سیلاب او قافیه په نویو او آزادو شعرونو کي:
نوي شعرونه د شکل او مضمون له مخي له زړو شعرونو او نظمونو سره، چي حتماً غزل، مثنوي، قصیده، مخمس... وي تو پیر لري. البته ټول ازاد شعرونه په نویو شعرونو کي راځي، خو ټول نوي شعرونه حتماً آزاد نه وي. د نویو شعرونو د قافیو په انتخاب کي شاعران آزاد لاس لري. کولای سي دوه بیتونه، درې بیتونه او یا چي هر څو بیتونه او مسرۍ یې زړه وغواړي پر یوه قافیه ولیکي او د خپلي خوښی سره سم د شعر په منځ کۍ قافیې ته تغیر ورکړي. خو نوي شعرونه، چي وروسته به یې یو یا دوه مثالونه ورکړو، هم سیلاب او هم قافیه رعایتوي؛ د کلاسیکو شعرونو سره یې توپیر دا دی چي حتماً په یوه خاص قالب کي نه اچول کیږي. د مثال په توګه د بیګناه زنداني په نوم شعر را اخلو او ګورو چي شعر ټول د یوولسو سیلابونو په چوکاټ کي لیکل سوی دی او په لومړي سر کي په هرو دووبیتونو کي قافیه اوړي او وروسته څلور بیتونه بل ډول قافیه لري. خو شعر نه د یوولسو سیلابونو له قالب څخه وزي او نه د قافیې رعایت پریږدي. شاعر کولای سي چي له دوو بیتونو څحخه وروسته په دریو بیتونو او یا د خپلي خوښي سره سم په څلورو بیتونو کي قافیې ته تغیر ورکړي، خو د بیتونو په منځ کي به قافیه حتما رعایتوي او د ټاکلو سیلابونو له چوکاټ څخه به نه وزي. که څه هم چي شاعر کولای سي د خپلي خوښي سره سم حتی د سیلابونو چوکاټ ته هم تغیر ورکړي، خو په دې شرط چي په شعر کی سکته ګي را نه سي.
بیګناه زنداني
وایه د خپل ښکلي آواز په ګناه
دلته راغلي زنداني مرغکۍ
له خپله سېله له همزولو څخه
را بیلي سوي بیاباني مرغکۍ
ته به له چا څخه پوښتنه کوې
چي تا ته کوم قانون سزا درکړې
ته یې په کومه ګناه ونیولې
دا یې د کوم عمل جزا درکړې
دا چي په ټاکنده غرمه کي دلته
واړه قفس کي زنداني یې مرغۍ
ستونی دي وچ دی لالهانده ګرځې
لا لټوې د خپلو تللیو ټولۍ
له خوار قسمته درته ورسېدې
د ژوند تر پایه په قفس کي بیړۍ
ته به له چا څخه پوښتنه کوې
د دې ظالمي بې انصافي نړۍ
درته یادیږي تر قفسه پوري؟
د لنډي ژوند د حوادثو لړۍ
حنګه په دام کي د ښکاري پریوتې
خوني منګول ته د زمري پریوتې
جهاني
یا د خان عبدالغني خان د کاروان په نوم یو نظم را اخلو:
کاروان
ژوند او قرار اور او به دي
نه به یو ځای شي نه یو ځاي کیږي
تیاره او نور، یو له بله جوړ دي
داسي به تیره شي، دا چي تیریږي
لکه د سیند، د ژوند هم لاره ده
کله په غره کښي، کله میدان کښي
بنده عجب، عجب پیدا دی
کور یې په خاورو کښي، ځای یې اسمان کښي
جانانه ماته ، یې کړه را پورته
د اوښکو ډکي، دا سترګي توري
د ماښام لړي تیاري کړه هیري
واوره دلبره اوس قیصې نوري
ګوره دا سپینه سپوږمۍ روښانه
دا موږ ته خاندي دا موږ ته وايي
ویې ساعات ځواني ده اې عاشقانو
کوی هغه چي ځواني کي ښايي
جامونه ډک کړی زړونه مستانه
کاروان روان دی جرس ږغیږي
شونډو له شونډي د میني یوسی!
سبا راتلونکی دی، مجلس خوریږي.
افضل شوق خپل یو نوی شعر په یوه جلا انداز کي لیکلی دی، او په لومړي سر کي داسي ښکاري چي په شعر کي له سره قافیه نسته، خو وروسته معلومیږي چي هغه د خپلي خوښي سره د قافیې یو جلا طرز انتخاب کړی دی.
څه سوه پښتو...!
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو توره توپک او چي وفا یادیده
هغه پښتو ښیګڼه پت او چي حیا یا دیده
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي معنوي توګه وه ژواک او ژوندون
هغه پښتو چي خال او خط وو د ځلاند سباوون
څه سوه پښتو؟ غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي ږغیده به تناګانو غوندي
هغه پښتو چي پړکیده به بریښنا ګانو غوندي
څه سوه پښتو غواړم جواب د دنګو غرو زامنو
هغه پښتو چي وه تور سرو ته پیزوان او والۍ
هغه پښتو چي وه ځوانانو ته سدرۍ او خولۍ
څه سوه پښتو غواړم جواب د دنګو غرو زامنو!
آزاد شعرونه، لکه د نامه څخه چی یې معلومیږي، د قافیې او سیلاب له قیده ازاد دي؛ خو د قافیه لرونکو نظمونو په څیر خپله رواني لري. همدغه رواني ده چي ازاد شعرونه له نثرونو څخه بیلوي. ځیني کسان د آزادو شعرونو په لوستلو کي ټکني کیږي؛ د کلام رواني نه سي ساتلای، نو فکر کوي چی د ازاد شعر او نثر هیڅ توپیر نسته. موږ به د مثال په توګه د رحمت شاه سایل د یوه آزاد شعر یوه برخه ر واخلو.
خوب
نن مي خبر نه یم چي څو کاله پس
یو خوب په داسي حال کي اولیدو چي
هډو را ویښ یې کړمه ویښ کښیناستم
بیا شپه د نیمي نه هم واوړیدله
سترګي مي ډیري پټي پټي کړلې
خو دوباره را له بیا خوب رانغی
ما وې په ډیره موده پس به نن غزل ولیکم
په ما هم دغه وخت آمد شوی وو
قلم کاغذ ته مي کړو لاس رنړا مي بله کړله
د یو غزل مطلع کښي ونښتمه
مطلع وه داسي چي هغه لیونی
لکه مرغی ښاخ په ښاخ ګرځي او ګور ګوري کوي
ځان سره مشق د یوې میني د سندري کوي
د ښاخ په ښاخ د ګرځیدو دغه منظر او ټکی
که مي هر څو خوښ وو
خو ما ویل چي زه فنکار یم کمره مین خو نه یم
چي هو بهو داسي تصویر واخلم
چي د ګورګورو غوندي ټال د وني
ته څوک جینی او خیژي
دغه راز د اسحق ننګیال، چي په ازاد شعر لیکلو کي یې خاص مهارت درلود، دا شعر چي د مینه په نوم یې لیکلی دی، د مثال په ډول راوړو او ګورو چي، که چیري سم او روان ولوستل سي، نو د یوه منظوم کلام په څیر شرنګ او آهنګ لري.
مینه
نیمه شپه ده، نیمه شپه ده
د سپوږمۍ څانګو ته ناست یم
يو څو سیوري راته ناڅي
لکه ډمي عرباني
د جنت پیالي یې راوړې
څه وریښمیني پرښتې دي
رانه اخلي تاج د عقل
د جنون جوغه یې راکړه
اوس د زړه پر پاڼو لیکم
ستا د دوه سترګو غزلي
لکه خدای چي مینه لیک کړه
دا د حورو په لاسونو
البته په دې ازاد شعر کي یو نقص له ورایه لیده کیږي او هغه دا چي ټول د اتو سیلابونو په قید کي لیکل سوی دی. په کار خو دا وه چي دې شعر قافیه لرلای. ځکه چي دغه ډول شعرونه زیاتره د آزاد شعر خوند، نه بلکه د منظوم کلام مزه کوي. د اسحق ننګیال شعر هم د رحمت شاه سایل د پورته ذکر سوي شعر په څیر روان دی، خو د رحمت شاه سایل شعر د سیلابونو په قید کي نه دی لیکل سوی او هره مصراع یې جلا جلا او په بیل آهنګ لوستله کیږي. دلته به د اسحق ننګیال د آزاد شعر یو بل مثال هم ورکړو چي د سیلاب په قید کي نه وي راغلی.
د میلاد په شپو کي
اې د دې شنه اسمان په غیږه کي خوب وړي سپوږمۍ
اې په دې شپو کي د پردیسو د سفر ډیوې
اې د ګلونو او د پیغلو پیغلو وینو پري
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي د کړیکو او تیارو نښه شوم
او د ساړه ژمي خوني او ګناهکار ابلیس
زما د ګلانو او نرګسو باغ کي اور وکاره!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي محل مي له کارغانو ډک شو
او په ویالو کي د هیلیو بچي وسوځیدل
او زموږ د کلي میندي
د میلاد شپو کي« بې لاسو او پښو بچیان زیږوي»؟!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چي مي ټول کلی چاړه چاړه دی؟
خلک په نوکو او برچو د یو بل سترګي باسي
او د مالت نجوني مي
په خپلو تورو تورو څوڼو کي ځوزان ټک وهي؟
آه
آه نازولي سپوږمۍ
آه د رڼا موري!
د مرغلرو امېل
د پسرلي په یوه ښکلي سهار
چي غوړیدلې وي پر مځکه د مستیو لمن
چي له خزانه بیخبره بلبل
زموږ د کړکۍ مخي ته
په نازولو په نازکو په بیصبره پنجو
د سرو غوتیو ګریوانونه څیري
د پسرلي په یوه ښکلي سهار
چي شیخ پرې ایښې وي د ذکر کیسه
چي د زاهد پر شونډو ګرځي د خیام ترانې
په مرغلینو څاڅکو
پرخي پریولي وي غاټول او ګلاب
زه به راځم او ستا په غاړه کي به هار اچوم
هغه چي ډیر دي خوښ وو
هغه چي تل دي غوښتی
ستا د خوبونو او خیالونو امیل
پر سپین باړخو به دي را توی سي له خوښیه اوښکي
دانه دانه به رغړي
غیږ به دې وغوړیږي
ما به در بولې څنګ ته
خوښي او ویره به دي پاڅي له خوبجنو سترګو
خوښي د سپینو مرغلرو د هار
او خوښي زما د لیدو
بېره مرموزه بېره
د بېلتانه خبري
د جدايي اندیښنه
غیږ به دې وغوړیږي
ما به در بولې څنګ ته
خو زه به لیري یمه
د تندر ږغ به دي را ویښه کي له خوبه څخه
او زما پر قبر به باران اوریږي.
جهاني
د ځوان شاعر هارون حکیمي دا آزاد شعر بالکل د منظوم شعر رواني لري، او د نوي شعر له معمول سره سم یې نوې او نسبتا زړه راکښونکې موضوع ورته انتخاب کړې ده.
ژوند:
د خپل ستړي ژوند کیسه چي مي کوله
درختي وژړل
کنډوري یې را توی کړې
غرونو وژړل
چيني یې کړې بهاندي
د نازک زړه څښتن ګل سو
زهره چاودی
د اسمان چوپتیا حواسو کړله ماته
د الهام په پسته ژبه یې ویل چي
د آرام په هیله خوځه
تحرک او تلاښ ژوندی دی
ژوند تلاښ او تحریک دی.
سپین شعر، د نوي منظوم او آزاد شعر په خلاف، نه سیلاب او قافیه لري او نه د آزاد شعر په څیر رواني لري. دا ډول شعرونه یوازي د خپلي موضوع په زور پايي. د دې ډول شعرونو لپاره ډیره قوي او زړه را کښونکې موضوع په کار وي. دا سي موضوع باید ورته انتخاب سي چي لوستونکی نه د قافیې د شرنګ په غم کي سي او نه د سیلابونو او روانی انديښنه ورته پیدا وي. په حقیقت کي لکه د آزاد شعر لیکل چي د منظوم شعر تر لیکلو زور غواړي، دغه راز د سپین شعر لیکل، که زور نه غواړي نو د لوستونکي د توجه جلبول یې ډیر مهارت او کمال غواړي. زموږ معاصرو شاعرانو په دې برخه کي یو څه قلمونه ځغلولي دي، خو د آزادو شعرونو په اندازه یې نه دي لیکلي. سپین شعر، نن سبا، په ایران کي ډیر رواج موندلی دی او دغه راز زموږ په دري ادب کي هم ډیرو زیاتو شاعرانو خپلي طبعي پکښي آزمییلي دي. دلته به په پښتو کي د ډاکټر اکبر اکبر د یوه سپین شعر مثال ورکړو. ګوندي لوستونکي د آزاد او سپین شعر توپیر ته متوجه سي.
مرګ پالونکی امن
دا زما په هیواد
دا زما د رګونو د ساه په څرک
د مرګي د تیارو د اخېم پښي
دا د زور د پاسوال
د څړۍ کمال
چي د دار د رسو د ټال تر وېخ
د مړه مات امن
کافوري کفن
د بلا سکوت- د دلۍ ځڼو
په کږو وږو تنستو تړي
«««««««««««««
او چي د خدای د پیرزو
په اسرو پايي
د پامیر د څوکو په سر ښايي
د شهید له وینو خړوبه شي
نن هغه بوټي د شړتیا نوکر
د شیطان په بیت
د مرګي په زیږو تنستو تړي
«««««««««««««««
د اسرو په پنجره کي
د ګیر طوطي
د وینا او پیښو
وړه تنګه خوله
د سره زور پاسوال
د شیطان په کمال
د فریبو او دروغو په شنه بڼ کي
په یو څو دانو د پیستو تړي.
دغه راز د اسحق ننګیال یو سپین شعر، چی دی یې منثور شعر بولي، را اخلو او له ورایه به د آزاد او سپین شعر په توپیر پوه سو. دلته بیا هم نه د سیلاب، نه د قافیې او نه د آزاد شعر په څیر د روانی درک سته. لوستونکی باید خپله ټوله توجه د شعر مفهوم او مضمون ته واړوي او بیا نو دغه پارچه د شعر په حیث قبوله کړي.
برخه
هغه ورځ مي چي غوښتل
کمڅۍ یې ورته له ګلونو ډکي کړم
د دښتو او بڼونو ګلان
سیلیو یووړل
او نن چي، ګلان بیا را وغوړیدل
هغه نشته
««««««««««
هوکې!
زموږ برخه همداسي ده
تیر کال مو چي ویالې
له اوبو ډکي وې
زموږ د کلي ژرنده ورانه وه
او اوس چي
د کلي ژرنده بیا ودانه ده
په ویالو کي اوبه نشته.
یادونه:
د لوی شاعر او لیکوال ښاغلي استاد جهاني ددغي څېړني د نورو برخو لوستلو لپاره د لاندي لینکونو په کښېکښلوسره کولای سئ بشپړه څېړنه ومومئ:
د بېنوا ویبپاڼي اداره
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62580
© http://www.benawa.com/details.php?id=62581#ixzz3MvQnF5mR
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62582#ixzz3NJImlrc3
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62625#ixzz3NJJxwubQ
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62626#ixzz3NJKjqxdg
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62627#ixzz3NJLMXsST