انجنیرعبدالصبورساپی
په دغه تاریخی لمحه کې چې (نړیز) نړۍ ایز او سیمه ایز حالاتو ځانګړی بدلون موندلی په افغانستان ئې هم ستر مثبت اغېز اچولی، له دې حالاتو نه فایده و چتول یو ستر سیاسی کار پوه ته اړتیا لري چې د یوغښتلي امنیتی تیم په مرسته سمیه ایز او نړی ایز وضعیت په هکله معلوماتو را ټول او څېړللو ترڅنګ د هغه ارزونه وکړي او خپله کړنلاره د هغه په رڼا کې معلومه او ترې فایده وچته کړي، کله هم ښاېې د دې لپاره چې دا حالات نور هم د خپل ځان لپاره مساعد او جوت کړی شي نو امنیتي کړۍ ځینې لوبې ترسره کوي چې مقابل لوری نور هم تر تاثیر لاندې راولي او یا حالات ورته دمره کړکیچکن کړي ترڅو پدې توګه خپلو موخوته ځان په یوقوت سره ورسوي او مقابل لوری په ګونډو کړي، له نېکه مرغه نن ورځ خدای افغانستان ته یو داسې ستر سیاسی او اقتصادی کارپوه شخصیت ښاغلی ډاکتر اشرف غنی ئې ورکړی ده چې په ښه توګه کولای شي د داسې حالاتو جج واخلی او هغه ته لاس رسی پیدا کړي، خو ډاکتر اشرف غنی یو ښه امنیتی اوکاري تیم ته سخته اړتیا لري تر څو نړیوال و سیمه ایز حالت وڅېړي او خپلې ارزونې ورته وړاندې کړي تر څو دی وشي کولای غوره او پرځای سیاسی تصمیم د حالاتو سره سم ونیسي، نو دې کار لاپاره لازمه ده چې افغان امنیتی ارګان نورهم پیاوړی شي او تشکیل ئې پراخ شي او د کار وړسړي پکار وګمارل شي تر څو په داسې کړکیچنو سيمه ایزو او نړیوالو حالاتوکې په سمه توګه فعالیت وکولای شي۰
افغانستان د څو لسیزو را پدې خوا د ګاوندیو له داسې ننګونو سره مخ شوی ده چې په دغه ناورین کې ترهر څه زیات خپله افغانان د مختلفو عواملو له کبله را ښکیل او دې ګاوڼډیو په چوپړ کې دي، دغه حالت؛ د وطن اقتصاد ئې ویجاړ کړی، د بی سوادی، بې روزګاري او فقر کچه ئې ډېره وچته کړې په تېره د پښتنو په سیموکې واقعاْ زړه بګنونکی ناورین را منځته کړی ده، څه کم څلوېښت کاله وشول چې دا ناورین د ګاوڼډیو لخوا په تېره د پاکستان لخوا دوام لري خو د دې د خلاصون لپاره مونږ پاکستان ته لاس د ګدايي وږد کړی ده او دا کار هم تراوسه هیڅ نتیجه نده ورکړې، که مونږ په دې فکر کې یو چې ګوندی پاکستان به له خپلو ګټو تېرشي دا یو خوب او خیال ده نو باید دولت داسې شرایط را منځ ته کړي چې تر څو پاکستان هم سولې ته را اړباسي، دلته غواړم چې د نور ملکو تجربو ته یوه ځغلنده کتنه وکړم .
سریلانکا هیواد څنګه سولې ته ورسېد؟
دلته غواړم د افغانستان او پاکستان د اوسنۍ صلحې تلاشونه د سریلانکا او د تامیل پړانګانو د مبارزو او غورځنګوسره سره د ناکامۍ علل او د سریلانکا حکومت د بریالیتوب مثبت او منفی ټکي په دې جنګ کې، دا چې څنګه سریلانکا و توانېد دغې لانجې ته د پای ټکی کېږدي په لنډ ډول وڅېړم؛ ترڅو د هغه په رڼا کې افغان دولت د خپلې سولې لار لمړي له کانو او ارزو بوټو پاکه کړي ا و نفوذي کانالونو مخ ډب کړي.
د تامیل پړانګانو د «سینهالي» ناسیونالیزم پرضد خپله مبارزه د سریلانکا شمال او شمال ختیځو سیموکې چې اکثراً تامیلیان پکې میشت ول، د اویاومې لسیزې په پای کې شروع کړه، او د ۱۹۸۳ز کال کې وسله وال بریدونه ئې د سریلانکا پوځ پرضد پیل کړل او د دغه جنګ نومې «ایلام» کېښود، تامیلیان د خپلواکي لپاره جنګېدلو کې تقریباً ۷۰زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ ، خو په پای کې دغه جګړه د سریلانکا د دولت په ګټه پایته ورسېدله او د تامیل پرانګان د سختې تاریخي ماتې سره مخ شول او تامیل پړانګانوته سخته مرګ ژوبله وا وخته.
د دغې ماتې علتونه څه ول؟
۲۰۰۵زکال کې د «ماهیندرا راجا پاکسه » حکومت چې د سینهالیانو او سوویلي سیموکلک ملاتړله ځانه سره لره منځته راغی، دغه حکومت د تیرحکومت په څېر نه و، د تامیل په وړاندې ئې سخت دریځ خپل کړ، په تېره د تامیل پړانګانو په استقلال غوښتنې ئې سترګې پټې کړې، ښایی همدا دریځ د تامیل د ماتی شروع و بلل شي، «راجاپاکسه» په خپلو لمړۍ خبروکې چې ولسمشرۍ ته تر رسېدو روسته خلکوته واورولې؛ وېویل چې دی به وطن ته یوه با عزته سوله راولي، د تامیل پړانګانو ډېر قوي ځمکني، سمندري او هوائي ځواکونه درلودل او د دوې د تسلط په سیمه کې منظم د تامیل پړانګانو حکومت موجود ؤ بانکونه ښونځي او اجتماعی موسېسې فعاله وې او په جنګو کې سریلانکا پوځ ته ئې سختې ضربې ورکولې، د تامیل پړانګانو او سریلانکا عسکرو ترمنځ وقت نا وقت جګړې منځته راتلې، تامیل پړانګانو غوښتل د جنګوپه وجه د سولې خبرو کې خپل موقف قوي کړي، د « راجا پاکسه » د قوي سیاست او دپلوماسي په نتیجه کې چې په نړیواله برخه کې پیل شوې وې؛ سبب شوې، اروپا ئې اتحادېه د تامیل پړانګانو ډله د یوې تروریستي ډلې په حیث و پېژني، روسته د امریکې حکومت له خوا هم دغه ډله د تروریستي ډلې په حیث وپېژندل شوه، دا کار سبب شو چې تامیل پړانګان خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړي، که څه هم دا ملاتړ د سړې جګړې د پایته رسېدوله کبله کم شوې ؤ، له بله خوا د تامیل پړانګانو په ډله کې خپل منځي اختلافات رامنځ ته شول چې یو ستر قومندان «کارونا» په نامه د تامیل پړانګانو نه جلا او د دغې ډلې رهبر «پاراباکاران» ئې د سولی د خبرو په اوږدولو تورن کړ، «کارونا» د سریلانکا داستخباراتو لخوا جذب اود سریلانکا دولت له اړخه امتیازات ورته ورکړل شول، دغهٔ قومندان په ختيزه برخه کې ئې سختی ستونزې پړانګانوته پیدا کړې، «راجا پاکسه » د سریلانکا ځمکني ، هوائي او سمندریز پوځ تقویه کړ او یوشمیر زیاتی سمندری تدارکاتی لارې ئې د «جفنا» ټاپوته چې د تامیل پړانګانو ستر پوځي مرکز و وتړلې او پړانګانې په محاصره کې راوستل، په دغه وخت کې په اروپا کې د تامیل پړانګانو د اصلی خبرواتورو مشر «انتوان بالاسنګام» در سرطان ناروغي په وجه لندن کې مړشو دغه مرګ سبب شو چې پړانګان خپل بین المللی ستره ایدلوګه څېره په ۲۰۰۶ زکال کې له لاسه ورکړي، لږ روسته ښاغلی «اس پی تامیل سیلوان» چې د سیاسی شاخې رهبر او۴۰ کالن و ووژل شو سیلوان د تامیل پړانګانو یوه ستره رسانه یي څېره وه، روسته د اطلاعات مشر «چارلز» و وژل شو البته دا پلان شوې وژنې وې، چین هم چې دې جګړې ته لمن وهله خپل لاس وهنه بنده کړه د « ساندي تایمز» لیکنی پر بڼڅټ سریلانکا د چین په خواست د «تایوان » د دولت د رسمیت پینژندولونه انکار وکړ او دا ئې هم و منله چې «دالایی لاما» ته به ویزه نه ورکوي، با له دغه تړون د چین اړیکی د سریلانکا دولت سره ټینګې شوې او دا د چین یو صاقانه تړون وه، نه د پاکستان په شان چې د افغانستان سره نن تړون کوي او سبا ئې ماتوي، په دې ترتیب پړانګانو خپل ملګرې له لاسه ورکړ، ۲۰۰۸ز کال کې د سولې خبرې چې د یوې موافقې پربنڅټ په ۲۰۰۲زکال کې پیل شوې وې په ټپه و درېدې، او د سریلانکا د پوځ حملې په تامیل پړانګانو شروع شوې په دې ترتیب د تامیل پړانګاونو ۳۷ کلنه وسله واله مبارزه، ۲۰۰۹ کال کې پایه ته ورسېده او د تامیل پړانګانو مشر « پاراباکاران» و وژل شو او د سریلانکا پوځ تولې شمالی سیمې لاندې کړې او ډېر زیاد شمیر تامیل چریکان ئې و وژل او ټول هغه ځایونه د دولت لخوا ونیول شول چې د تامیل پړانګانو په لاس کې ول په سریلانکا کې داسې یو دولت منځ ته راغي چې نور به څوک د بېلتون غوښتنې خبرې ونشي کړای، لازمه ده چې د سریلانکا تجربه په نظرکې ونیسو او خپل د سولې خبرې چې د پاکستان له اړخه د طالبانو سره کېږي په سمه توګه پرمخ یوسو.
د پاکستان انعطاف در سولی په اړه:
په دې روستیو کې پاکستان حاضرشوی چې په خپل دریځ کې نرمښت راولي، د داسې یو نرمښت رامنځته کېدل په هیڅ صورت د پاکستانی چارواکو او په تېره د نظامی چارواکو پېرزوینه نه ده بلکه دا د حالاتو د مجبوریتو په وجه را منځته شوی ده اوجې ئې دا دي:
• ۱- د پاکستان امنیتی حالات پدې روستیو کې دمره خراب شوي دي چې د لویو پاسونونو او د پاکستان د ماتېدو خطره ئې را منځ ته کړې ده، خو امریکا او هند هم نه غواړي چې پاکستان په اوسنیو شرایطو کې مات او یا دې اسلامیستانو لاسه ته ولوېږي، د پاکستانی طالبانو لخوا د کراچۍ په نظامی مرکزو باندې حملې او په تېره د پاکستاني نظامیانو د اولاد په ښونځي باندې مرګونکې حمله چې تر یوسلوشل زیاد کسان ووژل شول اویو زیات شمېر هم زخمی شول د پاکستان پوځیان ئې ډېر وارخطا کړل، پاکستان سم د لاسه وغوښتل چې افغانستان په دې کې ګرم کړي نو ځکه راحیل شریف او رضوان اختر په سبائې کابل ته سفر وکړاو د ښاغلی ډاکتر اشرف غنی سره ئې وکتل او پدې کتلوکې ئې وعده ورکړه چې د تروریستانو پرضد به له افغانستان سره صادقانه مرسته کوي.
۲- اقتصادی ستونزې د پاکستان د امنیتی حالاتو له کبله سختې زیاتې شوې دي او څوک حاضرندي چې پانګونه وکړي نو د دې لپاره امریکې د یو میلیارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ، د دغه کومک مقصد د پاکستان د اردو پیاوړتیا، د تندلارو سره مقابله، د اتومی تاسیساتو ساتنه، اقتصادی پرمختیا د هندوستان سره ښې اړیکې او د افغانستان سره د صلح مسئله شامله ده، برسېره پردې؛ د اوباما لخوا ۳۳۴ میلیون ډالر نوره اقتصادی مرسته او ۱۴۳ میلیونه خاصه مرسته چې د تروریزم سره مبارزه درافغانستان سوله او د اتومی وسلو ساتل شامل دي وشوه، «اکانومیک تایمز» د امریکې د بهرنیوچارو د وزارت له خولې وائي؛ چې د پاکستان هیواد په استرتېژیکه برخه کې ، د تروریزم سره د مبارزې، په افغانستان کې د صلح راوستو د اتمی وسلو د نه پراختیا او د منځنۍ آسیا سره د اقتصادی راکړې ورکړې په برخه کې ډېرد اهمیت وړ دی، او دا مرستې د پاکستان د پیاوړتیا او د آرامي لپاره د امریکې د تعهد یوه برخه جوړه وي.
• ۳- یو بل ستر تلاش چې پر پاکستان ئې اغېز واچو د ښاغلی ډاکتراشرف غنی لوړسیاسی تلاشونه دي چې په سیمه ایزه کچه ډېر د ارزښت وړ دي، دغو تلاشونو پاکستان ته دا و په ګوته کړه چې پاکستان باید له افغانستانه خپل بساط ټول کړي او له افغان و منخنۍ آسیا له بازارونو دې لاس و وینځي، ځکه اوس به په افغانستان کې نوي لوبغاړي لکه چین، ترکمنستان، دمنخنۍ او جنوبی آسیا ځنې هیوادونه رامنځته کېږي، نوي بندرونه لکه د چابهار، آقینې، تورغنډۍ، واخان، حیراتان، اسلام قلعه او د اروپا سره د لاجوردو لار رامنځ ته کېږي، دا کار پاکستان په دې فکر کې کړ چې ورو ورو به په افغانستان او منخنۍ آسیا کې تجاری ارزښت له لاسه ورکړي او له دې کاروان به روسته پاتې شي، نو ځکه پاکستان خپله تګلاره بدله کړه او په ځپل دریځ کې ئې نرمښت را منځ ته کړ.
پورتني درې عاملونو د دې باعث شول چې پاکستان ئې دې ته اړ کړ ترڅو په خپلو کړنو بیا له سره غور وکړي او نوي حالاتو ته ځان چمتوکړي، ترڅو چې ځان خپلوموخو ته ورسوي، افغانستان هم سم د لاسه د حسن نیت په خاطر شپږ کسه پوځیان د زدکړو لپاره پاکستان ته واستول ځکه دا د راحیل شریف له یوې غښتنې سره سمون درلوده، د فبروري په میاشت کې دهغې موافقي په بنسټ چې د افغان دولت او د پاکستان د اردو مشر راحیل شریف او د پاکستان د څارګرې ادارې مشر رضوان اختر او د پاکستان د اردو د یوشمیر منسوبینو ترمنځ په پلازمینه کابل کې وشوه پاکستان و منله چې:
• ۱- د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.
• ۲- دپاکستان خاوره به نوره د افغانستان پر ضد نه کارول کیږي.
• ۳- نور به پاکستان د طالبانو لپاره امن ځای نه وي، پاکستان به خپله خاوره کې د طالبانو پناه ځایونه له مینځه وړي.
• ۴- د طالبانو ډلی به د مذاکرې میزته حاضروي، طالبان به د مذاکرو لپاره هیڅ شرطونه نږدي.
• په کونړبه راکټي برېدونه دروي.
د پاکستان د اردو ویاند «تسنیم اسلم» موافقې سره سم د رسنویو له لارې اعلان وکړچې نور د افغانستان دښمن ندی. دا یو ښه ځېری و د افغانستان حکومت او خلکو ته او افغانستان ئې هم درناوی وکړل هغه څه چې ډېر د اندېښنې وړ دي دا دي چې د پاکستان عملی صداقت په دا ټولو ژمنوکې څومره ده؛ ورته لنډه کته کوؤ.
څنګه پاکستانۍ ژمنې محققې کړو!
ژمنی کله د اجبار په اساس وي، کله هم د مقابل لوري د تېرباستلو په اساس او کله هم د اخلاص په اساس، د پاکستان ژمنې زموږ سره د اجبار او تېروېستولو په اساس دي نه د اخلاص و صداقت پر بڼه، پاکستان په دې څه کم څلويښتو کلونو کې همدا سې خبرې کړي، هیڅ کله ئې هم نه دي ویلي چې د افغانستان دښمن دي او نه ئې دي ویلې چې د افغانستان په کورنیوچاروکې لاس وهنه کوي، په دې وجه اوس که د پاکستان حالات په سمه توګه و څېړل شي پدې اساس وخت کې به د افغا نستان له خوا ډېر نرمښت هیڅ کله د افغانستان په ګټه تمام نشي، پاکستان د خپل حالاتو د خرابي له وجې نن ورځ سولې ته غاړه ایښې ده خو سره له دې هم غواړي چې افغانستان بهرنی سیاست په خپل لاس کې واخلي او دا به د بشپړ تسلط لپاره د شروع لمړۍ کړلۍ وي ترڅو د افغانستان د انعطافونو په وجه هغه موخو ته ځان ورسوي چې مقصدېې د افغانستان تجریدول ، ماتول او یا ګوښه کول له نورو با قدرته ګاوندیو دی، باید په پام کې وساتو چې زیات انعطاف په غلامي ختمېږي، یو مشهور متل دي چې وائي « مه دومره خوږېږه چې خلک دې وخوري مه دومره ترخېږه چې خلک دې ایسته واچوي» نو ځکه لازمه ده په دو برخوکې جلا تګلارې اختیار شي، یو په سیاسی ډګر کې او بل په امنیتي ډګر کې، سیاسي ډګرمعلوم ده چې باید یوه فعاله دپلوماسي په سمیه ایزه او نړیواله برخه کې د افغانستان د پنځه حلقه ایځ سیاست په رڼآکې په سمه توګه په مخ یولړشي، اما په امنیتی ډګر کې؛ د افغانستان ملی امنیت باید په ډېر زیرکانه او محرنامه توګه د پاکستان امنیتی وضعیت تر نظر لاندې وساتي، ځکه هر څومره چې پاکستان کې حالات کړکېچن وي د افغانستان په ګټه تمامېږي ترڅو کولای شي باید دا حالات همداسې کړکېچن وساتي، ترڅو پاکستان ته دا چانس پیدا نشي چې لوبه تر سره کړي لااقل تر هغهٔ چې پاکستان په بشپړه توګه سولې ته غاړه نه وي ایښې، خپلو خواستونه نه وي تېرشوی، خپل ټول تعهدات ئې په حسن نیت نه وي ترسره کړي او افغانستان کې سوله نه وي ټنګه شوې، اوسنی وضعیت ، سیمه ایز سیاسی حالاتو، وقت او زمان یو ستر چانسې افغانستان ته ورپه برخه کړي ده، روان حالات همداسې حکم کوي چې باید وضعیت وڅېړل شي او د حالاتو سره سم ګام وچت شي، ځکه د پاکستان صداقت تل تر سؤال لاندې ؤ او دی، موږ باید سوله په زور ټینګه کړو نه په ننواتو البته دا خبر هېڅکه په دې معنی نه ده چې ګواکې د طالبانوسره د خبرو اترو خلاف اوسو، طالبان هم باید خپلی ملی ګټې پام کې وساتی نه د پنجاب ګټې داځکه چې موږ سره لوبې کېږي او دا لوبې د یو شمېر افغانانو په مټ نور د زغم وړ ندي.
د پاکستان نوې لوبه د سولې په نوم:
په ډاډ سره ویلی شم چې سپین بیرق د تور بیرق سره بدلېدل له دو حالتو خالی نه دي؛ اول داچې دا د امریکې هغه ستره لوبه ده چې د تندلارو په مرسته په عربی ملکو کې او په ټول جهان کې د امریکې د لوړو ګټو د خوندي کولو او ترلاسه کولو په خاطرشروع شوې ده، افغانستان ته د، دې ډلې رارسېدل د منځنۍ آسیا او چیچن امنیت خرابول روسې ته ستونځې پیدا کول او د چین امنیت ګواخل شاملې دای شي، اوس چې د امریکې اړیکې له روسې سره د اوکراین په مسئله کې ترینګړې دي او جهان د یوې نوې سړې جګړې په درشل کې ده، د اټکله لرې خبره نده چې داعش هم د همدې پروژې یوه ستره برخه وي، په کابل کې د روسیه سفیر ښاغلي «مانتیتسکي» د شمشاد تلویزیون سره په یو مرکه کې و ویل چې د داعش په جوړېدوکې امریکا لاس لري او دغه ډله کولای شي د روسې په شمول ټولې سیمې ته ګواښ پېښ کړي، دهٔ زیاته کړه چې روسیه لا له مخکې پدې برخه کې د سیمو هیواد سره اړیکې نیولي او مرستې ته چمتودی، د روسې د دفاع وزیر مرستیال ښاغلی «اناتولي انتونف» هم د داعش د ډلې تماسونه په قفقاز کې تائید کړل، که داسې وي نوباید افغانستان دې یوې نوې زړه بوګنونکي ناورین او یوې ورانونکې جګړې ته ځان تیار کړي، اوس د افغانو پورې اړه لري چې تر کومه اندازه د سمندرونو آه غاړې هیوادو ته اجازه ورکوي چې بهرنیان دې دوۍ ژوند او وطن د خپلو ګټولپاره د لوبو ډګر وګرځوي، امریکا په دې سیمه کې یو افعی مار روځلي او تلې په خپلو مرستو نازولی ده، د احتماله لرې خبر نه ده چې دا یوه امریکايي- پاکستاني ګډه پروژه وي، ځکه په سیمه کې امریکا یواځې په پاکستان کولی شي تکیه وکړي او دغو شومو اهدافوته ځان ورسوي، د امریکې د ملی استخبارتو ادارې رئیس ښاغلی «جېمزکلپر» وائي چې طالبان به خپلو حملو ته دوام ورکړي او په ۲۰۱۵ کال کې په جنوبي سیموکې خپل تسلت زیات کړي، اوس سؤال پیدا کېږي که د امریکې مرستې پاکستانته د افغانستان دې سولې په خاطر وي او پاکستان هم په صادقانه توګه طالبان سولې ته کينول غواړي، نو طالبان په کوم توان او زور خپلې حملې زیاته ولې شي، معلومه ده چې پاکستان د سولې په خبروکې صادق نه ښکاري، له بله خوا پاکستان لا پخوا خپل یوشمېر پوځیان سوریه ته استولي ول ترڅو د داعش تاکتیکونه زده کړي او په دې اړه څېړنه وکړي روسته دغه نظامیان د طالبانو د مشاورینو په توګه افغانستان ته واستول شول ډېرو تلویزونو داسې رپوټونه خپارهٔ کړل چې د نقاب لرونکو کسانو موجودیت او د دوۍ په وسیله د یو زیات شمېر افغانانو اعدامول شامل ول، هم ئې یوشمېر ویدیو ګانې او د خلکو د سترګو حال قصې خپرې کړې چې دې انګازئې تائیدولې، پاکستان په هغه عملیاتونو کې چې په وزیرستان او خیبر پښتونخوا په سیمو کې وکړل تر څنګ ئې تلاش وکړ چې د تروریستانو مرکزونه هم له پاکستانه افغانستانته د هلمند، غزنی او بدخشان و قندوز اوځنې نورو سیمو ته وکوچه وي، په دې هکله هم افغان رسنویو زیات رپوټونه خپاره کړل، دا د پاکستان د دو مخي سیاست یوه ستره بېلګه ده، پاکستان غواړي د سولې په نامهٔ افغانستان سره یو ستره لوبه ترسره کړي او په دې ترتیب له یوې خوا له افغانستانه د انعطاف په نامهٔ خپل مخالفین ترلاسه کړي او افغانستان تجرید کړي او له بلې خوا په خپل هیواد کې د افغانستان په مرسته سوله ټينګه کړي اما د افغانستان تنور تود وساتي، د خبرو بهیر په نڅا ونیسي او په یو او بله بهانه و ځنډوي یا ورته ستونځې پیدا کړي، له بلې خوا پاکستان د سولې په برخه کې غواړي طالبان له افغان حکومت سره خبروته کښېنوي خو په پټه د داعش په نوم ډلې په افغانستان کې ځای په ځای کولو باندې ئې شروع کړې ده، پاکستان افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو کولو دعوې کوي خو خپل پاکستاني طالبان له افغانستانه ژوندي غواړي چې د دوۍ ته دې دیو مجرم په حیث وسپارل شي دا عجبه معامله او عجب صداقت ده!!
یوې تل پاتې سولې ته رسېدل!
ترهر څه دا جوته ده چې وده او پراختیا هیڅکله سوله نه شي راوستی، دا سوله ده چې وده او پراختیا منځ ته راوړي او وطن رغه وي، د یوې تلپاتې سولې لپاره باید اووه اساسی اصلوته پاملرنه وشي او اصلونه په ترتیب سره په لاندې ډول دي.
• ۱- دملي امنیت ریاست تشکیل باید پراختیا ومومي دغه ارګان باید له هر حیثه په تېره د تنظیمي ، فردي نفوذ او هر راز تعصب نه چاڼ شي۰
• ۲-ملي کارپوه اومسلکي پولیس چې ایثار، فداکاری او پاک لاس ولري پکار وګمارل شي.
• ۳- د ملي اردو او سرحدي قوا په سمه توګه روځل چې د وطن ملی ګټو ته وفادار وي او په عصري وسلوسمبال شي، د ملي پولیس او ملی امنیت سره په بشپړه توګه هماهنګه وي.
• ۴- د ولس ملاتړ جلبول د ملي امنیتي ځواکو نه او د سرحداتو ستر ول د محلی خلکو په نېغه مرسته او ملاتړ د پولیسو او ملی اردو ترڅنګ.
• ۵- د چارو قوي سمبالښت، ټولو امنیتی ستونځو ته فوري رسېدنه.
• ۶- محاکم له فساده پاکول او د محکمو عادلانه او سریع رسېدنه تورنو او ټولو ستونزوته بی د وقت ضایع کولونه.
• ۷- اقتصادی رغونه د خلک ژوند ښه کول، د بې کارۍ له منځه وړل د پورتنیو شپږو شرط سره موازی پر مخ تک کول.
سیمه ایزې او کورنۍ ستونځې دومره زیاتې او چټکې دي چې د ملی امنیت اوسنی تشکیل ورته بسیا نده، د سولی د تحقق لپاره، د اقتصادی پروژو، خصوصی سکتورنو خوندي کولولپاره، د خلکو د امنیت ساتنه او د ګاونډیو د لاسوهنې د مخ نیوي لپاره د ملی امنیت اداره ستر اهمیت لري په داسې حال کې چې وطن له سترو ننګونو سره مخ دي پکار ده چې هغه موازي ادارې چې د مصلحت پربڼڅټ منځته راغلي دي له منځه لاړې شي او بوجه ئې د ملی امنیت د تشکیل د پراختیا لپاره ولګول شي او د ملی امنیت تشکیل خورا پراخ شي تر څو په دغه بهرانی شرایطو کې ټولو ستونځوته په وخت سره لاس رسۍ و مومي.
همهغه سې چې جمهور رئیس ښاغلي ډاکتر اشرف غنی فرمایلي « دې سولی د تنګښت لپاره باید د سرحدي ولسوالیو دروازې د دهشتګرو په مخ وتړل شي» باید دغه ستره مفکوره ژر تر ژره عملي بڼه غوره کړي، ځکه په ښارو او کلوکې عملیاتونه هم پوځ او امنیتی ځواکونه ستړی کوي، د خلکو اعتبار په امنتیتی ارګانو له منځه وړي او وګړي د امنیتي ارګانو سره مرسته کولوته زړه نه ښکوي، همداشان د سرتېرو تېښته له خدمت نه هم ده همدغې بې اعتمادي په نتیجه کې منځ ته راځي چې په راتلونکي بې باوره کېږي، اما کله چې په دهشتګرو تدارکاتی، اکمالاتی او د تېښتې لارې بندې شي بیا دا عملیات د ښارونو او کلو د پاکولو لپاره ستره ګټه لري او هم د سیمې په امنیت د عملیاتو روسته خپل ستر اغېز پرېږدي او باور په امنیتی ارګانو هم زیاتېږي، نو ځکه د ولس ملاتړپه امنیت کې ستره ونډه لري مګر دا کار د دیورند د کرغېړنې کرخې د دې غاړې له مېشته ځائي خلکو په مرسته لاسته را تلی شي که له دې خلکونه په سمه توګه ملاتړ وشي ښې نتیجې به لاسته راشي.
په ځینو ولایاتو او سرحدي ولسوالیو کې د خلکو پاڅون د دهشتګرو پرخلاف دا ښي چې خلک د دهشتګرو له کړنو سخت ستړي شوي او نور نه غواړي چې دا ډلګۍ په خپلو سیموکې ومني،
دغو پاڅونو ته باید سمون ورکړ شي او تر یوې واحدې رهبرې لاندې د ملی امنیت لخوا راټول شي، د دغو کسانو زیات شمیر ځوانان بی روزګاره دي دا باید د سرحدی ساتونکو په توګه جذب او د ملی اردو او سرحدی پولیسو سره د سنګر په یو خط کې ځای پر ځای شي، پدې کار له یوې خوا ډېرو بې روزګارو کسانو ته کار پیدا کېږي او هم امنیت خوندي کېږي ، ټولې سرحدي ولسوالۍ باید په څو زونو باندې و وېشل شي او هر زون په ځمکني او هوائي قوتونو سمبال شي، لازمه نده چې دغه سرحدي کسان باید په درنو وسلو مجهزشي بلکې سپکې وسلې او نظم پکې را وستل شی اما ترڅنګ ئې ملی اردو ملی پولیس چې په بشپړه توګه مسلح دي ځای پر ځای شي او د ضرورت په وخت کې فوراً د سرحدي قومي ځواکو مرستې ته ور ودانګي په دې توګه به ټول هغه اکمالاتی ، تدارکاتي او د تېښتې لاري بندې شي، خو دا پدې مفهموم نده چې موږ سرحدي تجارت او یا د دیورند د هغه غاړې خلکو باندې بندیز ولږ ؤ، بلکه سرحد د ورانکارو پر مخ بند کړو او هرڅه ترخپل کنترول لاندې راولو، ټول سرحدي جذب شوې کسان باید د ملی امنیت ترڅارنې او کنترول لاندې وی او خپلو وظیفوته د عسکری انظباط او دسپلین په منلو د یو قرار داد په ترڅ کې جذب و په کار و ګمارل شي په دې توګه موږ به یوې تل پاتې سولې ته ورسېږو، نن ورځ پاکستان هم د خپل امنیت ساتلو توان له لاسه ورکړی او ورته سخته ده چې ترهګر دې مهار کړي او د پاکستان په نیت کې هم هیڅ صداقت نه لیدل کېږي داهم نشي کیدلی چې موږ لاس ترځنې کښینو چې پاکستان موږ ته سوله خیرات را کړي نن ورځ افغانستان د دې ظرفیت او توان لري چې خپل سرحدونه کنترول کړي او ترې ساتنه وکړي په دې ترتیب افغانسان یو تل پاتې سولې ته رسېدی شي او هم خپل اقتصاد ته د امن په فضا کې وده ورکوی شي.
پای
ګروېژل:
• ـ د پی ک ک برخه لیک به د تامیل پړانګانو ته ورته وي، د بهرام رحمانی مقاله
• د تامیل پړانګان ویکی پیدیا
• دتامیل پړانګان او سریلانکا هیواد ستونځې ویکی پیدیا
• د تامیل پړانګانو تاریخ ته وسپارل شول Vista news
• د تامیل ماتی عللتونه د فراروسایت
• د تامیل غمجن پای د The Epoch Time سایت
• طالبانو اختلافات د ډاکترمخکښ مقاله تاند
• د نن روسیه پاڼه
• د امریکا غږ پاڼه
• د آزادۍ رادیو پاڼه