلت څخه مجبور دی، دی همېشه د خپل ځان نږدې ملګرو او د خپلې يوې ولسوالۍ خلکو ته ځان ژمن او وفادار ښايي، همدې وفادارۍ ته په کتو نوموړي داسې اشخاص د ګمارېدو غوښتنه وکړه چې يا پخواء ازمويل شوي او يا هم داسې خلک دي، چې د هېواد له لوی او اکثريت قشر (پښتون) سره تضاد لري، همداء علت دی، چې ولسمشر هر وار او هر ځل د داسې اشخاصو سره موافقه نه ده کړې او د کابينې د ځنډ تر ټولو لوی علت هم همداء دی.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو په څو پرلپسې غونډو کې داسې بحثونه وکړل چې ولسمشر د کابينې په اعلان کې پاتې راغلی، يو شمېر غړو خو بيا پر ولسمشر دا تور ولګاوه، چې نوموړي په انسان پيژندنه کې ماسټري او پي آيچ ډي لري ولې دی د ۳۰میلونه نفوس څخه ۳۰ تنه د وزیرانو په صفت نشي ګمارلی،  يو شمېر نور يې په دې اند دي، چې دوی دې په اعتراضیه ډول د ملي شوراء دروازه وتړي او يو شمېر نور بيا پر ولسمشر نيوکه کوي او د احضارېدو غوښتنه يې کوي، کوم چې د دوی د صلاحيت څخه ډېره لرې خبره ده، کله چې د رسنيو مسوولينو پدې خبر راپورونه جوړل کړل او پدې وغږېدل چې آيا ولسي جرګه د دې صلاحيت لري، چې ولسمشر احضار کړي دوی د قانون څخه نا خبر وکیلان خبر شول او ډېر ژر يې خپله پرېکړه واخيسته او بيا یې پرېکړه وکړه، چې د ۱۸ګونه کميسيونونو مشران دې د ولسمشر او اجرائیه رئيس سره وګوري او د دې وضاحت دې ترې وغواړي چې ولې په کابينه کې ځنډ راغلی.

زه د ولسي جرګې يوه وکيله پيژنم چې د وکالت د دورې تر مخه په کابل کې پلرني کور کې اوسېده، موټر يې نه درلود او زيات وخت به په ليني موټرو کې ګرځېده، د ۱۳۸۹ کال د سنبلې ۲۷مه ورپورې بختوره شوه، د وکالت څوکۍ ته ورسېده او نن نه یوازې چې په کابل کې کور او موټرونه لري بلکه په خپله دا ادعا کوي چې به دوبۍ کې يې ۳ کورونه اخيستي او بيا يې په لوړه کرايه ورکړي دي، (موش نمونه خروار) دا دی زموږ د وکیلانو حالت درې کاله پخواء څنګه ول او نن سنګه دي، دوی لومړی کانديد وزیرانو ته غوړې وعدې ورکړي ډېر امکانات تر لاسه کړي او له هغه وروسته د کابيني غړی داسې ګروګان ونيسي ته به وا چې وزیر د دوی قرضدار دی، هره غيري قانوني غوښتنه پرې مني او په هره بدبختۍ کې د دوی لاس دی، که د ولسي جرګې د غړو پر منفي فعاليتونو خبرې وکړو کتابونه پرې ډکېږي، ولې که مثبتو فعاليتونو ته یې نظر وکړو نو شايد څو دانې وسي او بس!

د ولسي جرګې غړي هم د ډاکټرعبدالله عبدالله په شان خاصیت لري، دوی هېڅکله هغه څه نشي زغملی چې د دوی ګټه پکې نه وي ولې ولس ته يې خیر رسي، خو هر هغه څه کولو ته چمتو وي چې د ولس پر ځای يې يوازې دوی ته خیر ورسېږي، زه خو وايم که چيرته ولسمشرغني په خپله لومړنۍ وینا چې د (ميزان په۷مه) يې کړې وه عمل وکړي نو هېواد به مو ډېر ژر جوړ شي.

د يو جوړ او غني افغانستان په هيله