د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان بمي چاودني وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63564
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-02

د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قومندان حکمت الله حقمل تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه کې د يوي بمي چاودني پر مهال وژل سوى دى. د هلمند ولايت امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايې چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د ګرشک په ميرمنداب سيمه کې پر امنيتي پوستو حمله کړي وه ، چې وروسته د پېښي ځاى ته د ګرشک د پوليسو مشر هم ځان رسولى وو. هغه وايې چې د دولت وسله والو مخالفينو په يوه تونل کي ماينونه ځاى پر ځاى کړي وه او د چاودني پر مهال يې حکمت الله حقمل ووژل سو. د پيښي د مسووليت په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .