د افغانستان د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت -AEITI
Afghanistan Extractive Industries Transparency Initiative د نړيوال استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت (Extractive Industries Transparency Initiative - EITI) نوماند غړی دی. EITI د کانونو په برخه کې د معاملاتو او کړنلارو په شفافيت ټينګار کوي. دغه نړيوال سکرتريت په ۲۰۰۲ کال د ناروې هيواد په پلازمېنه اسلو کې رامنځ ته او په همدې ښار کې يې مرکزي دفتر هم تأسيس شو.
دغه نوښت ټينګار کوي، چې د کانونو، نفتو او ګازو څخه په لاس راتلونکو پيسو (ماليې، حق الامتياز، د ځمکې اجاره، کرايه، جريمې او نور اړوند عوايد) باندې بايد عام وګړي خبر او دغه پروسه بايد شفافه او معياري وي. د کانونو، نفتو او ګازو څخه ترلاسه کيدونکي عايد د کانونو- پطروليم او ماليې وزارتونو ته راځي.
د نړيوال سکرتريت د غړيتوب تر لاسه کولو لپار بايد ټول شرايط ومنل شي او معيارونه يې پلي شي. افغان دولت په ۲۰۰۹ کال کې ژمنه وکړه، چې د ياد سکرتريت شرايط به مني او معيارونه به يې پلي کوي. ورسته يې د نوماند کانديد شرطونه پوره کړل او له ۲۰۱۰ کال کې راهيسي نوماند غړيتوب لري. په نړيواله کچه ۴۸ هيوادونه د دغه سکرتريت معيارونه پلي کوي، چې ۱۶ هيوادونه يې نوماند او پاتي ۳۲ يې پوره غړيتوب لري.
د نوماند غړيتوب اخستو لپاره يو شرط د څواړخيز ګروپ( Multi Stakeholders Group -MSG)تشکیل ؤ، چې AEITI په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته کړ. د دغه ګروپ په تشکيل کې درې ډلې کسان شامل دي؛ لومړی مدني ټولنې، دويم استخراجي کمپنۍ او دريم دولت. د افغانستان استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت سکرتريت لويه دنده د MSG کارونو همغږي کول دي.
د افغانستان استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت ـ AEITI بايد د هر مالي کال رپوټ (د ارقامو د مقايسې رپوټ Reconciliation Report) جوړ او خپور کړي. په دغه رپوټ کې هغه کمپنۍ چې په کانونو کې يې پانګونه کړي ده، په دې پوښتل کيږي، چې په اړونده مالي کال کې يې دولت (ماليې او کانونو وزارتونو) ته څومره پيسې له کومو مدرکونو ورکړي دي.
وروسته له دولت څخه غوښتل کيږي، چې د اړونده کانونو، نفت او ګازو څخه يې څومره عوايد له کومو برخو راټولې کړي. دغه ارقام وروسته د خپلواکې ادارې لخوا چې AEITI يې ګماري، په مقايسوي ډول کتل کيږي او د کلنی رپوټ له لارې خپريږي.
ډير وخت د دواړو (دولت او استخراجي کمپنۍ) سرچينو په ارقامو کې توپير (Discrepancy) راپيدا کيږي. وروسته AEITI د دغه توپير مشخص کولو، پلټلو او مالياتو بيرته راپيداکولو باندې څيړنه کوي، چې د ( Resolving of Discrepancy) په نوم ياديږي.
تر اوسه د افغانستان استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت درې رپوټونه خپاره کړي، چې اول يې د ۱۳۸۷- ۱۳۸۸ دويم يې د ۱۳۸۹ او دريم يې د ۱۳۹۰ مالي کالونو ټول ماليات په تفصيلي ډول وړاندې کړي دي. اوسمهال د ۱۳۹۱ مالي کال په رپوټ باندې کار روان دی. په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره په www.aeiti.af او يا هم www.facebook.com/aeiti باندې موندلی شی.
څرنګه چې دغه سکرتريت په افغانستان کې اوږده مخينه نه لري، نو افغانان هم ډيره اشنايي ورسره نه لري. د مدني فعالانو او وګړو ملي دنده داده، چې د هيواد په جوړونه، د فساد په مخنيوي او له منځه وړلو، او د شفافيت په غښتليتا او پرمختګ کې برخه واخلي.
هرڅومره چې خلک د افغانستان استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت ـ AEITI په اړه زيات معلومات ولري، په هماغه کچه دوی د کانونو څخه په ترلاسه کيدونکو پيسو باندې زيات خبريږي، او په پوره مسؤليت سره کولای شي چې د ناغيړيو او ناقانونه کړنو په اړه مسؤل کسان وپوښتي.
په دې سره به له يوې خوا ملي او وطني دنده ترسره شوي وي او له بلې خوا به مو د شفافيت په لور د روان کاروان ملا تړلي وي.
د عامه اړيکو څانګه