د پښتنو په کمزورتيا کې د پښتنو لاس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62770

دخبریدو نیټه : 2015-01-11


 تر ډيره پښتانه چې اوس اوس د سختې نسل وژنې ښکار دي تر نورو دوی په خپله په دې وژنه کې ډير لاس لري، ځکه په پښتون ميشتو سيمو کې هر پښتون،د پښتون ماشوم ښونځی، د کليو سړکونه، او نورې ودانۍ پخپله پښتنو ويجاړې کړي دي،بله ستونزه په پښتنو کې د زړه سواندي مشر نشتوالی دی، د پښتنو مشر تر هغه زړه سواندی او په پښتو مين دی چې په پښتو کې يي ګټه وي، کله چې دوی خپلو موخو ته ورسيږي بیا نه پښتون دی او نه يي پښتون په کار دی.
زه کوښښ کوم د زړه خبرې په لنډو کې وکړم، لکه ځينې هسې د پاڼو ډکول او ډير تورې لیکل مې نه دي زده او علت يي دا دی چې خبرې سپينې کوم او له کنايو مې کرکه کيږي.
پکتيا د هیواد په سويل ختيځه څنډه کې پروت ولایت دی، په اړه يي ډيرې خبرې بايد وشي، خو زه په هغو برخو خبرې کول غواړم څه مې چې ليدلي دي ځکه په يو پراخ تاريخ لرونکي ولايت باندې يوازې په يوه لیکنه کې خبرې کول ددې ولايت د يو ډير پياوړي سړي کار هم نه شي کيدای.
څو ورځې کيږي په رسنيو کې به اورۍ چې هلته د شته سرپرست والي جمعه خان همدرد پر ضد لاریونونه کيږي او خلک دا سړی نور د پکتيا د والي په توګه نه غواړي، پرون هم لاریون و، نن هم لاريون دی، سبا به هم وي او شونې ده دا لړۍ دوام وکړي، په دې لاریون کې شونې ده ځينې داسې خلک هم وي چې د سياسي ملحوظاتو له امله به ښاغلی همدرد نه غواړي، خو په ټول کې داسې خلک پکې ډير دي چې رښتيا ددې ولايت غم ورغلی دی او نور کوښښ کوي له دې سړي ځانونه خلاص کړي، ددوی خبرو ته يو څه غوږ نيول په کار دي.
جمعه خان همدرد عجيب سړی دی، د مطيع الله تراب شعرونو سم قهرمان ترې جوړ کړی و، ځينو فيسبوکي چاپلوسانو به بار بار لیکل( سلاکار وزیر او د پکتيا والي جمعه خان همدرد) دده په اړه له نيوکو ډکې شوې ليکنې به په تدريجي ډول په ويبپاڼو کې نه خپريدې او که به خپرې شوې ژر به کښته شوې، خو د ده په صفتونو ډکې لیکنې او تراب رنګي شعرونه به شونې ده له ډيرو سره ان په موبایيلونو کې هم وي خو تراب هم شونې ده دا شعرونه ددې لپاره نه بلکه د همدرد د محروميت او پکتيا ته د خدمت لپاره و څو دا سړی وهڅيږي او يو څه دې ولس ته کار وکړي، په لومړي سر کې جمعه خان همددرد ته پکتيا د خلکو دوه هيلې وې:
۱ـ جمعه خان همدرد له شمال څخه تښتيدلی او د عطا له ډاره را پټ شوی د اسلامي حزب هغه قومندان و چې باید لاس يي نيول شوی وی څو په سياست کې خپل پاتې راغلی سيال عطا محمد نور ته پاتې نه وی راغلی او يو ډول دی په پکتيا کې داسې ثابت شوی وی چې د قدر وړ دی او که بیرته شمال ته ځي د شته نفوذ او درناوي له امله هلته لکه هغه څومياشتې مخکې يي چې ساتونکي ور سوري سوري کړ څوک يي سوری سوری نه کړي او يا يي لږ تر لږه په شمال کې د زوی ګل الرحمن همدرد او نورو ژوند خوندي وي.
۲ـ د پکتيا خلکو ددې سړي په شتون کې ددې ولايت خير ځکه لید چې د پکتيا د ډيرو غرنیو سيمو خلک وتلي مجاهدين په خپل وخت کې له اسلامي حزب سره و، نو خلکو داسې انګيرله چې دا له شماله را تښتيدلی پښتون به د پکتيا پر شمله ورو زړه وسوځوي او دې ولايت ته به کار وکړي او بل دا چې شونې ده دی له نورو سیمو په الهام اخیستو يا سیاسي شرم سره ځان يو ښه والي، ښه رغونکی او ښه مشر کړي او دا چانس پښتنو هر سړي ته ورکړی دی خو دا چې وروسته ياد مشر نه سړیتوب کړی دی او پښتنو رټلی دی دا د پښتنو ګناه نه بلکه ريښتونولي او له وطن سره مينه ښيي، ځکه پښتانه پټو سترګو او خانداني سلسله هيڅوک نه مني هغه مني چې يو څه لانده او خيشته وکولای شي.
په لومړۍ اړه بايد و وايم چې له بلخ څخه د همدرد له تيښتې سره سم عطا نور په دې ولايت کې بیارغونه پيل کړه، خلکو ته سکون ملاو شو، او ده همده له لاسه د بلخ د چهاربلوک او بلخ ولسواليو پښتانه ښه وټکول شول او دا لړۍ ان د دهنه غوري تر پښتنو، د کندز تر پښتنو او تخار پورې وغځيده او ددې پښتون ضد کړنې د قیادت په رأس کې همدا عطا و، د عطا پلوي کسان له هرې شونې لارې خپلو موخو ته ورسيدل،ښارګوټي پکې جوړ شول، سړکونه پکې پاخه شول، د عطا لپاره دې خلاص ميدان په بلخ کې له عطا قهرمان جوړ کړ، زه يي که مخالف هم يم د خپل مخالفت دلايلل مې ملي مسايل دي خو که د بلخ سړی يي که صفت وکړي دا يي حق دی او عطا بلخ ته کار کړی دی.
خو په پکتيا کې بیا را تښتيدلي همدرد څه وکړل؟ په لومړي سر کې په غلاوو سر شو، مياشتې مياشتې يي په دوبۍ اونورو ځايونو کې چکرونه و وهل، په څو کلونه کې د مچلغو د بند د کار پای او پيل معلوم نه شو، څو تنه قومي مشران يي واخيستل د لس لس زره افغانيو په بدل کې يي په پکتیا کې يو ډول فکري انحصار رامنځ ته کړ، هلته ډيری شته رسنۍ او د نورو رسنيو ځينې استازي يي په خلاطونو روږدي کړل، په دې ولايت کې دولتي رسنيو ورته خاصه چاپلوسي شروع کړه، پکتيا ناامنه شوه، فساد پکې اوج ته ورسید، هيڅ ډول بیارغونه پکې ونشوه، همدرد د پکتيا لپاره د کومې پروژې د راتګ لپاره د خپل وياند په لاس چې دده په صفتونو به يي لسګونو لیکنې کړي وي يوازې يوه خبرپاڼه هم خپره نه کړه، ان تر دې چې ويل کيږي په پکتيا کې په ډيرو قومي ستونزو او يا د قومي ستونزو په را پيدا کيدو کې هم جمعه خان لاس درلود څو اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي.
خو نن هغه د تراب صیب د بیت سړی چې ورته ويلی يي و:
دا ستا د بغاوت سر ته پاميره رسيدلی
 دا سر نن له ناسم کار، فساد، د پکتيا والو د زړه د نه لاس ته راوړ، په دې ولايت کې بيارغونې او ولس ته نه پاملرنې دومره ټيټ کړی دی چې نور يي تر زنګنو هم ټيټ شوی دی او داده د ولس د صبر کاسه نوره ډکه شوه او د ګرديز په دې يخ موسم کې له خپلو کورونو را و وتل او د همدې همدرد پر ضد يي غږ پورته کړه.
تاسو اوس فکر وکړۍ که عطا او همدرد په تله کې سره واچوی، يو خپل ولس ته د کار له پلوه او بل له خپل ولس سره د خيانت له امله پرتله کړۍ د چا پله به درنه وي، په بلخ کې د کار له درکه به د عطا پله او د سختې بې کفايتي، تش په نوم پښتون، بې اتفاقي واچوه او حکومت وکړه او غدارۍ له امله به د همدرد پله درنه وي.
اوس به پوه شوي یاست له پښتنو سره ستر جفا کونکی څوک دی عطا که همدرد؟ يا همدرد پر پښتون د زړه سوي حس په زړه لري؟ آيا همدرد به بیا هم خيال کوي چې والي به شي؟ آيا همدرد به په شمال کې بیا د پښتنو ملاتړ له ځان سره ولري؟ که احیانا همدرد په شمال کې د پښتنو ملاتړ خپل کړای شي نو هغه پښتانه دې هم پوه شي چې همدرد په خپل کور کې پښتانه ښاد نشوای کړای نو په بلخ کې د ايرانيزم او ټلوالیزم راج پکې چليږي څه ډول به پښتانه په نس ماړه کړي.
نو پښتون مشر هغه زیاتی چې پر پښتنو کړی دی نه مغول کړی، نه هم انګريز او چنګيز.
هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده
 اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر ارمــــــــان
 که توفيـــــــق داتحاد پښتانــــــــه مومي
 زوړخوشحال به دوباره شي په دا ځوان


 نجيب الله افغان