ولسمشر او بیا ولسمشر او بهرنیان!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62624

دخبریدو نیټه : 2014-12-29

لیکوال: انجینر الفت مومند

امریکا د افغانستان لپاره په لومړیو کې ډیر ښه تګ لاره درلودله او خلکو ته یې  ددي آند ورکو چې امریکا د افغانستان روغونې لپاره افغانستان ته راغللې ده خلکو هم ورته ښه راغلاست ووایو او دغه یرغلګر ځواک سره یې  خپله ملګرتیا علان کړه، دلته ستره تیروتنه چې د ولس او حکومت نه وشوه هغه دا وه چې حکومت پدي ښه پوه و چې امریکا د کومو موخو د پلې کولو په موخه دي هیواد ته راغلې دي خو هغه وخت امریکا په موجوده حکومت داسي د پیسو باران چالو کړي و چې دوي د هغي په راټولو کې بوخت و او کله چې دوي سر جګ کړو نو بیا حکومت ددوي پنوم پاتې و او نوري ټولې  چاري یې د باران کوونکې لخوا مخ ته وړل شوي وي. سوال دلته دادي چې اوس نن سبا امریکا څه کول غواړي ځکه هم ځواک ددي پلاس کې دي او هم حکومت نو هم ګیره ددي ده او ملا هم دادی. ځیني خلک وایې چې د کونړ او نورو سیمو کې روان جنګ ملاتړ کوونکې امریکا ده او ددي لپاره چې افغانستان کې په راتلونکې کې قبائیلي حکومتونه رامنځ ته شي نو ددي لپاره اوس نه ولایتونو کې نارامیو لپاره یې لاره برابره کړي ده خو زه چې د سیاسي کارپوهانو دغه وړاندویني اورم او د ولسمشر او اجرائیه رئیس ګنډلې خولې ته ګورم نو نور هم په ویره کې شم چې داسي نه چې د سیاسي کارپوهانو وینا نه هم اخوا ناشونې پیښي رامنځ ته شي نه چې امریکا افغانستان نه د عراق او سوریې پشان هیواد جوړ نه کړي له بلې خوا نه ایران خپلې فرهنګي سیاست لمخي افغانان خپلو منځ کې ترخه کړي دي داسي شیطانې وینا او لاري ورته ښایې چې اغیزه نه یواځي عامه خلکو فکرونو باندي کړي بلکي ډیرو ادب او پوهي خاوندوانو باندي هم لاس بري شوي دي او دغه خلک ورته داسي امر منی چې تیرو وختونو کې به یې د خپل نیا او نیکه او دومره وینا نه وي منلې لکه څرنګه چې ددوي وینا ته یې سر خم کړي دي چې ددي شاته هم یو ستر لامل پورت دي او هغه هم د پیسو خبره ده خیر اوس به راشم یو څو ناشونې هڅو د بهرنیانو ته چې دوي ورباندي د پخوانه کار روان کړي دي او غواړي چې دغه لړ کې خپلو موخو ته ورسیږي.
1- امریکا هیڅ کله د یو باثباته افغانستان رامنځ ته کیدو هوډ نه لري پدي باندي باید افغانان خپل سر خلاص کړي.
2- ځیني سیاسي چارو شننونکې د هیواد نارامیو کې خپلې منافعي لټوي او نن هم دغه لړ کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي.
3- هر افغان ددي حق لري چې هیواد کې سوله وي  خو دغه حق تر هغه نشي ترلاسه کولاي  ترسو د هیواد خرس شوی مشران نور ولس ته صادقانه ډول باندي خدمت ته حاضر نشي .
4- که د افغانستان ولس د ولګې مري او که د ناپوهي لامله د جهالت ژوند سیوري لاندي پاتیږي زموږ دوه ولسمشرانو ته بسري هم ددي خبري باک نشته پدي باید نور ډاډه اوسو که تاجک یو که هر بل قوم خو دي خبری ته نور باید ځیر شو.
5- هر ورځ په هیواد کې سلو نه زیات بی ګناه عامه او ملکې کسان وژل کیږي خو د چوکې پیردارانو دي خبري ته هیڅ کوم پام نشته.
6- پدی باندي دغه دوه ولسمشران ښه پوه دي چې خارجیانو دوي سره څه لوبه راوانه کړي او پدي هم خبر دي چې نن یې که ولس د ویر او وینو نه ککړ دي نو دا د چا لامه خو باور وکړي چې بسري هم دوي پدغه ولس باندي زړه نه خوږیږي.
7- ولس یې ورځ په ورځ د غربت سره مخ کړي دي او دوي په ارګ کې محفلونو او مزو کې دي او کله چې ولس ورنه د کابیني پوښتنه وکړي نو وایې چې راتلونکې ورځ بیا وایې راتلونکې اوونې قسم په خداي چې ما په نړۍ کې داسي بی باکه مشران د یو ولس نه و لیدلې لکه چې نن یې خپل هیواد کې ګورم.
که داسی کړکیچ پیل ولري نو یقین ولري چې افغانستان نه یواځي چې دیارلس کاله زیار یې په سیند لاو کیږي بلکه ددي سیمي نه به داسي دایمي د بلواګرو  پلازمینه جوړه شي چې بیا به که موږ هر یو ددي د بیا روغونې لپاره لاسونه سره یو هم کړو نو بیا به پرته د توانه بل څه لاس ته رانه وړو.
افغانستان کې باید سیاسي چارو شننونکې چې د بل هیواد پلاسیو عملې کولو لپاره دلته کار کوي لومړي باید د هغوی لاسونه غوس شي بله دا چې که ولسمشرانو نه لار ورکه وی نو اوس هم وخت شته د سور بریتو بیا راتګ نه دي مخکې خپلو منځو کې جوړه وکړي. ولسي جرګه دي باید نور د هغه کسانو شتون نه پاکه شي چې څرګند ډول باندي د بهرنیو هیوادنو تګلارو عملې کولو لپاره د ولس کور کې د بل چا وینا او بل چا تګ لاره عملې کوي چې دغه لړ کې زیات نښي چې لیدل شوی دي هغه د ایران او پاکستان ملاتړ لیدلې شوی دي باید داسي خاینان د ملې امنیت لخوا وڅارل شي کنه افغانانو کور کې به د افغانانو د نفاق او مرګ پریکړو دود وګرځي.
پاي: د هیواد ولسمشر او بیا ولسمشر که خپلو مرکو نه ماړه شوي وې نو لګ بیرون دي وګوري د ولس وینو نه ویالې او ډنډونونه ډک شول د هر افغان مور په هیر او ماتم کې ده هر ورځ پدي خاوره باندي د وینو باران روان دي ولسمشره او بیا ولمسمشره تاسو ګوري؟