رباني اومشروعيت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6321

دخبریدو نیټه : 2006-03-27

غلام جيلاني ځواك

بيلابيل سياسي مكتبونه د قدرت دمشروعيت بيلابيل تعريفونه لري، د قدر مشروعيت نيغ په نيغه د واك د سرچيني پوري اړه لري، خو په ټولو تعريفونو كي يو عمده اصل شته چي هغه د دولت نه د پرګنو ملاتړ او رضايت دي، په ديموكراتيكو ټولنو كي يو دولت هغه وخت مشروعيت پيداكوي چي د آزادو ټولټاكنو له لاري د خلكو د رايو په نتيجه كي منځ ته راغلي وي.
 په افغانستان كي د شاهي نظام له پرځيدونه وروسته تقريباً ټول نظامونه د مشروعيت دكلك بحران سره مخ وو، كودتايي او يو حزبي نظامونه له هغه ځايه چي د پردو د مداخلو او نيغ په نيغه تير ي په نتيجه كي منځ ته راغلي وو، نه يواځي دا چي د خلكو ملاتړ يي نه درلود بلكي عملاً دخلكو د مقاومت سره هم مخ شول چي بالاخره د همدي مقاومت په نتيجه كي له منځه ولاړل، دي نظامونوافغانستان د نړيوالو او سيمه ييزو ځواكونو او ټلوالو دسيالي په ډګر بدل كړ او په پايله كي د پردويو دتيري په وړاندي دافغانستان دخلكو مقاومت په يوي سختي ورانونكي كورني جګړي واوښت. نولدي امله ويلي شو چي دا نظامونه چي په زور واكي متكي وو هيڅ رنګه مشروعيت يي نه درلود. خو هغه مهال چي د ډاكټر نجيب حكومت د استاد رباني په مشري د يوي قومي او ژبني اوسيمه ييز تعصب درلودونكي ټلوالي د كودتا په نتيجه كي له منځه لاړ او واك استاد رباني او بيا طالبانولاس ته ولويد او افغانستان د يوي بشپړي كورني جګړي په ډګر واوښت نو افغانستان كي قدرت خپل مشروعيت په بشپړه توګه له لاسه وركړ.
 خود طالبانو ترپرځيدو وروسته افغانستان دنړيوالي ټولني په مرسته د قدرت دمشروعيت په لور خپل لومړني ګامونه پورته كړل، په منځ مهاله او انتقالي دوره كي د بيړني لويي جرګي او د اساسي قانون دلويي جرګي له لاري د اساسي قانون په تسويد اوتصويب په افغانستان كي د قانون واكمني ته لار پرانستل شوه، دهمدي قانون په رڼا كي دافغانستان د ولسمشري اوبيا د ملي شورا لپاره ټولټاكني ترسره شوي، او افغانستان تر دري لسيزو كورنيو جګړو، شخړو او ستونزو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د يو ټاكل شوي ولس مشر او پارلمان خاوند شو. نو څرنګه چي د افغانستان اوسني دولت د خلكو د نيغ په نيغه رايو په نتيجه كي منځ ته راغلي او يو ټاكل شوي پارلمان په هيواد كي شتون لري نو ويلاي شو چي دا حكومت د افغانستان په اوسني تاريخ كي په پرتليزه توګه تر پخوانيو حكومتونو له زيات مشروعيت نه برخمن دي
 پورته يادونه مي ځكه وكړه چي څه موده دمخه برهان الدين رباني د پيام مجاهد اوونيزي سره د يوي مركي په ترڅ كي ويلي دي چي دافغانستان اوسني دولت خپل مشروعيت ورو ورو له لاسه وركوي. د ياودوني وړ ده چي تردي دمخه هم رباني د يوي تاجكستاني ورځپاڼي سره په مركه كي ورته څرګندوني كړي وي او د افغانستان اوسني دولت يي خلكو د هيلو خلاف ګڼلى وو.
 نيوهيږم د رباني له نظره د مشروعيت معيار څه شي دي، دا په داسي حال كي ده چي رباني هيڅكله د خپلي واكمني په مهال د قدرت مشروعيت ته پاملرنه نده كړي، او له همدي امله د رباني له خولي دمشروعيت خبره ډيره عجيبه بريښي. لكه څرنګه چي دمخه وويل شول رباني د ژبني تعصب پربنسټ جوړي شوي يو ټلوالي د كودتا په پايله كي واك ترلاسه كړ، او بيا د واك د ساتلو په هلوځلو كي يي افغانستان ديوي ستري وراني او لويي غميزي سره مخ كړ، نو نه خو رباني واك د مشروعي لاري لاس ته راوړي او نه يي د خپلي واكمني پرمهال د واك مشروعيت ته كومه پاملرنه كړي. البته دوه وغوښتل چي د شوري اهل حل وعقد په نامه د يوي فرمايشي جرګي له لاري خپلي زورواكي ته مشروعه بڼه وركړي، خو دده دا لوبه هم ناكامه شوه او ده ونشول كولاي خپله واكمني په خلكو ومني.
 د رباني دواكمني پر مهال افغانستان عملاً د تجزيي دګواښ سره مخ وو، په يوه هيواد كي بيلابيل بانك نوټونه ماركيټ ته راووتل او ټول هيواد په بيلا بيلو او خپلو منځو كي په جګړي اخته واكمنيو وويشل شو، د افغانستان ټولي ملي شتمني ،لرغوني اثار ولوټل شول، د افغانستا څو سوه كلنه ملي اردو له منځه لاړه اود داړه مارو ډلي په ټول هيواد كي خوري شوي، په دي دوره كي نه د چا ژوند خوندي وو، نه مال اونه ناموس. نو دافغانستان په اوسني تاريخ كي كوم حكومت چي هيڅ مشروعيت يي نه درلود او په بشپړه توګه دخلكو د هيلو خلاف وو هغه پخپله د رباني حكومت وو.
 رباني د پيام مجاهد سر په خپله مركه ښاغلي كرزي په دي تورنوي چي ګواكي يو څو سيكولر وزيران يي كابيني ته معرفي كړي او مجاهدينوته جنګ سالار وايي.
 په دي هكله بايد ووايم چي دا كرزي ندي چي مجاهدينو ته جنګ سالار وايي بلكي د قدرت سره د رباني ليونى مينه وه چي مجاهدين يي په جنګ سالارانو واړول او دافغانستان د سپيڅلي جهاد نيك نوم يي په بد نوم بدل كړ او بالاخره خلك د مجاهدينونه دومره زړه توري شول چي پاكستان دا فرصت وموند ترڅو د طالبانو خپله پروژه پلي كړي چي په نتيجه كي استاد د جمهوري رياست د څوكي سره يوځاي د بدخشان دنګو غرونو ته وتښتيد او د سپتامبر د يولسمي نيټي نه وروسته د B/52 سره يوځاي بيرته را ښكته شو او يو ځل يي بيا هڅه وكړه چي د قدرت كرسي وساتي خو دبن نه د ښاغلي قانوني يوتلفوني امر دي ته اړ كړ چي كه زړه يي چوي كه پاتي كيږي دا كرسي خوشي كړي.
 رباني په دي توګه غواړي يو ځل بيا ځان ته اسلامي څيره وركړي، خو خلك نه غوليږي، خلك په دي پوه دي چي د استاد يواځيني اجنډا قومي اوژبني تعصب دي، نه يو رښتوني اسلامي نظام. همدا قومي اوژبني تعصب وو چي جنرال دوستم، دپرچم دكارمل فركسيون او اخواني رباني يي په يوه نامقدسه ټلواله كي سره راټول كړل او د روس ، ايران او پاكستان په ملګرتيايي دافغانستان د وراني بنسټ كيښود، او ښايي همدا لامل وي چي پرون لطيف پدرام دافغانستان دولت نامشروع باله اونن يي رباني بولي.