لېکوال : سيف الدين لودين
د پيل خبري:
کېداى سي چييو كس ظاهراً د ژوندليک ياتذکرې په بڼه په څو کلمو او څو جملو سره و نورو ته ور وپېژندل سي، خو حقيقت دادئ چي د يوه انسان اصلي پېژندنه د هغه دشخصيت په خصوصيتونو او اوصافو پوري اړه لري.
ځيني انسانان داسي دي چي په څو جملو سره د هغه پېژندنه پاى ته رسېدلاى سي، خو داسي شخصيتونه هم په انساني ټولنو کښي پيدا کيږي چي د هغو د معرفي کولو لپاره څو کلمې څو کرښي يا څو مخه کفايت نه کوي،بلکي ستر آثار بايد وي چي هغوى معرفي کړي او دهغو د افکارو د پېژندني لپاره پکار ده چي کتابونه پر وليکل سي.
لرغونى کندهار د خپل تاريخ په اوږدو کي د هېواد دنورو سيمو په څېر پخپله درنه غېږه کي ګڼ شمېر نوميالي روزلي او پاللي دي، د همدې مېړنيو له برکته دئ،چي نه يوازي ددې سيمي بلکي د ژوندانه په هره برخه کي ټول هېواد ته ستر وياړونه او بېساري ښېګڼي ور په برخه سوي دي، او د علم او فکر له رڼا څخه ئې ټول وطن او ملت فيض وړى دى، له سپماندګۍ څخه ئې د پرمختګ او تمدن پر خوا بيدار ګامونه اخيستي دي .
کندهار چي په دې برخه کي د يادوني وړځاى لري،تل ئې په پوځي،سياسي،علمي او فرهنګي ډګرونو کي د همدې نومياليو له شتون څخه داسي څه تر لاسه کړي، چي پرونۍ وياړمنه رُڼا ئې تر ننه پوري په هماغسي ځلانده توګه سره لاځليږي.
ددغو مېړنيو د نومونو او ددوئ د کارنامو په يادولو سره بايد ووايم چي،په کندهار کي ځيني درنې علمې کورنۍ سته ،چي د علمي برکت فيض ئې تل پر سيمه خپور دئ، له دغو کورنيو څخه يوه هم دعلامه رشادبابا کورنۍ ده،دا كورنۍ پخوا د پاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده، لكه ګل محمد خان بابړ چي د (امين الملك) او نور محمد خان بابړ چي (مستوفي الممالك) دندي ئې سرته رسولې دي او د افغانستان ټولي اقتصادي لاری چاری او د هغه د پلان چاري ور دغاړي وې، د لوى احمدشاه بابا سره ئې كورنۍ دوستي هم درلوده او نور محمد خان بابړ (مستوفي الممالك)د هغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او د شاه زمان په نوم ئې شهرت تر لاسه كړ ، خسر هم و .
ددېکورنۍ دعلمي درنښت آوازه د افغانستان په لر او بر کي خپره ده اودفيض باد ئې په ټوله سيمه کي چليږي .
علامه بابا د څو بعدي (علمي،فرهنګي،هنري،سياسي،اجتماعي او مفکر) شخصيت په توګه خپل اولادونه د پوهي په رُڼا منور کړل،چي د هر يوه په نوم ئې نن ددغي کورنۍ نوم نور هم دروند دئ، زه ددغي کورنۍ د نورو غړو په باب مجمل او د انجينير شېر شاه رشاد په خصوص کې مفصل بحث کوم.
شخصيت چي غربي مانا ئې پرسونلټي(personality)ده ، د هرچا د ذهني او روحي خصوصياتو محصول دى چي د هغه د فکر،خوى او خصلت ښکارندوى کوي.
هر انسان دداسي خويونو او خصلتونو لرونکى دى چي هغه له نورو انسانانو څخه بېلوي،شخصيت د هغو خصوصياتو مجموعه ده چي د يوه انسان په ذهني او روحي صفتونو کي تر سترګو کيږي، او په نورو کي نه وي، او دغه صفتونه دي چي هغه ئې له نورو مشخص کړى وي،او په عمومي ډول ئې د هغه شخصيت منځ ته راوړى وي.
د هر چا شخصيت او خصلت د هغه شخص د ښايسته والي او عمومي نفساني حالاتو څخه عبارت دى چي د هغه ناګهاني پېښو په وړاندي خاص عکس العمل وښئې.
له بلې خوا دا خبره په ثبوت رسېدلې ده،چي د ټولنيز ژوندانه د ناخوالو په وړاندي يواځي داسي شخصيتونه درېدلاى سي چي ټينګ عزم،متينه اراده،چاره سنجونکى نيت ولري او په يوه خبره، بايد داسي انسان وي چي د سپېڅلي او پېژندل سوي شخصيت څخه برخمن وي او هغه څوک چي له روحي پلوه ونه توانيږي چي خپل شخصيت ښه ترا تشريح او بيان کړي او شخصي نيمګړتياوي ،ذهني کمزورتيا او د خپل هويت په باره کي په زړه نا زړه توب اخته وي هېڅکله د ټولني او خلګو لپاره او حتى د خپل ځان لپاره د اطمينان او باور وړ شخص نه سي کېدلاى.
د يوه شخصيت د رښتيني ژوند پاڼي د پېژندلو لپاره په حقيقت کي د زمانې او ټولني و اساسي مسئلو ته په ځواب ورکولو کي د هغه له د فکري لاري څخه پوهېدلاى سو او د يوه شخصيت د ژوندانه ګرانښت او ارزښت هم د هغه د ژوندانه په پېښو او کړنو پوري نه بلکي د هغه د فکري لاري او د هغه د تېرو کارونو له امله دئ،ځکه دا تاريخ نه دئ چي شخصيتونه ئې منځ ته راوړي دي،بلکي دا ټولنه او انساني چاپېريال دئ چي هر وخت ئې پاک، سپېڅلي او مېړني شخصيتونه ټولني ته وړاندي کړي دي، د ټولني د چاپېريال تاثير او د انساني فطرت شتون ډېر دقدر او اهميت وړ دى چي کولاى سو په ټولنيزه توګه هر انسان د ټولني له نورو انسانانو څخه د ادابو،عنعناتو،عقېدو،کلتوري او ټوليزو اړيکو پر اساس بېل او وپېژني.
د ټولو انساني ټولنو په تاريخ کي د هغه له جملې څخه زموږ په ټولنه کي داسي شخصيتونه چي هوښيار،پوه،ځلانده او د خلګو دوستان او زړه سواند وي سته چي د فکري ودي مثال او عمل ئې د انسان او انسانيت په ګټه او د انساني نظام د ټېنګښت، د ټولنيز عدالت،ترقۍ او د خلګو د ژوندانه د پرمختګ او ودي پر پاخه بنسټ ولاړ دى.
په هر صورت راځم خپل اصلي بحث ته چي په ياده کورنۍ کي يو هم د افغانستان د مشهور معاصر عالم علامه پوهاند اکاډميسن عبدالشکور رشاد بابا له باتعليمه و باتربيته اولادوڅخه څېړندوى انجينير شېرشاه رشاد دى،چي فکر کيږي ددغې کورنۍ تر نورو غړو ئې زيات د خپل سنګين او عالم پلار خصوصيات په ميراث وړي دي .
ژوره او دقيقه مطالعه،په علمي مسائلو کي خاص احتياط،په خبرو او لېکنو کي فصاحت او بلاغت،دبيان ځانګړى آرام او محتاط انداز،په مجالسو کي يو ډول سنګين ظرافت،په اجتماعي روابطوکي ځانګړى دروند برخورد،دمېلمه بې حده احترام،تود هر کلى،او په درنښت تر دروازې بدرګه او رخصتېده،دعلامه بابا او نورو فاضلانو د متونو په تهيه، تحشيه،تعليقاتو او تحقيق کي دقت، د پوهنتون لپاره د درسي موادو په تهيه او تدريس کي ځانګړى او مؤثر ميتود، وخت ته ارزښت ورکول او پرخپل وخت ورسپارل سوو چارو ته ځان رسونه او موقع پېژندنه هغه ځانګړني دي چي کټ مټ د علامه بابا غوندي دده په وجود کي هم له ورايه مشاهده کيږي.
لومړى برخه
زوکړه:
انجينير شېرشاه رشاد په ١٣٣٩-١١-١٢هـ ل 1961-٢-٢م کال کي د کندهارښار د بابړو کوڅې ته څېرمه په کلاپسيل نومي کوڅه کي ،په يوه تاريخي کور کي چي اوس د زوړ کور په نامه شهرت لري، زېږېدلئ دئ،که څه هم د انجينير شېرشاه رشاد پلار علامه رشاد بابا او د هغه نېکه ګان په بابړو کوڅه کې زېږېدلي دي ،خو د سياسي او اقتصادي اړودوړ له اسيته، دده نېکه ګان و نه توانېدل چي پخپل پلرني کور کي تر اخره پوري پاته سي ،دده نېکه ګان ډېر ماړه او منورين خلګ ول،کله چي په١٩١٧ اکتوبر کي په روسيه کي سوسيالستي انقلاب بريالى سو،نو په افغانستان کي هم اقتصادي بحران رامنځ ته سو،ددې بحران څخه د افغانستان ځيني مشهور سوداګر متاثره سول،پدغو سوداګرو کي يو هم دده نېکه عبد الغفور خان ؤ.
دوخت دواکمن اعليحضرت امان الله شاه غازي لخوا فيصله وسوه چي ددغو سوداګرو د پورو د ادايني د پاره بايد ددغو سوداګرو ټول ملکېتونه ضبط سي،دسوداګرو څخه کارېزونه،باغونه،او حتى کورونه هم واخيستل سول،دده دنېکه کور هم ضبط سو،چي وروسته ئې نېکه،انا،او علامه بابا دغه زاړه کور ته ورغلل چي د انجينير شېرشاه رشاد زوکړه پکښې سوې ده .
خپله انجينير شېرشاه رشاد په يو داسي سياسي نظام کي زوکړى دى،چي سياسي اواقتصادي شرايط پکښي نېمه ډيموکراټ ول،دده د زوکړي څخه شاوخوا دوه کاله ترمخه په ١٣٣٨هـ ل کال کي په کندهار کي دمخ لڅۍ پر وړاندي ډېر لوى پاڅون وسو ، او د کندهار په ښار کي دوخت د لومړي وزير(صدراعظم)داود خان د حکومت، د ولايتي ادارې پرضد پاڅون وس.
خداى بخښلې سردار محمد داود خان په خورا محتاطه او ټيټه کچه د هېواد د (موډرنېزه) کولو پروګرام تر لاس لاندي درلود،خو بغاوتونه پيل شول او دافغانستان حکومت تور لګاوه چي ددې ګډوډيو شاته د پاکستان د استخباراتيدستګاوو لاس ؤ ،د ١٩٦١ کال د اګسټ پر ٢٣ مه نېټه پاکستان په کندهار او ننګرهار کي خپلي کونسلګرۍ وتړلې،د پاکستان لخوا پر افغانستان د پولو تړلو، سره د هېواد سوداګرۍ او صنعت ته خورا دروند تاوان ورسېد، پدې پاڅون او بغاوتو کي د کندهار سېنما چي د هغه وخت په عصري لوازمو سمبال وه وسوځول سوه، د زرغوني انا د نجونو لېسه او پر ځينو نورو ښونځيو بريدونه وسول، زده کوونکي او ښوونکي ووهل سول او په دې کار کولو سره په کندهار کي دبند او کړاوونو لړۍ پيل سول.
ځيني کسان فرار ته اړسول اوهمدارنګه د جبري سياستوځيني منفي اغېزې هم په ټولنه کي مسلطې سوې،په هېواد کي ځيني سياسي انګېزې راپورته سوې ،کله چي د١٣٢٧ کال د ثور پر لومړۍ نيټه په هېواد کي دويښ ځلميانو ګوند جوړ سو،نو د همدې غورځنګ ځيني لومړني غړي بند ته واچول سول او ددې ګوند پر ځينو برخو باندي بنديزونه ولګېدل ،دحقيقت او ورورږغ تر عنوان لاندي چي کومي خپروني د همدې غورځنګ له لاري په کندهار کي خپرېدلې هم بندي اعلان سوې، دې بنديزونو په هېواد كي تاوترېخوالى نور هم د اوج خواته پوري واهه.
زده کړې:
انجينير شېرشاه رشاد خپلي زده کړي په ١٣٤٦هـ ل 1967م کال دکندهار په البيرونيلېسه کي پيل کړې،دهمدې کال په نېمائې کي ددوى کورنۍ کابل ته کډه سوه او هلته ئې خپلي ابتدائې زدکړي لومړى په ميرويس هوتکي او بيا په سيدال خان ناصر ښوونځيو کي کړي دي .
په ١٣٥٨هـ ل 1979م کال کي د نادرئې ليسې څخه د بکلوريا دسند تر اخيستلو وروسته ئې ددغه کال د کانکور په ازموينه کي ګډون وکړ،اودخپل ذوق سره سم ئې د مځکپوهني رشته د پوليتخنيک په انستيتوت کي انتخاب کړه، او دهغه کال د ٢٢٨٠٠دوه ويشت زره اته سوه محصلينو په آزموينه کي شپږم نمره بريالى او د هغه مهال د آزمويني تر ټولو لوړ امتياز ئې تر لاسه او د روسئې يا پخواني شوروي بورس ته انتخاب سو.
تر شپږو کلونو وروسته په ١٣٦٥هـ ل 1986م کال کي د روسئې هېواد د ازېربېکوف پوهنتون د مځکپېژندني د څانګي څخه فارغ او په همدغه کال بيرته خپل وطن ته راستون سو.
کله چي د نړۍسترځواک شوروي اتحاد پر افغانستان باندي په ١٩٧٩م کال کي خپل پوځونو بهولې ول،او جنګونو کرار-کرار زور اخيسته نو د انجينير صاحب د فارغېدو سره سم د همدې کال په مني کي د ميخايل ګورباچوپ او رونالډ ريګن تر منځ په يوه غونډه کي د افغانستان پر سر اختلافات نور هم زيات سول، او د ١٩٨٦-١١-٢ انګريزي ورځپاڼي سنډې ټلګراف په يوه اوږده راپور کي ليکلي چي :د امريکا حکومت د افغانستان مجاهدينو ته سټينګر توغندۍ ورکړي دي، ددې توغنديو څخه ٥ داني په ننګرهار کي استعمال سوي هم دي چي دوې اليکوپتري او يوه جنګي الوتکه ئې رانسکوره کړې ده ،د امريکا په دې عمل سره د روسي ځواکونو بمباريو او ورانيو په افغانستان کي نور هم زور واخيست. په ١٣٧١ه.ل- 199٢م کال کي چي ددويمي سقاوۍ کلونه هم ورته ويلاى سو، انجينير صاحب جبراً اړ سو چي افغانستان پرېږدي ،د افغانستان د پرېښېدو يو لامل ئې شايد د کابل کورنۍ جګړې وې،چي په ١٩٩٢-٤-٢٨ کي پيل سوي وې،محمد اعظم سيستاني د خپل کتاب (مقدمه بر کودتاى ثور) په ٢٠٦ مخ کي ليکي: د ١٣٧٢ کال دمرغومي د مياشتې پر ١١ نيټه له حزب اسلامي او حزب وحدت سره په اتحاد کي د جنبش ملي اسلامي ځواکونو او له اسلامي دولت سره په اتحاد کي د حزب اتحاد اسلامي او حرکت اسلامي ځواکونو تر منځ ناڅاپه جنګ و نښتئ، او د کابل ښار ئې يو ځل بيا پداسي حال کي چي د ژمي ساړه په لوړه کچه کي وه، په اور او وينو کي ډوب کړ،د راډيو ټلوېزون، د ارګ سيمه، هوائې ډګر،د پښتونستان څلورلاره، د نادر پښتون واټ،بالاحصار، دمکرويانو منطقه، د مرنجان غونډۍ، د کابل ژوبڼ،او ځيني نوري سيمي د جنګ تاوده ډګرونه او ميدانونه ول.
په دغسي يوه فاجعه کې، چي ژوند ناممکن و، انجينير رشاد د افغانستان تر پرېښېدو وروسته جاپان هېواد ته ولاړ،هلته ئې په شېزوکا انستېتوت کي د جاپاني ژبي او ادبياتو يو کلن انستېتوت ووايه،دهمدې انستېتوت څخه تر فراغت وروسته ئې پخپل لومړي مسلک کي د GIS(دجغرافيائې انفارميشن سيستم)اړوند کارته و ګمارل سو.
په جاپان کي مصروفيتونه :
لکه څنګه چي د انجينير صاحب مسلک مځکپېژندنه وه،او په همدې مسلک کي ئې لوړي زدکړي کړي وې،نو بناً په ١٩٩٧ کال کي ئې د اوګاني سوکريو کمپنۍ سره د GIS سيستم د مسؤل په حيث کار پيل کړ،او دهمدې وظيفي پر چوکۍ پنځه کاله پاته سو.
GIS چي د Geographic information system لنډېز دى،دلومړى ځل د پاره په امريکا کي په 1993-94م کال کي اختراع سو او په ډېره چتکۍ سره ئې نورو پرمختللو هېوادو ته لاره وکړه،په دې سيستم کي د يوه هېواد،ولايت،ښار،ناحئې او حتى د ځينو کورنيو بشپړمعلومات ساتل کيږي لکه څنګه چي GPSد GISنوې بڼه ده ،خو بيا هم په GISسيستم کي د کتابتونو،موزيمو،اولرغونو ځايو پوره معلومات ساتل کيږي.
پخوا به نقشې يوازې د کاغذ پر مخ لېکل کېدې،اوس ددې سيستم په کارولو سره په نقشو کي نور معلومات لکه انځورونه او متنونه هم ساتل کيږي او پر مختللو هېوادوکي داسيستم دموزېمو،کتابتونو،او لرغونوځايو دپاره د مالوماتو تر ټولو ښه وسيله بلل کيږي .
تر دې وظيفي وروسته د ټوکيو د آسيايې-افريقايې ژبو دپوهنتون دپښتو او پاړسي څانګې دمسؤل پروفيسور نواتا په بلنه په همدې پوهنتون کي د جاپانيانو د پاره د پښتو ژبي استادونومول سو،په دې پوهنتون کي ئې دتدريس تر څنګ دهمدې پوهنتون دافغانستان پېژندني دکمېسون رسمي غړيتوب هم واخيست.
په ١٣٨٠هـل 2002م کال کي جاپانيانو د افغانستان سره د پوهني او روغتيا په برخه کي د يوې کوچنۍ مرستندويه ټولني بنسټ د (كارېز مرستندويه ټولنه)په نامه کښېښود، چي مالي لکښت ئې جاپانيانو پر غاړه واخيست او د افغانستان په هغو ليرو پرتو سيمو کي ئې خلګو ته روغتيائې مرستي رسولې، چي ددولت امکانات به پکښې کم ول، او د هغې مرستندوي تولني مسؤل انجينير صاحب ؤ،چي په کال کي به يو يا دوه ځله افغانستان ته راتلى او خپل كارونه به ئې د نېژدې څارل.......................
د انجينير صاحب کړه وړه :
انجينير صاحب شېرشاه رشاد د خپل افغاني او اسلامي کلتور سره نه يوازي داچي مينه لري، بلکې پرځان ئې هم عملي کوي، خصوصاً د کندهار کلتور ئې ډېر خوښ دى، يعني دا چي انجينير صاحب همېشه خامکي غاړه اغوندي.
ما چي هر وخت انجينير صاحب لېدلى، دده د کالو ځانګړى انتخاب او د چوټو(ګاولو) خاص سټايل ئې ډېر خوند راکړئ، پدې وروستيو کي په کندهارۍ غاړوکي داسي ډول هم مشهور سوى چي کالر ولري، او پر کالر باندي خامک ورکوي، خو د انجينير صاحب د غاړو سبک پخوانيو ته ورته دى، په يخني کي کورتۍ يا صدرۍ استعمالول هم د انجينير صاحب د شان او درنښت نماينده کي کوي.
د تېرو دوو کلونو څخه د انجينير صاحب پر سترګو عينکي هم وينم، شايد د سترګو د دېد کمزورتيائې يو لامل وي.
اثار او ليکني :
له لوست (مطالعې) سره مينه د فطري استعداد او لېوالتيا پر څنګ، روزنيز اړخ او کورنى چاپېريال ته هم اړتيا لري، انجينير صاحب په يو داسي ماحول کي را لوى سوى وو چي ګرده ورځ به ئې کتابونه مخ ته دوري هيسته کېدل او يا بۀ هم پر کتابونو باندي بحث کېدئ، دغو شراېطو په ده کي هم هغه تلوسه وزېږوله چي قلم را واخلي او د کاغذ پر مخ څه کاږي .
دده لومړى قلمي کار له انګرېزي ژبي څخه د يوې کوشنۍ لنډي کيسې پښتو ته ژباړه وه چي د ښوونځي په نهمه ټولګۍ کي ئې تر سره کړه او د هغه مهال (د کوچنيانو انيس)يا کله به د کمکيانو انيس مجلې ته وسپارله، خو دا لومړۍ ژباړه په هر دليل چي و چاپ نه سوه، تر دوو درو مياشتو وروسته دا کوشنۍ لنډه کيسه د څو کليمو په اړولو سره د بل چا په نامه د (کوچنيانو انيس) په يوه ګڼه کي خپره سوه، او څه انځورونه ئې ورسره مل کړي ول.
انجينير صاحب شېر شاه رشاد د خپلو د ندو په څنګ کي د خپل علمي او کلتوري خصلت پر اساس يو شمېر علمي، ښوونېزي، فرهنګي، سياسي، ټولنيز، مقالې، سرېزي او نظرئې ليکلي دي، چي د هغو له جملې څخه لاندي يو څو د بيلګي په ډول راوړم.
١ـ د انګليستان زړه سواند او خواخوږى شاعر جورج هارن بايرون.
ژباړه ـ ژوندون مجله، څلورمه ګڼه (جدي ـ دلو ـ حوت) نهم کال ١٣٤٩ ل، ١٠ـ ١٤ مخونه
٢ ـ د استاد عبد الروف بېنوا د شعرونو روسۍ ژباړه.ليکنه ـ ژوندون مجله،درېيمه ګڼه(مېزان،عقرب،قوس) نهم کال، ١٣٤٩ ل ٣٠ ـ ٣٣ مخونه
٣ ـ په اشرف البلاد کندهار کي واجب التعظيمه نبوي خرقه .طلوع افغان ورځپاڼه
٤ ـ د پښتو کتابو په خپرولو کي نه پاملرنه او دهغو اغېزې .طلوع افغان ورځپاڼه
٥ ـ د انګرېز د استعماري سياست په وړاندي د ولسونو په راوېښونه کي د قلم او ژبي ونډه
کندهار مجله ؟ د مولوي صالح محمد هوتک د پنځوسمي تلينې ياد غونډې ته
٦ ـ رواڼى، لواڼى او لوڼ د اسلم لوڼ و سمينار ته ليکنه.
٧ ـ د ارواښاد ګلبېدار په شاعري کي د الفاظو کاروونه
٨ ـ د تکړه لېکوال او شاعر استاد پنهان د آثارو کتابښود.
٩ ـ ايا سنسکريټ ژبه مړه ده له روسي منابعو څخه ژپاړه
١٠ـ د استاد رفيقي پر ادبي ښکلاوي اثر باندي نظر
١١ـ په نجومو کي د ورځي او کلونو توپېرونه په لمريز او سپوږميز کلنو کي، سباوون مجله، ١٣٦٩ کال، کابل
١٢ـ د البېروني منرالوجيکي نظريات او له اوسنيو منرالوجيکي معيارونو سره د هغو پرتله، د البېروني د زرمي کليزي نړيوال سمينار ته، مقاله ١٣٧٠ کابل
١٣ـ د علامه رشاد په څېړنېزه لاره کي د منابعو او ماخذونو علمي تحليل او تجزيه ،کابل ـ د زمري ١٦ ١٣٨٢
١٤ـ بلده که بلدى؟د محزون سمينار ته مقاله
١٥ ـ پښتو ادبي انجمن د تاريخ په څپو کي ،کندهار مجله ـ ١٣٩٢ حمل ـ ثور ٣٤ ـ ٣٨ مخونه
١٦ـ د کندهار د معارف پلار ـ مولوي صالح محمد هوتک کتاب باندي سريزه د ١ څخه تر ١٢ مخونو پوري ـ ١٣٨٨ چنګاښ ٢٦
١٧ـ د افغاني پګړۍ شمله: د عبد النافع ثناء ژباړه اثر باندي نظر
١٨ـ درسي چپټرونه، لکه لغتپونه، د نړۍ ادبيات، پښتو متون، د څېړني مېتودولوژي او ...... (راټولوونه او اوډنه)
د کتاب په بڼه
١ ـ په افغانستان کي د مينرالي اوبو چينې د انجينير ستانه مير زهير سره ګډاثر
٢ ـ افغاني جاپاني ـ جاپاني مکالمه.
٣ـ د جاپانيانو لپاره د پښتو ژبي د زده کړي لوست، له پروفيسور نواتا سره ګډ اثر، د ټوکيو پوهنتون ٢٠٠٠ م کال
تر کار لاندي آثار
١ـ د البېروني (کتاب الجماهير في معرفة الجواهر) پښتو ژباړه
٢ـ راځئ! خپل کندهار و پېژنو را ټولوونه او لنډيز
سفرونه:
که د انجينير صاحب سفرونه دافغانستان پر څلورو خواوو باندي ووېشو،نو به داسيووايوچي د افغانستان شمال خواتهئېازبکستان،تاجکستان،ترکمنستان،آذربايجان،ارمنستان،ګرجستان جنوب خواته ئې پاکستان،هندوستان، ختيځ خواته ئې سينګاپور،ټايلند،ماليزيا،جاپان عربي هېوادو ته ئې امارت،قطر،او په اروپائې هېوادو کي ئې روسئې،سپينې روسئې ،اوکراين، فرانسي،او دامريکا متحده ايالاتو ته سفرونه کړي دي .
کله چي پر کابل باندي په ١٣٧١هـ ل 1992م کلونو کي د دويمي سقاوۍ داړودوړسيلۍ راوالوتل،دنظارشورا او ځيني نورو اسلامي ګوندونو لخوا د کابل په شاوخوا سيمو کي خپل منځي جنګونه شروع سول،نو په کابل کي د ژوند کولو امکانات کرار-کرارمحدودېده،چي په پاېله کي ئې ډيرى اوسېدونکي د افغانستان پرېښودلو ته اړسول،په دې خلګو کي يوه هم د علامه رشاد بابا کورنۍ وه چي له علامه بابا او د هغه له مېرمني پرته نور اولادونه ئې د لنډي مودې دپاره لومړى کندهار اوبيا پاکستان ته کډه سول.
جنګونو داسي زور واخيست چي يوازي په کابل کي شاوخوا ٦٠،٠٠٠ کسان ووژل سول دننه په کابل کي په لکونو انسانان د خپلو کورو پرېښودو ته اړ سول ،نور نو د هغو افغانانو چي بېلابېلو هېوادو ته مهاجر سوې ول،دا اميد وشلېدى چي په افغانستان کي به سوله،ارامي،کراري راسي .
انجينير صاحب په ١٣٧٥هـ ل1996م کال کي د پاکستان څخه دخپل مشر ورور ډاکټر خالد رشاد په بلنه جاپان ته ولاړ،هلته ئې خپل ځان بې کارۍ ته ورنکړاو لومړى ئې دجاپاني ژبي او ادبياتو يو کلن انستېتوت ووايه،دده په وينا دا قضاء وه چي دى ئې شاوخوا لس کاله په جاپان کي هستوګن کړ.
لکه څنګه چي جاپانيان افغانانو ته ځان خورا نېژدې احساسوي ،او فطرتاً ددوى سره نېژدي اړيکي لري ،نو دده تر فراغت وروسته په همدې هېواد کي په کار کولو مصروف سو....
دندي:-
بې ځايه خبره به نه وي که ووايم چي انجينير صاحب د پوهي يو ژور سمندر دى، د ګران افغانستان دې لوى دانشمند د ادب، تاريخ، هنر، او فرهنګ، په بېلابېلو برخو کښي داسي پاخه ، او په زړه پوري ګامونه اخيستي دي چي هر ګام ئې د قدر وړ او بې سارى دى،انجينير صاحب چي کله په ١٣٦٥ کال کي د لوړو زده کړو څخه فارغه سو، وروسته ئې د عسکري په سپېڅلېدنده پيل وکړ،هغه وخت پر هغو محصلينو چي لوړي زده کړي ئې کړي وي ،د يو کال عسکري جبري ګڼل کېده،خو د انجينير صاحبد عسکرۍ موده برابر درې نيم کاله وغځېده .
ده د عسکرۍ په دوران کي ځيني وظيفي سرته رسولي دي چي په هغو کي د کابل راډيو د هنر او ادبياتو د خپرونو د وياند په حيث د ١٣٦٧څخه بيا تر ١٣٧١ کال پوري راتلاى سي .
ددې وظيفي تر څنګ ئې د ١٣٦٧څخه بيا تر ١٣٦٩ پوري د هېواد ورځپاڼي د مشاور ترجمان او د دباندنيو خبرونو ايډيټور په توګه وظيفه تر سره کړې ده.
په ١٣٦٩ کي د علومو اکاډيمۍ د مځکپېژندني په انستيتوت کي علمي غړى سو،کله چي په ١٣٧١ کال کي د تنظيمي جنګونو وحشي دوره راغله انجينير صاحب د خپلي کورنۍ سره کندهار ته را کډه سو،او دلته بيا هم لاس تر زني لاندي نه کښېنستئ بلکي په کندهار راډيو ټلويزون کي ئې د موقت وخت د پاره د ادبي او تاريخي خپرونو د مسئول او وياند په حيث په کار پيل وکړ،جنګونو دلته هم زور واخيستئ او بالاخره په ١٣٧٢ کال کي مهاجرت ته مجبور سو.
کله چي انجينير صاحب په جاپان کي د ژبو او ادبياتو زدکړي وکړې، وروسته ئې په همدې هېواد کي په ١٣٧٧ کال کي د شېزوکا د اوګانې سروې او ډېزاين کمپنۍ سره د جي اى ايس GISمنيجر پاته سو.
تر منېجري وروسته په ١٣٨١ کال کي د ټوکيو د (ګاى داى) پوهنتون د ژبو په انستيتوت کي د پښتو ژبي د استاد په حيث په دنده و ګمارل سو.
هغه وخت چي په افغانستان کي نوى حکومت راغى، نو ورسره د کارېز مرستندويه ټولنه هم اېجاد سوه ،په ١٣٨١ کال کي د همدې مرستندويه ټولني د افغانستان دمشر په حيث و ټاکل سو،ددې ټولني مشري او چوپړ تر اوسه پوري هم پرمخ بيائې،کله چي انجينير صاحب په ١٣٨٣.ل کال کي کندهار ته راستون سو، دده ادبي تحليلونو د چارو د مشرانو توجه ډېر ژر ځانته جلب کړه او همدا دليل ؤ چي په ١٣٨٧ کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي د پښتو ژبي او ادبياتو افتخاري استاد او په ١٣٩١ کال کي د همدې پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځى تر اېجاد وروسته د همدې پوهنځي د سرپرست رئيس په توګه او په راوروسته کي په ياد پوهنتون کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز دمشر په صفت مقرر سو.
په پوهنتون کي د علمي سمينارونو داېرول او د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز مسئوليت هغه دندي دي چي بېله انجينير صاحب څخه د بل چا د کنټرول، وس، اوتوان څخه وتلې خبره ده،په عين حال کي د علامه رشاد کلنيک، کارېز مرستندويه ټولني، کتابتون، او اکاډيمۍ رهبري او چاري هم ور دغاړي دي، له دې وروسته ښاغلي انجينير صاحب د هېواد او په خاص ډول د کندهار په ادبي ډګر کي د يو مهم شخصيت په توګه راووت، او ښه وځلېدئ.
د استادۍ مېتود:
د افغانستان غوندي هېواد کي د انجينير صاحب د استادۍ، لکچرنوټ تهيه کولو او تدريس ميتود خورا بېسارى، موثر او جالب دئ.
له بده مرغه د افغانستان د لوړو زده کړو په تعليمي مؤسساتو کې له خورا زاړه، وراسته او ناکام ميتود څخه کار اخيستل کيږي هغه داسي چې يو خو زموږ کارېکولم په هيڅ وجه پر علمي معيارو نه دى ولاړ، نه د لوړوزدکړو وزارت کوم علمي سټنډرډ معرفي کړى دئ، نه ئې استادان پر علمي اساساتو ولاړو ميتودو ته مکلف کړي او نه هم اکثره استادان د بې تفاوتۍ له امله دا ملي، بشري او افغاني احساس لري چي ځانونه ستړي کړي، پراخه مطالعه وکړي، معتبرو علمي منابعو ته ځانونه ورسوي او پر نسبتاً ښه معيار برابر تدريسي مواد تهيه کړي، بلکي ددوى اکثريت ئې د پخوانيو له زړو او شکېدلو شوړېدلو پاڼو څخه د لکچرنوټ دو چپټر په نوم استفاده کوي، په دغو چپټرو کي چي هر څومره غلطۍ موجودي وي، نه اداره او نه هم افراد د هغو پر سمولو ځانونه مسؤل بولي، په بل او بل سمسټر کې محصلين بېچارګان هغه بيا ـ بيا کاپي کوي او خپل قيمتي وخت ئې پر لوستلو ضايع کوي، زياتره استادان خو د لکچرنوټ د تهيه کولو لياقت هم نلري بلکي د نورو خوړين چپټرونه تدريسوي چي نه خپله په پوهيږي او طبعاً چي محصل به هم هيڅ کله پوه نکړاى سي.
موږ په خپل تحصيلي دوران کي ولېدل چي اکثريت چپټرونه به کندهار پوهنتون ته له کابل راتلل او په ډېر مزخرف شکل به راتلل، چي نه به کابل او نه هم ولاياتو کي دا علمي اساساتو ولاړ يو ټکى پکښې پېدا کېداى سي، که نه ؟ د فاجعې خبره خو لا داده چي زموږ د لوړو زدکړو په نصاب کي غيري علمي خو څه کوې ډېر غلط او ضد علمي مسائل ننوتي دي، ددې پر ځاى جي شاګرد ته فکري روښانتيا ورکړي، د نوې زمانې له غوښتنو سره ئې پر نوو لارو روان کړي، د کرکو، تشويشونو، تنګ نظريو، منفي تمايلاتو، او بدبېنيو په تيارو کې ئې ورکوي، د سولي، ورورولي او انسانيت پر ځاى ئې تشدد، خشونت، او نفرت ته هڅوي، دغه ډول ناوړه حالت هم په ولاياتو او هم په مرکز کې، په خصوصي او دولتي کچه علني حاکم دى.
په دغسي يوه سخت بحراني او ناوړه حالت کې انجينير صاحب په خورا بېساري ډول په کندهار پوهنتون کي تدريسي انقلاب راووست، ده هيڅکله له ماکمو ناوړو شرائطو څخه په شکايت او بهانه له خپل ملي او افغاني او انساني مسئوليت څخه تېښتنه ونکړه، هغه هيڅکله دولتي او اداري بې تفاوتيو او ناندريو ته تسليم نه سو، هغه خپل کار په سمه توګه پېژندلي و او په سمه توګه ئې راپيل او تر ننه ادامه ورکوي.
جالبه ده، موږ هيڅکله ونه لېده چي د يوې دورې چپټرونه دي ئې په بله دوره کي هم په عيني توګه شاګرد ته سپارلي او تدريس کړي وي، خامخا به زياتوني او کموني پکښې راغلي وي او د بشپړتابه خواته به ئې غځولي وي، موږ به تل د جپټرونو پر حاشيو نوي ـ نوي قلمي ياداښتونه لېدل، چي دا ياداښتونه به د بلي دورې لپاره په اصلي متن کي په خورا منظم، پاک او ستره شکل ځاى پر ځاى کېدل او په هر سمسټر کي به د سمسټر تر پايه بياـ بيا نوي خبري راتلې او موږ ته به ئې سپارښتنه کوله چي دا بايد پر خپل لکچرنوټ ياداښت کړو.
بله ځانګړنه ئې د مسؤليت په خورا يوه بې ساري احساس سره دوخت پابندي وه، په پوهنتون کي دا ذهنيت بيخي اوس عام دى ، چي د انجينير صاحب په فرهنګ کي غيري حاضري او بې وخته راتګ نسته، همدا علت دى چي دده په درسي ساعت کې همېشه صنف له شاګردانو ډک وي، دده په ورځ محصلين وائې چي نن د انجينير صاحب ساعت لرو، او ددې خبري مانا د يوې اصطلاح په توګه داده چي، که مو ويلي غوړي هم تويږي، ځان به حاضروو او پر وخت به ئې حاضريږو.
ددرس په پيل کي اول د تېر درس پوښتني کيږي، انجينير صاحب د پلان له مخي پوهيږي چي اول له چا څخه او څنګه پوښتني وکړي، دده په کتاب کې خو سکته او فشار بيخي نسته خو دده شاګرد به ځاني زده کړه کوي، دده برخورد، دده اخلاق او د درس طريقه داسي ده، چي هغه ډېر لټ شاګرد هم يو څه ځني زده کوي، او پر زده کړه ئې ځان په خپله خوښه مجبور احساسوي، بله جالبه دا چي دده تدريس عام فهمه، واضيح او د زدکړي وړ وي، ماتر اوسه دده له يوه شاګرده نه دي اورېدلي چې دده يو ټکى دي هم ګونګ ورته پاته سوى وي.
تر پوښتنو وروسته په خورا آرام، جذاب او عيني حال کي خاص ظريف انداز سره درس پيلوي، په ټول ژوند به چا نه وي ځني اورېدلې چي چپ سه، غوږ ونيسه، دې خواته وګوره، فکر دي چيري دى، او.... البته بل صنف او استاد ته ئې لا نفر استولې چي غالمغال لږ کړي، چي زموږ د درس مزاحم ګرځي، زه ددې شاهد هم يم چي کله هغه زموږ په څنګ ټولکي کې تدريس کوي، او موږ ته بل استاد ولاړ وي، زموږ نارې ورته مزاحم سوي او سړي ئې را استولى او د آرامۍ هيله ئې کړې، اکثراً چي بل استاد راسي نو يا استاد يا هم محصل وائې چي په دا بل صنف کي رشاد صاحب تدريس کوي، يوڅه بايد آرام اوسو.
که څه هم انجينير صاحب په کال کې يو وار جاپان او ځينو نورو هېوادو ته سفرونه کوي، خو د چا نه ياديږي چي دده تدريسي پروګرام دي په کوم سمسټر کي يو وخت هم نيمګړى پاته سوى وي، او بله په زړه پوري دا چي دده په امتحان کي د ناکاميو کچه بيخي ټيټه او زياتره وخت بيخي نه وي، په داسي حال کي چي دده په امتحاني مذهب کي د يوې ذرې اندازه مراعت نسته، دده هغه مسؤوليت چي د تدريس په جريان کي ئې په پوره اېمانداري او لوړ علمي معيار سره پور کړى وي نو په امتحان کي ئې په واقعي ډول خوږ ثمر ګوري، پر ده باندي په دې باب د هېڅ لوړ مقام، زورور او مخور واسطه نه چليږي، په رښتيا تدريس ته امادګي نيسي، په رښتيا تدريس کوي، او په لازياته رښتيا آزموينه اخلي، په دې باب زه ادعا کولاى سم، چي افغانستان به په اوس وخت کي بل دغسي بامسؤليته ، پر علم، وطن او ځوان نسل مين او علمي اصولو ته متعهد او پابند استاد ونلري.
اوس ـ اوس په کندهار پوهنتون کي کرارـ کرار دده د هلو ځلو نتيجه ځان ښکاره کوي، او هغه محصلين چي تر فراغت وروسته په پوهنتون کي استادان مقرريږي، نو د انجينير صاحب پر نقش قدم روانيږي او د افغانستان تعليمي ډګر په پرمختګ کي د لوئې اميداوارۍ خبره ده.
د انجينير صاحب يوه بله خوبي داده چي دى د اصلي تدريس تر څنګ ځوانان خپلو نورو اجتماعي مسؤليتوته هم متوجه کوي، او د درس تر څنګ نور زيات معلوماتي او ضروري مباحث هم مطرح کوي، چي ځوان محصلان ئې په خورا علاقمندي او توجه سره اوري، او خورا زيات مثبت تاثير پر کوي.