له کومه وخته چي د ټاکنو ډندوري او قيصي شروع شوي ترننه د افغانستان سياسي ،نظامي ،اقتصادي ،او اجتماعي وضعيت ډير بي خونده روان دي د حامدکرزي ١٤ کلنه انتقالي او انتخابي دوره کي هم يو څه شمير خاص اشخاص د ارګ د ديوالونو په شاه او خوا کي تګ او راتګ په اساني کاوه او شونډي به يي د ارګ په پلونو غوړي وي د ډالروپه ټولو سره په داخلي بهرني هيوادونکي داسي بنيادي وداني جوړي کړي چي د کړوسيانو او پرديانو هم بس ده د کرزي ١٤کلنه دوري د خلکو ټولنيز ژوند په اخيرو کي شک شبو ودروه د اميره تر اجيره ،د والي تر جوالي ،د دريوره تر کلينره ،له شاګرده تر استاده ټول خلک د هري برخي د بي غوري له وجي ترپوزي راغلي ول ..خو د ولسمشر کرزي حکومتداري بيا هم د طالبانو د ګونګ نظام په پرتله څوچنده ښه وه ځکه طالبانو په افغانستان کي کوم داسي رغنيزي او سياسي پروژي نه درودلي او نه يي بهرني سياست کي له نورو هيوادونوسره همغږي ول راځمه د ٩٣ټاکنو ته د ټاکنو په شپو او ورځو کي د ټولنو ،حزبونو،اتحادو ،شوراګانو ،خوځښتونو په جوړولو او په نومونو خپرولو کې د رسنيو استاز هم خپلي څپلۍ زړي کړي ټاکنيزي مبارزي هم د خپلو شعارونو سره ترسره شوي داچي هيوادوال دفساد بي امني وحشتګري او دهشتګري نور پدي خاورکې په تنګ راغلي ول خپل ملي او اسلامي روحيي او احساس له مخي د اساسي قانون ټاکنو د قانون پر اساس دوه ځلي د خپل د تن د وينو په قيمت خپل سرونه يي په لاس کي ونيول او د رايو تر مرکزونو لاړل او هغه چاته يي رايه وکاروله چي په زغرده يي چيغي وهلي چي د فساد مخ نيسم ،اقتصادي پلانونه لرم ،امنيتي وضيعت او د سولي پلانونه لرم ،طالم او جابرته په دولت کې ځاي نه ورکوم ،انډول به ساتم هيڅ افغان به د بل افغان څخه کم او زيات هم نه وي ،د جومات او ارګ ترمنځ به واتن له مينځه وړم ،د اسلام مبارک دين يي سياسي فلسفه بلله، ځان يي جنګ او وژنو څخه پاک ګانه،په خپله پوهي او استعداديي حساب کاوه ، د افغان د ملي يوالي ملي هويت ملي ګټو ملي ارزښتونولپاره يي د خپل رقيب برنامي يي شبنامي ګنلي او خپلي يي برنامي ګنلي برنامي ګنلي ،او د خپل رقيب مقابل کي به يي ويل چي هيڅکله به ائتلاف ونکړم او نه به دوه سري حکومت او نه به د حکومت د چوکيو يو سهامي شرکت جوړ کړم .ددي ټول ويناوو سره ٣٠ کلنو جګړه ځپلو خپله رايه همدغي د نړي دوهم مفکر ته ورکړه ترڅو افغانستان د نورو هيوادنو سره په هره سالي کې سيال شي او يو اباد افغانستان او د سولي ټاټوبي شي خو ددغو ټول وعدو شعارونوبرعکس عمل ترسره شو د افغانستان په اساسي قانون کي د ټاکنيزو مبارزو په پايله کي د يو ګتونکې او نور بايونکي باندي ولاړ دي خو زمونږ د حکوکت مشرانو چي په دواړو ډلو کې ځاي لري او د مشرولسمشر فرمان هم همدا وه چي د جانکيري په لاس کابل ته استولي وه چي ډاکټر اشرف غني احمدزي دولتمشر او ډاکترعبدالله د حکومت د اجرائيه رئيس په توګه په غير قانوني ډول اعلان کړهغه فکر چيد خلک وسره وه هغه هيلي چي د خلکوسره وي هغه وعدي چي افغان ولس ددغو دووه ليوانو له خولي اوريدلي وي ډير مايوسه کړل زما په اند د ټاکنو په لومړي ځل او دوهم ځل رايي اچوني او په هغه باندي ميلونونه ډالرو لګښت د نوماندانو او کمپينرانو ناري او سوري ډير ستړي کړل که چيري اوباما دغه په ټاکنو کړي لګښت د هيواد په رغنيزو معارف زراعت او اقتصادي برخو کې کارولي وايي نن به يو سه ستونزي به حل وايي دا هر څه په خپل ځاي پريږدم څه د پاسه ٨٠ ورځي دنوي حکومت تيريږي خود ملي وحدت دمشرانو جوړ جاړي پر کابيني لا تراوسه روان دي د افسوس خبره داده زمونږ ديرش ميلونو افغانانو کي ٢٥ نفره باعلمه او پاک خلک نه پيداکيږي د يو سياستوال له خولي مي واوريدل چي په يوه غونډه کې ويل د ډاکترغني هغه خبره مي نه هيريږي چي ويل به يي سهامي شرکت نه جوړم .نو وه ولسمشره دا تا اوس په ارګ کې څه جوړ کړي د خلکو په رايو او احساساتو ارادو مو ملنډي وه وهلي.تاخو د داکټرغني ډاکترعبدالله دوستم دانش څخه د ډي فور سهامي شرکت جوړ کړنو که ددي شرکت کابينه د تير حکومت په شان يوه تنظيمي کابينه وي نو د بدلون په تمه نشي دتيري حکومت ټول وزارتونه تنظيمي قومي ژبني او سمتي شکل يي درلود د جنرالانو ماشين په يوه طرف توليد کاوه دماسترانو په بل طرف ټول په همدي شکل ويشل شوي ول نن په تول افغانستان کي اور بل دي هلمند کي په يوه ورځ دوو چادونو ښکار شو او هم د شاه او ناوي ارمانونه يي د راکټي بريد ښکار شول دکنړي خويندي او ورونه د پاکستان د ړانده راکټونو له لاسه په قراره ندي ننګرهار کې د مکتبونو شاګردان شهيدان شول د افغانستان امنيتي حالات اقنصادي سياسي او ټولنيز حالات ورځ تربلي د انديښني وړ دي