پر نړیوال اقتصاد د فیسبوک اغیزه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63064

دخبریدو نیټه : 2015-02-06


شفیع وردګ
فیسبوک د نړۍ ۱.۳۵ملیارډه وګړي یو له بل سره وصل کړي او د نړۍ پر اقتصاد یې د پام وړ اغیزه کړې ده. فیسبوک ټولنیزه شبکه، چې په ۲۰۰۴کال د امریکا د هاروارډ پوهنتون محصل مارکزوګربرک له خوا جوړه شوه، د نړۍ تر ټولو ډېره کارېدونکې ټولنیزه شبکه ده. د موبایل پرمخ او وصلولو برخې ته د دې کمپنۍ زیات پام د دې سبب شو څو مخ پر ودې مارکېټونو لکه هند، برازیل او مالیزیا کې زیات پرمختګ وکړي. دا پرمختګ د دې سبب شو، چې نوموړې کمپنۍ ته نوي فرصتونه راوړي او پر نړیوال اقتصاد اغیزه پرېباسي.
د فیسبوک لپاره د (deloitte) راپور کې راغلي دي، چې فېسبوک ۲۰۱۴کال کې کابو ۴.۵ میلیونه دندې رامنځ ته کړې او په نړیوال اقتصاد کې یې ۲۲۵میلیارډ ډالره ونډه اخیستې ده.
تېر کال (۲۰۱۴) کې کابو ۸۳٪ خلک فیسبوک ته د موبایل له لارې ننوتلي دي او فیسبوک پر یوېکارنده ټولنیزې شبکې بدله شوې، مثلاً د یوې سروې له مخې د امریکا متحده ایالتونو کې هر وګړی خپل ۲۰٪ وخت په فیسبوک کې مصرفوي.
د ۲۰۱۴جون پورې ۳۰میلیونو وړو او متوسطو سوداګریزو شرکتونو خپلې فیسبوک پاڼې جوړې کړې او ۱.۵ میلیون کمپنیو خپلې پاڼې په فعاله توګه کارولې، اعلان کړې او هڅه یې کړې چې په لویه کچه مشتري جذب کړي.
د فیسبوک پاڼو او ټارګېټ اډورټایزېنګ له سوداګرۍ سره مرسته کړې، چې خپل خرڅلاو ته په محلي، ملي او نړیواله کچه وده ورکړي اوله کاروبار سره مرسته کړي.
د موبایل په واسطه کارېدونکي فیسبوک ته د اعلاناتو اظافه کولو اسانتیا د دې سبب شوې ده، چې سوداګر له خپلو مشتریانو سره په اړیکه کې پاتې شي، خپل برنډ مشهوره کړي. د فیسبوک له خوا د سوداګرۍ پرمختګ آسانتیاوې، د لوی شمېر مشتریانو پام اړونې له سوداګرو سره مرسته کړې چې خپل خرڅلاو په محلي، ملي او نړیواله کچه مشهور کړي، بې له دې چې د کمپنۍ، موقعیت، لویوالۍیا کوچنوالۍ، تخنیکي تجربه یا کیفیت وکتل شي.
داسې تخمین شوې، چې د فیسبوک مارکېټېنګ اغېزه په ۲۰۱۴کال اقتصاد کې ۱۴۸میلیارډ ډالره وه او ۲.۳میلیون دندې یې ایجاد کړې دي. شمالي امریکا د فیسبوک ستر مارکېټ دی، د قیسبوک نړیوالې اقتصادي اغیزې څخه تقریباً نیمايي یې (۸۱میلیارډ ډالره او ۸۷۰۰۰۰ دندې) په متحده ایالاتو کې د لوړ شمېر فعاله اډورټایزېنګ له امله ده.
د فیسبوک مارکېټېنګ له ۱۴۸ملیارډ نړیوال اقتصادي اغیز څخه ۱۶ملیارډ ډالره او ۴۵۰۰۰۰زره دندې په اسیا پاسفیک کې ده.
د فیسبوک ډولپمېنټ ټولز هم خلکو ته نوې دندې، آسانتیاوې او د نوښت لارې چارې پرانیستې دي. دریم لاسي سافټویرونو او ټولز جوړول او کارولو اسانتیا په فیسبوک کې په ۲۰۰۷ کال رامنځ ته شوه، چې پروګرامرانو ته لاره پرانیستل شوه تر څو خپلو تجربو څخه دلته ګټه واخلي او آیفون، پر انډرويید او نورو سیستمونو ولاړ موبایلونو ته پروګرامونه جوړ کړي. د فیسبوک (اپ مرکز)د نوو اپلیکشنونو منځ ته راتګ او جوړولو لپاره لکه د یو هب خدمت ورکوي.
د ویبسایټ خاوندان سوشل میډیا پلګېنز کاروي تر څو وکولای شي، چې پر خپل ویب سایټ د سوشل میډیا لایکز او کمېنټ وګوري، د ویبسایټ موادو اتومات شرکېدنه پر فیسبوک او نورو ځایونو کې، هم یو له هغو اپلیکشنونو څخه دی، چې فیسبوک پلټفرم په واسطه کار کوي او له کاروونکو سره یې ستره مرسته کړې ده.
تخمین کیږي چې په ۲۰۱۴کال کې د فیسبوک پلټفرم کارونې د تاثیر له امله به په نړیوال اقتصاد کې ۲۹میلیارډ ډالره اغیزه او ۶۶۰۰۰۰زره دندې  رامنځ ته شوي وي.
له دې اقتصادي اغیزې څخه یې زیاته په شمالي امریکا کې ده او په اسیاپاسفیک کې یې له ټولې نړیوالې ټولې اقتصادي اغیزې(۲۹میلیارډ ډالر) څخه ۷میلیاډ ډالر او ۲۰۰۰۰۰دندې دي.
د اتصال اغیزه
د فیسبوک له لوري د وصلولو تشویق د دې سبب شوی چې، انټرنېټ کارونه او د کارېدونکو اړینو وسایلو اخیستلو کچه لوړه شي، چې دا خپله په نړیوال اقتصاد کې د پام وړ اغیز کړی دی. د موبایل کارونه زیاته شوې، په امریکا کې هر وګړۍ د خپل موبایل له هرو پنځو دقیقو وخت څخه یوه په فیسبوک کې تیروي. له ۳۳۰٪ څځه زیاته خلک په فیسبوک کې په ځانګړې توګه له موبایل اپس څخه داخلیږي، چې دا په تیزۍ سره پرمختګ کوي. د فیسبوک اپ او موبایل مسینجر په دواړو مغازو ګوګل پلې او اپلسټور کې د سر لسو وړیا تر ټولو زیاتو کاروونکو پروګرامونو کې راځي. د موبایل وسایلو او انټرنېټ برابرولو وسایلو کې نوښت په پرمختللو ملکونو کې د دې باعث شوی دی، چې خلک دیجیټل اقتصاد پر لور لاړ شي.
د فیسبوک اتصال له امله تخمین کیږي، چې په ۲۰۱۴کال کې به یې په نړیوال اقتصاد کې ۵۰ میلیارډ ډالر او ۱.۶میلیونه دندې پیدا کړې دي، چې په اسیا پاسفیک کې له ټولې اقتصادي اغیزې څخه ۱۳ میلیارډ ده او ۱۶۰۰دندې یې پیدا کړې دي.
په افغانستان کې هم په وروستیو کې فېسیبوک کاروونکي زیات شوي دي، ویل کیږي چې شاوخوا یو میلیون افغانان فیسبوک کاروي.