محمدشفیع وردګ
لا هم د تیورۍ او عمل ترمنځ لویه فاصله ده. هغه څه، چې موږ یې په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو درسي مرکزونو کې زده کوو؛ په عملي ډګر کې یې په کارولو کې لا هم له ستر چلېنج سره مخ یو.
یوه ورځ مې د ښوونځي له یوه زدهکوونکي څخه د دهد ریاضي له کتابه د فیصد په اړه پوښتنه وکړه، چې فیصد څه ته وايي؟د څه لپاره په کاریږي؟ نوموړي یې راته د کتاب هغه تعریف وکړ چې ټکي په ټکي یې یاد کړی و. د عملي اړخ په اړه یې هېڅ نه پوهېده، چې فیصد د څه لپاره په کاریږي. دا ستونزه په ټولو تعلیمي او تحصیلي ادارو کې شته او ښه پراخه ده.
محصلین په پوهنتونو کې داسې څه زده کوي، چې باید په عمل کې یې وکاروي، چې متأسفانه دوی ته ویل شوې تیوري نه شي کولای په عملي توګه وکاروي او په پایله کې یې یو کار وکړي. دوی له تیورۍ څخه د عمل ډګر ته په راتګ کې له سخت زړهنازړهتوب سره مخ وي، چې دا د دوی په کار باندې منفي اغېز کوي. د تیورۍ او عمل ترمنځ د فاصلې کمولو نظریه له پخوا څخه مطرح وه، نو ځکه د حل لپاره یې ځینې لارې چارې هم وسنجول شوې، خو دا فاصله لا هم پر ځای پاتې ده. مثلاً که تاسو لیسانس یۍاو غواړۍماسټري وکړۍ، په نړیوالو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ لپاره ځینې مشهور پوهنتونونه له تاسو څخه د دوه کلنې کاري تجربې پوښتنه کوي، چې د دې غوښتنې تر شا یو لامل د تیوري او عمل د ډګرونو ترمنځ د فاصلې د کمولو نظریې پر اساس کیږي.
د تیورۍ او عمل د فاصلې زیاتوالی په افغانستان کې نسبت، بهرنیو هېوادو ته زښت زیات دی. نوي محصلین، چې فارغ شي او د کار محیط ته ننوځي، نو له یو ډول شدید اضطراب سره مخ وي. دا اضطراب، وېره او ډار د دې سبب کیږي، چې نوموړی د کمزورۍ احساس وکړي او په رواني توګه تر فشار لاندې راشي او په کاري محیط کې د کمزورتیا له امله له کاره وتښتي او حتی خپله څانګه پریږدي.
د دې لاملونه څه دي؟
مهم لامل یې په پوهنتونونو او درسي مرکزونو کې د عملي وسایلو، لابراتوارونو او پرکتیکونو نشتوالی دی. په درسي نصابونو کې د عملي اړخونو او پرکتيککموالی یې بل لامل دی. د استادانو د علمي سویې ټیټوالی هم د دې باعت شوی، چې د تیورۍ او عمل ترمنځ فاصله پر ځای پاتې او حتی زیاته شي. د محصلینو او استادانو ترمنځ د مناسبو اړیکو نشتوالی او یو له بله فرار هم یو لامل کېدای شي؛ مانا دا چې اکثره محصلین او استادان په منظمه توګه درسي او عملي ټولګیو ته نه حاضریږي، چې په نتیجه کې د زده کړې اغېزمن او مناسب انتقال نه کیږي.
حل لارې
استادان کولای شي، چې زده کوونکو ته د زده کړې په بهیر کې ژوندي مثالونه ورکړي یانې هغه موضوع چې تدریس کیږي په ژوند کې یې عملي اړخ واضح شي او د حقیقي نړۍ مثالونه وړاندې کړي. همداسې زده کوونکي/محصلین تشویق شي، چې په خپلو ځوابونو او کورنیو دندو کې د عملي ډګر مانا حقیقي نړۍ ته راوړي.
د یوې موضوع له تدریس نه مخکې باید هڅه وشي، چې د موضوع هدف مشخص شي؛ دا موضوع ولې تدرسیږي؟ ولې وړاندې کیږي؟ عملي یا کارنده اړخ یې څه دی؟ په دې سره به موږ په عامه اصطلاح له (میخانیکي یادولو) څخه د موضوعاتو مفهومي او موخهییزې مرحلې ته لاړ شو.
د افغانستان د اوسني حالت په نظر کې نیولو سره موږ هر څه له دولت څخه غواړو، چې راته یې وکړي، اما موږ خپله هم کولای شو چې تر زیاته حده دا ستونزه راکمه کړو. په دې برخه کې په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې موجود استادان حیاتي رول لري، استادان باید دا درک کړي چې د دوی پر اوږو یو مهم مسوولیت پروت دی، چې که په دې برخه کې سستي وکړي حتی د زدهکوونکي/محصل راتلونکې له ستونزو سره مخ کولای شي. متأسفانه اوس اکثره استادانو زیاتو ځایونو کې ځانونه مصروف کړي دي؛ مثلاً د سهار له اته بجو نه تر ۱۲ په یوه اداره کې او بیا پس له وخته تر شپې ناوخته په بله اداره کې په تدریس مصروف وي، چې د حیرانۍ ځای دا دی، چې دوی د راتلونکي درس لپاره څنګه تیاری نیسي او څنګه کولای شي په دې ډول زده کوونکو/محصلینو ته د زده کړې اغېزمن انتقال ترسره کړي؟ دوی څنګه د خپلې پوهې زیاتولو او څېړنو ته وخت پیدا کوي؟ بله دا چې په ځینو تعلیمي/تحصیلي ادارو کې د مسلک پر بنسټ درس نه ورکول کیږي، دا چې د استاد مسلک او تخصص په یوه څانګه کې وي او درس په بله څانګه کې ورکوي؛ د دې حالت دوام د هېواد پرراتلونکې بدې اغېزېپرېږدي.
د دې تر څنګ زده کوونکو/محصلینو او استادانو په منځ کې باید انګېزه او تعهد موجود وي، د دې په واسطه کولای شو، چې په اغېزمنه توګه په ټول تعلیمي/تحصیلي سیسټم کېبدلون او په څنګ کې یې له تیورۍنه تر عملي ډګر پورې فاصله راکمه کړو.
په لویه کچه باید د افغانستان په تحصیلي او تعلیمي نصاب کې داسې بدلون راشي، چې د تیورۍ او عمل ترمنځ فاصلې راکمې کړي.
په نړیواله کچه دا موضوع ډېره توده ده او په اړه یېنړیوال کنفرانسونه، څېړنې او بحثونهترسره کیږي.