چارواکي وايي، د فراه په پشترود ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې په روانه نښته کې يو ملا امام، پنځه پوليس او څلور وسله وال وژل شوي دي. د پشترود ولسوال غوث الدين وايي چې سلګونو وسله والوتېره شپه دوه بجې د دې ولسوالۍ په "مساو او خرابه" کليو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي. هغه چې نن له غرمې وروسته په څه کم دوو بجو يې خبرې کولې، وويل چې اوس هم په ياده سيمه کې نښته روانه ده. ولسوال وايي د ده د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې يو ملي او څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان دي. د ده په وينا، په نښته کې د مساو کلي امام عبدالسلام هم وژل شوى دى.