لنډ ژوندلیک:
ډګروال سیدنجم الدین اغا د سید عبدالغفار اغا زوی او د کندهار د ارغنداب د تابین دقومي مشر سید حیدر اغا لمسی وو. نوموړی د علي احمد جلالي او اوسني لوی درستیز شېرمحمد کریمي سره پر یو ه وخت له حربي ښونځي فارغ سوی ، په بالاحصار فرقه کي یې د ټولۍ د قوماندان په توګه کار کړی وو او داودخان سره په کودتا کي د نوموړي له نژدې ملګرو څه وو ، تر هغه ورسته یې په ارګ ، دلکشا ماڼۍ او د دفاع وزارت په کشف ریاست کي دندي اجرا کړي وې، په بدخشان کي د مکلفیت آمر او په کندهار کي د کمیسار پر دندو هم پاته سوی وو ، د ډاکټر نجیب په حکومت کي یې د کندهار په پوهني ریاست کي د نظامي تدریسي معلم په توګه د لسم ، یولسم او دولسم ټولګیو زدکوونو ته څوکاله تدریس کړی وو په ۱۹۸۷ کي پاکستان ته ، له هغه ځایه په ۱۹۹۱ کي امریکا ته مهاجر سوی وو او نژدې ۱۰ کاله د هډکو د سرطان او سږو د میکروب له ناروغیو پر بستر پروت وو چي بالاخره ئې نن د اپرېل په دوهمه نیټه ، پر ځايي وخت د ماښام پر ۱۱ بجو او ۴۴ دقیقو خپل روح حق ته وسپاره او د هیواد د سولي او پرمختګ نیمګړي ارمانونه یې د ځانه سره یوړل .
جنازه :
جنازه یې پر ځایي وخت، د اپرېل په دریمه سهار، د امریکا د نویارک ایالت په مرکز الباني کي اخیستل کیږي او د همدې ښار په اسلامي هدیره کي خاورته سپارل کیږي.
فاتحه:
په امریکاکي:-
- فاتحه یې د یوې ورځي لپاره د شنبې په ورځ دامریکا د نیویارک د سکینکټډي ښار په افغان اسلامي سنټر کي اخیستل کیږي.
په افغانستان کي:
په افغانستان کي یې فاتحه د دوشنبې په ورځ له ۸ څخه تر ۱۲ بجو پوري، د کندهار په کاغانک کي، د لوی محبس شاته د حضرت عثمان په جامع جومات کي د یوې ورځي لپاره اخستل کیږي .
دمېرمنو لپاره په کاغانک کي، د سیدعبدالنبي اغا په کور کي د فاتحې مراسم پرځای کیږي.