د طالبانو هغه وحشت او بربریت چې په تیرو ۱۳ کلونو کې په سیمه او نړی کې خپور وه اوس په ورکیدو ښکاری. پاکستان د خپل دی تولید په ختمیدو پسې راخیستې ده او اوس یی حتې د افغان ځواکونو څخه غوښتې دی چې د پاکستان دننه دی د طالبانو پر ضد د پاکستانې ځواکونو سره ګډ عملیات تر سره کړی، داسې معلومیږی چې پاکستان اوس د طالبانو شتون د ځان زیان بولی.
د پاکستان د طالبیزم پروژی که څه هم د تیری یوی نیمې لسیزې څخه پاکستان ته زیات عواید درلود او ښه په ګټه کې روانه وه مګر اوس نورو هیوادونو هم په همدی نوم ورته پروژی په پاکستان کې دننه پیل کړی او د همدوی د مداریسو او مساجدو تولیدات پر همدو بیرته پلوری، نو اوس پاکستان دا درک کړی چې د مولا او طالب په شتون کې دوی نور نه ګټه او نه خیر وینی او اوس باید دا لوبه چې د همدی هیواد استخباراتو، فوځ او سیاسون د افغانستان او هند د ځپلو لپاره پیل کړی وه باید پای ومومي. خو پاکستان غواړی چې دا مولایان د تاش د هغه پټی پاڼی په څیر د افغانستان په دولتې اداراتو کې اوس ځای پرځای کړی چې وروسته په هر وخت او زمان کې د راڅرګندیدو سره د افغانستان د اداراتو دننه لوبه او کنترول خپل کړی. دوی اوس طالبان دېته راضی کړی چې حتې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت په نوی کابینه کې دی په دوه یا دری وزارتونو او دوه یا دری ولایاتونو بسنه وکړی، کنې وروسته شاید لوبه بدله وی او دا هم ورته ونه رسیږی.
د پاکستان په دریځ کې دا ۱۶۰ درجې تغیر د یو لوی ډار او د نړیوالو پټو لاسونو د نوی دسیسو پر اساس راغلی، هغه پټه دسیسه اسلامې دولت نوم لری چې د عراق او سوریه نه وزیرستان، بلوچستان، هلمند، کونړ او ننګرهار ته د یوی نوی لوبی د پیل لپاره راوستلی شوی دی.
دا ډله چې په سوریه او عراق کې د پرمختګونو وروسته د خپل زیاتو وحشیانه تکتیکونو له کبله مشهوره شوه اوس مهال د بریتانیا هیواد څخه په لویه جعرافیه (عراق او سوریه) حکومت کوی، خپل پولی واحد لری، خپل پاسپورتونه یی چاپ کړی، د اسلحو د جوړولو خپلی فابریکې لری، د خپلو ساحو یا جنګونو کنترول حتې د بی پیلوټه کمره لرونکو الوتکو په واسطه کوی او ویل کیږی چې د لیبیا د هوایی ډګرونو د نیولو نه وروسته یی په زیات شمیر کې الوتکې هم نیولی او د راویستلو لپاره یی د ښه وخت په انتظار دی.
د دی ډلی مشری اکثره هغه عراقی اشخاص کوی چې د صدام حسین په دولت کې یی په عراقی قواوو کې دندی ترسره کولی او یا اکثریت د صدام په فوځ کې جنرالان او لوړ رتبه کسان وه.
دوی خپل یو خلیفه لری چې ابوبکر البغدادی نومیږی. نوموړی د عراق د سمارا سیمې څخه دي.
البغدادی زیاتې لوړی زدکړی کړی، د بغداد د اسلامې پوهنتون څخه ماسټری او په اسلامې زدکړو کې د بغداد پوهنتون څخه دوکتورا لری.
نوموړی دوه ښځې لری او اوس محال یی یوه ښځه، ځوی او لور په لبنان کې ونیولی شول چې لا تراوسه د لبنان د دولت سره بندیان دی.
ابوبکر په 2003 کال کې د جمعت جیش ال سنت والجماع په نوم یوه ترهګره ډله جوړه کړه چې ده پکې د شریعه کمیټې مشری کوله او وروسته دا ډله په 2006 کال کې د عراق د اسلامې دولت په نوم ونومولی شوه چې مشری یی ابو عمر البغدادی کوله. په 16می 2010 کې د ابو عمر د مرګ نه وروسته ابوبکر البغدادی د دی ډلی د مشر په توګه وټاکلی شو او د نوموړی د مشر کیدلو سره یو ځای دی ډلی په ټول عراق کې په لویه پيمانه ترهګریز کارونه پیل کړل.
ځینی سرچینی وایی چې البغدادی د 2005کال څخه تر 2009 کال پوری په عراق کې په کیمپ کوبا زندان کې د امریکایانو سره زندانې وه، مګر وروسته د عراقی دولت لخوا خوشې کړی شو.
د داعش یا اسلامې دولت ډله غواړی چې د دې خلیفه تر مشری لاندی کوم چې ځان د حضرت محمد(ص) د قریشو د قوم څخه بولی په ټوله نړی حکومت وکړی. دوی د شیعګانو مرګ روا ګڼی او ټول هغه غیری مسلم چې د دوی د دولت په حدودو کې ژوند کوی په زور مسلمان کول غواړی او که چیری څوک یی مخالفت وکړی نو په ډیر بی رحمانه ډول یی وژنی. چې یزیدیان او کردان یی ښه مثالونه دی چې د اکثرو سرونه د دی ډلی لخوا قلم کړی شول.
دوی د خپل دولت په حدوداتو کې طالبانو ته ورته شریغی نظام قایم کړی او د ښځو په ښونځیو او کارونو یی بندیز لګولی. دوی د غلامانو او وینځو د ساتلو او پلورلو ترڅنګ د هغوی سره هر ډول جنسې اړیکی روا ګڼی او ټول هغه اشخاص چې د دوی مخالفت کوی یا هم د دولت سره کار کوی د هغوی وژل، غلامان او وینځې کول او د هغوی پلورل او اخستل هم روا بولی.
د دی ډلی افغانستان او پاکستان ته راتګ یا راوستل ځان سره ډیر پټ رازونه لری، مګر ځینی وایی چې دوی افغانستان او پاکستان ته د جلب و جزب له نظره ډیر لیواله دی او غواړی چې په دی هیوادونو کې د پرمختګ کولو نه وروسته پر ایران دری طرفه (پاکستان، افغانستان او عراق)له لاری بریدونه وکړی او وروسته دا ټولی ساحی سره ونخلوی او یو لوی خلافت جوړکړی او بیا وروسته دا ساحه د مرکزی اسیا په لور ور وږده کړی چې نقشی یی لا دمخه د دی ډلی لخوا په رسنیو کې نشر کړی شوی.
مګر د دی برعکس ځینی شنونکې بیا وایی چې په راتلونکې کې هند، چین، ایران او روسیا د نړی د اقتصاد مرکزونه او د همدی لاری په ټوله نړی او په خصوصې توګه په غرب حکومت کولو اراده لرونکې هیوادونه دی. چې چین او هند لا دمخه د اقتصادی قوتونو جوړیدو خبر ورکړی، نو د اسلامی دولت یا داعش ډله افغانستان او پاکستان ته صرف د دی لپاره راوستلی شوی چې دا ټول قدرتونه لمینځه ویسې او یا هم دوی ته مشکلات جوړ کړی ترڅو په لویو اقتصادی قوتونو بدل نشی.
که څه هم افغانان نور د جنګ نه ستړی شوی او نه غواړی چې نور په کوم بل نوم وځپل شی، خو بیا هم داسې ښکاری چې شاید یو ځل بیا د فیلانو په جنګ کې افغانان د ټانټو کار ورکړی او د خپو لاندی شی. او بیا هم د دی پردی اور لپاره صرف د لرګیو او خاشاک کار ورکړی او ګټی یی نورو هیوادونو ته لاړی شی. خو دا ځل شاید اور دومره کمزوری نوی چې صرف افغانستان یا هم د پاکستان ځینی برخی وسیزی بلکی اور شاید دا ځل د نړی هر ګوډ ته ځان ورسوی او ډیر پر امنه هیوادونه د ځان سره لکه دافغانستان نا امنه کړی.
انجنیر ارشد نور
13/01/2015