د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63195

دخبریدو نیټه : 2015-02-20


                              د ۱۳۹۳ کال د حوت دويمه (د ۲۰۱۵ کال د فبروري ۲۱)
                                                                         بِسمِ اللهِ الرحمنِ الرحیم               
ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځې. څېړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړې اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښوونځي څخه د ماشوم ايستلو په شان دي.
ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت دا هم دی چې  ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.
په افغانستان کې که څه هم د قوانینو له مخې په مورنیو ژبو د زده کړو اهمیت تسجیل شوی او حکومت مکلف دی چې پدې برخه کې د قانون احکام پلي کړي؛ د پوهنې وزارت هم یو څو ګامونه اخیستي دي، خو د مسئلې دایمي، پوخ او متداوم حل تر دې زیاتو هڅو او ټینګې ژمنتیا ته اړتیا لري.
موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورني ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هېواد کې دوه ژبې نصاب د تدریس کار پیل کړي چې افغان اولادونه د دې وړ کړي، تر څو با کیفیته زده کړه وکړي او د هېواد په هرګوټ کې د کار کول قابلیت ولري. البته د درېیمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي.
له لوړو زده کړو وزارت څخه جدي غوښتنه کوو چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټینګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي.
له ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې ټولو دولتي ارګانونو ته امر وکړي چې د اساسي قانون له مخې د دواړو رسمي ژبو عادلانه توازن مراعات کړي.
له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو غواړو چې پدې لار کې ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي.
په هېواد کې دمورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونیز سیستم له لارې ټولو افغانو ته د با کیفیته زده کړو د برابرولو په هیله.
                                                                             ومن الله التوفق
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه