محب الله زهیر
د اوږدی مودی وروسته په دی ورځو کی د جنګونو ، مرګونو ، انتحار او انفجار د خبرونو پر ځای د سولی دخبرو ګونګوسی د افغانانو په زړونو کی د هیلو غوټی را ټوکولی دی . مذاکرات او د خبرو له لاری د ستونزو حل یوه مدنی تګ لاره ده چی د جګړو له لاری د ستونزو حل برعکس د بدوی او که لږه تونده ووایو د وحشی خلکو تګلاره ده . دا د پخوا زمانو تګلاره وه چی یوه ډله یا طایفه به د حاکم په وړاندی راپاڅیدل او د زور له لاری به یی یو حکمران نسکور کړ او پر ځای به یی یو بل ظالم او جبار پر ګدی کیناست . داچی ویل کیږی طالبانو اوس دافغانستان دولت سره خبرو ته چمتو والی ښودلی دی ، دا کار یی باید پخوا کړی وای خو بیا هم هغه د دری ژبی متل پر مبنا (ماهی را هروخت از آب بگیری «لشم» است ) دا یو مدنی او د قدر وړ ګام دی . په دی هکله طالبانو ته ځینی وړاندیزونه لرم چی هیله ده غور پری وکړی :
لومړی داچی طالبان باید په سیاسی بصیرت او پراخ نظر په مذاکراتو کی ګډون وکړی . مونږ اوس په یو ویشتمه پیړی کی ژوند کوو او باید د ننی عصر څرنګوالی او د خلکو روا غوښتنی له پامه ونه غورځول شی . افغانان هم د همدی متمدنی نړی برخه ده او د هغوی بشری حقوق چی فطری اوطبیعی ګڼل کیږی ، هغوی ته باید درناوی وشی .
څو ورځی وړاندی د طالبانو د واکمنی غړو اکبر آغا او همدا راز عبدالسلام راکټی د تلویزیون له لاری وویل چی طالبان یوازی په کابینه او دولت کی د څوکیو غوښتنو نکی نه دی بلکی دغه آزادی چی ښځو ته ورکړل شوی ده ، دی سره هم موافق نه دی او هم په اساسی قانون کی بدلون غواړی .
داچی طالبان احتمالاْ په دی مذاکراتو کی په حکومت او دولت کی د څوکیو غوښتونکی شی، د مور شیدی دی یی شی . په دی کی افغانان ورسره ستونزه نلری ځکه اوس هم ډیر داسی کسان شته چی په تیرو کلونو کی یی ډیر وحشیانه جنایتونه تر سره کړیدی خو اوس هم د قدرت خاوندان دی او افغانانو هم په سړه سینه زغملی دی نو ښایی چی په دولت کی د طالبانو ګډون سره هم مخالفت ونلری .
خو اصلی ستونزه به دا وی چی احتمالاْ طالبان وغواړی د افغانانو طبیعی حقوقو ته لاس ور وغځوی .دطالبانو له لوری دا هم اوریدل شویدی چی دوی د مدنی ټولنی په نوم بنسټونه هم نه منی او وایی چی دا بنسټونه چی بهرنیو سفارتونو ته «جاسوسی» کوی باید له منځه یوړل شی .د جاسوسی تور پوری کول ډیر آسانه دی همداسی چی طالبان هم د ISI پوری تړلی بلل کیږی خو مدنی ټولنه چی په انګریزی کی ورته Civil society وایی او مترادف یی هم political society بلل شوی یعنی سیاسی ټولنه . معنی یی دا ده چی افغانان اوس د لوړ سیاسی شعور څخه برخه مند شوی دی او د مدنی ټولنو جوړول یی هم د همدی ژور سیاسی شعور څرګندونه کوی چی د پخوانی او بدوی ټولنی سره اوس اوږد واټن لری . د افغانانو اوسنی نسل په تیره لوستی ځوانان چی د کمپیوټر تر شا لوی شوی او د پرمختللی ټکنالوژی پر مټ هر شیبه د نړی له حالاتو خبریږی ، دوی ته باید د یوویشتمی پیړی د نسل په سترګه وکتل شی نه د منځنی پیړی د نسل په سترګه . زمونږ ځوان نسل نور هغه نسل نه دی چی د یوی ډلی یا یو حاکم وضع شوی دیکتاتوری قوانینو ته غاړه کیږدی او په زوره پری وتپل شی . د دی خبری د یادولو نه زما مطلب په لاندی ډول دی:
طالبان باید په دی مذاکراتو کی داسی مسایلو باندی ټینګار ونکړی چی هم د دوی سیاسی پوهی او بصیرت ته زیان ورسوی اوهم دوی د یوی مدنی ټولنی څخه ناخبره انسانان و ګڼل شی . د ښځو په برخه کی باید وویل شی چی ښځی هم د ټولنی نیمایی نفوس دی هغه حقوق چی نارینه یی لری ښځی یی هم لری . ښځی هم حق لری چی تعلیم وکړی ، تحصیل وکړی او د خپل تحصیل نه د ټولنی په آبادولو کی کار واخلی او د یو موثر انسان په توګه په ټولنه کی ځانته ځای او شخصیت تثبیت کړی . هیڅوک حق نلری چی ووایی چون زه نارینه یم حق لرم چی تعلیم وکړم ، تحصیل وکړم ، کار وکړم او د اقتصادی پلوه په خپلو پښو ودریږم او په ټولنه کی د ښه شخصیت خاوند و اوسم خو ښځی دا حق نلری . په داسی ټکو باندی احتمالی ټینګار به طالبان د یوی مدنی ټولنی غړی نه بلکی د بدوی ټولنی د انسانانو په توګه معرفی کړی .
بله داچی که احتمالاْ طالبان په اساسی قانون کی د اتباعو د حقوقو او وجایبو په برخه کی د بدلون غوښتونکی وی ، همدا اوس هم په موجوده قضایی سیستم کی شرعی قوانین د تطبیق وړ دی او هیڅوک به داسی کومه قضایی فیصله پیدا نکړی چی هغه دی د مدنی قوانینو په برخه کی او یاهم د میراث ، واده ، طلاق یا نورو برخو کی د شرعی احکامو خلاف صادره شوی وی .
یوازی په جزایی برخه کی اکثر وضعی قوانین تطبیق کیږی خو که چیری طالبان په جزایی برخه کی د شرعی یا فقهی احکامو پر تطبیق ټینګار وکړی ، په دی برخه کی هم فکر کولو ته اړتیا ده . د مثال په ډول :
ځینی داسی مسایل شته چی هغه دینی ګڼل شویدی خو ننی مسلمانان یا دهغی نه استفاده نکوی او یایی هم د بدیل نه کار اخلی . دمثال په توګه په دین کی د غلام او کنیزو د ساتلو احکام شته او دا په ټولو ادیانو لکه مسیحیت ، یهودیت او اسلام کی موجود دی او دا په تیرو زمانو کی یو نړیوال نظام وو او د اسلام دین هم غلامی نه ده محکومه کړی او یوازی یی د غلامانو سره د ترحم او زړه سوی سپارښتنه کړیده تر هغی چی د یو نړیوال میثاق له مخی دا نظام په ټوله نړی کی له منځه ولاړ . نو که نن مسلمانان او هم غیر مسلمانان نه غلامان ساتی او نه هم کنیزی دا د دین څخه سرغړونه نشو ګڼلای . همدا راز د حدودو په برخه کی که وضعی قوانین د بدیلو مجازاتو څخه کار اخلی دلته هم ګنجایش شته دی . که چیری مونږ فکر وکړو چی که د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی هره ورځ یوه دغلا قضیه رامنځته شی او مونږ هره ورځ د ۳۴ کسانو څخه د غلا په تور لاسونه پری کړو او یا هره ورځ دوه یا دری پیښی د سنګسار او یا درو وهلو ولرو او دلیل مو هم داوی چی دا کار د نورو د عبرت سبب کیږی او د خلکو د خبرولو لپاره د رسنیو په تیره تصویری رسنیو څخه کار واخلو نو که هره ورځ داسی پیښی په مستقیم ډول د کورنیو او بهرنیو تلویزیونو څخه خپاره شی څه فکر کوی چی په دی کار سره به مو اسلام او مسلمانانو ته ګټه رسولی او که تاوان ؟ که چیری د وضعی قوانینو څخه د بدیلو مجازاتو په توګه کار واخلو آیا دا به غوره نه وی ؟
دغه راز د سیاسی نظام ډول چی اوس یی مونږ دموکراتیک نظام بولو او د ټولټاکنو له لاری خلک خپل مشر د ټاکلی مودی لپاره ټاکی ، فکر کوم چی په دی ډول نظام کی هم د تغیر لپاره کوم منطقی دلیل وجود نلری ځکه دا هم د اسلام داساساتو سره کاملاْ په مطابقت کی دی . د اسلام په دین کی هیڅ ځای هم داسی څه نشو پیدا کولای چی ویل شوی وی خلک نشی کولای د ټاکنو له لاری یو فاسد یا بی کفایته او یا هم مستبد مشر له دندی ګوښه کړی او پر ځای یی بل څوک وګوماری . د دموکراسی یو مهم اصل هم همدا دی چی خلک په خپله خوښه خپل مشر ټاکی او هم یی د ګوښه کولو قانونی صلاحیت لری . په دولت کی د دری ګونو قواوو شته والی او اړ تیا ته هم فکر کوم د دلایلو وړاندی کول به اړین نه وی .
لنډه دا چی طالبانو ته به زمونږ وړاندیز دا وی چی که غواړی نور په هیواد کی وینی توییدل بند شی اوپخپله هم دوی او هم افغانان د هوسایی ساه واخلی باید په قاطعیت سره په دی برخه کی مرسته وکړی او د احساساتو پر ځای د تعقل نه په کار اخیستلو دا پروسه ناکامه نکړی تر څو د افغانستان د خلکو تحسین او درناوی ځانته راجلب کړی او د کلونو کلونو بد مرغی نور د دی ویاړلی هیواد نه خپل تور ټغر ټول کړی