ليکوال : سحر ګل سحر.
ډېر وخت به مي له ملګرو سره په بې ځایه کارونو تېراوه ، کله به مي یو څه کول او کله به مي هم بل څه کله به مي ورق لوبه کوله کله به مي هم چکه لوبه کوله او کله کله به مي بیا یوځای ، بل ځای د ملګرو سره په ټوکو ټکالو تېراوه ، دچا خبره به مي غوږ ته نه پرېښوده ، د چا مرستي ته مي اړتیا نه درلوده ، څه چي مي زړه غوښتل هم هغه به مي کول ، جیب به مي له پيسو ډک پر ډک وؤ په ښه لوړهتنخوا مي په یوه دفتر کي دنده درلوده ، غم د هیڅ شي راسره نه وؤ ژوند مي هوسا ، خوشاله او په خندا تېریدئ خو په خپلي لویني ( مغرورتیا ) باندي مي سر نه ګرځاوه چي زه څه کوم ، پر کومه لار روان یم ښه کوم که بد او څه باید وکړم؟ په کومه ورځ چي به له ملګرو سره یو ځای سوم بس له ملګرو سره به یو لیري سیمي ته په تفریح ولاړ م په هغه ورځ به دفتر ته هم نه تلم کله کله به سهار پرلسمه یا یوولسمه ګړۍ له خوبه راویښېدم له سهار چای خوړلو څخه وروسته چي به مي ځان سره چمتو کوئ د غرمې دوولس یا یوه بجه به سوه ،وروسته به مي له ځان سره چُرت وواههچي ځه نن یې پرېږده نن ناوخته سو په دفتر کښي هغسي هم د تېر په پرتله کار لږ لرم نن به یې پرېږدم سبا به ټوله کار په یو ځای باندي وکړم په سبا به بیا هم د پرون کار تکرار سو پر هغه سربېره ( برسېره ) به له ملګرو سره یو ځای سوم، د ملګرو سره بې ځایه وخت تیرول او پر لس بجې راپورته کېدل مي عادت وګرځېد اخر به په اوونۍ کښي دوې الی درې ورځي دفتر ته تلم.
په دفتر کښې ټول راسره تنګ وه کار ته چي به کښېنستم تر سربه مي تیراوه ځکه زما به ملګرو ته زړه کېدئ ، یوه میاشت یه تنخوا په دفتر کي رانه کړ ویل یه په بله کي یه درکوم په دویمه میاشت کي يې راتهوویل په بله کښي د ټولو ده په یو ځای درکوم ، دلته مي راسره په کور کښي ټولي پیسې خلاصي وې نور مي نو له یوه او بله په قرض اخیستې کور ته مي سودا په پور راوړل ، هغوی ته مي د ورکړي ژمنه د تنخوا اخستل ؤ. کله چي دریمه میاشت هم تیره او څلورمه پیل سوه ، د دفتر رئیس ته مي وویل زما تنخوا داد څلورو میاشتو ته ورسیده زه د اوو مامدو پوروړی یم. اوس تاسو ماته تنخوا راکوئ که نه ؟
هغوئ وویل چي موږ ستاسي پرځای کوم بل کس ټاکلی دی د راتلونکي اوونۍ څخه به کار ته راسي او موږ غواړو چي ستاسو سره حساب وکړو ، کله چي مي حساب ورسره وکړ په ګردو څلورو میاشتو کښې شل ورځي ورسره حاضر وم ، هم هغه حساب یې راته راکړ زما د ټنبلۍ او سوستیا لامل داسو چې هغوی تر دې وروسته له دندي وشړلم .
مشران وایې د نن کار سبا ته مه پرېږدئ !