کله چي د پیسو او بانکونو تاریخي جوړښت ته نظر وکړو نو دوه مهم څیزونه د یادولو وړ دي ، مروجي پیسې او بانک . په دې لیکنه کي غواړو چي د دواړو تاریخچې ته یو لنډ نظر وکړو په اروپا کښي د ۱۷ مي پیړۍ څخه مخکي سره زر، سپین زر او داسي نور ارزښتناکه جنسونه د جنسي پیسو ( Commodity Money ) په توګه استعمالېدې ، تر ۵۰۰ کالو پوري دغه جنسي پیسې د راکړي ورکړي په معاملاتو کښي د یو معیار په توګه په اروپا او آسیا کښي جریان درلود، همدارنګه په چین کښي له ۱۲۰۰ م کال څخه تر ۱۷۰۰ م کالو پوري جنسي پیسې استعمالېدې ، حتی دا چي د عیسی ع د پیدایښت څخه مخکي د جنسي پیسو استعمال په لویه کچه مروج وو، دغو جنسي پیسو بېلا بېل ډولونه درلودل او هر هیواد به د جنسي پیسو په جوړولو کښي یو ځانګړی معیار په پام کښي نیوه ، حتا ځینو هیوادونو د معیاري پیسو جوړولو لپاره ځانګړي لرګي استعمالول او دهغې په وسیله به یې معاملات ترسره کول .
لکه څرنګه چي مخکي وویل سول سره زر ، سپین زر او داسي نور ارزښتناکه اجناس د مروجو پیسو په بڼه استعمالېدل خو کله چي به بیا معاملات په لویه کچه کېدل نو د جنسي پیسو لېږد رالېږد به ستونزي رامنځته کولې همدا دلیل وؤ چي زیاتره لوی معاملات به نه ترسه کېدل او خلک به له زیان سره مخ کېدل ، په اروپا کښي ځینو خلکو ( زرګرانو ) د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډول ډول مذهبي اسباب جوړول او په بازار کښي به یې پلورل همدارنګه دوی به خلکو ته د سرو زرو او سپینو زرو په بدل کښي یو ژمن لیک ورکاوه چي ارزښت به یې د اجناسو په کچه ټاکل کېدل نو له دې کبله د راکړي ورکړي معاملات ترسره کولو ته لاس رسی پیدا کړ د یادولو وړ ده چي د زرګرانو هغه مذهبي اسباب د نړۍ په ځینو سیمو کښي اوس هم په ډیره لږه کچه شتون لري خلکو ته د لا اسانتیاوو او اړتیا له مخي به زرګرانو د جنسي پیسو په بدل کښي کم ارزښت لرونکي ژمن لیک ورکاوه او همدارنګه په بازار کښي لا ډیر ژمن لیکونه منځته راغلل او زیاتره معاملات به د ژمن لیک په مرسته سرته رسېدل ، دغه بهیر تر یو حده پر مخ روان وؤ چي لا ډیرو خلکو خپلي جنسي پیسې ( سره زر او سپین زر ) د زرګرانو د با ارزښته ژمن لیکونو په بدل کښي وړاندي کول او زرګران په معاملات او کاروبار کښي یو غوره برخه وپېژندل سول او د خلکو زیاتره جنسي پیسې د زرګرانو په اختیار کښي پاتي سوې ، همدا وؤ چي زرګرانو ته د لا ډیري ګټي اخیستلو زمینه برابره سوه دوی به د خلکو د یو کیلو او نیم کیلو جنسي پیسو د ارزښت په بدل کښي دوه با ارزښت ژمن لیکونه جوړول چي یو به یې اصلي مالک ته او بل به یې د پور په توګه نورو خلکو ته ورکول چي وروسته له یوې ټاکلي مودې څخه به دوی یو کیلو سر زر او ټاکلی سود اخیستل ، د وخت په تېرېدو سره دغه ژمن لیکونه د دوو څخه درې او بیا څلور سول دغه لړۍ پراخه سوه او ټولي نړۍ ته د معاملاتو د معیار په توګه وغزېده ، ددې ترڅنګ څرنګه چي موږ وویل د ژمن لیکونو ترشا سر زر د ضمانت په توګه موجود وو ددغو ژمن لیکونو په صادرولو سره لویه ستونزه هغه مهال راپیدا سوه کله چي اصلي مالکانو د خپل جنسي پیسو غوښتنه وکړه نو زرګرانو ونسو کولای چي هغوئ ته د صادر سوو ژمن لیکونو په کچه جنسي پیسې ورکړي بله ستونزه دا وه چي د اجناسو په بیعه کښي ورځ په ورځ لوړوالی او د جنسي پیسو په ارزښت کښي ټیټوالی رامنځته سو چي اقتصاد دې حالت ته انفلاسیون وایي دا ځکه چي زرګرانو د جنسي پيسو د ارزښت په بدل کښي دوه ، درې او ان څلور چنده ژمن لیکونه صادر کړي وو ددې کړکېچ یا ستونزي د حل لپاره د یو داسي با اعتباره او متحد ځای ته اړتیا پیدا سوه چي خلک وکولای سي هغو سره د اعتبار او اعتماد پر بنسټ خپلي جنسي پیسې تبادله کړي او خلکو ته رسېدلی نقصان هم معاوضه سي .
پدې اساس ټول زرګران په دې نظر موافق سول چي د مرکزي بانک په نوم یو سکتور رامنځته کړي او د زرګرانو سره سته ټول سره زر او سپین زر په دې متحد ځای کښي د پشتوانې په توګه راغونډ کړای سي ، دمرکزي بانک د رامنځته کېدو څخه وروسته د مرکزي بانک مالکانو ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ چي هر هغه سند چي د دوی د جنسي پیسو په بدل کښي وړاندي کیږي هغه به د مروجي پیسې په شکل استعمالیږي همدا وو چي د مرکزي بانک بنسټ کښېښودل سو او په خپله خوښه یې ډول ډول ارزښت لرونکي ژمن لیکونه وړاندي کړل او د مروجي پیسې په بڼه یې معرفي کړ.
په کال 1609 کښي د ( Bank Of Amsterdam ) په نوم لومړنی مرکزي بانک په اروپا کښي ، په کال 1664 کښي د ( The Central Bank Of Sweden ) همدارنګه په کال 1692 کښي د ( The Bank Of England ) چي سرپرستي یې ( William Paterson ) په لاس کښي وه جوړ سوه ، په اوسني وخت کښي یو څو خاص بانکونه دي چي د سرو زرو بودیجه لري هغه د اروپا او جاپان بانکونه دي پاته بانکونه یواځي مروجي پیسې چاپه وي او خلکو ته یې وړاندي کوي چي په نتیجه کښي ډېر بانکونه د فعالیت څخه پاتي او بند کړای سول په ۱۸ پیړۍ کښي د ( Rothschild ) یا ( The House Of Rothschild ) په نامه یوه کورنۍ وه چي د بانکونو ټول واک ددې کورنۍ په لاس کښي وو دغه یوه یهوده کورنۍ وه او په اصل کښی د جرمني هیواد هستوګن وو.
ددې ترڅنګ په اروپا کښي د بانکدارۍ او مالیې بنسټونه هم په همدغه پیړۍ کښي د ( Rothschild ) کورنۍ ( Mayer Amschel Rothschild ) ایښی دی په دغه کورنۍ کښي ځانګړي وروڼه وؤ چي هر یو یې د بېلا بېلو معیشتونو بنسټ ایښودونکي وو لکه : ( Seligmans ) ( Pereires ) ( Bischoffsheims ) ( Lazards ) او داسي نور چي د نورو یهودیانو په وسیله به مرسته او یاري کېدل دغه بنسټونه یواځي او یواځي د هیواد په کچه پورونه ورکول او خپل شرطونه یې پرې منل : د بېلګي په توګه کوم هیواد به چي د جنګ په وخت کښي د (Rothschild ) د مالیاتي بنسټ څخه پور اخیستی ، نو دا شرط به پکښې وو چي که چیري دا جنګ مو په ګټه تمام سو نو موږ به ستاسو اقتصادپه کنټرول کښي ساتو مطلب دا چي ستاسو ټول معیشتي سیستم به زموږ په لاس کښي وي ددې ترڅنګ یې داسي نور شرطونه هم لرل چي دغي کورنۍ به خپل اقتصاد لا پیاوړی کاوه .
د وخت په تېرېدو سره دغه کورنۍ په دې وتوانېده چي په یوه وخت کښي څو هیوادونو ته پورونه ورکړي او په هغوئ خپل شرطونه ومني نو کله به چي د دوو هیوادونو په منځ کښي جګړه پېښه سوه نو ( Rothschild ) به دواړو هیوادونو ته پورونه ورکول او فتح چي د هر هیواد په برخه رسېده نو دوی به خپل شرطونه پرې منل او سود به یې ترلاسه کاوه ،
دلته پوښتنه پیدا کیږي چي دغه کورنۍ تراوسه خپل فعالیتونه ترسره کوي ؟ اوس هم سته ؟ او که سته نو په کومه سطحه کښي دی ، ددې پوښتني ځواب (هو) دی دغه کورنۍ تر اوسه پوري خپل فعالیتونه سرته رسوي خو هغه فعالیتونه چي د هیواد په سطحه پور ورکول او په هغوئ شرطونه منل وو نه دي که چیري د معیاري او حکومتي مرکزي بانکونو لیست وګورو نو په اوله شمېره کښي د ( Rothschild ) د بانکونو نوم راځي څومره بانکونه چي ګوری د هغې سرپرستي د همدغي کورنۍ په لاس کښي ده .