غزل په لغت کي بدلي، غنايي اشعارو ته وايي، غزل یو موسقیز طرز دی چي په هند کي د اسلام تر خپرېدو وروسته پيل او نن د هغه هیواد په ګاونډ کي رواج لري. غزل د بلخي امیر خسرو ایجاد دی، چي په راز راز سر او تال کي ویل کیږي، خو پر لغوي اړخ به يې ډېر څه ویلو ته ضرورت هم نه يي. غزل د ځوانو احساساتو ښکاره کول دي، غزل د زلمیو جذباتو هغه ونه ده چي د شاعر د ژوندانه دنیا يې د میني، بس یوازي د میني په مېوه پسوللې وي. د انساني نفسیاتو هغه برګي وریځي دي چي د غوښتني باران یوازي او یوازي د انسان او انسانيت پر بڼ اوروي، او د هغه د اظهار له پاره ژبي ته هيڅ تکلیف نه ورکوي.
د شاعر د ذهن پر اسمان راغونډيږي او د تغزل غالب ته ننوزي او یوه بېله دنیا او معنوي جهان جوړوي او بیا د ښایسته الفاظو په جامه کي د ژبي تر سرحده پوري ځان رسوي.
لکه په دې لاندي بیت کي چي شهید پتیال وايي:
د غزل په ښکارپورۍ کي سندریزي بېباکۍ دي راتوييږي مست خیالونه تر پایلوچ قلم شریکه
د نظم په ټولو ژانرونو کي لطیف او نازک ژانر غزل ده، ځکه په هر بیت کي يې بېله دنیا پرته ده ځکه نو د دې له پاره د یو داسي ضمیر ضرورت سته چي په خپله هم یو بشپړه دنیا وي. د انساني غوښتنو، ځوانو احساساتو او زلمیو جذباتو څخه ډکه وي.
غزل بول شاعر ارواښاد پتیال به د ښایست په بارکیو او دمیني په مجبوریو بلد وو ځکه نو ډېر ژر به يې د مطلب ټکي ته ځان رسوی او د هر شي په لیدلو کي يې د حسن او ښایست پلټنه کول. هغه د ښایست له پاره سجده عیب نه بولي بلکي خپله سرکوزي د ځان ویاړ ګڼي او د ښایست له مشاله روڼا یو ښکلی اکتساب بولي.
د تغزل شاعر ارواښاد پتیال صاحب د پورته خصوصیاتو تر څنګ هر وخت په خپله غزله کي د ښایست د ستایني له پاره نازکي او لطیفي استعارې لټولې او کوښښ به يې کاوه چي تر څو دغه ستاینه په ډيرو ښکلو الفاظو سره وکي، ځکه د هغه په وجود کي یو فطري سمندر په څپو وو او هر وخت به له ستورو سره په خبرو کولو هم لګیا وو.
ما د خپلي دغه ګوډي او ماتي لیکني په دې برخه کي غوښته چي د ارواښاد پتیال پر غزل ډېر څه ووایم، ولي د لاندي بیت په ویلو سره زه هم یوې بلي نړۍ ته ولاړم او د انکار په سترګو کي مي ډېر څه ولیدل ځکه پتیال صاحب وايي:
ولي مي پوښتئ له سر کښیو او کناوو نه سترګي مي نړۍ ته د مغان د جامو حال وايي
د پورته بیت څخه معلوميږي چي سترګي د انسان د غوښتني هنداره ده او هر حرکت چي انسان ورسره مخامخ کیږي د هغه محور یوازي سترګي دي. کوم نفسیاتي تاثیرات چي سترګي يې قبلوي په یوه ګړي کي د انسان په حرکاتو کي تاثیر راولي.
هغه حسن چي په ټوله بدن کي تیت او پرک دی او هیڅ څوک يې مرکزي نقطه نه سي په ګوته کولای، د هغه شبیستان که سترګي وبولم نو شاید افراط به مي نه وي کړی. ښایست د سترګو تر کړکیو د حسین مخ برېښنا راباسي او په دنیا کي يې د داسي روڼا په شکل خپروي چي د لیدونکي ټول ارمانونه د زړه څخه سترګو ته ټېله کوي او بیا په سترګو سترګو کي پر هغه باندي خبري کيږي.
پتیال وايي:
د غریب زړګي په کور کي ستا دوې سترګي مېلمنې دي د بل شي هیله ترې مه کړه بس یوازي اندېښني دي
همدغه سترګي دي چي د مینو زړونه د پیالو په څېر یو خوا او بل خوا رغړوي. همدغه سترګي دي چي قاتلي بلاګاني زېږوي او بیا څوک ورته له ډاره کتلای هم نه سي.
خو کله کله همدغه سترګي داسي معصوم معصوم کتل کوي چي څوک يې د یوه زړه قاتلاني هم نه بولي، نو همدغه دلیل دی چي په سترګو کي د جاذبې قوه پرته ده او غزل بول شاعرانو يې په خپلو شعرونو کي ستاینه کړې ده.
خو په اوسنیو شاعرانو کي د عبدالقدیم پتیال د تغزل مقام ډېر اوچت او پوخ دی، ځکه هر څومره چي يې د یو شاعر د عشق جذبه د ښایست د نفسیاتو سره بلده وي هغومره به يې د سترګو د ښایست تر جماني کړې وي.
پتیال وايي:
سترګي مي و زړه ته ګراني ستا د لېمو حال وايي څه شوخه دنیا دي ده هر وخت د پلمو حال وايي
بل ځای وايي:
سترګي سرې نه سوې دا شراب لکه چي زور نه لري موږ به زړګي ته د سره جام یو سوځند اور راوړو
پتیال د حسن او ښایست رنګارنګ نمونې کتلي دي او د خپل وجود لطیف احساسات د هغه د ځوانۍ جذبې سرې او سپيني کړي وي، ځکه خو هغه د پی مخو د سترګو هر حرکت پېژانده.
ارواښاد پتیال همېشه د ښایستو و حسن ته د ستایني ډېوې بلولې او ځان به يې د ښایستو د حسن په نشه مست باله خو چي د ښایست له نشې به يې کوم وخت سر راپورته کړ نو بیا به يې د خپل ځان خیال هم نه ساتئ، ځکه پتیال وايي:
له جانان سره په زړه کي تل دا غم وي هسي نه چي زما ویشتو ته کاڼي کم وي
سترګي واړوي پر بل لوري نه پوهیږي که نې اور يې د نظر سور جهنم وي
بل ځای وايي:
سترګي يې پر بله واړولې له پتیال څخه خدایږو چي د بيري او د ډار تور پيره دار دی
پای!