وینه او مینه (۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63320
عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2015-03-06

دوهمه برخه

د لونګ سُنتي


د لونګ پلار یوه ورځ د خپل زوی خوا ته تر کتلو وروسته، خپلی  ښځی  ته مخ ور وا ړاوه، او ورته وی وویل:
- ښځي! سږکال خو باید له خیره سره لونګ هم «سُنت» کړو.
 د ښځی  هم د خپل خاوند خبره خوښه سوه. مګر د لونګ پلار ته يی  داسی وویل:
-سړیه! ګوره، دغه یو زوی لرو، نه مو د هغه د نوم ايښولو ښادی  جوړه کړه، نه مو پر زوی چانشره وویل، نه مو د اووم شپ پر روړنه کړل، نه موغاښ کوچه وکړل او نه می  د سر کلۍ (سرخریلو) ورځ په درییو او خوشحالۍ ولمانځله.
-اکبر وویل وسه مونه لرل ،که نه دچا نه خوښیږی  چی  په خپل زوی هوس او خوشحالی   وکړي.
-د اکبر ښځي وویل: پرسُنتی  به يی  نو د خیره سره یوه ښادی  نیسو؛ زه خپل هوس په کوم.
 پریږده چی  د تربرو یی  زړونه وچوي. ته یی  وینی  سږکال می   چرګه پوره ۱۲چیچیان لري؛ ما خوویل چی  ټول به خرڅ کم  ګوندی  څو روپۍ  په جوړی  کړم، کله چی   د بلوڅو کډی په دوبی دریګه کلی ته را شوه سی دچرګی د چیچانو په  پیسو به دهغو څخه یوه سیرلۍ را نیسم، زما  او لونګ جان به  سات په تیروي، که خدای  کول بل کال به هغه لوبزه او لنګه سي، حلق به مو په لوند وي.
خیر، سُنتی  یی  تر هرڅه ضرور ده، نو ټول د چرګی  چیچیان به تر خپل لونګ جارکړم، ټول په یوه شپه حلالوم، د کلی  ښځی  خبروم، ټوله شپه ښی  دريی  پر وهم اوخوشحالی په کوم.
په داسی  وخت کی چی  د اکبر ماینه (ښځه) ښه پر جوش راغلی  وه، اکبر دټوکی په ډول پر ور درسته کړل:
 -هو...هو!... ښه اواز خو دی  دی!
 ښځی  یی  ورته وویل، تر خوله دی  تیره یم، خود می  ښه اواز دی.
پر اکبرنه یوازی  لونګ ګران و، د هغه مور هم پر ګرانه وه. هغه خپلی ښځی  ته وویل:
 - ښه خبره دی  وکړه، خو ته لږ صبر وکړه چی  منی را ورسیږي، دا کارونه د منی  دي.
اکبر د دی  خبری کولو سره په فکرکی ډوب سو.
-اکبر په دی  په فکرکی ډوب سو، چی  د خپلی  ښځی  دغه هیله به څنګه پوره کوي؟ له لږ ځنډ وروسته يی  سر را پورته کړ او بیا يی خپلی ښځی ته  وویل:
- ښځي! ټول خلګ خپل زامن په منی  ځکه سُنت کوی  چی  له یوی  خوا هوا سړه وي، له بلی  خوا مچان هم کم وي. په څه سړه هواکی زخم ژر وچیږي. بل، زه به پوښتنه کوم، کله چی  په کليکی ونډۍ کیدله، او باور می  راځي، انشا الله د منی  په لومړيو شپو او ورځوکی به کلیوال یوه ونډۍ وکړي. ولی  چی  کلیوال ټول زړه خوږی  سوی دي. زه به د ونډۍ په ورځ پوره دوه چاریکه (چارکه) غوښه د ښادۍ جوړولو له پاره درته را وړم.
اکبر له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:
- ته تلوارمه کوه، ستا د چرګی  چیچیان لا اوس کوچنۍ دي. هغه پریږده چی  څه نور غټ سي، بیا به هغه خرڅ کړو. یوازی  مو په مخکی  د هلک سُنتی  نه ده، اخترهم را روان دی. اخترته به ستا د چرګی  چیچیان  ښه غټ سوی  وي، هغه به په ښو پیسوخرڅ کړو. د چرګانو په پیسو به د اختر له پاره زوی ته یو کمیس او پرتوګ وکړو. پخوا مو زوی ته یو کمیس بسنه کوله، خو سږکال د خیره سره تر پخوا څه زیات ټوکر په کار دی، ولی  چی  وهلک ته تر سُنتی  وروسته پرتوګ هم ضرور دی.
 
اکبر بیا  په خندا د یوی  ټوکی  په ډول خپلی  ښځی  ته وویل:
- ستا خو به ښه یاد وي، څه ښی  وختی  وې، کله چی  زه هلک وم، موږ همزولو تر۱۵ او۱۶کالو پوری  پرتوګان نه لرل، کمیسونه مو اغوستل او بس.
ښځی  یی  وویل:
- خاوری  څه ښه وختونه و، لوی لوی سړی  به واست لڅه .... به ګرځیده لاست.
اکبر وویل:
- څنګه یی  کوې، د زمانی  سره به ځو.
اکبر زیاته کړه:
- ښځي،بل سبب همدغه و، چی  ما به درته ویل، لږ صبر وکړه، ځکه زما په دغه لږو پیسو خو د کمیس او پرتوګ دواړو ټوکر نه کیدی.
د لونګ مور د میړه خبره ومنله، میړه ته يی  وویل:
- سړیه، ته رښتیا وايې، زما دی  خبری  ته پام نه و، چی  پرتوګ هم غوښت غواړي.  ولچی لونګ جان به کله کله را ته ویل چی  موري، په جومات کی  یو شمیرهلکان پرتوګو نه لري.
- اوګوره ښځي! رښتیا یوه بله خبره را یاده سوه. دا استاد فیضو خوهم یوڅه خشمړی  غواړي، مفت خوهغه هم دا ستا د زوی "بلاګی" نه پری  کوي.
د لونګ مور پرته له ځنډه په خندا ځواب ورکړ:
 - ځه ورک سه، د شی  د پری  کیدو پر وخت بیا زما زوی سو، ستا نه؟
تر ټوکی  وروسته ښځی  خپل میړه ته داسی  اطمینان ورکړ:
 - غم مه کوه، هر څه به سم سي. دا ځل چی  هګی  والا کلی  ته راځي، ما به انشا الله د خیره سره۲۰هګۍ ټولی  کړی وي، هغه به خرڅی  کړم، پوره لس روپۍ کیږي. د هغه تیرځل هګیو لس روپی  می  هم ټینګی  ساتلی  دي، یو څه پلمیټ او پتاسی  چی  می  د خلګو له کورونو را وړی  دي، هغه به په ټوکرکی ورسره غوټه کړم، د استاد فیضواکا مخ ته یی  کښیږده، تر یوه تومن خو به دا زوی مړی هم زیاتی  نه غواړي؟
د لونګ پلار د خپلی  ښځی  د خبرو په اوریدو ډیرخوشحال سو.

***         ***          ***
 
یوه ورځ مسجد ته چا داسی  خبر را وړ:
- د جمعی  په شپه د غرګی  د کلی  عبدالله لالا  خپله وچه غوا ونډۍ کوي.
 د خبر په اوریدو سره د کلی  مشر وویل:
- هر څوک چی  په ونډۍ کی  ونډه غواړي، یوه ورځ د مخ ته دی  ملا صاحب ته ووايې.
د لونګ پلارچی  د همدغسی  خبراوریدو ته یی  غوږ اړولۍ و، ژر یی  ملا صاحب ته وویل، زه هم غواړم په ونډۍکی ځان شریک کړم.
د دوهمی برخی پای .نوربیا