له پاکستان سره اړیکې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62767

دخبریدو نیټه : 2015-01-11

حقیق


  په افغانستان کې د ملي یووالی د حکومت له رامېنځته کېدو سره سم له پاکستان سره زموږ دیپلوماتیکې اړیکې او دپلاو راشه درشه ښه ډېره شوې ده ، جمهورییس غنی پاکستان هیواد ته سفروکړ، ورسره دپاکستان دپوځ او داستخباراتو مشرانو کابل ته سفرونه درلودل دسارک په غونډه کې له پاکستاني مشرانو سره کتنې وشوې ، دافغانستان دملی شورا استازو پاکستان ته سفرونه وکړل او په وروستیو کې هم دپاکستان یو شمېر سیاسی مشران کابل ته راغلل، په دغو مشرانو کې چې محمود خان اڅکزی، آفتاب احمد خان شېرپاو او سناتور افراسیاب خټک پکې شامل وو په ارګ کې یی له جمهور رییس غني ، داجراییه شورا رییس او دافغانستان پخوانی جمهور رییس ښاغلی کرزي اونورو چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو یې بحث وکړ.
هغه څه چې په دغه کتنه کې نوي وو هغه دپاکستاني پلاوي څرګندونې وې چې ویل يې د ترورېزم پر ‌وړاندې د مبارزې په اړه د ډېورنډ له کرښې ها خوا په ليدلوري کې بدلون راغلی دی . دوی څرګنده کړه، چې خلک دې باور ته رسېدلي دي، چې ترورېزم ښه او بد نه لري او دغه پديده یوازې د دواړو هېوادونو لپاره نه، بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.
دپخوانی جمهوررییس حامد کرزي په وخت کې دافغانستان دستونزو او مشکلاتو له مینځه تلل او دتروریزم دځالو ختمېدل هغه وخت شوني بلل شوي وو چې دهغو مرکزونه په پاکستان کې له مېنځه یووړل شي او دادی اوس چې دپاکستان لوری په دې اړوند شین څراغ ښکاره کوي باید چې هرکلی یې وشي.
په دغه پلاوی کې چې کابل ته راغی باید یوشمیر نور کسان دهغوی په ډله کې مولانا فضل الرحمن هم شامل ؤ چې کابل ته رانغی . نوموړي پخوا داسې څرګندونې کړې وې چې له ورایه ترې دافغانستان ددولت دمخالفینو پلویتوب ښکاره کېده، نو دده راتګ افغانستان ته مهم وو خو داچې یو شمیر مدني ټولنو اورسنیو دنوموړي له راتګ سره مخالفت وښود شاید همدا دلیل به وو چې هغه خپل سفر لغوه کړ.
خو په هرصورت دپاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې نه یوواځې ددواړو هېوادونو بلکې دټولې سیمې او نړۍ لپاره مهمې دي . متأسفانه پاکستان په تیرو کلونو کې له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې یوواځې دخپل هېواد ګټه په پام کې نیولې وه په داسې حال کې چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ ګټې په ډیرو برخو کې سره شریکې دي .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي او فرهنګې اړیکې ، اوږده پوله ، دافغانستان له لارې منځنی آسیا ته دپاکستان لاره او دسمندراوبو او هندوستان ته دافغانستان لپاره دپاکستان امکانات ، په دواړه هیوادونو کې جګړه او ددواړوهیوادونو دخلکو ګډې ستونزې په دې اړوند ، په پاکستان کې دډیرو افغان مهاجرو موجودیت ، او ګڼې نورې مسألې دي چې ددواړو هیوادونو لپاره مهمې او ان چې حیاتي دي نو که چېرې دغه اړیکې ښې کېږي او یوبل ته داحترام او یو پربل باندې دباور او یو بل سره دهمکاری په روحیه سمبالې وې دواړو لوروته به ګټې ولري.
پاکستان داسې انګیري چې ګواکې دغه هیواد دافغانستان په نسبت یو خو دنفوسو او جغرافیې له پلوه لوی هیواد دی او له بل لوری افغانستان کې کلونو کلونو جګړې دهیواد اقتصادي او دولتی بنسټونه ویجاړ کړي نو افغانستان ته یی دکمزوری او نفوذ وړ هیواد په توګه کتل له بل لوری پاکستان په نړېواله کچه له سترو هیوادونو دهغو له ډلې نه امریکا اوچین سره ښې اړیکې او دهغوی ملاتړلري او یوشمیر نور عوامل شاید ددغه هیواد سیاستمداران په ځان غره کړي ؤ او دافغانستان په هکله یی خپله پالیسی زیاتره دنورو هیوادونو سره داړیکو پربنسټ جوړوله او په دې برخه کې یی دافغانستان ګټو ته پام نه کاوه، خو وروستیو څو کلونو داجوته کړه چې نه! افغانستان هم مهم دی او باید چې داړیکوانډول په بل ډول عیار شي او د وروستي پلاوي څرګندونو او دپاکستاني سیاسمتدارانو څرګندونو دا وښوده چې اوس په ریښتیا هم ددوی په سیاست او دافغانستان سره داړیکو په سیاست کې بدلون راغلی او غواړي هم چې بدلون رامینځته کړي.
کاشکي پاکستان له مخکې دغه کار کړی وای او زموږ خلکو او ولس ته په درناوی سره یی زموږپه کورنیو چارو کې مداخله نه وای کړې ، زموږ دستونزو په حل کې یې مرسته کړې وای او زموږ مشکل یې دځان مشکل ګڼلی وای نو هرورمروبه اوس په دغو زیانونو نه وای اوښتی کوم چې په خپل کورکې ورته اوربل دی او ان چې پوځي ځایونه یی هم خوندي نه دي.
اوس هم چې ددغه هیواد چارواکي پوه شوي دا ښه خبره ده خو باید پاکستان یی په عمل کې ثابته کړي یواځې په مؤقته توګه دسیاست بدلون کوم درد نشي دواکولای باید له افغانستان سره په ستراتيژکو اړیکو له سره غور وشي او داسې سیاست غوره شي چې هم دپاکستان او هم دافغانستان او هم دسیمې ګټې په کې نغښتې وي.
زموږ ګیله له عام پاکستاني اولس نه نشته ځکه هغوی دهجرت په کلونو او همدا اوس له افغان ولس سره ښې اړیکې لری او تل یې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي او افغانان هم دې ته چمتو دي چې ددوی مرستې جبیره کړي کومې چې همدا اوس په جنوبي ولایتونو کې دډیورنډ دکرښې هغه غاړه راوښتو کسانو سره ترسره کیږي. زموږ ګیله دپاکستان له سیاستوالو څخه ده چې په داتیرو کلونو کې یې دافغانستان له مسایلو داسې ګټه پورته کړه چې هغه زموږ دهیواد په تاوان وه .
دښاغلی اشرف غنی نوی حکومت چې ترډیره بریده دافغانستان سوله او اقتصادي پیاوړتیایې دپروګرامونو په سره کې ده او په دې اړوند یی هغه برخي هم به نښه کړي چې څه ډول دغو اهدافوته رسیدلی شی نو ځکه یی له پاکستان سره اړیکو او خبرو اترو ته ډیر لومړیتوب ورکړی.
له بل لوري هم دپاکستان اوهم دافغانستان خلک هیله من دي چې نور ددواړو هیوادونو په همکاری سره شته ستونزی په دواړو هیوادونو په تیره بیا افغانستان کې بیخی پای ومومي