موږ د افغانستان د ولسی جرګی له ټولو استازو څخه هیله کوو چی د کابینی ټول عړی چی د ولسمشر لخوا ورپیژندل شوی دی له یو دقیق چاڼ څخه تیر کړی. د نومول شوی وزیرانو تاریچه، د زدهکړو اسناد، کاری تجروبی، د ورسپارل شویو دندو اهلیت، د همسایه او یا لری هیوادونو سره د جاسوسۍ اړیکی او تر ټولو مهم په قومی، ژبنی او سمتی رنځونو کاکړتیا یی ډیر په ژور ډول مطالعه کړی او که خدای مه کړی پدی برخه کی یی پر کوم نوماند وزیر څه شی پیدا کړل د خدای په خاطر او د دغه مظلوم او بیچاره ملت په خاطر چی لا په وینو کی لمبیږی د اعتماد رایه د نه ورکوی. دا ځکه وروسته له ولسمشر څخه همدغه اشخاص او افراد دی چی د افغان ځوریدلی ولس سرنویشت یی لاسونو ته لویږی نو که په پورته یادو شویو شرطونو کی کومه بر خه نیمګړتیا وی ولری بیا دوی نه شی کولای چی د افغان ملت سرنویشت په سمه خوا مدیریت کړلای شی.
ښاغلیو او اغلیو د افغانستان د ولیسی جرګی وکیل صاحبانو! افغانستان او افغان ولس په ډیرو بد شرایطو کی شپی او ورځی بیګا کوی همدا اوس په کابل او د افغانستان په ګوټ ګوټ کی داسی کورنۍ ژوند کوی چی د ماښام ډوډۍ به یی نه وی خوړلی په وږی خیټه به ویده شوی وی خو د سخت یخ له وجی به تر سهار چی د پټونی او سون لپاره څه نه لری بی خوبه او ویښه شپه تیره کړی. نو د خدای په خاطر دا رنګه بیچاره افغانان په نظر کی ولری د هغوی په ستوزو او کړاونو چی ستاسو اسلامی او انسانی وجیبه هم ده ځان خبر کړی. د خدای په خاطر او د افغان ځوریدلی ولس په خاطر د هر وزیر ژبه قوم او سمت له یاده وباسی دي ته یی پام وکړی چی دا ښاغلی وزیر صاحب چی زما په رایه وزیر کیږی د افغانانو پر زخمونو پټی لږولی شی او که نوری مالګی به پر وشندی؟ ښاغلیو وکیل صاحبانو د خدای په خاطر چی ډالر له یاده وباسی خپله ملی وجیبه په پام کی ونیسی او اخرت مخی ته درته ودروی.
ښاغلیو او اغلیو! موږ هم د ولسمشر همدغه د نومول شویو وزیر صاحبانو لیست چی اوس ستاسو پر وړاندی پروت دی ولید، پداسی حال کی چی موږ ته تول نوماند وزیر صاحبان ندی معلوم، نه یی پیژنو خو د یو یا څو په هکله چی معلومات لرو عواړم ستاسو سره شریک کړم، هیله ده چی ستاسو د توجه وړ وګرځی.
د افغانستان د بهرنیو چارو لپاره نومول شوی وزیر صاحب صلاح الدین ربانی نوموړی دنده (بهرنۍ اړیکی) پر مخ نه شی وړلای هیله ده چی ورته د اعتماد رایه ورنه کړی. دا ځکه د افغانستان لپاره به ننیو شرایطو کی بهرنۍ اړیکی ډیری مهمی دی . افغانستان په اقتصادی لحاظ یو ډیر غریب او پر نړیوالو مرسو تکیه هیواد دی . د دغو اړیکو د ښه مدریت لپاره یو داسی څوک پکار دی چی دا اړیکی لا ټینګی او مضبوتی کړی تر څو موږ په راتلونکی کی پر خپلو پښو ودریږو.دغه ښاغلی د کرزی په دور کی خپله وړتیا وښوده چی د سولی د ملی شورا مشر وو، هیڅ لاسته راوړنه یی نه درلوده. نو اړتیا نشته چی بیا وازمویل شی.
زموږ دومه نیوکه د افغانستان د ملی امنیت پر ریاست ده، هیله ده چی ښاغلی نبیل پر دغه دنده ونه ګمارل شی دا ځکه افغانستان د استخبراتی جګړی سره لاس او ګریوان دی. نو دغه پوست ته یو تیره او مسلکی کس پکار دی تر څو د سیمی او لری هیوادونو د استخبراتی جګړی مقابله وکړلای شی.د همدغه ریس صاحب تیر تاریخ ته په کتو نوموړی دنده په راتلونکی کی هم نشی مدریت کولای. اړتیا نشته چی بیا وازمویل شی.
د ولسی جرګی محترمو وکیل صاحبانو زموږ په ګمان ولسمشر خپله دنده تر یوی اندازی پوره په سمه توګه سر ته رسولی اوس ولس تاسو ته سترګی په لاره دی چی خپله ایمانی او ویجدانی دنده د هر ډول تعصب پرته تر سره کړی.
ستاسو د ښو او پر ځای رایو په هیله!
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۵/جنوری/۱۲