په خوست ولايت کې د بېلابېلو مدني ټولنې بنسټونو د يوې اعتراضيه غونډې او خبري ناستې په ترڅ کې په ولايتي چارواکو، امنيتي مسوولينو او مرکزي اداره باندې غږ وکړ، چې د منګلو او مقبلو دقومي شخړې لپاره د بنسټيز حل ومومي.
دغه ناسته د منګلو ځوانانو ټولنې په نوښت وروسته له هغه راوبلل شوه ، چې د منګلو او مقبلو قومونو شخړه د ولايتي ادارې ، امنيتي چارواکو او قومي مخورو د پريکړې سره سره بيا هم پايښت موندلی، چې له امله يې دواړو غاړو ته د مالي زيان ترڅنګ دروند زيان زيان هم اوښتی دی.
ناستې ته لومړی د خوست ټولنيز او رسنيز مرکز مشر او مدني فعال فاروق جان دموضوع د روښانتيا لپاره پرانيستونکې وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وويل، سره ددې، چې ولايتي ادارې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د منګلو او مقبلو شخړه هوارې کړې هم ده خو د بيا ځل لپاره د يادو دوو قومونو ترمنځ وسلواله شخړه شوې ، چې دواړو لورو ته پکې د سراو مال زيان اوښتی دی.
نوموړي وړاندې وويل ،په تېر کې هم د ولايت په کچه د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ځمکې، غرونو او څړځايونو د ملکيت پر سر وسلوالې شخړې شوې او په راتلونکي کې هم د ورته نښتو او وسلوالو شخړو امکان شتون لري ، په همدې اساس ولايت ادارې، امنيتي چارواکو او ميشتو قومونو ته بايده دي، چې دې ډول شخړو ته بنسټيز حل لاره ومومي.
وروسته د ځدراڼو قومي مشر ډګروال موسی جان د يادې شخړې دحساسيت په تړاو خبرې وکړې او وويل ، چې که پروخت يې بنسټيز حل ونه موندل شي لرې نه ده ، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه شخړه په لويه شخړه بدله شي، چې لويه انساني ضايعه به له ځانه سره ولري.
نوموړي په دې تړاو وړاندې وويل ، بايد په سيمه کې امنيتي پوستې ايجاد شي، د نورو قومونو خلک دې د شخړې په ځای کې ميشت کړای شي او يا د هم ولايتي اداره او ميشت قومونه په نورو بديلو لارو باندې غور وکړي.
وروسته قومي مشر حاجي سمين، حاجي الف شاه ، ميرافغان ، محمد جلال او نورو د موضوع په تړاو خبرې وکړې.
دوی هم پر دې ټينګار وکړ، چې يادې قومي شخړې ته د اساسي او بنسيټز حل لارې وموندل شي او امنيتي ځواکونه او ولايتي اداره د يوازې پردې بسنه نه کوي،چې يو شمېر سيمه وال د بنديان او نور دې موضوع ته لاس تر زنې دخير په غونډۍ کيني.
ويناوالو ګوت څنډنه وکړه ، چې که چيرې ددوی غږ وانه وريدل شو او ولايتي اداره ، قومونه او مسوول چارواکي د قومي شخړو په هواري کې پاتې راغلل دوی به سوله ييز لاريونه ، اعتراضيه او احتجايه غونډې وکړي او پر دولت به فشار راوړي تر دغه قومي ستونزې مناسب حل ومومي.
په خوست ولايت کې پر داسې مهال د قومي وسلوالو شخړو د بنسټيز حل د غوښتلو لپاره دمدني ټولنې د بنسټونو مشران او ځوانان سره ټوليږي، چې په نسبي ډول د هېواد دنورو سيمو په پرتله په لويه پکتيا کې د ځمکو، غرونو او څړځايونو د ملکيت پرسر وسلوالې شخړې ډيرې دي.
شنونکي په دې اند دي، که چيرې دغو ستونزو ته د شرايطو سره سم بنسټيزې او اساسي حل لارې اونه موندل شي ، نو نه يوازې داچې له دغو ډول قومي شخړو به وسلوال مخالفين ګټه پورته کړي ، بلکې يو شمېر خودغرضه وسلوالې ډلې، احزاب او اشخاص به هم دغه قومي شخړې دځان په ګټه وڅرخوي او د تل لپاره د ولايتي چارواکو ، امنيتي مسوولينو او قومونو ته سرخوږی جوړ کړي