وینه او مینه (۵)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63510
عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2015-03-28

 پنځمه  برخه
د ښوونځۍ،ښونکی  اوکتاب سوځنه
-  یوازی دری  ورځی اختر ته پاته  وی  چی  د لونګ  دښوونځۍ د سوځلو او د ښوونکی د وژلو دپاره وښوونځۍ ته یو ګروپ مولونه وهلی  څڼور ټوپکوال  سړی ورغله. شاګردان د خپل ښوونکی  ملا نیک محمد سره ټول د توپکوالو په ور تلو  اولیدوسره وارخطا سول.
شاګردان او ښوونکی صاحب ملا نیک محمد نه پوهیدل چی خبره څه ده ،په دی وخت کی  اجل نیولی چپراسی اکبر چی  د غیرحاضرو شاګردانو لیست یی  وړۍ و، هغه هم ښوونځۍ ته راورسیدی دوه غیرحاضرو شاګردان یی دځان سره له کورنو او کوڅو څخه  را وستی وه.
دغو دخدایه نه بیریدونکو ببرو ،بد رنګو څڼورو ږیرورو ټوپکوالو په تونده اوسپکه لحجه ومعصوموشاګردانوته وویل: مکتبیانوکتابونه، کتابچي، دقرآن (م) سپارې، پنسلونه، د مشق له پاره د لرګو تختی  ټولی  د خپلو بغل ځولیو او کوټو څخه دباندی را وباسئ او هلته یی د سرای په منځ کی  کوټه کړئ او په کوټوکی  هواری  سترنجۍ ګانی  هم د سرای  په غولی  کی  د کتابونو پر سر واچوئ.
دی ببرو د لرګو جوړی  دوی توری  تختی  هم ماتی  کړئ او د کوټه کړو کتابو نو دپاسه یی کښیښوولې.شاګردانو هغسی  چی  ټوپکوالو ورته ویل هغسی  کول.
وروسته د څڼورو ټوپکوالو مشر چی  دخبرو دلهجی یی معلومیدله یو پاکستانی بی غیرته پښتون افسرو،شاګردانو ته په پوچ ویلو پیل وکړ. سکول دکافرو دپاردی دمسلمانودسبق ویلوځای ماجت او مدرسه وی.ترچټیاتو وروسته یی  د معلم صاحب ملانیک محمد  اوچپراسی اکبر لاسونه اوپښی ور وتړل د دغوکوټه کړوکتابونو او لرګودپاسه کښینول؛ د قران مجید سپارو، کتابونو، کتابچو او نورو ته یی اور ور وا چاوه.
دا د هرانسان په خاصه د معصومو زده کوونکو له پاره عجبه د وحشت، وهمه او بیری  څخه ډکه یوه صحنه وه.
کله چی معلم ملأ نیک محمد او اکبر د سوځلو څخه د لیری  رغښتلو هڅه کوله، نو  دپاکستان نوکرو ټوپکوالو د الله اکبر په ویلو پرهغوی ډزی  وکړی او د ټوپکو په مرمیودغه مظلوم ،غریب،بی کسه او بی وسه انسانان یی غلبیل، غلبیل کړل.
دوی مړه نه وو، خو له حرکته ولویدل. دا مسلمانان او پښتانه د اورپه لمبو کی  سوځیدل،ناری یی  پورته اسمان ته ختۍ، څو چی کرار کرار یی  اوازونه چوپ او ساوی  یی و وتی.
کله چی د اورپه سرو لمبوکی دادوه غریب بی کسه اوبی وسه افغانان لولپه سول.
ولاړو ټولو شاګردانو ژړل، له بیری  یی  اندامونه څه چی  زامی  هم کړپیدی. په خپل راتلونکی  نه پوهیدل، چی  د دوی سره به دغه ظالم  ولاړ ږیرور، څڼور او ټوپکوال څه وکړي؟
 نورو ټولو ولاړو شاګردانو خو یوازی  ژړل، مګر د لونګ په زړه نو بیا بیله الله پاک څخه بل څوک څه پوهیدل، چی  پرده به لا څه تیرېدل. ولی چی د دی  واړه معصوم  افغان ماشوم مخ ته د هغه  یوازنی مهربانه پلار اوګران ماما د ټوپکو د مرمیو ترضربی  لاندی  او د سره اور په منځ کی په ژوندونی  سوځیدل، ډیردردونکی  یوه صحنه وو.
لونګ د خپل پلار او ماما له بدن څخه د وینو فوارې، د هغوی  ترخولو را وتلی  نارې، غلبلې، خیزونه، د هغوی پر بدنونو د اور بلی  لمبی  او دهغوی لپه تکی  په وېښو د سر په سترګو ټولی ولیدلی. ټوپکوالو د ملا نیک محمد او اکبر پرنارو او بغارو خندل او چا به لا د الله اکبر، الله اکبر ناره هم کوله.
 د دی صحنی لیدل د لونګ له پاره یو محشر و، محشر!!!  په  دی  ډول د پردو په لمسون او د پردو په خدمت کی  ولاړو ټوپکیانو دلته خپله وظیفه سر ته ورسوله او له ښوونځۍ   څخه ووتل.
 توپکوالو د تلو پر وخت د سرای پر دروازه  یولیک وځړاوه او ولاړه. کله چی  توپکوال دښوونځۍ څخه ولاړل، بیریدلی ماشوم  شاګردان چی  هر یو به د ښوونځۍ له سرایه دباندی  را وتل،شاوخوابه یی وکتل چی څوک نسته، نو په کوڅو، مځکو او باغونو کی  د خپلو کورونو پرلورځغستل هیچا تر خپلو پښو لاندی  مځکه نه لیدل.
مګر لونک د خپل وړوکتوب او ماشومتوب سره سره د دی  پر ځای  چی  د کور پرخوا وځغلي،هغه مخ پر اور ور وځغستل د بابا، بابا، ماما، ماما ناری  يی  وهلې. د اور په پړندو ورګډ سو، په خپلو نازکو خپړو يی  د سره اور له منځه د خپل پلار او ماما سوځلی  اندامونه چی  د اور لمبی  لا په پوری  وي، را یستل.
پردرست جهان څوک نه وو، چی د لونګ مرستی  ته ورغلی  وای. د لونګ لاسونه، پښی او مخ په سرو پړندو، ایرو او دود تور د پلار او ماما سوځلی  غوښی  او سوځلو هډونو يی  لاسونه تڼاکی  او په پړوندو يی  پښی  هم کباب سوې.
لونګ یوازی  هغه هډونه له اوره را یستل چی  غوښی  به يی  سوځل سوی  وې. تر هغو يی  په تنهايی  د خپل پلار او ماما سوځلی اند امونه له اوره را یستل، څو چی  موره که یی  له کلی  څخه کومک ته راورسیدل.
د لونګ مور په کلی  کی  د ورغلو او بیریدلو شاګردانو له خولی  دغه غم لړلی خبر واوریدی. د لونګ مورهغه چی  په کورونو  اوکلی کی  به د دی  د ښایست، ستر او حیا نقلونه کیدل، د دی  غمجن خبر په اوریدو سره یی  یو دم بی  ارادی  د پت ساتلو او ستر پرده څیری  کړله.
هغه څه چی  خلګو به افغانیت او د حیا د خوند يتوب وسیلی  بللي،دلونګ مور دوی داسی مجبوره کړل چی  هر څه  یی لیری وغورځول د لیونۍ په شان یی  پوړنی په تخرګ کی  ونیوه، لڅ مخ، سر توره ببر سر او لڅی  پښی  په کوڅو کی  مخ د ښوونځۍ   پر خوا  یی داسی را  ځغستله، لکه  یو وحشی  زمرۍ چی  په ښکار پسی  ځغلي.
دلونګ مورد سترګوپه رپ کی  یی  د ښوونځۍ   دروازی  ته ځان ور وره ساوه.  دښوونځی دروازه خلاصه ولاړه وه، په دروازه همداسی  ښوی ورننوتله. ګوری  چی  د سرای پرغولی  د مور نازولی ښایسته لونګ د تورو پړندو په منځ کی  په دود او ایرو لړلی  د پلار او ماما په سوځلو هډو پوری  لکه سورکی میږی مښتی  او د اور له منځه سوځلی  هډونه را کښوي.
د لونګ مور هم په پړوندو ورګډه سوه او په خپلولاسونو او سپينو مړوندونو یی  سوځلی  هډونه له اوره را یستل. احساس او غم دونه ورباندی  غلبه کړی وه چی  نه لونګ او نه يی  مورد خپلو سوځلو پروا لرل.
د دواړو، مور او زوی اوښکی  په سترګو کی  وچی  سوي، نور يی  اصلن په بدن کی  اوبه نه وي. د زړه له سخت درد او خفګان له امله يی  د خپلو سوځلو لاسونو او پښو سوزش، او د تڼاکو درد هر څه هیر وه. د لونګ غمجنی  مورهم د خپل میړه او ورور سوخلی  هډونه په خپل پوړنی  کی  را واخیستل. لونګ يی  تر لاس ونیو، د خپل پخوانی کور اوس کورګی  پر خوا  را رهی  سوه.
د کلی سړی، ښځی  او ماشومان له خپلو کورونو نه را ووتل. داسی  یو ماتم او چوپتیا خپره وه، تا به فکر کاوه چی  ټول کليوال مړه یا یی  له کلی  کډه کړی ده او کلی  دسړو اومړو خالی او تور دی. د لونګ مور په ساندو ساندو کی  ویل:
را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان
زه یی کړم کونډه  او یتیم سو زما جانان
پرتاسی  دی  له غیبو اوله اسمانه ټکه پریوزي
چی  اخته ټوله په ویر سۍ د خپلوانو او د ځان
را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان......
تردا وخته لا درست کلیوال پرځای وو. په کوڅه کی  یوازی دوه سوځلی  او دردیدلی یوه مظلومه ښځه او بل کوچنی ماشوم. هغه هم یوازی یو ګړی مخکی  مړوښی  ښځه وه، اوس کونډه  ده او زوی یی لونګ یتیم سو، را روان وو.
هیڅ انسان اومسلمان نسته  مرسته څه چی یو د رحم ږغ پر وکړي.میړه یی د ښوونځۍ  دچپراسی  او ورور يی  یو ملا امام اود ښوونکی په ګناه وژل سوی وه.
  دوی نه پوهیدل  پدی  چی  څنګه ،چیری  اوچا د دوی د وژلو فتوا ورکړی وه .او ولی  د دوی د مرګ  پچه را وختله، دا فتواګران څوک اوتطبیق ګران څوک  وه .
پدی خبره چی څوک مسلمان او څوک کافر دي، هرڅوک ښه پوهیږی  مګر جبر داسی  ظالم   دی چی  هیڅوک نه پوهیږي؟
***          ***          ***
اوس خو ټوپکوالو د ښوونځۍ   په دروازه یولیک ځړولۍ دی. هغوی  په لیکلی  کی لیکلی  دي:
- دا دوه سړی  چی  د کُفری  حکومت سړی  وو، موږ ووژل،  دشریعت په حکم  مو د الله پاک حدپرجاری  کړ، د دوی  جنازه او هدیره څوک نسی   کولای.
لونګ او مور يی  د خپلو دوستانو سوځلی  هډونه  خپل کورګی ته ورسول. د لونګ مور په خپلو ښځینه سوځلو، تڼاکو او زخمی  لاسونو او لونګ په خپلو کوچنیو سوځلو او تڼاکو لاسونو په داسی  حال کی  چی  تر کوچنیو او نازکو ګوتو یی  وینی  بهیدلې، په مځکه خپړی  ولګولې، د سرای د غولی  په منځ کی  يی  مځکه وکیند له، د دواړو - نیک محمد او اکبر- هډونه یی  یو ځای په کښی  پټ کړل.
په دی  ژړ مازیګر پر ټول کلی  یوه چوپتیا خپره وه؛ ټول وګړی  لکه چی  په خوب بیده وي. سته داسی  څوک چی  غم نه پیژني، له غمو څخه بی  خبره وي، ځینی  واقیعتونه د با احساسه انسانانو په زړونو کی  توفانونه را زیږوي.
لونګ او مور يی  له غمه ډک زړونه د قبرشا و خوا تاویدل را تاویدل. اما هغه وخت چی  پر سوځلو هډونو یی  خاوری  وا ړولی  او د غار خوله یی  پټه کړله، ور سره سم لونګ هم نور چوپ سو، هیڅ خبری  یی  نه کولې. د لونګ مور په لوړ اواز وویل:
- وروره، په تا او اکبرڅه وسول؟ تاسی  څه کړی وو، ولی  خبری  نه کوي؟ ای  بی  وفا دنیا،... دا په موږ مو څه وکړل؟
مور او زوی دواړو شپه د پټو کړوهډو سره په ژړا تیره کړه. لونګ پرلنده خاوره پړ مخی  پروت و د ډیری ژاړ څخه ستړی او خوب وړی ؤ. سهار ګوری  چی  لمر د پخوا په شان لکه نوری  ورځی  چی  به را خوت، په هغه ډول یی  بی پروا  خپله رڼا خپره او کرار کرار مخ پر لوړه خوت. د لونګ مور حیرانه وه، چی  لمر ولی  زموږ په غم غمجن نه دی.ولی یی زموږ په شان مخ تور ندی. هغی  لمرته ډیر وخت کتل بیا یی لمرته په اشاره وویل:
-"ستا دی  دا سور مخ داسی  تور سی  لکه زما د میړه او ورور چی  اور ورتورکړله هډونه"
دلونګ مور بیا خپل زوی لونګ په غیږ کی  ټینګ ونیوی، پر مخ یی  مچ کی، په خپله لمن یی  د لونګ د باړخوګانو څخه خاوری  او خټی  لیری  کړی،د لونګ جان دلاسو نه او پښو تڼاکو  ته به یی   و کتل  په کرږو، کرږو یی  وژړل.
بیا یی لونګ ته وویل:
- ای زما د زړه سره! ای زما د سترګو توره! اوس نو یو ته یی  چی  زما د سرتاج به يې! زه پردی  لوی او ارت جهان بی له تا بل څوک نه لرم. او ته بی له ما بل څوک نه لرې. ته خو را سره خبری  کوه.
- ته ولی  چوپ سوي؟
-زما څخه مرور سوی  یي؟
موریی  زیاته کړه:
-زویکه! زه ستا مور وم، سر له دغه ګړیه ستا پلارهم سوم. زه به ستا ټولی  هیلی  پوره کوم.
لونګ لکه چی  د مور خبری  نه اوریدي. هغه یوازی  دا یوه خبره وروسته تر اوږده ځنډه  تکراروله: "بابا، ماما"
موراو زوی دا ورځ او دغه شپه هم د سوځلو او ښخ کړو هډونو سره په ژړا سهار کړه.
هغه اکبر داختر دپاره را وړی  نکریزي، د اختر میوه او نوی  کالي، هر څه پر ځای پاته سول.
 سترګی  خو به بی له شکه چی  نعمت وي، هغه چی زړه سواندی  وی  اوهرو هغو سترګو چی  دغه صحنه لیدلی  وي، هغو ته نو سترګی  نعمت نه، بلکی  قیامت وي.
***          ***          ***
نن اختردی. لونګ ته چی  مور کالی  ګنډلی  وه، بی  اغوستلو پاته سول. د لونګ چی  سترګی  پټی  سي، هغه صحنه يی  په مغزو کی  را سي، یو دم یو ناره وکړي: بابا، ماما!
د لونګ مورهڅه کوله د لونګ له فکره دغه صحنه وباسي. نور لونګ یوازی  د خواری  مور د سترګو تور دی. موريی  د هرځل ور ږغ کولوسره ورته ویل:
- لونګه زویه، ستا بلا خو دی  پر ما سي.
خو هغه خوشحاله او شوخ هلک داسی  زهیر و، شوخی  یی  نوره نه پیژندله. مورخو یی  له پخوا څخه د لونګ د هری  شوخۍ په مقابل کی  تریو تندی، بده خبره او ښیرا هغه ته ترخوله نه را وتل اوس یی  مور«نذر» واخیستی چی  د خپل ژوند ترپایه به د خدای  (ج) د رضا او لونګ ته د اوږده ژوند په هیله هره د جمعی  شپه او د جمعی  ورځ ثوابی  روژه نیوله.
خو د لونګ له ذهنه هغه صحنه چی  د بد رنګو، ملونو وهلو ټوپک سالارانو د دوی په ښوونځۍ کی  د ده پلار او ماما بی  ګناه او په ظالمانه شکل وویشتل او د اور په لمبوکی  يی  وسوځل، هغه صحنه چی  د پلار بدن به يی  د هری  مرمۍ د لګیدو پر وخت ټوپونه وهل او مولونو وهلو به الله اکبرونه ویل او خندل به یې، نه هیریږي. د هری  مرمی  ویشتلو سره به د وینو فواره را وبهیده.
د هغه کتاب چی  لونګ يی  د زده کولو سره مینه لرله، هغه کتاب سور اور سو؛ د ده مهربانه پلار او ماما يی  وسوځل. د لونګ په ذهن کښی  دا صحنه واخښل سوه. تر هغی  ورځی  وروسته په کلیو کی  نور د کتاب ویل، د لیک زده کول او قلم په کورکی  لرل د کُفرعلامه او دواجب القتل دلیل سوو. له دغی  پیښی  وروسته، په کور کی  د مکتب د کتابونو لرلو د ډیرو افغانانو سرونه له تنه جلا کړل.
د لونګ د مور چی  لا (اِده) پوره نه وه، چی  لونګ کرار کرار پر خبرو راغی؛ د لیکلو او حساب سره یی مینه بیرته را ژوندۍ سوه. بی له قلم او کاغذ لرلو څخه یی پر مځکه د لاس په ګوتو، د لرګو او خاشو په واسطه څه لیکل او مخ ته تلۍ.
لونګ د خپلی  مور د کوټواله هګۍ وه. لونګ لکه نوم چی  يی  لونګ و، په هغه شکل مور ته د لونګو بوټی  سو. په خپلو همزولو کی  به له لیری  ځلیده. هغه هر چیری  او په هر څه چی  به مصروف و؛ پلار، ماما او د هغو بیګناه وژنه او سوځنه یی  له فکره نه وتل. په تیره بیا پلار.
 ځکه پلار به يی  هر وخت چی  سهار وختی  له کوره وتۍ، که به لونګ بیده هم و، ده به يی  پرسره لاس تیراوه او پر تندی  به يی  مچاوه. لونګ اته کاله د پلار د لاس تیرولو او مینی  سره عادت نیولی  ؤ.
د لونګ مور ته د خپل میړه هغه خبره ورپه یاد سوه، چی  یوه ورځ اکبر د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته راغی او ویی  ویل:
ښځی  دغه زموږ د ملا نصیحت نن بل ډول ؤ، د لمانځه تر ادا کولو وروسته یی  وویل:
- دقیامت علایم معلوم سول، د مسجد سره د خلګو مینه کمه سوه، د مکتب سره مینه زیاته سول.
یوه ورځ د لمانځه تر دعا وروسته، ملا صاحب اکبر ته کرارپسته مګر درنه ژبه په معنی داره شکل ویلی و: اکبره! ته غیریب سړی یی  ستا سره نه ښایی  چی زوی دی  مکتب ته ورکې.  مسجد ته یی را استوه چی  (سپاره) ووايې، کلمه او لمونځ زده کړي،  ښوونځۍ   ته يی  مه استوه.
د لونګ پلارپه کلی  کی  غریب سړی و، هستي، نیستی  او ټوله شتمنی  يی  د انګورو څلور جويی  باغ او دوی بی له چاردیوالۍ زړی خونی  له پلاره څخه په میراث ورپاته وې. د باغ اوسول (حاصل) يی  دومره نه و. هغه ملا صاحب ته یوازی  یو من وچ کشمش ذکات ورکولای سوای.
د همدغه غریبی  له وجهی  تربرونه، کلیوالو د نوی  ملا په درولو او د زاړه ملا په لیری  کولو کی  هم نه پوښتۍ. ملا صاحب هم په داسی  موقف کی  ولاړ و کلیوالوته په یات ارزښت قایل نه وی. اوس خو ملا صاحب ټوپک لا هم لری.
د لونګ مور او پلار هغه وخت په دی  خبره پوهیدل چی  د دوی په اولاد پیدا کولو په تیره بیا د لونګ غوندی  زوی په لرلو يی  تربرونه خوښ نه وو.
د لونګ پلار د شپی  د ملا صاحب دا خبره چی  ده ته يی  په مسجد کی  کړی وه، د لونګ مورته وکړه:
- دا زوی دی  مسجد ته را استوه چی  سپاره ووايې، لمونځ او اودس زده کړی!!!
د لونګ مورچی  د میړه له تربرو څخه ښه زړه نه لاره، د لونګ تر زوکړی مخکی څو ځله  مخامخ دا د وچی  او بی  زویه ښځی  په نوم یادول. د لونګ مور دخپل میړه د تربرو پسی  شا خبری  اوریدلی  وی  چی  ویل به يې، اکبر زوی نه لري، میراث دي.
د اکبر تربرونو به د اکبر د باغ، ښځی  او کالو ویش ترخپلو منځو کاوه.  اوس چی  هر څوک د لونګ په هکله ښه خبره  هم ورته کوي، دا شک کوی  چی  په دی  خبره کی  نه چی  د تربرولاس وي، د خبری  منفی  اړخ به یی ښه سنجوي.
د لونګ مور چی  هیڅ وخت يی  وخپل میړه ته خبره نه ورغبرګوله او د هغه خبره يی  پر مځکه نه اچوله، مګر دا ځل  یی  میړه ته ویلی  وه:
- زه خپل زوی ښوونځۍ ته اچوم او لمونځ هم خپله ور زده کوم،  شکر قران شریف می زده دی د ملا خبره پریږده.
د لونګ مورته هم هغه د میړه خبری  ورپه یادیدی  او ارمان ورته دریدئ، او باورمنده کیدله چی  هغه وخت لا دغه د ملا خبره چی  زوی دی  مسجد ته را استوه، بی  مقصده نه وه.
دا دی  تر خپلی(اِدې) پوره کیدو مخکی  چی خبره تربروته ورسیږی یا تربرونه د لونګ مورته څه و وایی د لونګ مور د خپل زوی سره تصمیم ونیوی چی  نورباغ، کور او هدیره پریږدی  او پر یوه نا معلومه خوا وتښتي.
ښځه دخپل زوی لونګ جان سره د شپی  په تیاره کی  له  خپلی خونی  را ووتله، د وروراو میړه قبر ته د لونګ سره ودریدله، پرهغه خاورو یی  سجده وکړه، او خاوره یی  مچ کړه.
لونګ جان هم  دپلار اوماما دقبر خاوری په مخ پوری وموښلی بیا یی د خدای په امانی ځینی  واخیستله او خپل پلرنی کور، کلۍ او د خوارۍ ګودړان یی  پریښول. دلونګ مور په زیات ارمان داسی  وویل:
د کتابونو په اور
را ومو سوځل میړه او ورور
قسمته دا څه دی  وکړل
چی پریږدم خپل کلۍ او کور
دکتابو نو په اور.......
لونګ هم چی  د خپل پلرنی مینی  څخه تلۍ څو ځله به یی تر شا شا خپل کورته ورکتل خپل کلۍ،کور ،هدیره او باغچه یی  ارمانیدل.نوربیا