ولسمشر اشرف غني وايي حکومت به په هېواد کې د پانګونې د ملاتړ لپاره هر هغه څه وکړي چې په توان کې يې وي. نوموړي د صنعتکارانو د ټولنې له غړو سره په کتنه کې ویلي د سوداګرۍ او صنایعو د نوي وزیر د کار له پیل سره سم به د دغه وزارت د صنایعو په برخه کې د صنعتکارانو په مشوره اساسي بدلونونه رامنځته شي. ده زیاته کړې له مالیې وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې نه یوازې په کلني ډول بلکې په فصلونو کې په تعرفه کې د افغانستان د خلکو په ګټه بدلون رامنځته کړي.