دریمه برخه
د ونډۍ غوښه
دا دی د ونډۍ ورځ را ورسیدله؛ سهار چی اکبر د ماجته څخه کورته راغۍ خپلی ښځی ته وویل:
- هله ژر سه هغه دوه شلی (څلویښت) افغانۍ چی می ساتلی وې، نن یی د لګښت(مصرف) ورځ ده، هغه را که چی ځم ونډۍ درته راوړم. د دی خبری په اوریدو د لونګ مور په ډیره خوشحالۍ سره چسته د خپله ځایه ولاړه سوه؛ د تاخچی غوټی اوغوړاشی یی دخونی په منځ کی سره را چپه کړي، په ډیرمشکل یی په غوټو کی هغه څو کاله مخکی ساتلی او دخپلی خولی سپمولی دوه شلګون نوټونه پیدا کړل.
اکبر نو د کلونو ذخیره او سپمولی پیسی د ځانه سره وا خستي، د غرګی د کلی پر لور ور روان سو. په هغه کلی کی د اوبو د ژرندی مخ ته د غټ (پنبيي) توت سره پر خټینه تنګاچه ونډۍ وال عبدالله لالا د څو نورو سړو سره پیتاوی ته ناست و. چړی او ساتول یی مخ ته ایښی وه، غوا یی هم را وستلی او هلته تړلی وه.
عبدالله لالا انتظار و، چی په ونډۍ شریک ټول کلیوال راسي. دا دی یو په ونډۍ شریک اکبرهم ځان ور ورساوه. اکبر وناستو کلیوالو ته سلام وا چوه. تر سلام او روغبړ وروسته اکبر وعبدالله لالا ته ورنژدی سو، په کراره اوعاجزانه توګه یی هغه ته خواست وکی. دا سی چی که ده ته د دونیم شلو ونډه ورکړي. دوه شلی لرم او پاته (۱۰) افغانی به انشا الله څو ورځی وروسته درکړم.
عبدالله لالا چی دځوانی څخه یوخرابات او مناجات سړی و، او اکبرهم په ځوانی کی وخت ناوخته دهغه سره کښینستۍ، کله کله چی به پره کی راغلی نو خپل روڼ یی تیراوه یو دم مم یی ورسره واهه. په هغه یاری یی یوځل بیا د اکبر وچ، ژړمخ او ډنګرولاسو ته وکتل، زړه یی پر وسو. د اکبرخبره یی ومنله ورته ویی ویل: اکبر جانه پروانه کوی لس ګون دی ستا بلأ واخلی ته خو می پخوانی یار یی.
بیا نو اکبر په ډاډه زړه هلته خپل پټو تر ځان لاندی کړ او پر کښینستۍ. په ونډۍ شریک سړی څوک راغلی او څوک را روان وه، ټول په ونډۍ شریک ونډه وال او د مسجد ملا صاحب سره را جم سول.
عبدالله لالا پرملا صاحب ږغ وکی:
- ملأ صاحب انشا الله څوک به نور پاته نه وی ، لاس پورته کوه دعا وکړه.
ملا صاحب تر آعوذ بی الله او بسم الله ورورسته یو لنډه سورت ولوست، او دعا یی وکړه. تر دعا وروسته، عبدالله لالا پرخپلو اولادو ږغ وکی هلوکو غوا را ولۍ. زامنو یی غوا راوستله.
نا ستو خلګو یو دبله سره ویل:
ـ د پلانی د لاس غوښه به ښه خوږه وي.
بل پر بل سړی لاس کښیښود.
څو عبدالله و ملا صاحب ته وویل:
- په چا غوا حلاله کړو؟
- ملاصاحب خلګوته مخه ور واړاوه ویی ویل:
زما په باور خپله دی عبدالله غوا حلاله کړي، دی خپله ښه تقوا داره مسلمان دی.
خلګو دملاصاحب په خبره کی څه ونه ویل د غوا پښی یی وتړلې، بیا یی را چپه کړه، څو تنو ټینګه هم ونیوله. ملا صاحب ،عبدالله اللهُ او ناستو ټولوالله اکبر، اللهُ اکبر ووایه، عبدالله دغوا پر غاړه چاړه راکش کړه. ژر ژر یی په ګډه سره پوست کړه. کوټی، پښی او دیلبند یی هغو ته ورکړل چی وختی یی پیسی پریکړی وې. د غوښو د سرجم څخه یی ملا صاحب ته دوی کټوی غوښه ورکړه. ترهغه وروسته د حلالی غوا پر څرمن غوښی لس کوټی کښیښول سوې. له کلیو راغلی خلګ زړه خوږی وو. هرچا د اوموغوښوله لیدو خوند اخیست.
دغوښوهره کوټه د لسو تومنو وه. اوس نود هغوونډه چی پنځه تومنه ده. هغوپه دوو نفرویوه کوټه د غوښو واخیستله. نوری برخی په څلورو، پنځو، شپږو او حتی اتو نفرو سره شریکی وې. خود محمد اکبرونډه د دوه نیم شلی افغانیو وه. چی په غریبو کی نو اکبر لویه برخه وال و.
ټول خلګ ورته حیران وه، چی اکبر څونه ډیره غوښه کورته وړي؟ ا کبر د یوی کوټی څلورمه برخه کورته وړي. دا وخت لمرپرسراوغرمه نژدی وه.
اکبرغوښه را واخیسته، ډیرخوشحاله و، لڅی پښی په مټنو کوڅو کی د کورپرخوا داسی روان ؤ لکه لویه فتحه چی یی کړی وی .په فکرونو کی غرق دی وایی چی کورته ورسم ښځه او لونګ جان به غوښه و وینی څونه به خوشحال سی. دجمعی شپه خولا لیری ده ښځه به می دغوښو څخه لغړ (هډوکی) وباسی او یوه خوندوره ښوروابه ځینی را پخه کړی. پدغه فکر اوخوشحالی کی په یوه چارناله کورته راورسیدی.
دا د اکبر او د هغه د ښځی په ژوند کی لومړی ځل وو، چی دونه زیاتی غوښی د هغو کور ته راځي. ښځی يی په ډیرهوس دغوښوڅخه هډوکی را وایستل او پر نوره غوښه یی مالګه وشندله. غوښی يی په یوه وچه او کلکه لښته وپیلي. بیا يی د لرګی دوه سرونه په پړی وتړل، د خپلو خونو مخ ته د ولاړی ونی په یو ښاخ را وځړولي.
دلغړو څخه یی ماښام ته ښوروا پځه کړل ، دانو داکبر،ښځی او لونګ هغه دخوښی څخه ډکه شپه وه چی شاهانو به دغسی شپه نه وی لیدلی. تر ښورا خوړلو وروسته چی شپه پخه سوولونګ بیده سو، ښځی اومیړه په تیاره کی دغه خبره سره اړوله او را ړوله، څو د خبرو په پای کی د لونګ مورخپل میړه ته وویل:
- د جمعی شپی ته استاد فیضو کاکا) هغه کلیوال ماهرسړی ؤچی هلکان یی سُنت کول)را وغواړه، زه به سبا سهار لا ښځی خبری کړم.
تردی خبری کولو اوتصمیم وروسته دواړو سړونه کښیښول او بیده سول. د لونګ مور سبا اومه غرمه کی مهال خپل لوی پړنی پر سر کی، له کوره ووته، چی کلیوالی ښځی خبری کړې، او هغوی ته ووایي، څود جمعی شپی ته د دی کور ته ورسی او د لونګ د سُنتۍ په ښادئ کی ګډون ورسره وکړي. او له هغو کورو څخه چی دریی یی لرلې، هغه هم را ټولی کړې. ښځه تر(ګونګو) ماښام پوری په کورونو وګرځیده، ښځه په ستړیا ځکه نه پوهیدله چی زیاته خوشخاله وه.
کله چی کورته راغله، خاوند اکبريی هم پر کور و،بیا سره کښینستل، مجلس يی ډیر خوږ و، یو بل ته يی وویل، چی دیګ، کاسی او هغه څه چی په کار کیږی د فلانی او یا فلانی له کوره به را وړو. دشپی تر ناوخته يی پر دغه خبرو خوند اخیستۍ اوپام يی په بله وو. هر سهار به یی غوښی دخونی څخه دباندی د ونی په ښاخ ځړولی او د شپی به یی په خونه کی ساتلې.
اکبر اوښځی یی په کورکی لږغلمین اوړه ساتلی و. خپله یی اوربشینه پخوله او خوړله. څه وږی چی یی میده کړی او پاک کړی یی لا نه و، لازمه یی وګڼل چی د لونګ د سُنتۍ په ښادۍ کی د هغو څخه کار واخلي. نو د لونګ پلار هغه څه وږی چی دوی د کودو د ټولولو پر وخت په پردیو وډونو کی ټول کړی و، هغه وټکول، پاک یی کړل، ټول ټال یو مشتک( یو مټ) غنم سول.
د لونګ پلار تر ژرندی پوری د مشتک د وړلو له پاره کوم مردارهډۍ نه لاره. مجبور سو، مشتک یی په شا کړ او تر ژرندی یی یو ووړ. ستړۍ ستومانه په ژرنده کی د روڼ (نوبت) رسیدو تر وخته هلته دژرندی په یو کونج کی په خاورو کی پریووت. نا وخته د مشتک د اوړه کولو وار ور ورسیدی. د مشتک تر اوړه کولو وروسته، اسیوان یو مزد(مزدوری) غوښتۍ او بل شکرانه( شاګردانه، شرینی او په غربیرواج "تیف") . د اکبرد مشتک څخه چی څه اوړه دمزد په نوم اوڅه اوړه د شکرانی په نوم واخیستل سول باریی سپک سوو. هغه یی را په شا کړل ماښام نا وخته ستړی کورته را ورسیدی.
د شپی یی د ښځی سره مجلس ډیر خوږ و، دواړه ستړی وه په خبرو خبرو خبرو کی بیده سوی وه. دښځی يی غوښی د باندی په ونه ځړولی هیری سوی وی چی خونی ته یی راوړی . خو اکبر تر بیدیدو مخکی ولیدلی غوښی دباندی پاته دی غوښی خونی ته را د ننه کړی . ښځه چی سهار له خوبه را ویښه سول ، تر لمانځه وروسته یی د نغری په کومی کی پرهغه برنی په پړوندوکی پټ کړی اورباندی څه پروړ،خاشی او خځلی وا چولی په پو، پو کولو تر زیات دود پورته کیدو وروسته اور بل سو. بیا یی د اوبو ډکه توره ګډوه پر دیګدان کښیښوله.
کله چی د ګډوی اوبه پر ایشیدو سوي، د جوارو اوړه یی په خاورین کاشنه کی واخښل. پر اور یی تبخۍ کښیښود، د جوارینو اوړو څخه يی ټکی جوړی کړې، یو مخ او بل مخ یی پر تاوده تبخی څه وچ اوچی څه ځان ونیسی بیا سوړسکان د اور په پړوندو کی ښخ کړل چی په مغز پاخه سي. میړه او ما ندینی بیا هغه د ښادۍ جوړولو او خوشحالی خبری سره پیل کړي. ویل یی چی ترناری کولو وروسته به ځي، دیګ او کاسی به د همسایه ګانو له کورونو را ټولوی.
- په همدی وخت کی یو دم د لونګ د مور ورپه یاد سول چی غوښی يی د شپی د باندی د یاده وتلی دي. یو اه يی ترخوله ووتله، ژريی وځغستل، ترخونی ووتله، ونی ته يی وکتل، ویی لیدل چی غوښی نه سته. دخفګانه یی سر پرله وګرځیدۍ، پر سترګو يی توره شپه سوه، ډوبه پرمځکه ولویدله.
-اکبرپه خونه کی دننه د هغی پر مځکه د لویدو درز وا ورید. اکبرچی له خونی را ووت، ګوری ښځه يی د سرای په غولی کی په خاورو کی لیته پیته بی حاله پرته ده. ژر ژر يی له خاورو څخه خپله ښځه را پورته کړه او په کش کش یی تر خونی ورسوله. لونګ د دوی په دربی له خوبه را ویښ سو، ویی لیدل چی مور یی بی سده پرته ده، په ژړا سو.
اکبر وارخطا کله لونګ ارامه وی او کله د خپلی ښځی لاس، پښو او تندی ته لاس ور وړي. پر مخ يی اوبه ور وپاشی،بیا یی اوبو ته دوه پلمیټه وا چول، دغه خوږی اوبه یی د ښځی په خوله کی ور وا چولې، د خدای فضل و، ښځه پر سد راغله.
تر کلمی ویلو تر مخه یی اوله خبره دا وه:
- غوښي، غوښي، غوښي......
میړه یی ورته وویل:
- څه وایې، غوښي...غوښي... څه در پیښ سول؟ څه وسول، څه وایې؟
ښځی بیا په نیولی او خفه اواز خبره درسته کړه:
- غوښی نه سته!
اکبر چی غوښی یی په خونه کی مخته ځړیدلی ورته وویل:
- هغه دی ځړیږی. ته بیده وی ما د شپی خونی ته را وړی وي.
د دی خبری په اوریدو سره ښځه کرا کرا،عا دی حا لت ته را وګرځیده.
چی غوښی یی ولیدی نو وروسته یی کلمه و ویل شکر یی وکښۍ .
څه شیبه وروسته، اکبر ورته وویل:
- زه به د حا جی مراد لالا د کور دیګ او کاسی راوړم، ته ولاړه سه، څه غلمین اوړه لانده که.
د لونګ مور ولاړه سوه، مګر لاسونه او پښی یی ریږدیدل. اکبر د اوړو کاشین، په ګډوه کی اوبه، د مالګی کنډولی او د مشتک څخه لږغلمین اوړه ورته را نژدی کړل، او بیا یی وویل:
- اوس به نو زه دیګ او د ښوروا د پاره کاسی د همسایه له کوره در ته را وړم. بیا نو ځم استاد فیضو کاکو به را ولم. ته لونګ خوشحاله ساته او خونه جاروکه.
-ښځی په ډیرمشکل سره اوړه لانده (واخښل) کړل. او د استاد فیضو اکا د را تګ له پاره یی په خونه کی د کالو منځلو خاورین تشت سرچپه کښيښود، پرسر یی نغاړکی ورهواره کړه. د دی له پاره چی لونګ د سُنتی پر وخت پر دغه لوړ ځای کښینوي.
اکبر ژر،ژر د همسایګانو څخه پیتلی او خورینی کا سی او کا شینان کورته راوړل .
بیا اکبرله کوره ووت، اوتر لږ وخت تیره ولو وروسته، اکبرد استاد فیضو اکا سره جوړه کور ته را ننووت. لونګ چی د خپل پلاره سره استاد فیضو اکا او بیا د هغه په بغل کی کوچنۍ د چړو، امبور او پلاس څخه ډکه درنه بغل ځولۍ ولیدله، په ځان وپوهیدی.
خو پلار او مور یی په چل چل سره هغی خونی ته ورووست، چی د ده د سُنتی د ناستی ځای پکښی جوړکړل سوی و. استا د فیضو اکا د کوچنیانو د تیرایستو او مصروف کیدو په لاره کی ډیرمهارت لاره. هغه پوهیده چی څنګه یو هلک تر خپل تاثیرلاندی را ولی او ژر یی سُنت کړي.
استاد فیضو اکا نوره لونګ ته وخت ورنه کړی چی ځان دوری دوری کی دسترګو په رپ کی یی لونګ سُنت کی او دکوره څخه ووتی.
*** *** ***
نورنو لونګ پروت و، یوه اړخ او بل اړخ ته یی بالښتونه پراته وو، سپین ټوکر یی پر پښوهوار او پری کړی ټوټه یی په زرغون تارکی اچولی تر چپه پښه غوټه سوی وه. پلار یی ورته ناست و، مچان یی ځینی شړل. مور یی سره له دی چی د سهارغوځاریدو څخه یی بدن درد کوي، د ډوډۍ او ښوروا په پخولو اخته وه.
د ماښام تر لمانځه وروسته د کلی ښځي، نجونی او د لونګ همزولی هلکان د خپلو مندو سره د لونګ کور ته راغلل. دولاغی او پړونی یی له سرو ایسته کړل، کشرانو د لونګ د مور سره په ښه مینه او اخلاص د ډوډۍ په سمولو اواچولو کی مرسته وکړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ټولو کلیوالو او خپله د لونګ مور د شپی تر نیمایی پوری په ګډه او جلا جلا بدلی وویلې، شلی یی وکړی او اتڼونه یی وکړل. ټولو شپه په ډیره خوښۍ سره یی سبا کړه.نوربیا