زياتره هلته ناست منجاوران و تعويذگران ناپوه او پر شريعت (اسلام) برابر نه دي. زياتره کړنې او تعويذونه يې له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري
هېڅوک د دم وتعويذ په اړه چا ته د تضمين ورکولو حق نه لري. له واکه زياته خبره شرعي لاسوند نه لري. ټولو انبياو عليهم الصلاة والسلام هېڅکله له واکه زياتره خبره چا ته نه ده کړې
له منجاورانو، تعويذگرو په تېره بيا له غيرمسلمو [هندوانو] د کوډو کولو او ايستلو تمه صحيح لاسوند او شرعي مجوزيت نه لري
نوټ : زه خپله سيّد يم او دم وتعويذ مې هم کړی. سلفي هم نه يم. يو خو د خلکو غوښتنې له شريعت خلاف وي. کتاب راته وگوره، او بل زموږ سيّدان، پيران وباچا صاحبان، اغا صاحبان وملايان له ليکل شويو بازاري کتابونو څخه کار اخلي چې زياتره له شرعي واسلامي اړخه ستونزې لري. زما مشوره وسپارښتنه لومړی خپلو سيّدانو، پيرانو وباچا صاحبانو، اغا صاحبانو، ملا صاحبانو او تعويذ گرانو څخه دا ده چې د خلکو غوښتنو ته مه گورئ د الله تعالی غوښتنو ته وگورئ چې ايا ځينې شيان تاسو ته شرعاً جواز لري او کنه؟ تاسو د الله تعالی په نزد مکلفيت لرئ، نه د خلکو او له خلکو څخه مې هم غوښتنه دا ده چې زموږ او ستاسو د ټولو ان د غير مسلمو او د الله تعالی ترمينځ حايل نشته. د پروردگار د رحمت دروازې هر چا ته خلاصې دي. د الله تعالی رحمت به هغه چا ته رسيږي چې د هغه خوښه وي. ښه به دا وي چې د الله تعالی کتاب او سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مخه کړئ او هسې بېځايه وسوساتو او تشويشونو پسې ونه گرځئ. زموږ د ټولو مشکلات او ستونزې له هغه پرته بل هېڅوک نه شي حل کولی. کله چې موږ لمونځ کوو، نو لومړی سر د فاتحې په سورة کې راته د ((اياک نعبد واياک نستعين)) حکم مخې ته راځي، ولې بل چا ته مخه کړو؟
اگر چې له ما سره به مې خپل سيّدان وباچا صاحبان او نور يا مني او يا نه، خو زه د هغوی د منښتې او نه منښتې ذمه وار نه يم، خو هغه څه بايد په ډاگه او واضحه توگه ووايم چې دوی پرې خفه کيږي او يا خوشاليږي، زموږ د سيّدانو، پيرانو وباچا صاحبانو، نيمچه ملايانو، اغا صاحبانو، دمگرو او تعويذگرو زياتره کړنې له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه لري. لومړی خو دا چې زموږ زياتره سيّدان وباچا صاحبان، پيران له علمي واسلامي پوهې اړخه سخت کمزوري دي. ځېنو ته خو دا له پلار ونېکونو نه د يو کسب وميراث په توگه پاتې شوي وي.
شکرانه خو لا څه ان چې ځينې خو بيا د اولادونو او کړوسو پورې د ځان مريدان بولي او کلنی قلنگ ترې غواړي. درست ده چې ((صدقه د بلا سپر ده))، خو د قلنگ لپاره خو موږ کوم شرعي لاسوند نه لرو. د بېلگې په توگه کال پر کال د تعويذ تازه کول او پر خپلو مريدانو گرځېدل په دې هيله چې شُکرانې ((غُسالې)) ترې راټولې کړې. د الله تعالی پېغمبر خو ((الکاسب حبيب الله)) ويلي، نو ولې موږ دغسې کمزورې هيلې د ځان او هم د خپلو اولادونو لپاره عادت گرځولې؟
د خپلو اولادونو د زده کړې غم راسره نشته، خو د تعويذ ليکنې غم راسره شته. خلکو ته په کار دي چې دوی سيده له الله تعالی سره رابطه جوړه کړي. له قرآن وسنتو له پېغمبر عليه الصلاة والسلام نه بهترينه قوي اړيکه بله نشته، نو ولې دغه سيده او لنډه لار نه نيسو چې هېڅکله ترې انسان ته ناهيلي نه رسيږي. موږ سيّدان وباچا صاحبان هم ستاسو غوندې خلک يو، بلکې په ځينو مواردو کې تاسو له موږ څخه ښه ياست. دا ځکه چې زموږ د زياتره سيّدانو او باچا صاحبان او اغا صاحبانو علمي اړخ يا اسلامي پوهه ډېره کمزورې ده. ان تر دې چې کله ناکله خو بعينه داسې يو څه له کتاب څخه کاپي کوو چې هغه له اسلامي ارزښتونو ته سمون نه خوري او موږ ورته داسې قوي لاسوند او ثبوت نه لرو. زياتره د دم وتعويذ کتابونه د أهل تشيع او يا نورو غيرمسلکي خلکو له خوا ليکل شوي وي چې هغه پخپله د اعتبار وړ نه دي. نه پرې خپله پوهيږو او هم نورو ته هماغه غلط او ناسم اسرائيلي وتشيعي خرافات وړاندې کوو چې موږ ورته په نصوصو او سُننو کې هېڅ لاسوند او ثبوت نه لرو. دا هغه څه دي چې زياتره پرې زموږ او زموږ د سلفي وروڼو او مؤحدينو (پنجپيريانو) ترمينځ يو ډول نامشروع سيالي روانه ده. يو خو دا چې زياتره زموږ غلطي وي او موږ خپله غلطي نه منو، او له بل لورې بيا د هغوی اصلاح د اصلاح په توگه نه وي. د دې لپاره چې يو بل ته سره قناعت ورکړو د تکفير ومشرک ټاپې يو پر بل ژر ولگوو. اصلاح ((سمون)) هم خپله بڼه لري.
زياتره وخت موږ يا پوهيږو او يا نه، خو زياتره وختونه داسې کيږي چې موږ د خپلو شُکرانو او غسالو لپاره بازاري کتابونه چې زياتره يې له شرعي واسلامي ارزښتونو سره هېح سر نه خوري، الهي ونبوي ارشادات يا په بله مانا کتاب الله او سُنن د پېغمبر ورته ناديده گڼو چې دا زموږ ډېره لويه ستونزه او تېروتنه ده.
د بېلگې په توگه :
واذا سالک عبادي فاني قريب أجيب دعوة الداع اذا دعاني فليستجيبوا لي وليؤمنوا بي لعلهم يرشدون [البقرة : ۱۸۶]
کله چې الله تعالی وايی چې زه تاسو ته نژدې يم، زه د خپل بنده هره جايز غوښتنه قبلوم، نو ولې بيا د بل چا پسې ووځو او له هغه نه د شريعت خلاف تمه ولرو؟
بله بېلگه :
ولقد خلقنا الانسان ونعم ما توسوس به نفسه، ونحن اقرب اليه من حبل الوريد [ق : ۱۶]
کله چې الله تعالی وايی چې زه تاسو ته له وريد نژدې يم، نو ولې له بل چا تمه ولرو؟ ولې بل څوک د ځان او د الله تعالی ترمينځ وسيله وگرځوو؟ درست ده چې الله تعالی په کلام پاک کې د ((وسيلې)) ذکر کړی چې ((يا ايهالذين آمنوا اتقوا الله وابتغوا اليه الوسيلة)) زياتره علماء، محدثين ومفسرين ترې کتاب الله، سُنن او اعمال صالحه مرادوي. ځينې بيا ذوات فاضله هم رانغاړي چې هغو ته په حديثو کې اشاره شوې، خو په نورو کې احتياط په کار دی. ځکه چې د الله تعالی او د بنده ترمينځ هېڅ حايل او ممانعت نشته، نو ولې له هغه ذات سره چې هغه ((رب العالمين)) دی سيده اړيکه نه نيسو. شپه و ورځ، هر وخت وهر ساعت او په هر حالت و هر ځای کې له موږ سره دی. د هغه له علم نه موږ پټ نه يو.
نورې بېلگې :
قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله ...[العمران : ۳۱]
وقال ربکم ادعوني استجب لکم ... المؤمن : ۶۰]
همدارنگه د کلام پاک په اول کې د سورة البقرة په سر کې دا خبره ذکر کړې چې ((ذلک الکتاب هدی)) دا د لارښوونې کتاب دی. قرآن شفاء ده، په دې کې د خلکو لپاره شفاء ده. د پېغمبر سپارښتنه هم دا ده چې ما په تاسو کې دوه امره پرېښي چې کتاب الله او زما سنت دي چا چې دا دواړه د ځان لپاره خپل لارښود ونيول، هېڅکله به لاره ورکه نه کړي، نو ولې هسې بېځايه د هغه خلکو پسې هڅه وکړو چې هغوی خپله او کړه وړه يې له شرعي واسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. که زموږ الله خوښيږي او ورسره مو مينه وي، نو بيا بايد چې د هغه تابعداري وکړو او د هغه د پېغمبر د سنتو تابعداري وکړو، نه خرافاتي کتابونو او واهماتو او نه بايد د داسې خلکو د دام ښکار شو.
زما مشوره او سپارښتنه لومړی خپلو سيّدانو، باچا صاحبانو، اغا صاحبانو، ملا صاحبانو او هغه نامسلکي دمگرو او تعويذ گرو ته دا ده چې دوی دې لږ تر لږه خپل ځانونه له شرعي واسلامي ارزښتونو سره سم کړي. اسلامي پوهه بايد ولري، د نه اسلامي پوهې په صورت کې دې خلکو سره ښېگڼه وکړو. د اسلامي نه پوهاوي په صورت کې دې له تعويذ ليکنې او هسې بېځايه اسرائيلي او تشيعي خرافاتو نه ځانونه وساتي. خدای مه کړه چې د خپلې ناچيزې او بېځايه هيلې او تمې لپاره خپل ځان او نه خپله کورنۍ واولادونه له دنيوي واخروي مسووليت سره مخ کړي. پر خپلې او د خپلو اولادونو پر زده کړې تمرکز وکړي او د دې ترڅنگ دې د ځان لپاره مشروع او حلال کسب ولټوي. په مزدورۍ کې شرم نشته. انبياو عليه الصلاة والسلام شپونتوب او آهنگري کړې. همدارنگه راشده خلفاو، تابعينو او تبعې تابعينو، ائمه وو او محدثينو ټولو د علم ترڅنگ مزدوري وتجارت کړی. موږ د خپلو اسلافو لاره پرېښې او د خلکو پر شُکرانو او غُسالو مو تکيه کړې. په داسې حال کې چې سعدي وايی :
کرم بين ولطف خداوند گار
گناه بنده کرده است و او شرمسار
ای کريمی که از خزانهء غيب
گبرو ترسا وظيفه خور داری
دوستان را کجا کنی محروم
تو که با دشمنان نظر داری
همدارنگه له خپلو ځينو هغه وروڼو او خويندو نه هيله کوم چې دوی هسې بېځايه د شيطاني وسوسو او د خلکو د واهماتو ښکار نه شي. الله تعالی هر وخت له موږ سره دی. هغه په دې خوشاليږي چې موږ خپلې ستونزې هغه ته ووايو او هغه يوازېنی حقيقي ذات دی چې زموږ ستونزې راحلولی شي نه بل څوک. که چا ته څه ستونزې او حاجات وي، نو ښه لاره دا ده چې دوه رکعته لمونځ اداء کړي او له هغه نه د حل غوښتنه وکړي. که تلاوت يې وسه رسيږي، تلاوت وکړي او له ځينو ماثوره دوعاگانو څخه کار واخلي، نه له بازاري جنياتو او د نورو خرافاتو له کتابونو څخه چې هم مو عقيدې او هم مو ايمان ته خطر پېښوي. له داسې مسايلو نه بايد ټول ځانونه وساتي، نه خپل ځان او نه نور په گناه کې له ځان سره اخته کړي. برابره خبره ده که نارينه وي او که ښځينه. زياتره ښځينه خويندې د دغسې واهماتو ښکار کيږي چې د کور نارينه بايد ورسره مرسته وکړي او قناعت ورته ورکړي.
که چا ته کومه واهمه او تشويش پيدا شي، نو کوښښ دې وکړي چې دوه رکعته لمونځ اداء کړي. تلاوت وکړي. که ايات الکرسي يا وروستي سورتونه د معوذتينو يې ياد وي، که نه وي له قرآن پاک نه يې تلاوت کولی شي او له الله تعالی نه مرسته وغواړي، نه له ناپوه منجاورانو، دمگرو او تعويذگرانو نه. د چا په بېځايه تضمين هېڅکله دوکه ونه خوري او هېڅکله هېڅوک د الله تعالی له خوښې پرته هېڅ نه شي کولی. الله تعالی د هر چا دی، نه د ناپوه منجاورانو، دمگرو او تعويذگرو.
له هغه چا د مرستې تمه چې هغه اسلامي پوهه ونه لري او ظاهري بڼه او کړه وړه يې له شرعيت سره برابر نه وي، نو د خير تمه ترې په تعويذ ليکلو او تضمين ورکولو هېڅ شرعي لاسوند او مجوزيت نه لري او بايد ځان ترې وساتي او د واهماتو ښکار يې نه شي. په تعويذ معيينه شُکرانه اخېستل ښه خبره نه ده. که چا چا ته لله في الله څه صدقه او خيرات ورکړ وادې پې خلي، خو دا دې ورته نه وايی چې دومره راکړه او په تضمين درته دا کار کوم. که چا چا ته دغسې وړانديز وکړ، نو ترې راپورته دې شي. صدقه او خيرات سيده مستحقو خلکو ته زيات ثواب او گټه لري، نه دا چې يو دمگري او تعويذگر ته معيينه شُکرانه په تضمين ورکوي. نه دې ځان گنهگاروي او نه دې هغه، بلکې معذرت دې ترې وغواړي.
موږ بايد د الله تعالی ذات، حيثيت او عظمت وپېژنو، تر تعويذونو پورې يې منحصر نه کړو. موږ بايد ځانونه د هغه تابع کړو نه دا چې هغه د ځان تابع کړو. خير وشر دواړه د هغه په لاس کې دي. د چا په تعويذ چا ته خير وشر نه رسيږي. د الله تعالی رحمت وسيع دی. موږ يې بايد د رحمت او فضل واحسان هيله مند اوسو. نه دا چې خپل ذهن وحواس په بېځايه واهماتو کې راښکېل کړو.
پروسږکال زه له خپل استاد ډاکټر محمد اکرم ندوي سره دلته په انگليستان کې د ليستر ښار ته نژدې ((Islamic Foundation Leicester)) ته تللی وم او بيا په ضمن کې د ((Hijaz College Islamic University)) ته د ليدو لپاره ورغلو. دوی د چا خبره دوی ځانته مډرن بريلويان وايی، د نورو غوندې افراطيان هم نه دي. د پلار زيارت يې هم هلته دی او ځانونه صديقيان بولي او خپل نسب حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته رسوي. له خپل مرکز او شاوخوا څخه يې د ليدنې په صورت کې موږ د يوې ونې خوا ته يوړلو او هلته يې راته وويل چې ((دا ونه ۱۴۰۰ کاله مخکې پېغمبر عليه الصلاة والسلام کښېنولې [کرلې] ده)). ته گوره چې په يو شکل د اشکالو ترې داسې ناپړيته راووته چې دوی دا د ځان لپاره وياړ گڼله، خو له بل لورې يې دېته پام نه وو چې د دوی خبره څومره صحت او اسنادي لاسوند لري. خدای خبر چې څومره خلک ورته هره ورځ د دوم وتعويذ لپاره راځي او دوی به ورته د هغې ونې په تړاو دغسې خرافات وايی چې هم يې ځان تباه او هم به يې نورو ته ناسم ذهنيت ورکړی وي. دوی دېته نه کتل چې ۱۴۰۰ کاله مخکې پېغمبر عليه السلام دلته څه کول؟ ټوله مخينه About Us - history چې په خپل وېبسايټ کې ليکلې ده ((Shaykh Allama Muhammad Abdul Wahab Siddiqi (ra) ( 1942-1994) - Mujadid of the 20th Century)) درې اويا کاله کيږي. اگر چې موږ ورته روښانه کړه چې تاسو په ځېنو خبرو کې لږ له دقت او احتياط نه کار اخلئ! سره له دې چې دواړو وروڼو زموږ د زياترو منجاورانو او تعويذگرو پورې اسلامي پوهه او هم يې د برتانيا له سيستم او عصري زده کړو سره پوره اشنايي درلوده او همدلته يې تر پوهنتون و وکالته پورې زده کړې کړي، ولې بيا هم ترې ځنې داسې نيمه خبره راووته چې هېڅ شرعي لاسوند يې نه درلوده.
زما وېره د شاه دوشمشېره زيارت او دېته ورته زياتونو او تکيه خانو ته ده چې دوی به زموږ غوندې په يوه سُنتي ټولنه کې خلکو په تېره بيا ښځينه وو ته د يو څو روپو لوټلو لپاره څومره خرافات ويلي وي؟ که دوی خرافات او بېځايه تضمينونه نه ورکولای، نو ځينې ناوړه پېښې به نه پېښېدای، لکه نن يې چې په رسنيو کې د مرحومې فرخندې په باره کې لولو چې هېڅ شرعي لاسوند او مجوزيت نه لري.
د تعويذ په سوځولو لا څه ان چې د قرآن پاک په سوځولو تر څو چې له طبي معايناتو، پوليسو، څارونوالۍ ، قضا او سترې محکمې او د قانون په چوکاټ کې له څېړلو روښانه شوي نه وي، هېڅوک له ځانه قاضي نه شي جوړولی او نه څوک په يوه او بله پلمه نه شي وژلی. سرغړوونکي بايد قانون ته ځوابگويی اوسي.
په درنښت
سيد حسين پاچا
ليکونه دلته کتلای شئ :
http://www.islamic-foundation.org.uk/User/Home.aspx
http://www.hijazcollege.com/