د اتڼ نارې:
د اتڼ نارې هم د بابولالي په څیر له دریو مسریو څخه جوړي دي؛ نه یوازي دا چي، د بابولالي په څیر ټولي نارې یوې خاصي موضوع ته وقف نه دي په سیلابونو کي ډیر زیات توپیر سره لري.د اتڼ د نارو لومړی او دریمه مسری یوولس سیلابونه او دوهمه مسری یې اووه سیلابه لري. که څه هم چي دغه راز نارې زیاتره د اتڼ لپاره وقف سوي وي خو په چاپیریال ، ټولنه او په ژوند پوري نورو تړلو موضوعاتو په اړه ځیني نور مسایل هم پکښي نغاړل سوي وي. دغه راز کله کله د څلورو میسریو څخه هم جوړي وي.
۱- اتڼ مي د سپیروان نجوني کوینه (۱۱)
خورک یې سپین کشمش دي (۷)
سهار یې د غونډۍ شمال وهینه (۱۱)
۲- اتڼ مي د بوري نجوني کوینه ( ۱۱)
پر ملا کږې وږې سي (۷)
شهباز یې د نامه غوټۍ وهینه (۱۱)
۳- را ګډه سوه د غوړ موزي عورته( ۱۱)
اتڼ یې ګرم نه کی(۷)
د نجونو په ټول کښیوته ناحقه (۱۱)
۴- واوړه نجلۍ واوړه (۶ سیلابه)
نجلۍ په کټوري کي اوبه راوړه (۱۱)
اوبه د خاشو ډکي (۷)
نجلیه پر یاري دي خاوري واوړه (۱۱)
۵- پر پله باندي د دوو زمریانو پل دی (۱۱)
دا یو مي احمد جان دی (۷) فرضي نوم
دا بل مي شاه محمود ورسره مل دی (۱۱)
۶- کلاته چي پر سر دي پالیزونه ( ۱۱)
د نورو پالیز لاښ سو (۷)
د چټي پالیز اوس کوي ګلونه (۱۱)
۷- کمره میږ ولاړه پر ډبره (۱۱)
ولاړه سه خوله راکه (۷)
نامینده سې د لوی باري له دره (۱۱)
۸- سپیر کونډه پر شا تله پر مخ را لغښته (۱۱)
داغه مي لالی جان دی (۷)
یوه ناوې یې وه بله یې غوښته (۱۱)
۹- وای سترګي دي کړې توري (۷)
باڼو دي د پردیسو لاري ګوري (۱۱)
چي خدای پر تا مین کړم (۷)
تر تا لا ښایستې پر دنیا نوري (۱۱)
۱۰- زما چټي چي په پښو دي کړې چوټي (۱۱)
زاړه دي لیوني کړل (۷)
ځوانان خواران دي وایستل د ګټي (۱۱)
۱۱- بابکه په څه ناز دي لویولم (۱۱)
د ژرګو اور دي بل کړ (۷)
بابکه پر لمبو دي کړولم (۱۱)
۱۲- دا پورته پنجوايي کښته سپیروان دی (۱۱)
ځوانان د ګرمۍ مړه سول (۷)
پر شا لیلا د زلفو سایه وان دی (۱۱)
۱۳- په څو به د غرمې تنور تودیږي (۱۱)
لیلا ورته ولاړه( ۷)
پر مخ یې رنګارنګ خولې بهیږې (۱۱)
۱۴- تر پاڼ لاندي مي سترګي تورولې (۱۱)
چي پاڼ راباندي راغی (۷)
منګولي مي په یار ولګولې (۱۱)
۱۵- تر څو چي د غرمې تنور تودیږي (۱۱)
مستانه پر ولاړه (۷)
لالی مي ورته ګرځي خوشالیږي (۱۱)
۱۶ـ تر دې لا د بوري مځکه پسته ده (۱۱)
مستانه پر بیده ده ( ۷)
تر ټول بدن یې غاړه ښایسته ده (۱۱)
۱۷ـ خولګۍ دي د انار تر ګل نازکه (۱۱)
و ماته دي را نه کړه (۷)
سبا به یې چینجیان وخوري یا مځکه (۱۱)
۱۸- د چیټ کمیس مي غاړه خوږوینه (۱۱)
زرغون مشدی راوړه (۷)
زرغون مشدی غاړي خوښوینه (۱۱)
۱۹- راځۍ چي نن د کونډي میلمانه سو (۱۱)
د کونډي یوه لور ده (۷)
لالیه په دیدن به یې ماړه سو (۱۱)
۲۰- شاباز مي د ججري وهل کیږي (۱۱)
چي زما د غمبر ږغ سو (۷)
ځوانان لکه کوتري را ټولیږي ( ۱۱)
۲۱- کمیس مي تر لمني ګلاګل دی (۱۱)
د خیال کمیس مي دا دی (۷)
اورونه لګوي هغه لا بل دی (۱۱)
۲۲- لوی ټک دي د زاړه پر زړګي وسي (۱۱)
چي پیغله نجلۍ غواړي ( ۷)
پر کور دې د مردکو باران وسي (۱۱)
۲۳ – مستاني لونګۍ غوټه پر سر کښیږده (۱۱)
راځه په اتڼ کښیوزه (۷)
مستاني د دنیا کارونه پریږده (۱۱)
۲۴- دا دواړه لاس را واچوه پر غاړه (۱۱)
دوستان به وایي شاباس (۷)
دښمن به وايی تو لعنت پر دواړه (۱۱)
۲۵- په دې لویه سپوږمیه (۷)
لویه خدایه ستن مي ورکه ده نریه (۱۲)
که ستن مي را پیدا کړې (۷)
خالونه یې وهم د عاشقیه (۱۱)
۲۶- په دې وچه ویاله کي (۷)
لالیه موزي وویشتم له مځکي (۱۱)
داسي ټک یې راکی (۶)
لالیه تر قیامته مي په زړه کي (۱۱)
۲۷- تر دې نجلۍ مکاره بله نسته (۱۱)
د رود پر هغه غاړه (۷)
لستوڼی ښوروي لاس پکښي نسته (۱۱)
۲۸- د سهار سترګه رڼا ده (۸)
سپوږمی ورته ولاړه وارخطا ده ( ۱۱)
تر تا جارسم لالیه (۷)
پر نیمو شپو دي څه وړه خندا ده (۱۱)
نشره:
د پښتنو په کهاله کي د نارینه ماشوم زیږیدل خاصه خوشحالي لري. په کندهار کي د نارینه ماشوم د زیږیدلو سره، د نورو ټولو نورو مراسمو ترڅنګ، د یو ډول منظومو دعاوو یا نشرو ویل دي چي د ماشوم د زیږیدلو په اوومه ورځ ترسره کیږي. په دې ورځ یو ملا راځي، د کور په غولي کي په لوړ آواز او خاص وزم نشره وايي او یوه لویه ډله ماشومان له هر بند څخه وروسته آمین وايي. نشرو، چی معمولا له اوه سیلابي او کله کله اته سیلابي نظم څخه جوړي وي، په لومړي سر کي د فوکلوري نظمونو شکل درلود او سینه پر سینه نقلیدلې، خو وروسته شاعرانو هغه د قلم په قید کي را وستلې او د خپلي خوښي سره سم یې موضوعات، چي زیاتره مذهبي رنګ لري، پکښي زیات کړل. ملا جانان زیات و کم لس نشرې جوړي کړې او ځینو نورو شاعرانو هم د خپل وس سره سم د نشرو جوړولو ته مخه کړه. حمد، نعت، د څلورو یارانو صفتونه، د آخرت کیسې او داسي نور مذهبي موضوعات یې پکښي زیات کړل. مهمه خبره دا ده چي د نشرو درې مسرییز شکل ته یې چنداني تغیر ورنه کړ، خو ځینو شاعرانو، چي ښايي د دې په زړه پوري فوکلوري نظم په اولسي او فوکلوري ارزښت به نه پوهیدل، د نشرو په منظوم شکل کي هم له خپلي خوښي سره سم تغیرات راوستل. البته نشره تر اوسه پوري، په عمومي صورت، په خپل درې مسرییز شکل پاته ده. د نشرې د هرو دریو میسریو څخه وروسته ملا ځیني توري وايي او د هغو تورو څخه وروسته ماشومان په یوه سلا آمین وايي. دا توري، سبحان من یراني، حافظ مي سې الهي، خالق یې لایزاله، آمین کی مومنانو، سبحان الله دي نوم دی، د ماشومانو له خوا د آمین له ویلو څخه مخکي ویل کیږي . نشره په وروسته کي د واده په لومړۍ شپه هم رواج سوه؛ د واده ښځي سهار وختي د زوم او ناوي د خوب د کوټې مخي ته دریږي او به لوړ آواز نشره وايي. زوم، چي تیره شپه ناوخته د خوب کوټې ته تللی او غواړي د خپلي ناوي سره تر ناوخته پاته سي، د کوټې دروازې ته را وزي او د نشرې ښځو تهو د خپل وس سره سم، یوه اندازه پیسې ورکوي او ځان د هغوی له شره خلاصوي.
نشره هم په نورو پښتني کلتوري حوزو کي رواج نه لري او په تیره بیا دغه ډول درې میسرییز نظم خو بیخي نه پیژني.
ملا بهاءالدین ذاکر خپله نشره په حمد او نعت پیل کوي او په پای کي د زوی پر پلار ږغ کوي چي د معمول سره سم د طالبانو او ملایانو اجوره ورکړي او زړونه یې خوشاله کړي.
د زوی پلاره نامداره لونګۍ راوړه تیاره
ښه نوې پلو داره خالق یې لایزاله
په جیب ووهه لاسه صدیان ځیني راباسه
پر څه کوې وسواسه خالق یې لایزاله
راغلي طالبان یو د بل ولات مرغان یو
نه ناست نه پر چا ګران یو خالق یې لایزاله
موږ ټول یو پوروړي پایڅې مو خاشو وړي
که راکړې څه خوشمړي خالق یې لا یزاله
راواړوه لوټونه یو ناست خالي لاسونه
ولاړ مو آوازونه خالق یې لایزاله
سید محمد رسول فریادي خپله نشره، د معمول سره سم، په حمد او نعت پیل کوي او وروسته نو د هلک پر پلار باندي، چي له خوښیه په جامو کي نه ځاییږي، ږغ کوي چي اوس نو د ملایانو او طالبانو د خوشالولو او د هغوی د ګیډو او جیبونو د غم خوړلو وخت دی.
خبره واوره خانه روپۍ راوړه بیشانه
راضي کړه ملایانه موږ و بخښې الهي
له ډیره خوشحالیه نن ټول وهي ټالیه
ځای نسته پر غالیه موږ وبخښې الهي
سړیه دومره وکړه د ملا طبیعت ښه کړه
ور ګرم جیب د ده کړه موږ وبخښې الهي
راغلي ملایان دي سپین ږیري او ځوانان دي
خوشحاله طالبان دي موږ وبخښې الهي
ملا عبدالسلام یوه له تر ټولو اوږده نشره جوړه کړې ده چي تقریبا ۱۷۰ بنده کیږي. هغه په خپله اوږده نشرح کي له حمد، نعت او څلورو یارانو د صفتونو څخه وروسته د یوسف علیه السلام ټوله کیسه نظم کړي ده. د نورو ملایانو په خلاف یې د پیسو او شیرینی غوښتنه نه ده کړې او په همدې کیسه او پای کي په یوه لنډه دعا یې پای ته رسولې ده. دغه راز په نشره کي ځیني ظرافتونه هم کیږي، چي د کور مشر باید په پراخه حوصله غوږ ورته ونیسي. که څه هم چي دا ډول ظریفي نشرحې چنداني رواج نه لري؛ او بد لګیدل یې بیخي طبیعي خبره ده. دا ډول نشرې د هغو کسانو د غندلو لپاره، چي ډیر کنجوس وي او ملایانو ته یې ډیر لږ څه ورکړي وي، جوړي سوي دي خو چنداني ویل کیږي نه.
په دې سرای کي یو کارګه دی د دې هلک نیکه دی
تر سرې غرمې بیده دی سبحان من یراني
په دې سرای کي یو بلا ده د دې هلک انا ده
غړکه یې تر ملا ده سبحان من یراني
په دې سرای کي یو پیشي ده د دې هلک مامي ده
په غاړه یې کلیي ده سبحان من یراني
وڅکي راغلې ټنډي ملایانو وکړې پلنډي
په موږ وهي ملنډي سبحان من یراني
دا زوی دي سه در غټه چي شپږ لویشتي یې څټه
او هیڅ یې نه وي ګټه سبحان من یراني
دا زوی دي اژدهار وي خوراک یې یو تاغار وي
چي ستا د اوږو بار وي سبحان من یراني
خدای درکړی عجب شی دی انسان غوندي غمی دی
نه خرس نه ګیله ګی دی سبحان من یراني
په دې توګه موږ ګورو چي د نشرو درې مسرییز شکل او د نشرحې رسم او رواج فوکلوریک او اولسي بڼه لري خو هغه نشرې چي شاعرانو د خپل ذوق سره سمي جوړي کړي او د قلم په قید کي یې راوستلي دي فوکلوریک ارزښت نه لري. څه چي په دې بحث کي، د نشرحې په اړه ډیر مهم دی، هغه بیا هم د نشرحې درې میسرییز شکل دی ، چي دغه ډول نظم یوازي د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه لري.
مرحوم اکاډیمسین محمد انور نومیالی، د نشرې په باره کي، په هغه مضمون کي چي زموږ سره یې ټایپي نسخه موجوده ده، او نه پوهیږم چي خپور سوی به وي کنه، لیکي چي ماته دا نه ده معلومه چي د نشرې لغت کندهار ته له کومه ځایه راغلی دی. دی وايی د نشرې بیتونه د قافیې په حساب، نه د مثنوي په ډول او نه هم د مربع په بڼه بلکه د مثلث شکل یې درلودی. ښاغلي نومیالي پخپله هم په ماسکو کي د مهاجرت په وخت کي د یوه افغان د زوی د زیږیدني په مناسبت ترتیب سوي میلمستیا لپاره یوه نشره لیکلې ده، چي یوه برخه یې را اخلو.
آ د نوي نسل ګله تل روښان اوسې تر تله
زموږ قیصې واوره پخپله خدای دي لوی لره هلکه
اې د نوي پیړۍ ځوانه په ځوانۍ مه سې ستومانه
څو ودانه کړې زموږ ورانه خدای دي لوی لره هلکه
وطن ډک په مرداریو ولس ګیر دی په خواریو
اثر نسته د زاریو خدای دي لوی لره هلکه
پر مردارو موږ جنګیږو پر ناحقه موږ خښمیږو
نیژدې نه سوو لیري کیږو خدای دي لوی لره هلکه
سر مو وړی جهالت دی ژوند مو ټول منافقت دی
زموږ قبله خپل منفعت دی خدای دي لوی لره هلکه
په ماسکو کي که دوه پک یو پر یوه لار سره ورک یو
یو د بل په سپکو سپک یو خدای دي لوی لره هلکه
هر شعار مو د بل چا دی د امي که د ملا دی
ظلم زموږ په کور بلا دی خدای دي لوی لره هلکه
که په آه که په ناله یو موږ د بل په حواله یو
د پردو د لاس آله یو خداي دي لوی لره هلکه
ددغي څېړنیزي لیکني نوري برخي په ترتیب سره د بېنوا پاڼي څخه لوستلای سئ
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62580
© http://www.benawa.com/details.php?id=62581#ixzz3MvQnF5mR
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62582#ixzz3NJImlrc3
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62625#ixzz3NJJxwubQ