غنم چڼچنو وخوړل خو ولګیدی بټیری( ماڼزان)،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63592

دخبریدو نیټه : 2015-04-04


  خوست  د خوست والی او وکیلانو چور کړ خو قربانی  د خوست غیرتی ولس ورکړه.
 په لومړی سره کی  د تیره ورځی په خونړۍ او د جنایت نه ډکه  پیښه کی چی د خوست په ولایت کی وشوه او زموږ د همدغه غیرتی ولس په لسهاو بیګنا او بی دفاع خوستوال په شهادت ورسیدل. ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت عوښتنه کوم، کورنیو او نږدی دوستانو ته یی د زړونو  جمیل  صبر عواړم همدارنګه زخمیانو ته د لوی څښتن څخه عاجل صحت  عواړو.
یوازی خوست نه بلکی د افغانستان په ۳۴ ولایاتونو کی د حکومتی چارواکیو( دولیانو په ګدون ملکی او نظامی)، جنګسلارانو، زورواکانو ،  د قومی، ولایاتی  او ملی شورا  مشررانو او وکیلانو تر منځ د ملت پر مال، دولتی ځمکو اود ټولګټو پروژو پر سر د دوی په خپل منځ کی ناندرۍ او دوښمنۍ روانی دی  والی واکیل نه بریږدی وکیل پر والی باندی دوا لری،وکیل پروژه عواړی  چی تر لاسه یی کړی والی بیا په هغه کی برخه ځینی عواړی، قومی مشر د امنیت امر تورنوی، د امنیت امر ولس تهدیدوی چی په ټوله کی یی د افغانستان ټول ولس ته دومره ستونزی او مسکلاتونه جوړ کړی دی چی عام خلک تر پوزی پوری راغلی دی.
 که د د هیواد او ولس امنیت د سلنی په حساب سره په ګوته کړو نو کیدلای شی چی ۵٪ سلن به  د دولت د مخالیفینو کار وی چی امنیت یی تهدید کړی وی ولی  دا پاتی   ۹۵٪ سلنه خطر چی ولس ورسره مخامخ دی دا تول همدغه افرادو او اشخاصو ولس ته جوړ کړی دی چی پورته یی نومونه یاد شول.
 همدغه افراد او اشخاص دی چی له لوړ پوړو چارواکو سره  بیا  تر ارګ پوری تار لری له هغه ځایه تقویه او حمایه کیږی  همدغه زور او قوت چی تر شا یی ولاړ دی   د بیتالمال ، کونډی او یتیم  په حق باندی د یو او بل سره ډغری وهی او زورونه ازکویی  چی دغه ډغری او زور ازموینه  بیا داسی ستری فاجعی رامنځ ته کړی لکه تیره ورځ چی د خوست په ولایت کی په لسهاوو کورنۍ د غم په ټغر کشینول شوی.
 زموږ په غالب ګمان دا چاودنه چی په خوست کی وشوه  فکر نه کوم چی دا کار د طالب کړی وی او یا د طالب کار وی دا ټوله د همدغه چارواکو او زورواکو تر منځ د ډغرو او زور ازمویلیو نتجه وه چی قربانی یی ولس ورکړه.
پدی خاطر چی د افغانستان ولس د دغه شته بدبختیو څخه په امن کی شی ولسمشر اشرف غنی ته پکار ده چی کوټلی ګامونه واخلی لومړۍ خپله کابینه جوړه کړی ورپسی  مفسید چارواکی چی په سر کی یی  والیان قرار لری له سرپرستۍ څخه هم وشړی بلکی عدلی ادارو ته یی وروبیژنی   د شتمنیو حساب او کتاب ورسره وشی او پر کوم چارواکی که فساد او یا د بیتالمال غله ثبوت شوه سمه جزا ورکړی تر څو په راتلونکی کی بل چار واکی بیا داسی ناوړه عمل ته مخ نه کړی. همدارنګه ولس د خپل ولسمشر عواړی چی د شړل شوی مفسیدو چارواکو پر ځای   پاک  با تقوا اهل کار  افراد او اشخاص  وګماری.
په اخر کی موږ د افغانستان پر ولسونوهم غږ کوو او ترینه عواړو چی دوی هم خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړی داسی افرادو ته هغه که د ولایتی شورا لپاره وی او یا د ملی شورا لپاره د وکیل په حیث وټاکی او  رایی ورکړی  چی غل نه وی د ولس په درد دردیږی او د خپل ولس ګټی د خپلو شخصی ګټو نه فربانی کوی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۳/اپریل/۲۰۱۵