د پښتون حال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63094

دخبریدو نیټه : 2015-02-08


 پښتونه! نن ورځ ته یو سرګردانه او یو آوره دربدره د انساني ژوندون د غم او ویر شپیلې د غمو یون ګرزیدلي یې۰ يو ځلې سکندر در باندې را ودانګل د پښو لاندې یې کړي، بیا انګریزانو بې کلتوره او ټوټي ټوټي او بې وطنه کړي۰ د چنګیز د وحشت او ظلم د لمبو به درته څه لیکم، ځکه ستا له مظلومي خولي میلیونونه فریادونه وتلې دی خو ای کاش چې، څوک ستا مظلومیت ومنئ۰ پښتونه ! ته خو د میرویس نیکه او احمدشاه ابدالي بچې یې، ته خو د پاڼۍ پټ او اصفهان اتل وي تا خو لوې هند څو ځلې لاندې کړي وو۰ خو ستا د تورې په تیغ څوک د تورو خاورو کندو ته د ابد لپاره سپارل سوي ، او څوک هم سلطنت رسیدلي دي۰ خو ای پښتونه! دا راته ووایه چې، تاته تورې پرته له لوږې تندې او بدبختي بل څه راوړي؟ نن ورځ ته د منقرضو هیوادون په څیر د انقراض ورته حالت لري او د نابودې د ګړنګ په غاړه ولاړ د ژوند ورستۍ سلګۍ وهي ، او بچې د په یوه ګولی ډوډۍ پسې ژاړي۰ ته د هرچا د هر جابر او ظالم د نا پاکو هوسونو لار کې یا وژل سوي یې ، یا رانیول سوي او بیا په نورو پلورل سوي یې۰ چا ته چې، تا د وینو او قربانیو په بیه تاج ، تخت، او سلطنت او واک ګټلې ته بیا د هغه په لاس یا بندی سوي یې او یا له خپل کور او کلي شړل سوي یې۰
 هغه څوک چې تا د ژوند په بیه په ټاکنو کې واک ته ورسول ، هغوې اوس ته په وره کې درولي یې۰ خو خیر دا به ستا تقدیر وي چې، تل په خپل وطن کې بې واکه ګرزیدلي یې۰
 خو نه پښتونه! ستا په زړه کې خو تل جزبه د خپلواکې موجوده دي، ته خو هغه ویاړلي ټبر یې چې، ویاړونه او ننګونه لري، تندر، ترږمي او طوفانونه لري۰ ته د نړۍ د لیونیو طوفانونو په زانګو کې روزل سوي یې، ته خو د زماني د ظالمونو بې رحمه څپیړو ازمایلي یې۰
 یو سئ سره یو سئ ای دربدره پښتنو وروڼو، ای د تاریخ د ننګونو، عظمتونو سباوون د غورځنګونو د څپو وروڼو، ای پښو لوڅو پښتنو وروڼو۰ یو سئ سره یو سئ ای بد مرغو دربدره ، د نن او د پرون د بې وسیو د اسرو وروڼو، پاته موږ ته لاره کې درانه ستونزمن کارونه دي۰
 احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان