او ومه برخه
دقوماندان ښځه دکوتری مور ورکه سوه:
وروسته له څه وخته تیریدو د قوماندان مشره ښځه په ځان وپوهیدله،له هغی شپی څخه چی میړه یی دخپلی خونی څخه په بد نیت دلونګ دمور په تلاښ راوتلۍ ؤ په تیروتنه اوسر ناخلاصی د دی سره پرېوتۍ ؤ کوچنی په نس سوی دئ.
په زړه کی خوشحاله وه، مګر دا چی څنګه او په چا به دا ومني، چی دا کوچنی یی د خپل میړه څخه دی، له دی سببه یی تشویش او بیره لرل.
ښځی خپلی بني، میړه او دوستان نسوای خبره و لای، چی د هغی کوچنی په نس دی، ځکه د دی پښتنی سره مخا مخ کیده د چا څخه دی کوچنی په نس سوو؟ نو هڅه يی کوله غټ کالی وا غوندي، مخامخ پر چا ور نه سی د هر چا څخه یی ځان پیچئ.
په دغه شان د حمل اخیستلو یی پنځه میاشتی تیری وي، چی یوه ورځ یی کشره بن پری شکمنه سوه. هغی ته تشویش پیدا سوځکه د کشری ښځی پلار د خپلی لور د ورکړی پر وخت د لور د غوښتنی په اساس په قوماندان دا خبره منلی وه، چی زما د لور تر ودولو وروسته به د خپلو نورو ښځوسره مینه نه کوی او قوماندان هم دا شرط منلی و.
د قوماندان کشره ښځه، د دی پر ځای چی د میړه سره خبره سپینه کړي، اول غواړی ځان پوره باوری کړی چی مشره بن يی په رښتیا امیدواره ده که نه. ځکه دی هم په خپل نس کی اولاد درلود. یوه ورځ کله چی مشره بن يی خپلۍ کوټی ته ولاړه، لږ وروسته دا بی له دی چی اجازه واخلي، داسی ښوی په خونه ورننوته.
په دغه وخت کی مشری بنی يی کالی بدلول. کشری بنی د مشری بنی هر څه لڅ اود سر په سترګو ولیدل. پر سر يی لکه د اور لمبه چی وګرځي.لنډ له کوټی را ووته، په ځغاسته خپلی خونی ته ولاړه او دروازه يی په ځان پسی پیش کړل.تر ماښامه د خونی را ونه وتل هغی په خپل ځان خولی ولګولې، خپل ویښتان يی وشکول، او بالښتانو ته يی سوکان ورکړه. داسی پوچی خبری يی له خولی څخه را وتلی چی د باندی هم اوریدل کیدی.
دوی نوری بنی او د قوماندان لور(کوتره) نه پوهیدل، چی څه پیښ سوي؟ بنی دواړی راغلې، د مشری بنی يی وپوښتل؛ چی څه دی په وکړل؟ چی ښراوی کوی اوبد وایی، مشره ښځی ځان بی خبره وښود. تر ماښامه پوری ښځه له خپلی خونی را و نه وته.
مشره ښځه خو و پوهیدل چی د میړه نازولی ښځی می نس ولیدی.خبره می تر میړه رسیږی داچی هغه به څه وایی او یا به څه کوی دا هغه څه دی چی دا یی تر مخه فکر نسی کولای. د شپی نا وخته کله چی میړه یی کور ته راغلۍ، د پخوا په شان د خپلی کشری ښځی خونی ته ننوتۍ چی د معمول خلاف د خونی دروازه کلکه تړلی وه.
دروازه یی ور وټکوله، بیا یی په زور سره دروازه پوری وهله او خونی ته ورننووت. ښځه د قوماندان مخی ته ولاړه نه سوه، سلام يی وا نه چوۍ، سربیره پرهغه یی ژړل، ښیراوی یی کولي. قوماندان ښځی ته نژدی کښینستۍ، په ناز يی وپوښتل: څه پیښه ده؟
ښځی یو دم د خپل میړه وغاړی ته د جنګره پیشی په شان خپلی سری منګولی ور وا چولی او کمیس يی تر لمنی ور څیری کړ، پر مخ یی ورتو کړل، او بیا یی ورته وویل:
- درواغجنه! ستا چی هغه خوښه وه، نو زه دی څه کولم؟ کله چی قوماندان خونی ته د ننه سو. مشره ښځه یی راغله غوږ یی ونیوی خپله غوټه خو یی لا وختی ټوله کړی وه.
- په خونه کی د ننه چی قوماندان د خپلی ګرانی ښځی خبری وا وریدلې، هک پک پاته سو، نه پوهیدئ چی په کومه ورانه يی ښځه خبره سوی ده، چا خبره کړی ده؟ ځکه ده خو ډیری تیروتنی او لاس وهنی کړی وي.
قوماندان د ځان سره فکر کاوه چی امکان لری د لونګ مور به څه ورته ویلی وي، ځکه چی هغه تر هغی شپی وروسته بیا دا ډیر وخت کیږی چی زموږ کور ته د کالو منځلو او د ښځو سره مرستی ته نه راځي.سخت وارختا سو، په خبرو کی ګنګوړه سو. بیا یی ژر ژر وویل:
"ته څه وايې؟ څه وايې؟...څوک؟...څوک می خوښه ده ؟"
ښځی یی خبره ورسره اوږده نه کړل ، د میړه د چورتونو او تشویش خلاف یی د خپلی مشری بنی نوم پر خوله راوړی.
قوماندان په زړه کی شکر وکښي، داسی خوښ سو، لکه هیڅ چی نه وی پیښ سوی. د ځانه سره یی وویل، شکرچی د لونګ د مور او یا د بل ادرس خبره نه وه.
د خپلی ښځی په باب خو مطمئن ؤ. نو زیاتی تر قسمولاندی سو او خپلی ګرانی ماینی ته يی وویل، چی ستا سرقران دی، ما دی ووهی چی ستا تر واده وروسته می بیا د هغی د خونی پرده هم نه ده ور پورته کړې. ته څه وايی هر چا چی څه درته ویلی دي، رښتیا نه دي.
ته زما خبره ومنه. ښځی يی بیا ور ته وویل، زما خبری رښتیا دي، زه درواغ نه وایم، تهمت هم نه تړم ،که زما خبره نه مني، ورسه، خپله د هغی نس وګوره، دا له کومه سو؟
قوماندان حیرانۍ واخیستۍ، چی دا څه را ته وايې. هیڅ يی باورنه را تلۍ. په پای کی يی فکر وکړ چی البته دا مشره ښځه به می د کم بل چا سره جوړه سوی وي.
که داسی نه وی نو څنګه یی نس ډک سویدئ ؟ولی په ځان خو يی باور و، چی لاس یی نه دی وروړی. وروسته له ډیرو خبرو اوریدو او چُرتونو څخه درد ورغلۍ. ولاړسو، ټوپک ته يی لاس کړ، ګرانی او کشری ښځی ته يی وویل:
- نور دی نو خولک را تنګ کی ما ډیر وژلی دي، خو په خپلوانو او خپلی کورنۍ کی به دا لومړی وار وي، چی خپله ښځه وژنم. دا دی اوس ور ځمه، که ستا خبره رښتیا وه، هم دا نن شپه يی په دغه ټوپک، هلته په خپله خونه کی ځای پر ځای وژنم.
کشره ښځه یی په زړه کی ډیره خوښه سوه، ځکه باوری وه او په خپله يی د بنی غټه سوی خیټه لیدلی وه. هغی خپل میړه ته وویل:
-که ما تهمت تړلۍ و یا زما خبره درواغ سول، نو بیا را سه، په دغه ټوپک ما مړه که. ما خپل خون دربخښلۍ دی. مشری ښځی چی د خپل مرګ خبره وا ورېده، باوری سوه، چی بی پوښتنی وژل کیږم، ځکه قوماندان به ډیر ځل په کور کی خپلو ښځو ته ځان ښکاره کاوه.
قوماندان به کله کله د خپلو نارواوو اعمالو او قتلونو کیسی کولې. ویل به يی د مقاماتو (ISI) چی څه هدایت وي، هغه می تل سر ته رسولی. د فلانی لور هغه چی مکتب ته به تلل، هغه می ووژله؛ فلانی مامور، فلانی ښوونکی، فلانی بزګر او په لسګونو د اردو او پولیسو سرتیری ټول ما ترور کړی دي....
د مشری ښځی دوی پښی خپلی وی او دوی يی نوری پور کړې. پخوا تر دی چی ټوپکوال میړه يی له خپلی خونی را ووزي، په یوه شیبه کی که څه هم چی شپه او تیاره وه، بیا هم له کوره ووته او پرنا معلومه خوا ولاړه.
قوماندان چی ټوپک په لاس له خپلی خونی راووت، هلته د شا له خوا يی کشری ښځی دواړه لاسونه چپه پسی پورته او له خدایه يی وغوښتل، چی بن يی ووژل سی او قوماندان په یوه بلا اخته سي.
کوم څه چی د دوی هیله وه، هغسی و نه سول. د دوی دواړو د هیلو خلاف، کله چی قوماندان د مشری ښځی خونی ته ورغلۍ، ګوری چی "ځای سته او جولا نه". یوازی یی لور کوتره په خونه کی بیده ده.ټول سرای او هر څه نور يی وپلټل، ښځه يی پیدا نه کړه. د کشری ښځی ادعا په ظاهره رښتیا سوه.
قوماندان ته اوس دوی خوارۍ ور پیښی سوې. له یوی خوا وخپلی ګرانی ښځی ته بی اعتباره سو او له بلی خوا یی مشره ښځه وتښتیدله دا شرم ورته باته سو....
نور د قوماندان له سترګو خوب والوت. هغه هڅه کوله چی خپلی کشری او ګرانی ښځی ته دا ثابته کړی چی یوازی دا ورباندی ګرانه ده، او د دی د بنی سره نه دی یو ځای سوې.
بل خوا ته په دی فکرکی هم و، چی دا تښتیدلی ښځه به يی د چا سره یو ځای سوی وي؟ دا شرم به چا ور اړولی وي؟ هغه فکرکاوه حتمی به می ښځه زما په ټوپکوالو کی د کوم ټوپکی سره جوړه راغلی وي. هغه خپل هر ټوپکی ته په مغزو کی د شک په سترګه کتل.
نه پوهیدی چی چا به دا بد نامی ور اړولی وي؟ او بده يی لا دا چی ښځه يی ژوندۍ ژړانده ورکه سول. د ښځی و پلرګنۍ ته به څه وايې، چی لوريی چیری ده؟
قوماندان ټوله شپه ګرانی ښځی ته په زاریو او د بلی ورکی ښځی په با ب په چورتونو کی تیره کړه. په دی شپه يی لا فکر کاوه چی ښځه به می د خپل پلار کور ته تللی وي. په دغه چورتونو کی شپه پرسهار سوه، سهار یی نه غوښتل څوک خبر کړي. په پټه خوله يی د خپلی ښځی د پیدا کیدو په موخه (کونډ پی ) پیل کی.
تر ټولو مخکی يی د خسر کور ته ښځی وا ستولې، چی معلومه یی کي، هغه د پلار کور ته تللی ده او که نه؟ کله چی له هغی خوا، ښځو احوال ورته راوړۍ، چی ښځه هلته نه ده تللی اوس يی نو نور هم فکر خراب سو.
نویی شا و خوا په پټه خوله معلوماتونه کول، څو ټولی هڅی يی بی نتیجی سوي. پدی منځ کی ورځی تیری سوې. دا دی د تښتیدلی او ورکی ښځی پلرګنۍ خبره سوه، چی لور يی د میړه په کور کی نسته. هغوی راغلل، د قوماندان څخه یی د خپلی لور د مړی یا ژوندی معلومات غوښتنه کول.
قوماندان خپلی خسرګنۍ ته سم ځواب نه درلود. د ښځی د تیښتی اصلی سبب چی څه پیښ سوه، نه سی څرګندولای. د ښځی مور او پلار فکر کاوه، چی قوماندان به د دوی لور وژلی وي. قوماندان چی نه يی خپله ښځه وژلی او نه بندی کړی وه، او نه یی کولای سوای هغه تریخ حقیقت چی دی هم سم نه په پوهیدی، بیان کړي.
قوماندان په دی باور و، چی ښځه يی خرابه نه وه او که پرهغی تورهم وتړي، خپله لمن پورته کوي.
وروسته له ډیرو بی نتیجو هلو ځلو، د ښځی خپلوان مجبوره سول، هلته د ټوپکمارو په نوم محکمی ته ورغلل دخپل زوم (قوماندان) د لاسه عارض سول دخپلی لور مړی اویا ژوندی غواړی . دا هغه وخت و، چی ټوپکسالاران پرکلیو حاکم وه .
په محکمه کی زور او زرو خبره سرچپه کړه. د ټوپکوالو محکمی د قوماندان خوا ونیوله. د ښځی پلاريی بندی کړ او تور يی پر ولګا وه، چی د قوماندان ښځه يی پټه کړی ده.
تر زیاتو وهلو او ټکولو وروسته، دتوپک سالارانو قاضی حکم وکۍ چی د ورکی ښځی پلار دی خپله لور د میړه کور ته حاضره کړی او پنځه زره افغانۍ نغدی جریمه دی هم تحویل کړي.
کله چی د لور پلار ته د محکمی پریکړه د قاضی له خوا واورول سوه، سړی وویل:
- د خدای روی دی، هم می لور وژل سویده ، هم ما بندی کوئ او هم می جریمه کوي؟ دا څنکه اسلام مو دی دا عدالت او انصاف نه دی؛ زما سره دی عدالت وسي!
خو قاضی ورته وویل، تا پر یوه جهادی قوماندان تهمت تړلی دی او درواغ دی ویلی دی. هغه موږ یو مجاهد دی. زموږ د سنګر انډیوال دی، د سرو روسانو سره جنګیږي، محکمی د شریعت سره سمه فیصله کړې، باید عملی سي.
په کلی اوکورونو کی خبري، ورځ تر بلی ډیریدلی او تودیدلي. د خُسر کورنۍ اوس د خپلی لور د مرګ او ژوند خبره هیره کړه، د خپلۍ کورنۍ د یوازنۍ مشر او سپین ږیری د خلاصیدو وسه هم نه لری او د پنځو زرو افغانیو د جریمی د ور کړی وسه خو بیخی نه لري. په حقیقت کی یی زورد جهادی قوماندان سره برابر نه و. په عجز، زاریو او مرکو يی نفس وخوت، چی د قوماندان له شره ځان خلاص کړي.
ډیری هلی ځلی یی وکړی خو ګټه یی و نه کړه. په پای کی دی ته مجبوره سول چی د جریمی د ورکړی له امله خپله لږ مځکه ګرو کړل. لنګه غوا او مردارهډی یی په کمه بیه ورته خرڅ کړل . مګرد خپلی لور پیدا کیدل يی تر وس وتلی خبره وه ځکه دهغی دمرګ اوژوند معلومات نسته.
له بلی خوا، دخسرکورنی دمحکمی لخوا د وراستول سوی ماسل څخه په تنګ سول ځکه ماسل هره ورځ ډوډۍ او پیسی غوښتی. په پای کی د قوماندان د خسر کورنۍ یوه شپه د هغه د نارواوو او نا دودو کړو او د محصل د محصلانۍ څخه د ژغورلو په موخه، خپل کور او کلۍ پریښود او د شپی په تیاره کی ښار ته ور وتښتیدل.
*** *** ***
د قوماندان کشره ښځه چی امیندواره وه، قوماندان او ټوله کورنۍ ور ته خوشحاله او په دی هیله وو، چی ګوندی ښځه زوی و زیږه وی؛ خونه دی هم لور وزیږله. په دی ډول قوماندان او کشره ښځه یی د لور په زیږیدو نورهم غمجن سول.
د دکوتری مور د قوماندان ښځه د مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل کلی پر کلی ځان یی تر ښاره رسولۍ و. په ښار کی يی څو میاشی وروسته یی زوی پیدا سوی و. د ښځی چی په کلۍ کی لا د لونګ نوم خوښ و، خوپر خپل زوی یی دسمندرنوم کښیښود. د قوماندان ښځی د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مور څخه په الهام سره کار ته ملا وتړله.
هغی د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یو وخت خپل ماشوم زوی دتداوی دپاره روغتون ته وړی وه. هلته یوی ښځینه ډاکتری ور ته په روغتون کی د پیاده په توګه د کار موقع برابره کړل .بس د معاش خاونده سوه.
زوی یی د روغتون په وړوکتون کی بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی دسمندر بیا د سترګو په رپ کی ښوونځۍ ته د داخلیدو عمر ته رسیدلی و. مور یی هغه ښوونځۍ ته شامل کړ.
دسمندرد مور چی اوس یی په خپل معاش او کوپون ګوزاره کیده، نو کله کله یی پلار، مور، ورور او کورنۍ په فکر کی مخ ته مخ ته کیدل. خپله یوازنۍ لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره ور په یادیده او هر وخت يی دا هیله وه، چی که څوک ورته د خپلی مور، پلار، ورور، خور او لور احوال را وړي، په تیره بیا د خپلی لور کوتری په باب یی ډیر تشویش درلود. ځکه هغه به اوس پیغله وي.
دسمندر مور په دی فکر کی وه، چی بنی به يی لور چا ته وده وي؟ روغتون ته چی به د دوی له ولسوالۍ څخه هر ناروغ را وړل سو، دا به ناروغ ته د خدمت په بهانه ورتله او په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی په احوال ځان خبروۍ.
هغی به له هر ناروغه او یا د هغه سره راغلو پایوازو څخه پوښتنی کولی ،څو خبره سی چی په کلی کی څوک مړه او څوک ژوندی دي؟ یوه ورځ يی په روغتون کی د یو بستر ناروغ له خولی واوریدل، چی ویل یی: زموږ د کلی ټوپکوال قوماندان هغه چی ښه ډیر کلونه پخوا یی ښځه ژوندۍ ژړانده تری تم سوی وه، څه وخت د مخه یی هغه پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره وتښتیدله.
د دی خبری په اوریدو سره دسمندر د مور تشویش زیات سو، خو په زړه کی خوشحاله سوه، چی لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی تللی ده او اوس د پلار ظالم او د هغی د کشری ښځی له نا رواوو خلاصه ده. هغی ته دا خبره یقینی بريښيدله چی لونګ خو هغه د کلی د خاله زوی و، او همدی خبری د هغی زړه ته بشپړه تسلی ورکوله.
نوربیا