اباسین جکړ
داسې ښکارې چې د وطن د جوړونې هوډ دا ځل تر ټولو کلک دي. د دري ژبې متل دي چې وایې؛
سالی کی زیباست، از بهارش پیداست
هغه غښتلې ګامونه چې ولسمشر د خپل کارې دوري په څو میاشتو کې اخستلې د هیواد فاسدې څیرې یی هم تر اغیزې لاندي راوستلې، او نن سبا هغوې هم د فساد دختمولو پسې په جدیت سره رابډوهلې.
د اوسنې دولت کابینه تر ډیر غور او څیړنې وروسته را برسېره شوه، خو بیا هم ځنې داسې ګمنامې څیرې رامخ ته شوي چې لا تر اوسه ئې د کارې وړتیا په اړه ولس اندیښنه لري. په یاد مو وي چې، د ټاکنیزو ناندرو ځنې ژمنې ولسمشر ته پر اوږه پرتې دي، چې ولسمشر یې له ناکامه دي ته اړ کړې چې ځنو مجهولو څیرو پر سر منخته وکړې.
د حکومت هر وزارت د ولس اساسې غوښتنو د پوره کولو پر اساس منځ ته راغلې، او پر دي اساس نشو ویلې چې دي وزارت څار ته اړتیا نشته، خو ځنې وزارتونه ته د نور پر انډول زیاته پاملرنه پکار ده.
د پخوانې ولسمشر یاد دي په خیر وي، وزیرانو یی داسې ګلان کرلۍ چې اوس یې پاملول ډیر زیات قوي مدیریت ته اړتېا لري. او د اوسنۍ دولت د کابینې ځنې محترم وزیران به بې له شکه دا وړتیا ولري او ځنې تر شک لاندي دي چې دا ازموینه به تر سره کړي، که په نیمه لار کې به پاتې راشې؟
د امنیت او اقتصاد څخه راوروسته نن سبا د اطلاعاتو او کلتور وزارت زمونږه هېواد کې تر نورو وزارتونو خوار غښتلۍ او پیاوړې وزیر ته اړتیا درلوده، چې له نیکه مرغه، ولسمشر د خپلو ټولو ژمنو پر اساس ډیر غښتلې ګام واخیست او د ولس زړه یې بیا هم خپل کړه، مننه ښاغلې ولسمشره! او جهانې صیب ښه راغلاست!
جهانې صیب، ستاسې مینه، محبت، خلوص، درد، احساس ټول ولس ته په ډاګه دي، تر بل هر چا مو ښه پيژنو، او تر بل هر چا درنه ډیر څه غواړو!
جهانې صیب، ستاسې ازموینه له دي ځایه پیلیږې، موږ پوره ډاډ لرو چې تاسو بریالې یاست او د فرهنګ او کلتور دا غرقه بیړې به تاسې ژغورې. زمونږ ولس ډیر طالعمند دي چې په اوسنې وخت کې مو ورک سیدجماالدین افغان بیا مونده. زمونږه پر دردونو ښه خبر ئې، او تکرار ئې پکار ندي خو په یوه خبره د ولس پیغام دا دي، چې هډونه مو د بیلیدلو پر حال دي. نو د هر څه دمخه
مونږ بیا سره یو ځاي کړه
مونږه بیا سره یو ځای کړه
د بریا په هیله مو