لکه څرنګه چي افغانانو پخپل هیواد کی د څه کم څلورو لسیزو جنګونو تر څنګ د مهارجرتونو او در بدریو ناخوالي تجربه کړي، ور سره سم يې په ایران هیواد کی د انساني کرامت په وړاندي تر ټولو ترخې او نه زغمل کېدونکي تجروبې هم ولیدلې، چی په زغرده پکښي بشري حقونه نقض سوي وه. که چیری په ډاګه ووایم، چی د ایران حکومت د افغانانو په وړاندي په عملي بڼه انسانۍ کرامت او بشري حقوقو ته د احترام او درناوي په نوم څه نه پېژني، نو مبالغه به می نوي کړې. لاکن دا چی ایرانیانو د کلتور او مذهبي عقدو په لحاظ د افغان ولس سره پخپل مملکت کی څومره ناوړه چلند کړی، فکر نکوم چی د هغه د تشریح لپاره دي زما په مقاله کي دومره فرصت او ګنجایش وي، نو ځکه مو باید اصلي موضوع ته پام راواړم.
څو ورځي وړاندي زما لپاره تر ټولو دردونکې او نه زغمل کېدونکې صحنه هغه وه، چی کله می یو دوست پر ایمېل باندي د ایران هیواد د یو تفریحي پارک د دروازې پرسر د یوې سرلوحې تصویر راولېږه، چي په فارسي ژبه په عامه پر لیکل سوي وه. (از اوردن حیوانات (سګ و افغاني) به پارک اکیدا خود داري فرمایید). پښتو ترجمه (اکیدا پارک ته د حیواناتو (سپیانو او افغانانو) د راوستلو څخه ډډه وکړی). چی دا دي ما يې یو تصویر د نمونې په توګه خپلو هیوادوالو ته وړاندي کړی دی.
اوس نو انساني کرامت ته د ایران د خلګو دا ډول سپکاوی نه یوازي د اسلامي عقایدو سره په ټکر کی دی، بلکي نن ورځ دا ډول عمل په غیري اسلامی هیوادونو کي هم د یوشتمي پېړی د سټنډردونو او معیارونو سره په هیڅ وجهه نسي توشح کېدای.
د ایران فحشیست او اخندي حکومت، چي له بده مرغه ځانته د (حکومت جمهوري اسلامي ایران) خطاب هم کوي، چي په ښکاره توګه يې هم انسانیت ته او هم يې اسلامیت ته سپکاوی کړی دی او ان د افغانستان غوندي د یو هیواد ټول وګړي يې نه یوازي د حیوانانو سره مقایسه کړي، بلکی پخپل ملک کی يې د تفرحي ځایونو د لیدو کتو څخه هم بې برخي کړي دي.
افغان ولس د شاوخوا د څلورو لسیزو جګړو راهیسی، د نورو شته ستونزو تر څنګ د هیواد څخه په میلیونونو د نړی ګوډ ګوډ ته د محاجرت کړاونه وګالل، لاکن تر هغه ځایه چی موږ او تاسو ټول خبر يو، د نړی په یوه هیواد کي يې په وقار دومره ملنډي ندي وهل سوي، لکه په ایران کي، د نړي په یوه هیواد کي افغانانو دومره د وبېوسۍ احساس ندی کړی لکه په ایران کي. دا څکه چي د ایران د حکومت چلند د افغانانو په وړاندي د مذهب، کلتور او تاریخي عقدو باندي بنا دی، او دا ولس يې پخپل هیواد کي د ټول هغو بنیادي حقوقو او امتیازاتو بې برخي کړي دی، چي انسانان يې مستحق دي. ان دا چي پدې هیواد کي د افغانانو اولادو په روزنیز او تعلمي بنستونو کي د دوخل او شمولیت ایجازه هم نلري، نه هم یو افغان پخپل نامه د یو کور، دوکان، موټر او بایسکل د رانیولو حق او نه هم افغان محاجرو ته په ایران کي د انسانانو په سترګه کتل سوي دي.
اوس نو سوال دادی، چي څرنګه ایران د یو اسلامی حکومت ادعا کوي؟
ځکه رب العلمین پخپل خدايې حکم سره انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب کړی دی، لاکن د ایران فحشیست او شیطان صفته حکومت هغه الهې حکم هم تر پښو لاندی کړی، چي نن ورځ د نړی ټول مسلمانان خولا څه چي هر انسان، ولوکه مسلمان وي یا غیری مسلمان، د یو هیواد خلګو ته په هیڅ وجهه دا ډول په عامه سپکاوی نکوي. نن ورځ په نړی کي د خلګو عامه پوهاي دومره زیاته سوې ده، چي خلګ اوس د انسانیت په چوکاټ کي حیوانان هم د ترحم او احترام وړ بللي دي.
لاکن ایرنیان، چی په ظاهره ځان د شرعي نظام پر چوکاټ برابر بولي، د افغانستان یو لوی قشر مسلمانانو ته چي تقریبآ ۳۴ مېلیونه انسانان تشکیلوي، دا ډول توهین او سپکاوی کول، نه په نړی کي د یو مذهب پر چوکاټ برابرېدایسي او نه هم د انسانیت او بشریت پر چوکاټ.
بېله شکه چي د ایران حکومت د هغه ابلیس اولاده ده، چی د رب العلمین د حکم په نافرماني يې د ادم علیه السلام د سجدې څخه ډډه او سرغړونه وکړه. هغه ورځ چي الله تعالی بن ادم خلق کړ او روح يې په ننیسته نو ابلیس هغه ته په سپک نظر وکتل، چي رب العلمین پخپل حکم سره ابلیس د همېش لپاره له خپله دره وترټی، لاکن نن ورځ د ایران حکومت انساني کرامت ته په عیني شکل سپکاوی کوي او د هغه ابلیس پر پل باندي پل ایږدي. اوس نو څرنګه ایرانیان ځانونو ته مسلمانان او د اسلامي عقایدو پیروانان وايې؟
زه شخصآ د مسلمان په جامه کي د ایران د یهود صفته حکومت څخه ګیله نکوم، لاکن د افغانستان په حکومت کی د هغو بې ضمیره او بې وجدانه سیاسي لېډرانو او خود ساخته رهبرانو پر حال افسوس کوم، چي همدا اوس هم د ایران د حکومت په ایشارو باندي خورا په شوق او ذوق ناڅي. هنوز مو په ولسي جرګه کي ځیني بې ضمیره وکیلان د ایران د اخندانو خوښي او خوشحالي د خپل ولس په غمیزه او ماتم کي لټوي. اوس مو هم ځیني سیاسیون د ایران په دستور او ایشارو باندي پر خپلو خلګو کلتوري یرغلونه کوي. اوس موهم د پردیو په دستور ځیني راوارید سوي مشرانو ته ایرانی کڅوړي رارواني دي او غواړي ځان پر افغان ولس باندی د بابا په نوم وتپي. اوس مو هم جاسوس مزاجه رهبران د انتخاباتو په جریان کي د همدغو ایراني اخندانو په دم، چوف، خورده او منتر ځانونه واک ته رسوي او همېش ددغو بادارانو د دعاګانو په تمه شپې او ورځي سبا کوي. اوس مو هم ځیني خرڅ سوي رهبران، وزیران، په ولسي جرګه کي وکیلان، والیان او هغه وګړي چي د سیمیزو ارګانونو مشرۍ يې په غاړه ده، په هیواد کی د نړی د مختلیفو هیوادنو تر څنګ د ایران او یا هم د پاکستان په لمسون د خپل ولس په سرونو هدیرې جوړې کړې، او هم يې ددې هیواد تنکي ځوانان د خپلو شومو حوسونو لپاره په پردیو مرمیو سوري سوري کړل.
خو زه افسوس د داسی مشرانو پر حال ځکه کوم، چي د ایران خلګ د دغه لېډرانو هیوادوال د ناولو او نجسو حیوانانو سره مقایسه کوي او دوی د شپې اورځي لکه علقه به ګوشه غلامان د همدغو اخندانو په دستور پر همدې بېچاره ولس ایرانی غوښتني او برنامې عملي کوي.
د خدای لعنت دي پر هغو راوارید سوو رهبرانو او مشرانو وي، چي د خپل عیش او نوش لپاره يې د ایران او پاکستان په ناولي دستور د دې غمجن ولس وچه ګوله ډوډي په وینو ور ولړل او هم يې ددې بېچاره ملت یوه نړی ارمانونه د پریو د حوسنو لپاره د خاورو سره ور خاوري کړل. ځکه دا ملت نن د ایران او پاکستان مینځیانو د خپلو بادارانو په لمسون دړی وړي کړ، نو خود به مو نن ګاونډي هیوادونه هیوادوالو ته د حیوانانو په سترګه ګوري او په پارکونو او تفریحي ځایونو کی به د انسانانو د محفلونو څخه محرومه وي.
لاکن نن به دا ګیله د چا څخه وکړو؟
ایا ګیله د هغو کسانو څخه وکړو، چي تر پرونه يې د پردیو په لمسون زموږ د هیواد ښکلي ښکلي درې، کلی، بانډونه او ښارونه د میلینونو انسانانو سره د خپلو بادارانو د بمونو خوراک او د همېش لپاره د تور لحد بندیان کړل.
ایا ګیله د هغو یو نیم رهبرانو، قومي مشرانو او حکومتي چارواکو څخه وکړو، چي دا څلور لسیزه يې افغان ولس په توره تیاره کی وساته او هنوز يې په سرنوشت لوبي کوي.
ایا ګیله د هغو کسانو څخه وکړو، چی په هیواد کی د دا تورو شپو او ورځو او د بدبختۍ لامل سوي او د جهاد په نامه او بهانه يې زموږ د راتلونکي قشراو ځوانانو روزنیز او تعلمي بنسټونه له منځه یوړل؟
ایا ګیله د هغو ناځوانه رهبرانو څخه وکړو، چي د جهاد په بهانه يې زموږ د هیواد اوسپني، لرګي، خښتي، په غرو او درو کي قیمتي ډبري لکه زمروت او لاجورد او ملي شتمنی چور کړې او انسانان يې ووژل ؟
ايا ګیله د هغو خلګو څخه وکړو، چی تر پرونه يې هیواد لوټ کړ او نن د جهاد په بهانه په حکومتي سکټور کي لوړي چوکی او پوسټونه د ځان او د خپلو بېسوادو لنډغرو امتیاز بللي دی.
دا خلګ ملامت ندي! ځکه د دوي په اند نن يې میدان د زمرو او مېړنیو خالي لیدی دی. نن مي پر مېنه د لوی احمدشا بابا او میرویس خان غوندی غاویر نسته، ځکه خو د انسانانو سره په پارکونو کي د یوې شېبې تفریح ایجازه هم نلرو او ګاوندي هیوادونه د حیوان په سترګه راته ګوري. نن مي پر مېنه د شامحمود هوتک ککری خاوری سول، ځکه مي په عزت او وقار ملنډي وهل کیږي. نن مي پر مېنه د امیر دوست محمد خان، امیر شیر علي خان، وزیر اکبر خان سیوری نه لیدل کیږي، ځکه خو مي عزت پایماله سو. نن مي د غازی امان الله خان ځای بې ننګو ونیوه، ځکه خو مي خوندي په پردیو هیوادنو کي سوالونه کوي. نن مي پر مینه د هغه شهید داود خان سایه نه لیدل کیږي، څکه خو مي پر مورچلو پردي اسونه ځغلي.
اې زما د غمجن هیواد بچیانو نن به د چا ګیله کوو؟ د ولسمشر کرزي او د هغه د ورونو څخه، چي نن يې زما هیواد ته په فساد کي اوله درجه افتخارات راوړل، او که يې د پردیو په لمسون زما ښایسته کندهار د قومي مشرانو را خلاص کړ.
نن به پر کوم غاویر ژاړو؟ پر هغو، چي تر پرونه يې د خپلو ارمانونو لپاره د کابل کوڅه کوڅه په وینو ولړل، افغانستان يې به نړیوال ډګر کي په رقص مرده مشهور کړ او همداراز مي هر ګړی د هیواد د تجزیې خوبونه ویني!
نن به دا بدبختي او دا حالت د چا انګېرو؟ د حکمتیار او مسعود څخه او که د سیاف او دوستم څخه چي څو کاله وړاندي يې زما ښایسته کابل په کنډوالو بدل کړ او د دوی له لاسه مي د هیواد په زرهاو ملالي په پردیو ملکونو کي فقر او سوال ته اړي سولې.
افغانان بېله شکه چی نن غاویر نلري، ځکه خو د کرزي کورنی لا تر اوسه هم د ولس په وینو کی خپله بقا لټوي، تر اوسه د خپلي کورنۍ لپاره د شتمنیو په راټولو بوخته ده، تر اوسه يې د کندهار د قومي مشرانو په وینو سینه نده یخه سوې، تر اوسه يې یتیم کندهار د استثمار او انحصار په نوم ټول چور او چپاول کړ. اوس نو داسي خلګ چي د قدرت او سیاسی بقا لپاره د خپلي کورنۍ غړي هم وژلایسي، نو هغوی به زموږ او تاسو پر مرګ چيري صرفه وکړي؟ خود به مو ولس د خپل پاته ژوند بقا د هیواد څخه په تېښته او فرار کی لټوي او په پردیو ملکونو کی به مو خلګ د سپیو او نورو حیوانانو په نومونو د محفلونو او تفریحي پارکونو څخه منع کوي.
اوس نو داسی یو مشر، چي هغه ته پخپله په غیري رسمي بڼه ایرانی کڅوړي را روانی وي، هغه به چیرۍ ددې جرعت ولري، چي د ایران د دا ډول ګستاخۍ او بې شرمۍ په وړاندي په زغرده جواب ووايې؟ داسي یو مشر چي خپل وروڼه او د کورنۍ غړي يې تر غاړي پوري د کابل بانک د بیت المال په غلاو، په کندهار کي د ګمرکاتو د عوایدو په چور کي، د عینو میني په غصب سو مځکو، استثمار، او انحصار سوو قرارادونو کي ډوب او لاس ولري، نو هغه به چیري په هیواد کی د ادري فساد په وړاندي مبارزې ته زړه ښه کړي. نو ولي به مو په ولایتي شورا کي امران پچرمینان نوي، ولي به د کندهار د مجس څخه په سلهاو انسانان ژوندي نه ورکېږي، ولي به مو بېګنا ځوانان د طالب په نوم د کندهار په ریګو کي نه ورکيږي، ولي به مو پاکستان هره ورځ د هیواد پر حریم تیری نکوي. ولي به مو هیواد د پنځوسو ملکونو د جاسوسۍ او د اسحلو د استعمال او امتحان لپاره لابراتوار نوی ګرځېدلی.
اې افغانانو اوس هغه وخت رارسېدلی، چی یوازي او یوازي ستاسو پاکه اراده، یوالی او پاک عزم ستاسو بایللی وقار بیرته د یو پاکی او مشروع مبارزې له لاري ګټلایسي، او د دغو راوارید سوو مشرانو مو خلاصولایسي. ځکه خو فکر کوم د ظالمانو په وړاندي چپه خوله پاته کېدل پخپله هم جرم او هم لویه ګناه ده. د فساد سره د مبارزې په وړاندي موږ ټوله خبریالان، د مدني ټولنی فعالان او د هیواد هر وکړی، نر او ښځه جلا جلا کولایسي، خپله انساني او ایماني وجیبه تر سره کړي، تر څو مو په هیواد کي دننه دغه خونخوره، غاصیبي او فاسیدي فتنې له منځه وړي وي. زه باور لرم ستاسو د یوالي یوه چغه د مفسدینو په لړمانه کی د اور لمبې بلوي، ستاسو قوی اراده د دا راپاته قومي مشرانو ژوند ژغوري او ستاسو پاکه مبارزه به د کونډیانو او یتمانو پر کولېدلي زخمونو د مرحمو پټۍ واچوي.
د داسي یوې ورځي په هیله، چی په هیواد کی مو د را وارید سوو مشرانو، مفسیدینو، غاصیبینو او سیاسي ټګانو ټغر د همېش لپاره ور ټول کړی وي.
په درنښت، تاسو کشر