په دري ژبه کې یو متل دی چې وایي(سال ایکه نیکوست از بهارش پیداست!)
دا دی په افغانستان کې 1393 هـ.ش پای ته ورسېد او نوی 1394 هـش کال پیل شو.
له بده مرغه چې تېر کال د وینو په کیسو پای ته ورسېد او نوی کال له کړاوونو، تښتونو، ربړونو، چاودنو، بربریت، وحشت، بې عدالتۍ او ظلم سره پیل شو. د څو ورځو خونړیو پېښو وښوده چې افغانستان په سم لوری نه دی روان او اوږده اغزنه لار په مخ کې ده.
په تېره یوه میاشت کې 31 هزاره افغانان په زابل کې وتښتول شول چې تر اوسه یې برخلیک پوره نه دی روښانه، د غزني- جاغوري په لار څو کسان ووژل شول، په غزني کې هاوان یا ماین د شپږو تنکیو کرکټرانو ژوند واخست، په وردګو کې د سورلیو په موټرو ډزو 13 کسان ووژل، په ننګرهار کې د ناتو بمونو ملکي خلکو ته د سر او مال زیانونه واړول، په فاریاب کې قومي مشران یا د جنرال مالک ملګري ووژل شول، په دایکندی کې شل کسان برمته او بیا خوشې شول، د هېواد امنیتی وزارتونه هره ورځ له پنځوسو څخه تر سلو مخالفینو د وژلو خبرونه خپروي، په محابسو کې نښتې شوي چې مرګ ژوبله لري، به کابل کې په وکیل ګل پاچا مجیدي یرغل وشو چې مرګ ژوبله یې درلوده. په کورونو کې میړونه خپلې ښځې وژني، پلار په لور تیری کوي ، په درې کلنه جلۍ تیری کېږي او یو شمېر جاهل او احساساتي خلک خپله لور، خپله خور په دومره وحشت وژني چې ساری نه لري.
که سړي د افغانستان د ټلویزیونونو او راډیوګانو خبرونه ته ځیر شي، یقین به وکړي چې د جګړې جغرافیه خورا پراخه شوې او ټول هېواد ته رسېدلې. وروستني خبرونه وایي چې بدخشان د هلمند په شان نا امنه او د دایکندی ولایت کجران ولسوالي د سقوط په درشل کې ده!
د افغانستان په اسلامی حکومت کې داسې ترخه او خونړي خبرونه، په زغرده وایي چې موږ له بده مرغه خپل ډېر انساني، اسلامي او افغاني صفات له لاسه ورکړي او د ظلم، بې انصافۍ، حق وژنې، ترور، جګړې، وحشت او بربریت په لومو کې ایسار شوي یاستو.
د نوي کال په درشل کې د پخواني درانه کابل په لمن داسې یو تور داغ پورې شو چې تر ابده به پاک نه شي،. د شاه دو شمېره د زیارت د منجاور په فتوی، یو څو کوڅه ډبو ځوانانو، بی بی فرخنده په داسې قساوت ووژله چې باید ټول د اوښکو په ځای وینې پرې وژاړو! دې پېښې وښوده چې موږ د علم، پوهې، ظرفیت، تدبر، زغم او ښاري ژوند په ډېرو ټیټو پړاوونو کې یاستو او سخت سقوط مو کړی.
لکه چې په دې بې څښتنه ملک کې قانون، قاضي، محکمه، شهود، پوښتنه او ګروېږنه هډو شته نه! بس هر څوک چې هر څه وغواړي، کولای شي! یو څو نور دولتي او غیر دولتي فیسبوکیان بیا را پاڅېدل او د دې معصومې نجلۍ مظلمومانه شهادت یې وستایه او دا یې د خلکو حق وباله چې د خپل دین د ساتنې له پاره په ژوندیو انسانانو اورونه ولګوي دا ټکان ورکوونکی جنایت د اعلحضرتینو اشرف غني او عبدالله دربارونو ته په یو کیلومتر واټن کې، د کابل پولیسو په مخکې او (حتی) په مرسته، د دین د تاریخي سوداګرو په قومانده، د یو څو لااوبالي او کوڅه ډبو په ناولو لاسونو، په رڼا ورځ تر سره شو. داسې جنایت چې کېدای شي په نړۍ کې ساری ونه لري!
واقعیت دا دی چې په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د رڼا، پرمختګ، مدنیت او انسانیت په ضد جګړه روانه ده.
د ګاونډیو هېوادنو استخباراتو د امریکا او لویدیځو او ځینو اسلامي هېوادونو په مالي او تسلیحاتي مرسته، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز بنسټونه، دولتي نظام، ملي پوځونه او نور تاسیسات د یو شمېر لاس پوڅو په لاس داسې ونړول چې اوس یې بیا جوړونه سترو امکاناتو، ارادې، نیت، وخت او ایمان ته اړتیا لري.
په همدې موده کې اګاهانه هڅه وشوه چې په افغانستان کې د واک او ادارې تاریخي، انساني او عنعنوي ارزښتونه تر پښو لاندې او داسې یو نظام په پښو ودرول شي چې تر اوسه یې ښه عملي مثال نشته؛ خو د یو شمېر څېرو او کړیو مادي ګټې به خوندي کاندي.
اوس داسې وېره شته چې خدای مه کړه په هېواد کې درانه فرهنګي ارزښتونه او پرمختګ پلوی فکرونه ځپل کېږي او په ځای یې د تیارې د خورولو او فکري انحطاط هڅې پیاوړی کېږي.
په داسې شرایطو کې په نورو فرخنده ګانو باندې په نورو پلمو، د ورته وحشت او بربریت او قساوت وېره ده چې هسې نه بیا کوم لېونی یا دستوری یا سوداګر منجاور د چا د مرګ فتوی صادره او یو څو غیرشعوری او کوڅه ډب کسان بیا اورونه ولګوي او معصوم ژوندونه تباه کړي!
اوسنۍ ماتېدونکې او فاسده اداره د دې ټولو تباهیو تر شا ولاړه او په ننداره بوخته ده. دوی هڅه کوي چې د هېواد له پاته امکاناتو، پیسو، کانونو، قراردادونو او پټو او ښکاره شتمینو څخه ستره ونډه تر لاسه او جېبونه ډک کړي!
ها وېدو مشرانو! افغانستان او خلک یې د قطعي تباهۍ د کندې په خنډه ولاړ دی!! غواړۍ چې خپل انساني مسوولیتونه درک او اقدام وکړۍ او که غواړۍ چې نومونه مو د شاشجاع او ببرک کارمل په شان د تورو څېو په لست کې ثبت شي! خوښه ستاسو ده! پای