د چین او امریکا ترمنځ سایبري سیالي او د سیمې پر هېوادونو یې اغېزه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63167

دخبریدو نیټه : 2015-02-15


شفیع وردګ
د ۱۳۸۵کال د غوايي په میاشت کې د چینولسمشر هوجين تاو د امریکا د ولسمشر جورج ډبليو بُش او د مایکروسافټ د مشر بېلګټس مېلمه و.بېلګټس د نړۍ شتمن او د امریکا د ثروت او ټکنالوجۍ څلی دی. هوجین تاو سپینې ماڼۍ ته د تګ پر ځای لومړی په سیټل ښار کې د بېلګټس په سل میلیون ډالري کور کې مېلمه شو. په دې سره یې شاید غوښتل امریکا ته وښايي، چې چین ته قدرت نه، بلکې ټکنالوجي لومړیتوب لري.
چین هڅه کوي، چې په اقتصاد او ټکنالوجۍ کې له امریکا مخکې شي، چې اوس دا سیالي یوه حساس پړاو ته رسېدلې ده. د ۲۰۱۴کال په ډسمبر میاشت کې د پیسو د نړیوال صندوق په کلني راپور کې څرګنده شوه، چې چین یو مهم اقتصادي ځواک دی. امریکا پوهېږي، چې په نړۍ کې چین له دوی وروسته دويم هېواد دی. د چین اقتصادي، نظامي او ټکنالوجیکي پرمختګ امریکا له چلېنج سره مخ کړېده. په تېره د چین د نوې ټکنالوجۍ دا وړتیا، چې کولای شي د امریکا پر کمپیوټري نېټورک او  سیسټمونو حملې وکړي او په دې برخه کې يې  ځینې حساسې برخې لکه د اټومي وسلو او توغنديو کمپیوټري سیسټم، د سپینې ماڼۍ او سټلایټسیسټمونه او همدارنګه نورو مهمو برخو امریکا له اندېښنې سره مخ کړې ده.
چین او امریکا دواړه هڅه کوي، څو د خپلو سایبري حملو وړتیاوې لوړې کړي. اوسمهال په نړۍ کې په سایبري جنګ کې درې مهم ځواکونه یو له بل سره مخ دي، چې امریکا، چین او روسیه دي. دا درېواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د یو بل نظامي، سیاسي، اقتصادي رازونه د سایبري جنګ له لارې تر لاسه کړي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې د امریکا د سایبر مرکزي قوماندې مشر میشل روګرز خبردارى ورکړ، چې چین او دوه نور هېوادونه د دې وړتیا لري، چې د امریکا پر برېښنايي او ځینو نورو حساسو بنسټونو سایبري حملې وکړي او کنټرول یې په خپل لاس كې واخلي.
په تېر ۲۰۱۴ كال كې د امریکا او چین تر منځ سختې لفظي شخړې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې امریکا د چین پينځه تنه وګړي د سایبري حملو او جاسوسۍ په تور ونیول، چې چین دا په سختو ټکو رد او امریکا یې د نړۍ پر سترې انټرنېټي جاسوسۍ تورنه کړه او چین له امریکا سره د سایبري جرمونو پر سر له ګډې همکارۍ څخه انکار وکړ. له دې وروسته د چین او امریکا ترمنځ پټ سایبري جنګ برالا او یو د بل پر خلاف يې ښکاره خبرې وکړې.
افغانستان
چین په سیمه کې د امریکا له پراخ حضور او پټو فعالیتونو څخه خوښ نه دی، که څه هم په ښکاره له امریکا سره د هو هو سر خوځوي، خو په اصل کې داسې نه ده. کله چې افغان دولت له امریکا سره د ګډې امنیتي همکارۍ تړون لاسلیک کړ، چین او د سیمې نور هېوادونه له دې لاسلیک څخه خوښ نه ښکارېدل. په ۲۰۱۴ کال کې ویکي لیکس یو راپور خپور کړ او دا یې په کې افشا کړه، چې امریکا په افغانستان کې تقریباً د ټولو افغانانو ټيلیفوني مکالمې څاري، له دې سره دا اندېښنې هم پیدا شوې، چې د افغانستان انټرنېټ او سایبري فضا خوندي نه، بلکې د درېیم ګړیو په لاس کې ده. د امریکا او چین تر منځ د سایبري سیالۍ په لړ کې، په امریکا کې د (Threat Connect) په نوم د سایبري امنیت یوې کمپنۍ تېره میاشت راپور ورکړ، چې د افغانستان پر دولتي وېبپاڼو حمله شوې او ورانکاره کوډونه پکې موندل شوي دي. د دې کمپنۍ د استخباراتي څېړنو دبرخې مشر ريچ بارګر(Rich Barger)وویل، چې دا کار شاید چین کړی وي.بارګروايي، دویدچیندخاصولوبغاړوددوامداره فعالیتنښېلیدلي، چې د افغانحکومتلهتاسیساتوڅخهدوسیلېپهتوګهکاراخلي. نوموړی زیاتوي،دچیناستخباراتغواړيدافغانحکومتدمعتبرووېبپاڼولهلارېددېورانکاروسافټویرونوپهوسیلهپرنړیوالواهدافوحملېوکړي. له دې ښکاري، چې سربېره پر امریکا چې د افغانستان سایبري فضا او معلوماتو ته د لاسرسي هڅه کوي، چین هم پکې خپل سهم ساتلی دی او نه غواړي په دې سیالۍ کې له امریکا وروسته پاتې وي.
ایران
ایران په سیمه کې د امریکا مخالف او وخت ناوخت یې پر یو بل سایبري حملې وکړې، تېر کال (۲۰۱۴) اډوارډ سنوډن په خپلو تازه افشاګریو کې وویل، چې د ایران پر نتنز اټومي بټۍ د سکاس نېټ ویروس امریکا او اسرايیلو په ګډه جوړ او خپله د ولسمشر بارک اوباما په امر خپور شو، چې د ایران اټومي پروګرام پرې له منځه یوسي. ورته حمله د امريكا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بش د واكمنۍ پر مهال هم شوې وه، چې د ايران د اټومي پروګرام فعاليتونه يې دوه كاله وځنډول.
په ۲۰۱۲کال د امریکا پر زیاترو بانکونو سایبري حملې وشوې، چې ایران د دې مسوول وګڼل شو.
شمالي کوریا
د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو ورځو کې د امریکا پر سوني پېکچرز کمپنۍ د هکرانو حملې امریکا په غوسه کړه او شمالي کوریا یې د دې کار مسووله وبلله، چې د شمالي کوریا دفاعي کمېټې د یوې بیانیې په خپرولو سره دا کار په سختو ټکو رد او حتی له امریکا سره یې په دې اړه د څېړنو لپاره د همکارۍ لاس هم وغځولو. امریکا د دې حملې په اړه له چین څخه وغوښتل، چې پر شمالي کوریا دې انټرنېټ بندولو کې مرسته وکړي.
هند
د هند بنګلور ښار د نړۍ د آىټي په ښار مشهور شوی، هندوان په اکثرو نړیوالو سترو امریکايي کمپنیو لکه، مایکروسافټ، ګوګل او نورو کې کار کوي. د هند او امریکا ترمنځ د سایبري همکاریو ګډ فورم د هند د پخواني لومړي وزیر اتل بهاري واجیپای له هغه سفر وروسته، چې په ۲۰۰۱کال یې امریکا ته وکړ، رامنځته شو. په ۲۰۱۳کال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه هېواد سره د سایبري امنیت پر سر د لا ښې همکارۍ ژمنې وکړې، په داسې حال کې، چې له دې سفره مخکې د امریکا سفارت په هند کې په جاسوسۍ تورن شو، چې ګواکې سایبري جاسوسي یې کوله. ولسمشر اوباما د هند د ملي ورځې په مراسمو کې د ګډون په موخه هند ته په خپل درې ورځني سفر کې له هند سره په ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې، چې له هغې جملې سایبري هغه هم وو، په ورته وخت کې بېجنګ، هند ته وویل، چې باید بیدار وي او د امریکا په دام کې ونه نښلي، دا هند ته د اوباما د سفر په اړه د چین یو ښکاره پیغام و.
وړاندې
د امریکا پر سوني پېکچرز كمپنۍ تر حملې وروسته اوباما په خپلو خبرو کې د سایبري جرمونو او حملو پر وړاندې د سختې سزا او تازه قوانینو غوښتنهوکړه. د روان کال په لومړیو کې د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون امریکا ته لنډکی سفر وکړ او هلتهد دواړو هېوادونو مشرانو په ګډه تصمیم ونیوه، چې د سایبري امنیت ګډه اداره به جوړوي. په ورته وخت کې چین او روسیې یو له بل سره د ګډ کار تصمیم ونیوه. په ښکاره دا عادي کارونه بریښي، خو د پردې تر شا د نړۍ د دوو سترو قوتونو امریکا او چین د سختې سایبري سیالۍ شاهدي ورکوي. چین اوس غواړي، چې په سیمه کې د امریکا په څېر پرېکنده رول ولري، د جنورۍ په ۲۲مه بلومبرګ یوه مقاله خپره شوه او پکې یې ولیکل، چې چین د افغانستان په ستره لوبه کې راښکېل شو، چې په دې سره دا ښيي، چې چین غواړي په سیمه کې د امریکا له هر اقدام سره یوازې د هو! نه، بلکې یو پرېکنده دریځ او رول ولري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ بې سره سایبري سیالي د سیمې د هېوادونو امنیت، شخصي او سوداګریزې اړیکې تر سخت ګواښ لاندې راوستلی شي، ځکه په دې سيالۍ كې به بیا دواړه هېوادونهله خپلې پرمختللې ټکنالوجۍ څخه په استفادې هڅه کوي چې د سیمو د هېوادونو د رازونو په افشا کې یو تر بل مخکې شي، په دې سره به د سیمې هېوادونو کې شخصـي، سوداګریزرازونه او اړیکې چې د ټکنالوجۍ پر مټ ترسره کیږي، خوندي پاتې نشي. دا کار د هېوادونو او وګړو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، ځکه اړیکه، مصئون او رازونه د هر انسان یو بشري حق ګڼل شوی دی. د ښې او مصئونې راتلونکې لپاره اړینه ده، چې د سیمې هېوادونه ګډ کار وکړي، ترڅو خپله سایبري فضا خوندي کړي.