د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنڅي په نوښت نن د کندهار پوهنتون په انګړ کې د ( سولې ) تر سرليک لاندي مشاعره جوړه سول .
د مشاعرې د پيل وينا د دې پوهنتون رييس حضرت مير توتاخېل وکړل ، نوموړي وويل چې کندهار پوهنتون د ټول هيواد په کچه د کيفيت په برخه کې لمړی مقام ګټلی دی او په وينا يې چې پوهنتون ته دا افتخار د هغو زيارکښو استادانو له امله ور بخښل سوی دی ، چې شپه او ورځ د محصلينو په روزنه کې خولې تويوي .
ښاغلي توتاخېل محصلين د خپلو زده کړو دوام ته را وبلل او زياته يې کړه چې دوی ته سترګي په لاره راتلونکې روښانه کړې .
وروسته مشاعره پيل سول ، چې پر مهال يې محصليو شاعرانو د سولې ، وطن ، امن او بيلابيلو برخو کې ډول ډول شعرونه وويل ، چې د برخوالو له لوري په چکچکو بدرګه سول .
د مشاعرې په پای کې د غوره شعرونو شاعرانو ته تحفې او سوغاتونه هم ورکړل سول .