بهر مېشتو، افغان محصلینو ته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62691

دخبریدو نیټه : 2015-01-05

 

په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي سطحې ټيټوالی د دې سبب کیږي چې دولت ځینې محصلین او حتی کورنۍ خپل اولادونه د ښه تعلیم په موخه بهر ته ولیږي، چې دا کار له هوسه نه بلکې د یو جدي ضرورت له مخې دی.
هر کله به دا چانس او دا امکانات نه وو چې دولت او کورنۍ خپل محصلین بهر ته د درس لپاره واستوي، ځکه هم دولت او هم کورنۍ تل شتمنې نه وي اما دوی بیا هم خپل بچي په تنګلاسۍ او بېچارګۍ کې د لوړو زدکړو د ښه کیفیت له لامله بهر ته لیږي.
محصلین باید درک کړي چې دولت او کورنیو خپل مسوولیت اداء کړ دوی هم باید خپل مسوولیت وپیژني او یې کړي خو متأسفانه زیات محصلین دې ته پام نه کوي او د کوم مسوولیت احساس نه کوي.
بهر ته چې لاړ شي د دې هېوادونو له هغه فرهنګ، دود او کلتور سره چې د افغاني ټولنې له دود سره سمون نه خوري عادت خپلوي او په دې توګه حتی خپله اصلي موخه له لاسه ورکوي او وخت پرې ضایع کوي، لکه:د نڅا کلپونو ته تګ چې په پایله کې یې بد اخلاقي راځي، زیات وختد فلمونو کتل او یا هم د هغه ملک د منفي امکاناتو پوره کار اخیستل .
مهمه داده چې دوی باید خپل د تګ هدف او موخه وپیژني.
د امیر امان الله خان په وخت کې به چې د محصلینو کومه ډله د سیالیو وروسته د بورس ګټونکو په توګه بهر ته لیږل کیده نونوموړي به راوغوښتل او ورته ویل یې:( اې زما د هېواد بچیانو، اې د خپلو همزولو نه تکړه ځوانانو موږ تاسې دې ته غوره کړي یاست چې هلته لاړ شئ او خپل سبق ووایئ اما هیله لرم چېله دې طلايي چانس څخه غلطه او ناوړه ګټه وانخلئ، که تاسې خالي لاس لاړ او خالي لاس راشۍ دا به خیانت وي.
موږ ډېر غریب یو موږ ډېر بېچاره یو موږ نادان او سرګردان یو موږ ته نده پکار چې کار پرېږدو او نڅا وکړو موږ سره استراحت او بېځایه خندا زېب نه کا موږ باید کار وکړو او ځان ورسوو.ځکه مې په دومره بې وسۍ سره سره تاسې ته د ډېر زیار وروسته داسې یو چانس برابر کړ، خپل سر ګرېوان ته کړئ او وجدان نه مو وپوښتئ که تاسې ددې چانس لایق نه وئ هیله کوم د نورو وروڼو له خولې یې هم مه وباسئ .) د غونډې په پای کې به یې د قرآن کریم په لاس اېښودو له دوی د وفادارۍ قسم واخیست او رخصت به ئې کړل .
په هماغه وخت کې به د زیاتو دسیسو سره سره ځینو مغرضو کړیو هڅه کوله چې محصلین له درسه وباسي او په عیاشۍ یې اخته کړي، خو پکې ناکام به شول ځکه چې محصلینو ته به خپل هېواد یاد او د امیر خبره په غوږ کې نیولې وهاو کله به چې دا ځوانان راغلل هم به ملت کار ترې اخیست او هم دولت .
خو اوسني اکثره محصلین دا په پام کې نه نیسي دوی چې کله کومه پوهنځۍ د ځان لپاره خوښوي لومړۍ پام یې دې ته وي چې څنګه کولای شي ښې ډېرې پیسې پیدا کړي حتی اصلاً دوی ته ملي ګټې او هېواد هیڅ مطرح نه دی.
د دې حالت دوام په یوې جدي معضلې بدلېدای شي، له درنو محصلینو، دولت او کورنیو غواړو چې د دې حالت په مثبت تغییر کې مرسته وکړي او د یو احتمالي پېښېدونکي بحران څخه ګران هېواد وژغوري.


روح الله خُرم