د پښتنو په هیواد کې د ډیورنډ کرښې دواړه خواوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63335
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2015-03-08

 

دوهمه  او ورستۍ  برخه

سرچینه   ــ  :  لوماند ډیپلوماتیک         
لیکوال   :  په  اسلام  اباد کې  د بي بي سي  د سیاسي  تحلیلونو او څیړنیزو مسایلو نامتو  خبریال  اووین بنیټ جونس

ژباړونکي  :  له  انګلیسي  څخه   الماني  ژبې  ته  نامتو خبریال   ښاغلي  نیلس کادرچکه  او له  الماني  څخه  پښتو  ژبې  ته  سراج  الحق  ببرک  زی  ځدراڼ

 

 د اسطورو  او  دودونو هیواد  افغانستان 
 افغانستان  کې  د نورو قومي  مشرانو  په  پرتله  حقاني  د پخواني  شوروي  اتحاد د سرو لښکرو  پر ضد جهاد کې  له  ډیر  پخوا نه  عرب  خپلسري  جنګیالي  راجلب  کړي  وو. د دې  ټولو عربانو  په  سر کې  اوسامه  بن  لادن   راځي . سړی  کولي  شي  له  همدې  کبله  ووایي، مخکې  تر  دې  چې  بن  لادن  د نړیوال  جهاد په  فکر کې  شي، په  نړۍ  کې  دا د حقاني  ډلې  وه، چې  په  کې د لومړي  ځل   لپاره  نړیوال   جهادیان   شتون  درلود.  د حقاني   ډلې  د ټولو نه  مخکې  د نورو  هیوادنو لکه  د چین،  چرچینیا، د مرکزي  اسیا  له  جمهوریتونو او د اروپا  څخه  خپلسري  ازاد جنګیالي  په  خپله   شبکه  کې  راټول  کړي  وو.  حقاني  شبکه  د خپل  ځواکمنتوب،  پیاوړتیوب   او د خپلو  نړیوالو اړیکو  درلودلو له  امله  د افغان  طالبانو سره  اړیکې  لري، دوی  د همدغو اړیکو  پربنسټ  یو له  بل  سره  نښلوي  شويدي . طالبانو  هیڅ   کله  حقاني  ډلې  ته  په   کمه  سترګه  نه  دي  کتلي . د حقاني  شبکه  نه  یواځې  د افغانستان   په  ختیځ  کې  خپلي  پوځې  هډې  لري، بلکې  د  ډیورنډ کرښې  په  بله  غاړه  کې  هم  مذهبي، پوځې  روزنیزه  مرکزونه  لري .
همدغه  وضیعت  د دې  لامل  شوي، چې  د حقاني  ډله  د پاکستان  د حکومتونو سره  د ښو  اړیکو  پاللو ته  اړ ه شي  او له  همدې  کبله  د حقاني  شبکه  دې  ته  مجبوریږي، چې  د اسلام  اباد  لپاره   ځینې  ځانګړي  خدمات  او ځانګړي  دندې  تر سره کړي . د بیلګې  په   ډول  د حقاني  شبکې   په ۱۹۹۰  یمو کالونو کې  د کشمیر  د جګړه   لپاره  پاکستاني  جنګیاليو ته  په  خپلو روزنځایونو کې  جنګي  ښوونه  او روزنه   ورکوله  او  په  دې  ورستیو  وختونو کې  په  افغانستان  کې  د هند پر سفارت  او پر  امریکایي  تاسیساتو  باندې  د پاکستاني  پوځې استخباراتو  اې  اس  اې  سره  په  ګډ تفاهم  او  همکاري   بمې  بریدونه  تر سره  کړي  دي . 
د ۲۰۱۱ کال  د سپتمبر  په  میاشت کې د حقاني  شبکې  په  دې  وتوانیده،  د چاودیدونکې توکو څخه  ډکه  یوه لارۍ  د پاکستان   څخه  د ډیورنډ  پر کرښه  راواړوي، دوی  غوښتل  د امریکایانو  پر  یوه  پوځې  اده  باندې  برید تر سره  کړې .  پاکستاني اجنټانو  د امریکې  متحده ایالاتو استخباراتي ادارو ته  پټ  راپور  ورکړي  وو. امریکایانو  د پاکستانیانو  څخه  غوښتلي  وو، دوی  باید لارۍ  ته  په  پاکستان  کې توقف  ورکړۍ  . که  څه  هم  پاکستاني  لوی  درستیز  جنرال  کیاني   دا ژمنه  کړي  وه، چې  دوی  به  دغه  لارۍ   دروي .  د دې   ټولو هڅو سره سره  لارۍ  په  دې  بریالې  شوه، د خپل  بار سره  د افغانستان  خاورې  ته  نننوځي .  هممهاله  لارۍ  د امریکا یې   ډورن  الوتکي   لخوا  د هوا څخه   د څارلاندې  وه . د حقاني  شبکه  په  دې  وتوانیده  په  یوه  تونل  کې   یو موټر د یو بل  موټر سره  بدل  کړي  او  امریکایان   وغولوي .  د همدې  لارۍ   موټر بم   له  امله  اټکل ۷۷  امریکایي  سرتېري  تپیان  شول .
د امریکا متحده ایالاتو  له  ډیر  پخوا نه  زیار ایستلو، چې  د پاکستان  سره  خپلي  ظاهري  اړیکې  همداسې  وساتي، اما  د دغي  پیښې  څخه  ورسته  په  پنتاګون  کې  د امریکا جګپوړو  پوځې  چارواکو  ځښته   ډیره   غوسه  را وپاریده  .
٬٬ په  افغانستان  کې د حقاني  شبکې   فعالیتونه  داسي  بریښي، لکه  چې د پاکستان   د استخباراتو  اې  اس اې  اوږد  شوي  لاس ٬٬ دغه  شکایت  په ۲۰۱۱ کال  د سپتمبر  په ۲۲ مه  نېټه  د امریکې  امیرالبحر میک مولن  د سنا یا د مشرانو جرګې   په  پوځې  کمیټه  کې  وکړ . یو کال  ورسته  واشنګټن  د حقاني  شبکه  په  خپل  تور لیست  کې  د یوې  ترهګري  ډلي  په  نامه  شامله  کړه .
 د پاکستان  ملګري  حقاني  شبکې  ته  په  ټول  پاکستان  کې  د هر  ډول  د کړه  وړو او  فعالیتونو ازادي   ورکړلي   شوي  ده  . هممهاله  د پاکستان  حکومتونو  د حقاني  شبکې او پاکستاني  طالبانو ترمنځ   د نږدې کیدو  اړیکو باندې  سترګې  پټولي .
د ۲۰۱۳ کال  تر اوړي  پوري   د پاکستان  پوځ   په  قباییلي  سیمو کې  شپږ  ایجنسې  د پاکستاني طالبا نو  څخه  تصفیعه کړې . په  دغه  عملیاتوکې اټکل ۵۰۰۰  پاکستاني سرتیرې  ووژل  شول .
اوومه  ایجنسۍ  شمالي  وزیرستان  هم  د ورستيو  عملیات  په  ترڅ  کې  د طالبانو څخه  باید بیرته  ونیول  شي.  په  دې اړه   راولپینډۍ کې د پاکستان  پوځ   په  لوی  درستیزیت   کې  بیا  هم  سمدلاسه  پریکړه  نه  نیول  کیده . لامل   يې دا وو، چې  حقاني  شبکه  باید خپل  عملیات  بې  له  خنډ او ځنډ څخه  په  افغانستان کې  پرمخ  بوځي .  په ۲۰۱۴  کال  کې  کله  چې   پاکستانې  پوځ  په  شمالي  وزیرستان  کې  عملیات  پیل  کړل، د پاکستان   پوځ   خپلو ملګرو  یا حقاني  شبکې ته   په  ټیک  وخت  کې خبر دارۍ   ورکړو، چې  دوی  کولي  شي  اوس  خپلې  پوځې ادې  د افغانستان   نسبتآ  امنو سیمو ته   ولږدوي . 
دا شوني   وه  او کیداي  شول، چې  د پښتنو محاصر تاریخ   په  یو  بل  ډول  لیکلي  شوي  وای، که  چیرته  ټولو پښتنو ته  په ۱۹۴۷  کال  کې  یو چانس  ورکړي  وای، چې  دوی  په  خپله  پر خپل  ځان  باندې  حکومت  وکړي  ؟
د پښتنو د پوښتني  په  اړه  د ازادې  اروپا  راډیو   پښتون  خبریال  ابوبکر  صدیقي  دلیل  راوړي  او  وایي، ښایي  ټول   پښتون  ولس  د همدې   چانس  په  درلودلو سره  پر خپلو  دودیزه  ارزښتونو، خپلواکو،  منځلارو، او  د  ژور ملي  فکر خاوندان  او  منلي  ملي مشرانو، چې  دوی  تل  د یو عمل  تر سره کولو  مخکې  لومړي    هر اړخیزه   ژور فکر کوي   راټول  شوي  واې .
د پښتنو  په  تاریخي  کې  تاریخي  شخصیت  او د اسلامي  نړۍ  ستر  روحاني  عالم  پیر روښان  ولاړل  دی . په شپاړلسمه  پیړي  کې  پیر روښان  د خپلي خپلواکۍ  مبارزه  په  بهیر کې  په  دې  وتوانید،  پښتنې  قبیلې  د مغلو  د امپراتورۍ   په  وړا ندې  سره یو موتې  کړي  . پير روښان  نه  یواځي  د پښتو ژبې   لیکدود  او لیک موندلو کې  پښتنو ته  ستر خدمتونه  وکړل، بلکې  دغې  باشعوره  منځلارې  روحاني انسان  د خپل  ستر  ذکاوت  او ړون اندې   ځواک  درلودلو  له  لارې  وکولی  شول،د  اسلامي  شریعت   په  منځلارې  تفسیر  کې  د  صوفیزم  مکتب  طریقه   ومني  او له  دې  لارې  یو منځلاري  امت  ته   لاره  هواره  شوه .
 پښتنه  ټولنه  کې  د نوی  وسله  وال سختدریز لید لوری  یا   فکر  خپریدل  او ورسره  په  پښتنه  ټولنه کې  د پښتنو د زغم   ستر کولتور کچه  را ټیټیدلو یو لامل   د پاکستان  په  نوی   جوړ شوي  دولت  کې  پروت  دی . پاکستان  کې  ناامني، نه  خوندیتوب  او له  تشدد  ډک  چاپریال  حاکم   دی . پاکستاني  حکومتونو لومړۍ  په  کراچۍ او  ورسته  په  نوي  پلازمینه  اسلام اباد کې  د پښتنو د زغم  یا  عدم  تشدد فکري  کاڼسیپټ  ته  هیڅ  ځای  نشته .
پاکستاني  پوځیانو څو ځلې  د کابل  پر ضد  جهادي  فعالیتونه  رهبري  کړي  دي  . ان  کله  چې  افغاني  لوري   ډیورنډ کرښه  تر  پوښتني لاندې  راوستي  یا  دکرښې  له  منځ  وړلو هڅې  پيل  کړی، پاکستان  په  غبرګون  کې   جهاد پيل  کړي  دی . 
پاکستان  له  دې  امله  په  خپل ستراتیجیکي سیاست  کې  تل  جهادیان  د یوې  سیاسي  وسیلې  یا  الې  په  څیر د افغانستان  پر ضد استعمال  کړي  دي .  پاکستان  کلونه  کلونه  افغان  مجاهدین  د پخواني  شوروي  اتحاد  پر ضد د بېساري  مالي  مرستو له  لارې  چې  نږدې  شلو میلیاردو  ډالرو  ته  رسيدل  سمبال  کړی  دي .
مجاهدینو ته  دغه  ستري  مالي  مرستې  له  متحده ایالاتو او سعودي  عربستان  څخه  را بهیدې ، چې  ورسره  په  اسلام اباد کې  حکومتونو خپل  ملاتړ له   مذهبي  ګوندونو څخه  اعلان  کړو او  ورسره   د مذهبي  مدرسو  شبکې  بنسټ  یې کیښود.  په  دغه  مدرسو کې  سختدریځه  مذهبي  جنګیالي  روزل  کیږې .  مدرسو کې شرایط داسي  برابر شول، چې  په  کې طالب  او القاعدې  ته  وده  ورکول  کیده .
د پښتنو  په  اند، پښتنوته   د نوی  جوړ  شوي   پاکستان   په  ډالۍ  ورکولو کې  دوی  ته  نه  ملي  هویت   او نه   ملي خپلواکۍ  ورپه  برخه   شوي  ده، پښتانه  یوازې   د یوه استعمار څخه  د یو بل  نوې  پردې  استعماري  ځواک  تر  ولکې  لاندې  راغلي  دي .
د ښاغلې  صدیقي  په  دې  اند دی، د پښتنو په  ورسته  پاتي  قبایلي  ټولنه  کې   په  پرلپسې  ټوګه  له  تشدد  ډک  د نوې   را منځته  شوي  د واکونو جوړښتونه  د نن  ورځې جهادي  حالت  او د جهادیزم  تیوري   موږ  ته  په  ډیره  ښه  ټوګه   تشرح  کولې شي، چې  په  څه  ډول   جهادیزم   په  یوه  دودیزه  له  جګړو، تاوتریخوالي  څخه  ډ که  قبایلې  ټولنه  کې  خپلې  ریښې  غځلولي  دي .                                                                                                                                                     صدیقي  په  دې  باور  دی، چې  لویدیځوال  د پښتني  ټولنې  په  اړه  یو ناسم   قضاوت  لري .  دوی  تل  د پښتنو د حقوقي کوډکس  یا  پښتونولۍ  څخه  یو  رومانتیک  انځور لري .  دوی  باید په  دې  وپوهیږي، چې پښتونولي  د خپل   عالي ارزښتونو ننګ، غیرت، عزت، بدل ، میلمستیا  سربیره  نوري  د خیرښیګڼې  ښې  چارې  په  خپله  ټولګه  کې  لري .
سړی  په  دې  خبره  پوهیدلي  شي، چې  ولې  ښاغلي  صدیقي  یو داسي  قهرجن  غبرګون  له  ځانه  ښیي . دی  د بیلګې  په  ډول  وایي، ایا  داسي کیداې  شي، نن  ورځ   د تاسو ټول  بهرني  خبریالان  او همداسې  د پرون   په  شان  برتانوي امپریالیستان   خپل  کولتور ي  دودنه  په  شرقي  فنتزي  یا  تخیولي  نړۍ  په  انځورونو  کې  را محدود کړي . ( ۴ )   دلته   همداسي څه  شي  چې  پښتونولي  پوري  اړه  لري،  تاسو نشي کولي  چې  په  څو محدودو ارزښتونو او  انځورنو کې  تعریف  کړي .  صدیقي  وایې، چې  پښتونولي  د یوې  حقوقي  دعوا   په  حل  کې  یوازې  د زور  او ځواک  څخه  کار نه  اخلي، بلکې  د پښتونولي  په  قانون  کې  د حقوقي دعووې  حل  د پریکړو  په  بهیر کې  د هراړخیزو، سلا مشورو، پوښتنوګروږنو  او خبرواترو څخه  ورسته  ټولو  دعواګیرو خواو ته   د یوې   منلي  شوي  پریکړې  پر بنسټ   فیصله  کیږي .
 په  خیبر  پښتو نخوا  کې  د پولیسو  یو افسر  عباس خان  د پښتنو  د شخصیت  انځور  په  اړه  هغه ادعا  ردوي،  چې  پښتانه   سرکښه  قبایلي  جنګیالي  خلک  دي  او یا  د دوی   دودیزه  کلتورې  ارزښتونه  د نوې  نړۍ  سره ستونزې  لري .  دی  په  دې  اړه  بلکل  یو بل  منطقي  نظر  وړاندې  کوي . حسن  عباس  خان  وايې،  پښتانه  د انګرېزانو په  وړاندې، د روسانو په  وړاندې  او د امریکایانو په  وړاندې  جنګیدلي دي .  پښتانه  تل  د ځواکمنو  پردیو امپرتوریو په  څنډو کې  اوسیدلي دي، د نړۍ زبرځوکو  امپراتورې   په  ډیر  عحیب  او غریب  ډول  په  پرله  پسې  ټوګه  د  دوی  پر  هیواد او خاوره  باندې   خونړې  یرغلونه  کړي  دي .  له  همدې  امله  په  پښتنو کې  د  استعمارګر،  یرغلګرو یرغلونو   په  وړاندې  یو  ډول  د دوی  خپل   پښتني   مقاومت  کلتور  ته  وده  ورکړل  شوي  ده . ( ۵ )
 د ۲۰۰۱ کال  له  ماتي  خوړلو څخه  راهېسې  د افغان  طالبانو سیاسي  شتون  او په  اوسنیو موجودو  ګواښونو کې  د دوی  د ژوندی  پاتیکیدلو لاملونو او فکتورنو باندې  ښاغلي  عباس خان  رڼا  اچوي  او د بیلګې  په  ډول   دی  وایې، په  افغانستان  کې د امریکایي  سرتیرو شتون  دی،  د جنګسالانو، د جنایي داړه مارو،  لوټمارو ډلو تپلو  شتون   دی ،که  څه  هم   د دوی  ځینې  د طالبانو سره  یو ځای   شوي  هم  دي . 
  د پاکستاني طالبانو  پاڅون  او مقاومت   دی  بیا داسې تشریح  کوي .  له  یوې  خوا پاکستانۍ  حکومت  پر قبایلي سیمو باندې  هیڅ  کټرول  نه  لري، له  بلې خوا د پاکستان  د حکومت  مشر  مشرف  د ۲۰۰۱ کال  څخه  تر ۲۰۰۸ کاله  د یو پټ  او سریح    پلان  تعقیبولو، مشرف   له  لارې   د طالبانو  د غورځنګ   په  منځ  کې ځینې  ډلې  ټپلې تقویه کولې . د دوی  په  فکر  یواځې  د طالبانو  د ډلو د تقویه کولو له  لارې  د پاکستان  ګټې  په  افغانستان  کې  تضمیندلې  شي .
که  څه  هم  د پاکستاني او افغان  طالبانو سره  د سعودي  عربستان  له  خوا مرسته  کیږي . پاکستان  کې  مهم فکتور  او ستره  ویره  دا ده، چې  په  افغانستان  کې  د هند اغیز  مخ  پرخوریدو دی  او  د پاکستان   ویره  او  پام  د  بلوچستان  پر لوري  دی . د پاکستان   په  فکر د هند د خپریدونکې اغیزې  په  وړاندې  یواځنې  سیاسي    وسیله   افغان  طالبان  کیدای  شي .
په  داسې  حال  کې  چې  پاکستاني  طالبان  اسلام اباد ته  تر ټولو یو ستر ګواښ  ګرځیدلي . پاکستان  په  دې  لټه او  هڅه  کې  دی، چې  افغان  طالبان  دې  بیر ته  په  کابل  کې  واک  ترلاسه  کړي،  دغه  موخه  په  افغانستان  کې  د پاکستان  د ګټو سره  برابره  ده. له  همدې  امله  پاکستان  د پاکستاني طالبانو مخ  پر وده  قوت  او خپلواکۍ  په  وړاندې  څه  نه  تر سره کوي .  پاکستاني طالبان   ځانونه  اوس  ورو ورو  د اسلام  اباد  له  کنټروله  په  ویستلو کړي  دی .
د پاکستان  په  استخبارتي کړیو کې   ډیر مایوسه  او نهیلي  کسان  شته  دي، دوی  فکر کوي، چې  څنګه   پاکستاني طالبان  د افغانستان  په  جګړه سمبال  نشول .  د پاکستان  لپاره  دا هم  نا ارامه کوونکې  وه، چې  پاکستاني  طالبانو خپل  جنګیالي  نه  یواځې  د پښتني  قبایلي  سیمو  بلکې  د ټول  پاکستان   څخه  راټولوي . لکه  د پنجاب  پوځې  ډلې، د کراچي  د مدرسو سخت  دریځه  طالبانو  ته  دا   دومره  مهمه  نه  ده، چې  دوی  د افغان  طالبانو  پخوا کې  د امریکا متحده ایالاتو  په  وړاندې  وجنګیږي، دوی  ته  دا  مهمه  ده، چې  پاکستان  کې  حکومت   رانسکور کړي  او  یو خپل  مذهبې  رژیم  رامنځ  ته کړي .  پنجابي طالبان   یو سخت  دریځه  رژیم  یواځې  په  اسلام اباد  یا پاکستان  کې  هم  نه  غواړي .
د دواړو طالب  غورځنګونو  ترمنځ  ستراتیجیک او  ایدیالوجیک  توپیر ونه  په  ځینو  برخوکې  لیدل کیږې . د پاکستاني طالبانو سخت  دریځه  ایډیالوجۍ د ملګروملتو  د پولیو یا  ګوزڼ  ناروغۍ  ضد واکسین  کمپاین  پر ضد هم  جنګیږي، په  داسې  حال  کې  چې  افغان   پرګماتیک  طالبان   دې  ته  چمتو دي، د واکسیناسیون  د پروګرام  له  ټیمونو سره  عملا  ً  همکاري  او مرسته  وکړي .
کله  چې  بهرنې کتونونکې  او کارپوهان  د پښتنو پوښتني  یا د پښتونستان  مسئلې  په اړه  فکر کوي، دوی  اکثرآ  دا کار  په  دې  هیله  کوي، چې  د پښتنې  په  سیمو کې د ډیورنډ کرښې  په  دواړه خواوو کې  د کړکیچ  د حل  سره  به  د لویدیځ  امنیت  خوندي  شي  یا  د پښتنو  په  کمربند کې سوله  د لویدیځ  امنیتي لیوالتیاوو لپاره   ګټوره  تمامیدي   شي ؟ .

پښتانه  بیا  هم  د دې کړکیچ  حل  د یو بل  دلیل   پر  بنسټ  غواړي، پښتانه  په  دې اند دي، چې د دوی  څو نسلونه   د بې وزلې، بې امنیتي، بې ثباتي او د دغو ناوړو  ښکارندو، بې رحمه، بې عاطفې اغیزیو ته  بې وسه   او نا توانه  پراته  دي . پښتانه   غواړي   دغه کړکیچ   نوره  باید فیصله  شي او تاریخ  ته   وسپارل  شي . له  همدې  ناوړو  ښکارندو  او حالاتو له  امله  ډیر  پښتانه  د خپل  هیواد پريښودو ته  اړ شوي  دي  :  نن   په کراچۍ کې  د پیښور او کندهار څخه  ډ یر  پښتانه  ژوند کوي . د دوی  ډیرې  د  صدیقي  له  تیزس  او ادعا سره  موافق  دي ، چې د دوی  هیواد پرته  له  اقتصادي  ودې   هیڅ  راتلونکې  نه  لري .
په  همدغه  موضوع  کې   پښتانه  ملتپال  په  یو ضداو نقیص  حالت  او یا په   دوو  بدو حالاتو کې  ایسار  دي .  صدیقي  په  دغه  برخه  کې  د ستر و  هڅو غوښتنه کوي، تر څو پښتانه   په  او سنې  دولتي  جوړښت  کې  مدغم  شي .د بیلګې  په  ډول  دی  غواړې  چې  د ایف،سي، ار   تور قانون   ( ۶ )  ځاې  دې  هغه  نافذه  قوانین  ونیسې، چې  په  ټول  پاکستان  کې  چلیږي .
دوی  بیا  دې  بل  اړخ  ته  فکر نه  کوي، چې  د پاکستان  له خوا  هر  ډول  سیاسي  نوښت، بدلون  او موډرنیزم   به  په  اتوماټیک  ډول  د دې  مانا ورکړي، چې  د ډیورنډ کرښه  په  رسمیت  وپیژندل  شي او  کرښه  به  په  نړیواله  پوله  بدله  شي . د مډرنو  ملي  دولتونو شتون   په  نړیوالو پولو کې  دی، چې د دوی  له  خوا  کنټرول کیږي . ولې داسې  یو عمل  به  د پښتون  ستر ولس  ویش ته  لاره  خلاصه   نه  کړي ؟ .
صدیقي  هڅه  کوي، په  خبرو  او چل  کې  له  دغي  بد حالات  او مهمې نقطې  څخه  ځان   د یو  وړاندیز  له  لارې  وباسي  . دی  وایي، سړی کولي  شي   د ډیورنډ کرښه  په  رسمیت  وپيژني  او ورسره  پر  پوله  تګ  راتګ  ازاد پریښودل  شي .
دغه  وړاندیز  او  حل  به  تر هغه  پلي  نشي،  تر څو چې  د طالب  جنګیالي  پر پوله  په  اسانه  تګ  راتګ  کولي شي . طالبان   پر کرښه  باندې  لکه  د  دواړو دولتونو  استازې  او یا د  دواړو دولتونو  د امنیتي اورګانو  په   څیر ځې او راځي . دغه  حالت  په  مطلق   ډول  د دواړوغاړو  طالبانو  په  ګټه  دی .  په  داسي  حال  کې  چې  د افغان  طالبانو  مشر  ملا محمد عمر  په  پاکستان  کې خپله  اډه  لري، همداسي  د پاکستاني  طالبانو مشر  ملا فضل الله  د افغانستان  څخه  عملیات  تر سره  کوي . د کابل  او اسلام اباد ترمنځ   بې  باورې  دې  کچې  ته  رسیدلي  ده، چې  د دواړو هیوادونو  استخباراتي ادارې   پردې  خوشحاله  دي، چې  یو  د بل  دښمن  ته   پټنځاېونه  برابر کړي  دي .
په  منځني  ختیځ  او شمالي افریقا  کې حکومتونه  د ډول  ډول  میتودنو له  لارې  هڅه کوي، تر څو  د مذهبي غورځنګونو مخه  ونیسي . په  سوریه کې  د اسد رژیم  له  خوا وژل  کیږي . په  مصر کې  د سیسي  رژیم   له  خوا زندانونو  ته  اچول  کیږي . په  تونس کې  دوی  د سیاسي  توکو او لارو چارو له  خوا  قابو نیول کیږي .  په  افغانستان  او  پاکستان  دواړه  طالب  غورځنګونه  کولي   شي  ځان  په  ښه  ټوګه  وښیي، که  څه  هم   د دوی  په  له  منځ  وړلو کې د ټول توکو څخه  کار اخیستل کیږي .
د دې  تمه  اصلا ً نشي کیداي،  د افغانستان  څخه  د ایساف  ځواکونو  په  وتلو سره  به  دغه  کړکیچ   پای  ته ورسیږي  ( ۷ ) ایران، هند، چین   همداوس  دې  ته  چمتووالي  نیسې، د امریکایي سرتېرو د وتلو څخه  ورسته  په  افغانستان کې  د قدرت  تښه  ډکه  کړي . که  تاریخ  ته  وکتل  شي، سړی  باید  وډار شي، هر نوی  ځواک  په  افغانستان  کې   له  یوې  جنګسالارې  ډلې سره  مرسته کړي  ده . تر څو دوی  خپلي  ګټي خوندې کړي  او یا  لږ ترلږه  د خپل سیال  هیواد مخه  ونیسي، تر څو د کابل  په  حکومت  کې  ډیره  اغیزه و نه  لري . له  دې  سره  به  بیا پښتانه  د یو بل  اور  په  لمبو کې سوځي  او د اور خوراک   به  شي .


پای 

لمنلیک  او اخیځلیک  :  
۱  .  له  پاکستان  څخه  شیکاګو ته  په  تلونکو  دوو الوتکو کې   دوه  بمونه  پټ  ځای پر ځای   شوي  وو، هغمهال  په  انګلستان  یو بم   په  یوه  الوتکه  او  همداسي  بل   بم   په  دوبۍ کې د الوتکو د تمکیدو  پر مهال  کشف  او شنډ کړل  شول .
۲ .  د سرحدي جرایمو مقررات  یا قانون  کولونیالیستي چارواکو ته  دا شوني کوله ، چې  دوی  د ادارې  قوانینو د پریکړو  په  اټکلو کې د دودیزو قوانینو څخه  هم  کار واخلي  . 


(3) Abubakar Siddique, "The Pashtun Question: The Unresolved Key to the Future of Pakistan and Afghanistan", London (Hurst Publishers) 2014.

(4) Zur Kritik des westlichen "Orientalismus" siehe zum Beispiel Edward Said, "Kultur der Einfühlung - über Orientalismus", "Le Monde diplomatique, September 2003.

(5) Hassan Abbas, "The Taliban Revival: Violence and Extremism on the Pakistan-Afghanistan Frontier", New Haven (Yale University Press) 2014.

(6) Siehe Anmerkung 2.

(7) Siehe Camelia Entekhabifard, "Afghanistan - was bleibt", "Le Monde diplomatique, Dezember 2014. 


Aus dem Englischen von Niels Kadritzke
Owen Bennett-Jones war BBC-Korrespondent unter anderem in Islamabad. Autor von "Pakistan: Eye of the Storm", New Haven/London (Yale University Press) 2013.
© "London Review of Books; für die deutsche Übersetzung "Le Monde diplomatique, Berlin
  London Review of Books                                                                                                         
Across the Durand Line
Owen Bennett-Jones
• BuyThe Pashtun Question: The Unresolved Key to the Future of Pakistan and Afghanistan by Abubakar Siddique
Hurst, 271 pp, £30.00, May 2014, ISBN 978 1 84904 292 5
• BuyThe Taliban Revival: Violence and Extremism on the Pakistan-Afghanistan Frontier by Hassan Abbas
Yale, 280 pp, £18.99, May 2014, ISBN 978 0 300 17884 5