۱۳۴۳هـ ش کا ل
د جدي یولسمه
دلومړی برخی په دوام دوهمه برخه :
داچی یو شمیر ناخبره اوبل شمیر باخبره ادعا لری چی دثور دمیاشتی نظامی پاڅون د پاکستان دلاس وهنو عامل ؤدرست درک ندی.پر نور جهان سربیره پاکستان او امریکا د خلق د دمکراتیک ګوند تر جوړښت زیات کلونه مخکی د افغا نستان په کورنیو چار کی لاس وهنه کول حتا د اشغال تلاش یی کاوه.پا کستان چی په اصل کی د انګریزانو یو نوکر حکومت ؤ او دی ،مګر د زیاتو ګټو د ترلاسه کولو په خاطر یی په ورستیو۵۰ او۶۰کلونو کی ځان و امریکا ته هم ډیر نژدی کړی دی،داچی پاکستان څونه دچاسره په ملګرتوب کی صادیق دی دا بله خبره.
په افغانستان کی د امریکا د ډالرو په مرسته دپاکستان دلاس وهنی او اشغال د تلاښونه د افغانستان دخلق د دمکراتیک ګوند تر جوړښت څو کاله مخکی وه نه د ۱۳۵۷ هجری کال د ثور دمیاشتی دنظامی پاڅون وروسته. هو د ۱۳۵۸ هجری کال د جدی د میاشتی د۶تاریخ یا دروسانو دنظامی تیری وروسته یی لاس وهنو زور واخیست. د پخوانیو لاسوهنو یوه نمونه یی:
کله چي په کال ۱۳۳۹ هجری شمسی کی ښاغلۍ علامه عبدالحی حبیبې بیرته د پا کستان له خاوری څخه و خپل هیواد افغانستان ته دراتلو په تکل سو او پاچا ظاهرخان د نوموړي درا تګ سره مؤا فقه وکړل،او هغه یی وبخښۍ تررا تګ څو ورځی وروسته ښاغلی پوهاند علامه عبدا لحی "حبیبې" وپاچا (محمد ظاهر) ته په پا کستان کي د خپلوسترګو لیدنی اوریدنی ،ارزوني او د پاکستان د واکمونو شوم او د دښمنيو ډک نیتونه د پاچا د غوښتنی د مخی پر کاغذ ولیکلی او خپل کاغذ یی د پاچا و مخته کښیښود.
په خط کی داسی لیکل سوی وه : ترجمه هغه خطر چي زموږ پر لوررا روان دی :
زما د راتلو پر وخت ښاغلې والا حضرت معظم اشا ره تاً و فرما یل هغه څه چي د پښتونستا ن په باب پوهیږم ووایم . دا دی علاوه د هغو مضامینو چي وجراِیدو ته مي لیکلي دی،پدې ډول یوشمیر مهم عرضونه په احترام سره وړا ندی کوم:
له مهم ترینو خطرونو څخه چي زموږ د پرمختګ لاره نیسي،په ډیر ترسناک او وحشت ،هغه دی چي دامریکا د ډالرو په ملاتړ زموږ پر لور را روا نه دی. دا هغه خطردی چي زه هغه پاکستانی خطر بولم. ځکه هلته دیولسو کالو نژدې مطالعا تو او دهغه هیواد دلویانو سره په تفصلی خبروکي مي پیداکړل ،چي دغه خطر زموږ ملي ژوند را تهد یده وي.
او حتی هغه وخت چي د پاکستا ن لمړی وزیر لیاقت علي خان په ټوله مانا په ښکاره توګه وما ته وویل: چي د سرحد د سورپوښو "خان عبدالغفار خا ن"د حزب د پرابلم تر حل وروسته به حتمي افغانستان د پاکستان سره ګد وو، او موږ ته دا کار آسانه دی .....؛دا هغه خبره ده چي یولس کاله مخکي له دی مي د جناح داعتما دی شاګرد داستعمار دهوښیارد سیسه کار څخه اورید لې وه.
مګر پنځه کاله وروسته کله چي پاکستا ن دافغانستان او سرو آغوستونکو( دخان غفار خان حزب) سره لاس په ګریوان سوو، د سرحد ګورنر خواجه شهاب الد ین ما ته ویل :
"په پا کستان کي د عبدا لغفار خان د مقاومت نه ماتیدل اونه حل کید لو،دافغانستان عمر اوږد کړی.ځکه که دغه مقاومت په منځ کي نه وايې،موږ پوره وخت پیدا کاوه چي دافغانستان کارمو یوطرفه کړی وايې"
په هر صورت :ماو روسته له د قیقو مطالعا تو دا پیدا کړل، اوسل فیصده وما ته ثا بته سول ،چي آمریکأ او پاکستان حتمي وروسته له ماتولو څخه د سرحدي قبا ئیلو او د سرحد د سیاسي احزابو،ودې خوا ته د ډیورین تر خط ،خپل کار او فعا یت په ښکاره شروع کوي.
او حتی ډیر امریکایان په دی عقیده دی چي افغانستان باید د پاکستان ستلايت وي ،نه د آمریکأ ستلايت . مکا تیب افغانی درېم کتا ب ۱۳۰ صفحه د داکتر محمود حبیبی لیکنه .
دا د پوهاند علامه عبدالحي حبیبی خط ظاهرشاه ته ډېر اوږد دی، ما دلته د نموني په شکل دا څو جملې رانقل او وژباړلی.نو اصلی خبره داده چي پاکستان او دافغانستان دښمنانو په خاصه توګه د پښتون قوم دښمنانو دافغانستان د خلق د دموکراتیک ګوند تر جوړوني مخکي د دې هیواد او دې قوم د خرابید و، د منځه وړلو کار راشروع کړي و.
زما د خبري د ښه باوري کیدو دپاره هغه داده چی پر موږ باندی حاکمی بد بختي او جاهلې کورنۍ ټول افغانان زاړه اوځوانان د سياست،کتا ب،مطا لعي او پوهي لیري ساتلو.په دغه سبب په وطن کی سيا سي پوهه او تجربه کمزوري وه. چی د خطاؤ اوغلطیو سره ټول لا س او ګرېوا ن سول.
دا دی داکتراکا د ميسن محمود حبیبې صاحب سره د دې چي د داود خان توصیف ډ ېر ترحد زیات کوي ،خو ځای ،ځای بیا د دې کورنۍ غفلت چي زه يې خیا نت بولم د لوی حبیبی صاحب د خولې او لیکني څخه محترم محمود حبیبی هم را نقلوي.د ی هغه په نرمو الفاظو داسي بیا نوي:
ترجمه" پدې چي د یحيی کورنۍ په هیڅ ډول د ډولو دی ته حاضره نه سول،چي خپل ظالمانه او دزوره ډک لاسونه دی د بیچاره ولسونو د غاړي څخه لیري کړي. او یا دې د خلګوملي حقوق هغوی ته ورکړي.
پر هم دی بنیاد دازادۍ غوښتونکو حرکتونو دوام چي د افغان ملت د هر وګړي په زړه کي محکم ځای لري، تیر کا ل وپا کستان ته راغلم.که چیري د ننه د وطن په خاوره کي ، په ښکاره مخالفت ، د مشروع او قا نوني لاري د سیا سي جوړښت او د مخکښو دغه مقد س مسیر ته لاس رسی واې ،هر ګز به دګران افغانستان دخاو ري څخه وپردي هیواد ته،ولوچي مؤقتي هم واې نه را تلم ، رد اوبدمي هم نه ویل!... "
پس ا سیر افغانستان په داسي یو حا لت کي قرا ر درلودئ . د ښاغلی پوها ند علامه عبدا لحی حبیبی د لیکني څخه د وې خبري ښه واضح کیږي : د پا کستان لاسوهنی او د لاس وهنو تاریخ چي د همدغه کتا ب په ۱۰۷ صفحه کي داسي راو ړی:
"د نورو جریاناتو د تذکرڅخه به تیرسم ،خو دا به ووایم چي اول په پیښورکي،پا کستاني مقاما تو زما پر اعزاز احترام کاوه او حتی کله چي دافغانستان– پا کستا ن منا سبا ت لا نور وخرابید وته ورسيد ل،نوما ته په جد ی او محرما نه توګه پیشنها د وسوو چي دیوه نژدې لسزریز پاکستاني عسکري فوځ په مشري،و افغانستان ته ورننوزم ، او د کابل د حکومت د انقراض مقد مات فراهم کړم "
فکر وکړی له نن ورځی( ۶۰ ) شپیته کاله مخکی پا کستان (۱۰،۰۰۰) لس زره فوځ د افغانستان د اشغال اوخرابی د پاره استعمالاوه.
رښتیا هم د پا کستا ن د لاسوهنو لړې دافغانستان په کورنیو چا رو کي ډ ېره پخوا نې وه . مثلاً د پا کستا ن تر زوکړې لږ وروسته پا کستا ني هوایي ځواک دافغانستان د پکتیاد ولایت د خوست پر ولسوالې د مغولګي پر کلي بمبا رې وکړې .د پا کستا ن همدې عمل دافغانستان حکومت ته بهانه په لاس ور کړل څوخپل پوځ ته وسلې خریداري کړي.
بل لوري ته د ننه په افغانستان کي واکمنه سرداري کورنۍ اوپه خاصه د سردا رداؤد خان خیانتونه او جفاوي د مترقیونو عناصرو سره کولی .هیڅ وخت اوهیڅ کله يې نه غوښتل چی افغانان دی خبری،انتقاد ،سیا ست اوپه سیاست کي برخه واخلی.پس نو پا کستا نۍ مداخله دافغانستان په کورنۍ چا روکي د ۱۳۵۷ هش کال د ثورد ۷ نیټی د پاڅون زیږند ه نه وه. او را وروسته هم نه ده شروع سوې. د دې د ښمني او مدا خلې زڼي ډ ېره پخواني وه او لادوام لري.
خفه نه یم پدی چي دافغانستان د خلق د دموکراتیک جریان سره مخا ف نظروال پرواقیعتونو سترګي پټوي، او ډېر ځله يې لیکلي دی چي د ۱۳۵۷هجري کال د ثورد میاشتي د اوومي نیټي پاڅون د دې سبب وګرځیدی چي پاکستان دافغانستان په کورنیو چا روکي مداخله شروع کړی.
اې کاشکي سالم قضاو ت ته چا غوږ نیولاي.اې کاشکي موږ هم د نورجها ن په شا ن حکومتونه لرلاي،زموږ داحکومتونه نه وه صرف وژونکي ،رشوت خوا ره، ډوډۍ خوا ره او حتی زیات يې په اخلاقي لحاظ کمزوري لاهم وه.
همدا دی چي پا کستا ن او آمريکا خپل خوبونه رښتیا کړل. زموږ ولس په هغه د دوی څخه په ميرا ث راپا ته بی سوا دی کي لا سوځيږی او د دوی په سلاح ګانو باندی وژل کیږی.
راځوخپلي خبري ته ،نو هغه وو چي دویښو ځلمیانو د نهضت تر ټکولو او پاشلو وروسته یوځل بیا په ۱۳۴۰ کلونوکی خط وهنکو هیواد والو په ټول هیواد کي په خاص ډول کابل کي د قلم او سيا ست مینه والو په علاقه او جد یت سره د عملي سيا ست لمنه ټینګه کړه.
مګرد خلق د دموکراتیک ګوند لمړنۍ خښته ایښود ونکي نورمحمد تره کي چي د ویښو ځلميانو د جوړښت او هلته ور سره مخامخ مشکلا تو،خوږي او ترخی تجربی يې درلودې.
داحتیاطه کار واخیستی. اول يې په ځوانو سياستوالو کي د کار کميټی په کار و ګوما رلي. څو د نژدی د دوو کالونو څخه لا په زیاته موده کي هرڅوک، هرچیري ، د هرولایت،هری ژبی او هرمليت څخه با خبره مبازېن د یوه ګډ سياسي کار او فعالیت سره مینه وا ل تشخیص اووروسته نودیوه حزب د جوړېدو کار ضروري کړي، همدغسي وسول.
د افغانستان دخلق د دمکراتیک ګوند د کنګري د جوړښت اوسمبالتیا دپاره په یوه وړه کمیټه کي د یوې اساس ګذاره جلسی دپاره علأوه د اشتراک کوونکو د شمیر پر تعین نیټه دراټولیدو پرځای،وخت او ورځ تعینولو فیصله وکړل. بیا یی معین شخصیتونه دمسلی څخه خبره کړل څول ټول پر هغه ورته ټاکل سوی وخت معین ادرس ته په داسی ترتیب سره راغلل چی پولیس او نور څوک یی پر اتلو اشتباهی نسول. د غونډی د جوړیدو ځای د ښاغلی نور محمد تره کی کور ؤ.
په لمړۍ ابتدایی غونده کی دغو لاندی شخصیتونو ګډون لاره : هریو محترم مير غلام محمد غبا ر،نور محمد تره کي، داکتر محمودي ،علي محمد زهما، صد یق ا لله روهي،محمد طاهر بد خشي ،ببرک جا ن او ميراکبر خیبر."ص ۱۳۲ د کشتمند لیکنه.
هغه دسته بخیلا ن چي وايې اویا لیکي نورمحمد تره کي ددغو ځوانانومشري نه کول.نوبیا سوال پیداکیږي چي چا کول ؟ ولي داجرأت په چاکي نسته چي ادعاو کړي او یا مشخص ولیکي چي احمد یا محمود دا کار وکړئ .
نو پخپله خوهم دا چاري سرته نه رسیدلې. چا ودي ناستي ته داشخاصو شميراو تعدا د مشخص کړئ ؟ چا د ناستي ورځ او نیټه تعین کړل ؟ ولې د نورمحمد تره کي په کورکي راټول سول؟ولي غونډي د نور محمد تره کي تر مشری لاندی جوړیدی او ولی د غونډی برخوالو نور محمد تره کی ته په دونه ارزښت قایل وه؟
اوپه لس هاو نور ولې ولې......؟ سته . ایا داټول ولې ولې تصادفي سرته رسيد ل،که یوڅوک و چي تنظيمول يې . که وو نو هغه شخص څوک ؤپه هر صورت شپه که تیا ره ده مڼې په شمار .
سلطان علي کشتمند د ببرک کارمل د شوری کښینولي حکومت صد راعظم ؤ ده هم یو پنډ کتاب چي زیات برخه يې دولتي کارونه دی چاپ کړی دئ . که بد ویل د بل غیبت ځیني جلاکړي د خپل اووه (۷) مياشتنی بندي ګرئ کیسه يې ځینی وباسۍ نور څه نه پاتیږی د ۷ میاشتو بند کیسه یی د ونه غټه کړېده، لکه د ده د حکومتدارۍ پر وخت چي ده هیڅوک نه وي بندي کړي.
حا ل داچي زه لیکونکي د نوموړي د دفتر څنګ ته شپږ میاشتي هره شپه وهل کید م او دئ په ټول جریا ن خبر وو، بیا مي یوکال نوردڅرخي پله د زندا ن په لمړي بلاک کي هره شپه د وهلو او بد ویلو سره مل تحقیق ورکړی یعني جمعاً (۱۸) میاشتي .
هغه ټولي نا روا کړنۍ چي دی لیکي اودی وایې چي ورسره سوېدي طبعی ده چي بد سوېدي .مګر متاسفانه صدراعظم صاحب هغه بد ورک نه کړل بلکي نور يې غښتلې وسا تلې. داچي زه ستا سي غوندي ښاغلي د عقدو پر بنیا د دوې میاشتي پر دې خبره چي ولې د تحقیق کونکو سوالونوته جوابونه په پښتو ژبه لیکم.باېد په فا رسي خبري وکړم او باېد په فا رسي ژبه تحقیق ورکړم وهل کیدم اوته په هرڅه خبر وی.
دهغه تلیفون سیمان چي ستا سي د پښو په ګوتو پوری یي که په رښتیا د رتړلې وي ،هغه تلیفون ما ته او ډ ېرو افغانانو ته تا سي وتړئ.تا سی د خپل بند او زوروني د بیا ن حق لری .تا سي چي خلګ زورولي او وژلي دی چي یو زه د دې څوجملو لیکونکې یم اووه(۷) کاله بیله د محکمي د حکم د تطبیقه،دټولو ا لهي اوبشري قوا نینو خلا ف د هر ډول بشري آزادیو محروم په کوټه کي قلف وسا تلم تا سي خو لمرلید ئ،تا سي تفریح لرل،تا سي ته پایواز پر یښول کید ی.
ایا چي صد راعظم سوې یوځل په دی فکرکي هم سوی يې چي ستا ترسیوري لاندي پر سیا سي بند یانو څه تیريږي؟ او زما په شان تر شمار تیر نور هم وه آیا هغو ته دی هم کوم وخت فکر کړی دئ ؟
د نوموړي صد راعظم صاحب لپار مناسبه نه وه چي پر دې سن او سال دی د ځوانانو ترمنځ د وحدت او درا تلونکي مترقي جنبش د جوړیدو په لاره کي داغزن بوټي په توګه رول بازي کړي. زیا ت تهمتونه تړي راځه چي نور رښتیا ووایوو.
د خلقیا نو د بد پیژندلوپه منظوريې په داکتر نجیب ا لله اوعبدا لقدوس غور بندي پسي هم بد لیکلي دي. زما په عقیده نه ښايې صد راعظم صاحب ته چي تر ما تي اوپاشل کیدو وروسته نوروته بد ووايې او یا په نورو پسي بد ولیکي.
ډ ېرو نورو به هم څه لیکلي وي خو د ښاغلی کشتمند لیکنه د واقیعتو نو سره په سل کي شل هم برابره نه ده . فقط دافغانستان د خلق د دموکراتیک حزب اساس ایښو د ونکئ ځا ن او ببر کار مل بولي وبد یی نه دی کړی روسان یی ندی راوستی.
د ميراکبر خیبر په وژنه کي د حفيظ ا لله امين لا س لرل بیا دعبدا لقد وس غور بندي په همکاری یا د وی. سوال دا دئ چي کشتمند صاحب تا سي صد راعظم وا ست ولي دی د صدا رت پر وخت یوه ورځ هم میراکبر خیبردر یاد نه سو ؟ولي دی هغه وخت د میراکبرد قتل یاد ونه کړی؟نوراحمد نور دمیر اکبرخیبر تر ترور نژدې لس ورځي وروسته دکورنیو چارور وزیرمقرر سوو ولي یی دخیبر دترور دوسیه ونه شنل؟. او نور.
عبدا لقد وس غور بندي زما سره یوځای د څرخي پله په زندا ن کي بندي ؤ، نژدی یو کال را سره په یوه کوټه کی ؤ زیاته د سطرنج لوبه مي ور سره کوله. په نوموړی کي ما دونه جرا ت ندی لید لي ،بیا د مرګ هغه هم ترقدرت مخکي.
دا تهمت دی د واقیعت سره نشي نژدې کیدای. بیرته راګرځم خپلي خبري ته، زه دا خبره منم چي ببرک کار مل د حزب تر جوړید و مخکي د کنګری د نور اعضأؤ په شا ن د ځوانانو په راټولو کي اوبیدا رولو کي زحمت ایستلی دی ، ځوانان يې منظم کړي دی.
همدا يې علت وو چي هریودرهبري غړې د خپلو جوړو کميټو په نماینده ګی په لومړنۍ کنګره کي اشتراک لا ره.
کشتمند لیکي چي خلقیا ن په خاص ډول نورمحمد تره کي په باب:ترجمه"د تره کي طرف لږترلږه پر خپل چپ تلونکي دریځ باندي ټینګا ر کاوه .هغوی د حزب د بد نې د سره ښود لو جدي طرف دا ر وه".ص ۱۷۴کي .
فکرکوم رښتیا حافظه يې د لا سه ورکړېده ،لږوروسته په دغه صفحه کښی خپله لیکي ، ترجمه: تره کي به په تکرا ر سره موږته ویل" دغه کوچنئ بیچا ره ماشوم(ح، د ،خ،ا ) نه با ید چي د پیل د پښو ومخته وروغورځوو".
اوس نو تاسي فکر پر وکړئ چي اوله خبره يې رښتیا ده او که وروستۍ.د نوموي قضات خو د خلقیانو په باب چپروان، سور،ماجراجویان او حتی ډ ېر ځایونه يې د مائو ایستانو سره یو ځای او یوشا ن بللي دی .
خوبیا وايې چي د خلقیانو د مشر نور محمد تره کی توصیه هميشه د اوه چي احتیاط زموږ حزب ماشوم دی چي د فیل تر پښو يې لاندي نه کړی. د ونه ډ ېرد ځان وصف هم یوه د عمرپه لحاظ پاخه ، سیا سي سړی ،صد راعظم او د سیا سي مشرد پاره نه ښايې.
کشتمند په ۲۱۶ص کښی بیا پر یوه امریکايې لویس دوپري حواله ورکوي د هغه له خولې يې یو اوږد لیست د ميتنګونواو اعتصا بونو لیکلې دی چي دا ټول د وخت د پرچم لخوا وه. لکه لویس دوپري چي په ټولو میټینګو کي برخه لرل . زه وایم نه صاحب لویس دوپري ته هم تاسي غلط د واقعیت خلا ف معلومات ورکړي دي.
په نورو ځایونو او ولایتونو زه د لته کار نلرم چی خبره اوږدیږی یوازي د کندها ر په هکله به درته و وایم .دابه ډ ېر بده وي چي ولیکم صد راعظم صاحب داخبري دی رښتیا نه دی .رښتیا دا دی :په کندهاراو بیا د کندها رد وړیواو بد لودفابریکې او شرکت ميوي د کار یګرو اعتصابو نه خو په پر چم اوتاسي پوري هیڅ اړه نه درلود ل.
اصلاً په د غو فابر یکو کي څه چي په کندها رکي ټول پر چميا ن د ۱۳۵۶هجري کا ل د دو باره وحد ت پر وخت سربلند د(۱۴) نفرو نفرو لیست موږ ته راکړی: په هغه کي هم ۷ نفره معلوم نور و۷نفرو يې یوه ورځ هم حزبي حوزه لید لي نه وه.
د وړیو د اوبدلو په فا ریکه کي اعتصا ب په (۱۳۵۰) هجري کال کي ؤ. هغه وخت په کندهار کي د سربلند ،اخند موتروا ن،نورا نې کرکبا ز، یوبل د قطعه بازی ملګری نوراحمد چي یوې سترګي يې تکلیف لاره او واقعاً نور احمد یوشریف ،غریب ،کاریګر ؤ اوزما هم آشنای ددوی سره يې نا سته پا سته لرل نه اخند زاده اونه هم نورانی هیڅ وخت حزبیان نه وه .یوازی نور احمد کاریګر حزبی ؤ.
ما په هغو ټولو اعتصابو او مظاهر دهغوی په تنظم کی برخه لرل. خلقی صوفی عنایت الله کاریګر دولایتی کمیتی غړۍ چی وروسته د هغی فابریکی رئیس سؤ هلته هلته کاریګرؤ اومستقیم مسؤلیت یی لاره .ټول کار یګر نه خو یوڅه يې د خلق د دموکراتیک حزب غړي وه دا خبره ټولوکندهاریانو ،حزبیانو او غیري حزبیا نو ته معلومه د ه،بل حزب او جریان په کندهار کی نه وو. صد راعظم صاحب! یود واقعیتو لیکل دی د پیښو بیا ن دی بل پر مړوتهمت او بد ویل او ځا ن سلامت بلل دا ښه کار نه نه دی .
رابه سو ښاغلې پوها ند داکترعبدا لرشيد جلیلي صاحب ته د ه هم په خپله د واقیعتونوخلاف لیکنه "غميزه څرنګه مينځ ته راغله" کي دثور پر(۷) تاریخ دنظامي پا څون په هکله یوڅه لیکلي دی او د ښاغلۍ نور محمد تره کي د شخصیت په هکله یی داسي لیکي:
"د نورمحمد تره کي ژوره پوهه او د روند توب د ده د پښتو په ژبه لیکل شوو د بنګ مسا فري،څړه او سپین په نومونه ناولونونه په ښه توګه معلوميداي سي. د دې کبله ده د پښتو ژبی او فرهنګی ډګرکي په هیواد او منطقه کي ښه مقام نیوی او په روښان فکري کړيوکي په درناوي یا دیدی .د همدې کبله وچي کله دافغانستان د خلګ د موکرا تیک ګوند جوړشو، دی يې د مشر په حیث وټاکل شو." ۳۸ صفحه.
څونه کمزوري خبره يې کړېده او دمحترم جلیلي څخه تر دی زیات توقوع هم باید ونسي،ګوره چي دغه به يې لام هم پر ځا ن زیات فشا رراو ړی وي چي د نور محمد تره کي په هکله يې لیکلي دی چي " په روښان فکري کړیو کي په درناو ي یا دیده".
لمړی د ښاغلی نورمحمد تره کي لیکلي ا ثرونه دغه درې نه دی بلکي په(۲۴ )ا ثرونو يې زه او دی د واړه ښه خبریو،چي وروسته به يې زه د ټولو نومونه ولیکم .
بل داچي نورمحمد تره کي وو چي د خلګ د موکرا تیک حزب يې جوړ کړی ،نه داچي دده د ښه سړیتوب اوپه روڼ اندو کي دهغه په درناوي یا دیدني له وجهي د حزب تر جوړېد و وروسته ،خلګو راو ستی وي او د خپل حزب مشردي يې ټاکلې وي. پر دې کمزوري لیکني مونوروخت نه درضایع کوم.
خپلي خبري ته به را سو، دیوې پر اخی تهداب ایښود ونکي جلسي د پا ره د کار د کميټوڅخه درا نه شخصیتونه په انتخابی توګه وټاکل سول. او په دی ټاکلو نماینده ګا نوکي ټول د هیواد په سطحه هغه پراته رمزونه په نظرکي نیول سوي وه.د نور د ادعاګانو او لیکنو خلا ف په اصل کي (۳۱) نفره انتخابی نماینده ګا ن وه.۲
نفره د جلسي دراغونډې دو په معینه ورځ داچي د حکومت رسمي مامورین وه.د وخت حکومت درسمي وظیفود پاره ولاېاتوته ا ستولی وه.لکه عبدا لقد وس غور بندي او محمداسما عیل دا نش. بل کاظم داد ګر چي په خپله غونډي ته نه دی را غلي او وروسته شعله جاو ید سا زما ن ته ولاړئ.
د کنګری د غونډي مستقیم برخه وا ل ۲۸ نفره وه. دافغانستان له جوړښت څخه ترهمدغه نن ورځي پوري،چي په افغانستان کي څه سا زما نو نه، حزبونه ،جریا نونه،خوځښتونه او ګروپونه په هیوا د کي راپیدا سوي دي.په دغه شکل مليتی، منطقوي، او ژبنی ټولي حسا سي مسلی په کښي په نظرکي نه دی نیول سوي، تردې بهتر خوڅه چي برابرهم نه دی تردا اوسه جوړسوې.
یوشميرقلم په لاس کي اخیستونکي د خلق د دموکراتیک حزب سره مخا لف ، د واقیعتونو ليري، د تعصب، بد بینی او دښمني د مخی د دې جریا ن د جوړښت په هکله قصدي توګه غلطي لیکني کړي دی او نورد خلق د دموکراتیک حزب سره بد بینه اوس هغه غلطي لیکنې د مأخذو په بڼه کار وي.
که په رښتیا د خلق ددموکراتیک ګوند د بد خواهانو هریوه اساس او ریښه وشنۍ حتمي به پرپیښ سي چي خپل دوی او یا پلرګنۍ يې د سلطنتو سره په ګټو شریک وه او یا د یوخوا ګمارل سوی دی یا به د اخواني مافیا سره بسط خلګ وي. نه داچي په ناپوهي سره بلکي قصدي خلاف د واقیعتونو څه وايې،حتی د سبا ورځي د شرمه يې هم باک نسته .
تر نومونو مخته پوها ند، پوهندوی ،آستاد، ماسټر،ډاکتر ،اکا د ميسن،کا ند یداکا د ميسن او نور علمي ا لقاب هم لیکي .
دمثا ل په توګه : ډیرلیکي چي په دغه غونډه کي راټولوعا لي تحصیلا ت نه لرل. او که د هغوی چي داخبري کوي وپوښتی :ایا تا یا تا سي چي عا لي تحصيل لرل څه توره موکړېده؟ او دې هیوا د او هیوا د وا لو ته مو څه خد مت کړی دئ؟ .چي پا ته نورسوه. اوڅونور بیا لیکی هغو چی یی تحصیل کړی دی د وخت په شوروي کي تحصیلا ت کړي دی .
نوداخلګو د شوروي په هدایت دغه حزب جوړکړې.دهغوچي د غسي څه يې لیکلي دی نوما ن به نه اخلم ځکه د لیکنو يې سړی پوهيږی چي خوار خلګ دی . د وطن د خلګوپه ژبه خپلي ......دي کوي.
زه وایم د هر چا هرجریا ن هردولت څخه چي د چا بد راځي اویا یی کړني نه خوښیږي دا يې خپل حق دی .مګر د خپل هر کار په سرته رسولو کي د هري خبري په کولوکي ، د هري جملې په لیکلو کي باېد تر ټولو خبرو لمړئ خپل حیثیت ته صد مه ونه رسوي.
د دوهمی برخی پای
نور بیا