عالم شاه منصوری
یوه ورځ په جاده کی د ماښام له لمانځه سره سم خلکو په یوی او بلی خوا منډی وهل شروع کړی. زه حیران شوم چی څه پیښ شول له یوه می پوښتنه وکړه، په ډیره عجله یی راته وویل ً برو ایلا ما کو ً، له بل می و پوښتل ډیر په عجله وه هیڅ ځواب را نه کړ، یوه سپین ږیری چی ډیر په منډه یی د خرڅ سامان ټولاوه زما پښی ولیدی چی ولاړ یم ویی ویل ً نمی فروشم ً ما بیا د خلکو د عجلی تری وپوښتل، سپین ږیری پداسی حال کی چی په لاره روان شو وه ویی ویل ً سریال شرو میشه ً. په لاره می ورته پام شو چی ټایګری غړمبیدی چا چی د سهار او بیګاه نه لرل خو دومره به یی حتماً پیداکولی چی ټایګر ته پټرول پری واخلی او د میر او تولسی مزخرف او ګمراه کونکی سریال له فامیل سره یو ځای وګوری.
سبا ورځ ماته په ژوند کی نه هیرودونکی خاطره وه ځکه ما داسی کارونه په کښی ولیدل چی د افغانستان په تیر ټول اسلامی او غیراسلامی تاریخ کی به نه وی تیر شوی. د غرمی یولس بجی وی، د کوټه سنګی په څلور لاری کی یوه ښځه چی ماشوم ورسره وه، ښځه مخکی او ماشوم ورپسی، ماشوم لږ ښاته پاته شو او ښځی غږ یی پری وکړ چی ًمیر بچیم زود کو، تیز تیز بیا ً له دی سره زما توجه ورواښته او دغه الفاظ یی بیا تکرار کړل. په هغو ورځو کی د میر او تولسی هندی سریال ډیر زور نیولی وه.
له دی ځایه می د ارزان قیمت په طرف د حرکت نیت وکړ. لاره بنده وه په مکرویانو کی مټر ډیر ولاړ وه خو یوه تماشا هم شروع وه، زه یی په دی برخی کی ورورسیدم. پلار لور ته ښکنځلی کولی خو لور د ډیر قهر او ژړا په حالت کی ورته وویل چی ً مه کدام ګناهی نه کدیم پدر این اظهار محبت مه است ً قصه داسی وه چی لور د نا مشروع رابطی له لاری حامله شوی وه او پلار ور باندی په قهر وه خو لور بیا ځان پاک باله او په پلار په قهر وه په نس باندی به یی لاس کیښود او همدا خبره یی تکراروله چی این اظهار محبت مه است معنی دا چی (دا زما د پټی مینی اظهار ده). له مکرویانو چی روان شوم یوه بجه وه خو چی ارزان قیمت ته رسیدم نو مازدیګر وه. له ډیری لار بندی وروسته ارزان قیمت ته ورسیدم خو په لاره هیڅ پوه نه شوم، سوچونو په مخه کړی وم او د لور خبری می په زهن کی را کړنګیدلی.
سهار چی له ارزان قیمته را روانیدم اوس هم په هغه وړه سخت باد وه، کوڅه دوړو به مخ اخیستی وه کله کله به باد په کوڅه کی ډیر په شدت تاو را تاو شو. له اولی کوڅی تیر شوم د دوهمی کوڅی په نیمایی کی له ما مخکی له یوه کوره ښځه راووته ساړی (هندی کالی) یی اغوستی وه. زما هغه اول او اخر وار وه چی هندی جامی می ولیدلی. د خدای کړه وه زما ورته کاته وه، باد چی زور واخست په کوڅه کی په ډیر شدت سره تاو شو له تاویدو سره سم یی له ښځی ساړی خلاصه کړه، ښځی چی بله چاره ونه لیده د مخامخ کور دروازه یی چی خلاصه ولیده چی د سړیو اوچت غږ هم تری جګیده پداسی حال کی ور منډه کړه چی نیمه لوڅه وه.
که لس – پنځلس کاله مخکی دی کوم افغان ته ویلی وای چی له فامیل سره یوځای هندی یا امریکایی ډرامی او فلمونه وګوره شاید چی ډیر سخت یی وهلی یا حد اقل سخت خفه کړی وای، مګر اوس که کومه ورځ سړی په کور کی نه وی نو د فلم یا سریال د تیری برخی پوښتنه بیا د کور له ښځو کوی ځکه له هغوی بیا مجال ده چی قضا شی.
له یوی خوا د اسلامی نومونو بدلول، له بلی خوا په تلویزینونو او راډیوګانو کی د اسلامی خپرونو کمبودی، اسلامی اساساتو ته د خلکو کمه توجه، پر ځای یی هندی او نور غیر اسلامی سریالونه مخ پر وړاندی روان دی. د اسلامی حجاب له مخی نارینه باید د ښځو جامی وانه غوندی او ښځی د نارینوو، او د غیر مُسلمو په وړه جامی به هم نه استعمالوی ځکه مشابهت ور سره کیږی. هغه وخت چی میر او تولسی جامی بازار ته په ډیر جوش سره راغلی، یو څه وخت وروسته بیا د پرینا او بُش جامی هم خلکو ډیری خوښولی. ددی جامو د کمیس او پرتوګ رنګ یو نه وه لکه د افغانستان د ملی جامو، خو ډیرو افغان ځوانانو به په افتخار سره اغوستی خو دا په واقیعت کی په نرو د ښځو جامی اغوستل او برعکس کول وه. د ملی بیرغ په نامه په ځوانانو باندی د بنګړیو او ځنزیرونو په لاس کول یا د کلیمی په نامه په ځوانانو غاړکی په غاړه کول د پردی کلتور نښی دی، خو په افغانستان کی دخپل کلتور له مخی د ښځو کار ده.
پای