شنی سترګی، سری کوڅۍ، سره باړخوګان شاعرانه
پر سرو میو چی پریږدی سره لبان شاعرانه
لیدل یی مین څاری د زړه قتلول غواړی
دشنی انجلی موسکا او تیز مژګان شاعرانه دی
د بار په بیر و بار کی د سترګو اشاری کړی
نازونه کړی نخری کړی، کوږ کړی شاعرانه
پر ملا کږه وږه شی د مینی ترانه شی
په زړه بلی لمبی کړی د جانان شاعرانه
زیبا ده لکه حوره، دا مسته ده مغروره
پر سره باړ خو چی خوشی کړی ذلفان شاعرانه
د شنو سترګو اسیر یم د مینی جال کی ګیر یم
نوزادی ورته لیکم دا داستان شاعرانه