چاودنې په خوست کې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63565

دخبریدو نیټه : 2015-04-02

لومړي راپورونه: د خوست ولايت مقام ته څېرمه، چېرې چې د والي پر ضد معترضينو خيمې درولې دي،درنه چاودنه شوې ده. ویل کېږي په دې چاودنه کې چې د ولايت مقام ته څېرمه د والي کور ته نږدې شوې ده ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي. عيني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه. تر اوسه د دې چاودنې مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.